له امریکا سره د ستراتیژیک تړون پر سند هراړخیزي خبرې پیل شوې

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
سلام خان
دافغانستان جمهوررييس حامدکرزي په مشرۍ دملي امنيت د شورا غونډې دحمل دمیاشتی په ۲۱نیټه دافغانستان او امريکا ترمنځ دستراتيژيکي همکاريو دسند دبرابرولو لپاره دتياري په باب هراړخيزي خبرې پیل کړی د جمهوري رياست دمطبوعاتي دفتر دمعلوماتوله مخې :
په دې غونډۀ کې چې  ديکشنبې په ورځ دجمهوري رياست دمرستيالانو او ديوشمير وزيرانو اودحکومتي چارواکو په گډون جوړه شوه دملي امنيت سلاکار ډاکتر رنګين دادفرسپنتا اود جمهوررييس ستر سلاکار ډاکتر اشرف غني دهغه کميسيون په استازيتوب چې دافغانستان دحکومت له خوا ددغه سند په باب دافغانستان دحکومت دهدفونو ، تعريفونو اودغوښتنو دبرابرولو په مقصد موظف شوي دي ، د کميسيون دکار دپرمختګ په اړوند يو رپوټ وړاندې کړ . دملي امنيت دشورا دغونډې غړو درپوټ له اوريدو وروسته په دې باب چې دهيواد سياسي ، اقتصادي او پوځي ګټو ته په پاملرنې سره دافغانستان او امريکا ترمنځ دستراتيژي همکاريو دسند په باب دافغانستان دحکومت دريځ بايد څه ډول وي هراړخيزي او اوږدي خبري وکړي . دغونډې په دوام پريکړه وشوه چې موظف کميسيون دې بايد په راتلوونکو لسو ورځو کې دافغانستان له لوري يو سند چمتو کړي چې په هغه کې دټاکلو شرايطو په چوګاټ کې دافغانستان اوږدمهالو ګټو ته په پاملرنې سره دخلکومشخصې غوښتنې ځاى کړي شوي وي . ديادونې وړ ده چې ددغي غونډې په بله برخه کې دامنيتي مرکزونو چارواکو دهيواد دعمومي امنيتي حالت په باب رپوټونه وړاندې کړل چې جمهوررييس دامنيتي حالت دښه والې لپاره هغوى ته مشخصي لارښوونې وکړي
له یوې مودې راهیسي د افغانستان او امریکا ترمنځ د ستراتیژیک تړون په باب خبرې کېږي خو تراوسه پوري ډېر افغانان نه پوهېږي چې په دې تړون کې به کوم مسایل ځای شوي وي یا دا چې افغانستان به په تړون کې له امریکا څه راز غوښتنې ولري او په مقابل کې به یې د امریکا غوښتنې څه وي
د امریکا په شان له لوی او مهم هیواد سره ستراتیژیک تړون د ډېرو هیوادونو لپاره ډېر اهمیت لري.هند او پاکستان هر یو له څو کلونو راهیسي هڅه کوي چې له امریکا سره داسي یو تړون لاسلیک کړي ځکه چې د دغسي یوه تړون د لاسلیکېدو په صورت کې به امریکا مکلفه وي مقابل لوري ته یولړ دایمي امتیازونه ومني
د جمهوري ریاست په خبرپاڼه کې نه دي ویل شوي چې افغانستان په سند کې له خپلې له امریکا دقیقاً څه ډول غوښتنې لری خو وايي :د ملي امنیت شورا د غونډې غړیو د راپور له اورېدو وروسته، په دې باب چې د امریکا او افغانستان ترمنځ د ستراتیژیکو همکاریو د سند په برخه کې به د هیواد سیاسي،اقتصادي او پوځي ګټو ته په پام سره د افغانستان د حکومت دریځ باید څرنګه وي، مفصلې او هراړخیزې خبرې وکړې
ګومان کېږي چې په دې سند کې به په افغانستان کې د امریکا د دایمي اډو او په مقابل کې یې له افغانستان سره د امریکا د دایمي مالي ، سیاسي او پوځي مرستو موضوع شامله وي
همدا رازولسمشر حامد کرزی ددوشنبی په ورځ په یوه خبری ناسته کی خبریالانو ته وویل  چې د امریکا متحده ایالاتو ورته له افغانستان سره د ستراتيژیکو اړیکو په اړه یو سند سپارلی او افغان حکومت ددغه سند په بشپړه مطالعه  بوخت دی ،ولسمشر کرزي که څه هم د امریکا له لوري د ستراتيژیکو اړیکو په باب د لېږل شوي سند بشپړ جزئیات ور نه کړل ولې وې ویل چې دا سند دوه اوونۍ وړاندې ورته سپارل شوی او لا هم مطالعه یې روانه ده
جمهور رئیس ددوشنبی په ورځ په یوه خبری غونډه کی په خپلو ځرګنودونو کی خبریالانو ته وویل:چی تېره ورځ د حکومت د لوړ پوړو چارواکو په حضور یې دا سند مطالعه کړی او د افغانستان په ګټه ترې نقطې یې راوستې او له وړاندیزونو سره مل به یې بېرته د امریکا حکومت ته وسپاري، ترڅو د ستراتيژیکو اړیکو په اړه مذاکرې دوام وکړي
هغه وویل افغانستان خپلې ګټې لټوي او امریکا باید د دوی غوښتنې ومني، جمهور رئیس وویل له تېرې اوونۍ راهېسې ددې سند په اړه یې مسلسلې ناستې کړي او د منفعتونو تثبیت یې کړی دی.
جمهور رئیس حامد کرزی: "شرايط مو ډېر پرې ايښي دي،  ښه مو پرې لاسونه او پښې تړلي دي، ښه شرايط مو ايښي، لکه څومره پیسې غواړو،  افغانستان سره مرستې څنګه وشي، په کومو شرايطو دوی دلته د فعالیت اجازه لري، دا د عساکرو خپلسري یې څنګه کیږي دا څنګه بندوو، په افغانستان کې بهرنیو ځواکونو قانونیت او ټول هغه شرايط چې زمونږ ګټې پکې وي، زمونږ د منطقې حالات خصوصا له ټولو مهمه له امریکا سره د ستراتيژیکو اړیکو په اړه اول شرط د سولې راوستل دي "
جمهور رئیس وویل په درېیو میاشتو کې دننه به عنعنوي لویه جرګه را وغواړي او جرګه به بیا ددغو اړیکو په باب پرېکړه کوي، هغه وویل که دا اړېکې د افغانستان په ګټه وي نو نوم به یې په تاریخ کې ښه یادیږي او که نه سر لا دا اوسه داسې څه نه کوي چې دا اړېکې د افغانستان په زیان تمامې شي
جمهور رئیس حامد کرزی: "که د افغانستان شرايط ومنل شي او دا ستراتيژیکه اړیکه په بشپړه توګه د افغانستان له شرايطو او منفعتونو سره برابره وي  طبعا چې د افغانستان په ګټه به وي، دا د حکومت دنده چې دا منفعتونه تثبیت کړي او په امریکا یې قبول کړي  بیا به دا د افغانستان خلکو ته د لویې جرګې له لارې وړاندې شي،  د افغانستان خلک به بیا دا یا تائید کړي او یا به یې رد کړي د افغانستان خلک به پرې پرېکړه وکړي.پای سلام خان