ته وا دپلار اوبه یې دي

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
بســــــــــــــــــــــــــــمل
عزتمنولوستونکو!
نن مې دتاند په ویبپاڼه کې  دا لاندې خبر تر سترګو شو:
ایران د هلمند سیند په اوبو کې خپل حق غواړي
http://taand.com/index.php?mod=article&cat=c66&article=25994
اوس راځم څو پوښتنو ته :
۱ ــ آیا ایران د۱۹۷۲ز کال دتړون مکلفیتونه  سر ته رسولي دي؟

۲ــ آيا ایران  دتاریخ  په اوږدو په  تېره بیا داخوندي  دورپه  راتلوسره کومې ناخوالې او بدمرغۍ زموږ  په  هیواد او هیوادوالو ونه لورولې؟
۳ــ ایران ولې او د څه لپاره سې ګانه ګوندونه  ولوبول ؟
۴ــ ایران ولې  دسلما بنددختمېدو په وړاندې  خنډونه  جوړوي؟
۵ــ ایران دڅه لپاره حامد کرزي ته  دپیسو کڅوړو لړۍ  روانه ساتلې ده؟
۶ــ دافغانستان دتش په نامه ولسي جرګې په  جعلي استازو ایران  څومره پیسې  او د څه لپاره ولګولې؟
فکر کوم دپورتنیو پوښتنو په لوستلو سره به له واره ستاسو قدرمنو لوستونکوپه  ذهنونو کې ځوابونه  پیدا شوي وي .
څه چې غواړم  روښانه کړم  هغه  دا دي چې ایراني واکمنان  په قاطع  ډول زموږ هر اړخیزې  بربادي  ته ناست  دي .
په موږ تپلی حامدکرزی لکه جېبوهونکی  اموخته  خور بلاخوردی له  هرچا هرڅه  راشکوي او په خورا نامشروع لارو یې لګوي  دبېلګې په توګه به  دایراني چارواکودپیسوکڅوړو په اړوند یو څه  تاسو ته ولیکم :
له ارګ  څخه  دکره مالوماتواو مسؤلیت له  مخې  خبر راکړ شوی  چې  کرزی  ددغوکڅوړوډېری  برخه په تبلغاتي جګړه لګوي مثلأ:
ــ  دیوشمېر بې ایمانو ژورنالستانو په تطمیع کولو.
ــ  دځینو تلویزیونونو او رادیوګانوپه جلبولو .
ــ  دیو څومجلو،اخبارواوځینو ویبپاڼو په  راخپلولو.
ــ  په تبلغاتي  ډګر کې دیوڅوهغوبېسوادو بوټ  پاکانو په ګمارلو چې حامدکرزی لا ټټۍ ته نه  وي  تللی دوی بیا لوټه په لاس کې ورته نیولې وي .
په دې  وړه  ډلګۍکې یوڅوداسې  بې  هویته کسان  راټول  شوي  چې هسې  له یو څوګډ او وډو حکومتي  خبرونو څخه یوه لیکنه برابره او بیا یې ویبپاڼو ته  په مستعارونومونو ورلیږي  دماخذ خوهیڅ نوم  پکې نه لیکي دا لړۍ هم  په  پښتو او هم  په  دري  ژبو روانه  ده .
په  دې اړوند مادوعدې له مخې  یولوی مطلب تیارکړی  خویو څه  وخت ورته  صبر کوم .
په یاد مطلب کې ددې کسانو نومونه  ذکر دي  دادومره ناپوه اوپه سترګو ړانده کسان  دي  چې  دننني تخنیک په عظمت یې هیڅ سر نه  خلاسیږي .
دوی یوې پاڼې ته یو ګوډ او مات  مطلب  ورولېږي بیا نود تبصروپه برخه کې د خپل ځان  صفت پخپله کوي البته په بدلو نومونو په  داسې حال کې چې ویبپاڼې چلوونکي سم  پرې  پوهیږي  چې داپخپله  دایو کس دی .
له  دې ور اخوا په  خورا نامردي سره  زموږ  دهغو مطرحولیکوالواوشخصیتونو  په اړوند سپکې  تبصري  لیکي کوم چې دکرزي  په محکوم حال نیوه کې  کوي .
داسې پستي یې دلر اوبر په  درنه ویبپاڼه کې  زما په  ضد هم کړې وه هلته یې زماپه نوم  دداود اعظمي په ضدیوه ناوړه تبصره لیکلې وه بیا یې  په نورو بدلو نومونواو دیوڅو نورو تورمخو په  مرسته  یوڅو احمقانه  تبصرې  هم لیکلې وې چې بیا افشأ شول  دا دومره  ټیټ کسان  دي  چې دنوم  په لیکلو یې سړی  شرمیږي .
حامدکرزی  په  دومره لېونتوب  سره دداسې احمقانواوبېسوادانو په وسیله  غواړي ځان په خلګو ومني .
که تاسې په دالاندې لینک کې دحامد کرزي خپل منطق ته پام وکړئ حیران به پاته شئ چې داکس ځان ولسمشر هم بولي خودیوترکاري فروش له موقف  څخه  خبرې کوي وايي چې  د دفترلګښتونه  څنګه  پوره کړم :
http://www.youtube.com/watch?v=Q78ytEey-rQ&feature=player_embedded#
قدرمنو خویندو او وروڼو!
دایراني واکمنانو داغراضو او بد نېت له کبله مې پورتنۍ بېلګه  تاسو ته وړاندې کړه  اوس راځم  دولسي جرګې
هیواد دښمنو او پردي پالو غړو ته :
داتش  په نامه استازي  دافغان ولس  له ارادې  اوارمانونوسره  په  ټکر کې دي ددوی په مینځ کې داسې کسان هم شته چې زموږ په تاریخ او ملي ویاړونو ملنډې وهي لکه لطیف  پدرام ، حافظ منصور، محقق  او ځینې نور .
دا کسان په لوی لاس  اوسنۍ  ولسي جرګې ته  دایران او امریکا لخوا دځانګړو موخو لپاره  را ورسېدل .
لکه په یوه پخوانۍ لیکنه کې مې چې تاسو ته ذکرکړی وو یو ځل بیا لیکم ،چې دا تش په  نامه  ولسي جرګه به له حامدکرزي سره  د ځینومعاملو له مخې  داسې  خطرناک تړونونه تصویب کړي  چې یوبه هم  دافغان  ولس  په ګټه نه وي .
دایران دبهرنیوچارو وزیر له وینا څخه پوره  روښانه ده چې ایراني اخوندان به دهلمند داوبواو یولړ نور خطرناک تړونونه  په اوسنۍ جعلي ولسي جرګه  تصویب کړي .
اوس  نو پوره  ثابته  شوه  چې  نه   حامد کرزي  ته  دپیسو کڅوړې  او نه  خوداتپل شوو وکیلانو ته ایران  د خدای  په  رضأ ډالر ورکول .
زما له  ټولوهیوادوالو او درنو لیکوالو ملګرو څخه  دا هیله ده چې زموږ د خاورې  دهر غلیم څېره  په خپل  وخت بربنډه کړي  داهیوادګران  افغانستان  زموږ دی  د دې  هیوادشتمني زموږ ده  ددې  هیواداوبه  اوهوا زموږ ده خو له بده مرغه چې  له  خپله لاسه  مو  غلیم ته خپل ځان وتاړه  ځکه  خواوس   ایران  هم  د خپل حق  په  نوم  زموږ  اوبه غواړي  ته وا د پلار اوبه یې دي .
یادونــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــه :
له ټولو درنو افغان ویبپاڼو، مجلو او اخبار چلونوکوڅخه  د زړه له  تله  مننه کوم چې بې له ځنډه یې زمالیکنې او نظریات خپاره کړي دي .
ما دهر کورني او بهرني غلیم داعمالو په  وړاندې  پخپل وخت  خپل غبرګون  ښوولی  که تاسې دالاندې لینکونه کښېباسئ  یایې درکاپي اوپه ګوګل کې  ولټوئ نو زمانظر به  واورئ  البته  دسلګۍ  په درنه  ویبپاڼه کې  دایران  ددښمني په اړوند  زماد پخوانۍ لیکنې په کیڼه خواکې چې یوه نارنجي تڼۍ ښکاري  که هغه کښېباسئ زمانظر به واورئ   هیله  من یم  چې  راسره  همنظره به اوسئ .
ومن الله توفیق
http://talafghan.com/messegesandreports/radio-free-europe-interview-about-the-legitimacy-of-afghan-gvt-and-present-parliment-with-m.a.bismel.htm
http://www.salgay.com/Maqali+Lekany/Magali+Lekany_ABesmal_da%20Kabul%20Dolat.html