زموږکلي اوبانډې

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
دسمیع الدین  افغاني لیکلنه دریمه  برخه
کليوالي  ژوند او دخلکوبـوختیاوې : 
د لغمان دخلکو ژونددزحمت ژوند وه ،هلکانو به  له ښوونځی ددرسونو تر فراغت ا و په کورکې  دغرمې ډوډ ۍ  وروسته په  کاراوغریبۍ پسې وتل  په مالدارۍ ، زمیندارۍ ،لواولور او نورو کارونو به بوخت شول
، کورته به یې د سونګ لرګي برابرول ،څارویو ته به یې  رشقه یا شفتله ریبله او د هغوڅارنه  به یې کوله، د ژمي لــــپاره  به یې  څارویو ته د وچو وښو څپره یا ذخیره جوړوله چې په همدې ډول کورنۍ ته د ازوقه په بـرابـرو لوکې به یې دخپلې کورنۍ دمشرانولاس نیوی کو ه ۰
په لغمان کې دکرنې مځکه  دخـلکو په پر تله کمه ده او د لغمان دخلکو دکورنیوعواید دکرنې او مالداري لـه لارې څه نا څه تامینید ه۰

ددې مصروفیتـونو تر څنګ د کلي هلکانو تفریفحي پروګرامونه هم لرل ،ماښام به هلکان دکلي ومخې ته ووتل اوپه مختـلفو ساعت تیریو به بوخت شول، اکثرا دپهلوانی ،توپ ډنډه ،خوسی لوبه،  مخ پټونی ،الله داداوډیرو نورومحلي لوبو د سپوږمۍ په شپوکې  تر ناوخته پورې دوام درلود۰
نیکه  به  تر مازیګره  دبزګر سره دکروندې  په کارونوبوخت  وه ،موږ به د غرمې ډوډ ۍ   ورته وړله۰ زموږ دهقان محمد جان  نومیده ، هلـکانو به ورته محمد جان ماما خطاب کا وه، محمد جان ماما شپه او ورځ په مځکه کې کار کاوه اوډیر  زحمت یې ګا له خو تر اخره پورې  دسوکا له ژوندخاوند پدې نه شو چې له یوې خوا  د ډیر اولادوڅیښتن وه   او دبلې خوا د فصل  دکرلو په موسم کې  غنم ،جوار او یانور خوراکي مواد په ګټه یا سود اخستل اود فصل دحاصل   په وخت کې یو په یونیم ګټه ورکوله ،که دفصل په سرکـې به یې دسود خور څخه  لس منه  غله واخستله بیا  به یې د حا صل په وخت کې پینځه لس منه اوکه شل منه به یې ورکړې وه دیرش منه او هر څومره چې  قرض زیاتیده په همغه اندازه سود خور ګته ترې اخستله۰

دمحمد جان ماما بله چاره نه وه هغه مجبور وه  چې  اولادونو ته  خوراک یا ازوقه برابره کړي او د سود خورو شرایط ومني،  هغه کال مې نه هیریږي  چې محمد جان ماما د نیکه په مځکه کې د غنمولوګډکړ   بیا یې دلو شوو غنموګیډۍ و چلول،غنم یې غوبل، باداو دیر نور زحمتو نه یې
وګالل ،ددرمندپه جوړولو کې نه یواځې محمدجان ماما بلکه دهغه میرمن او اولادونوهم ډیرې ستونزې  وګاللې،خو کله چې درمندجوړ اوتللوته برابرشو، سودخوریې سرته کیناست ، د کلي
اوسیمي رواج  وه چې بزګر  ته بـه د درې برخو څخه یوه برخه رسیده،  دمحمد جان  ماما د خــپلې برخې سربیره دلو اولور ،درمند جوړولو،با دولواوچلولوسره سره بس همدومره  شوه چې د سود خور  قرض پکې مجرا شی،
سود خور چې همیشه لکه اخوندشا ګل ږیره په  نکریزو سره وه دغنمو جوالونه په خره بار او دکور
په لور روان شو، محمد جان  له ځایه پا څیدخپلې  ښځې او اولادونو ته یې  وکتل  اوسوړ اوسیلی یې تر خولې  وخوت  ۰
نیکه چې  دا وضعه  ولیده  نو محمد جان   ته  یې د خپلې برخې څـخه دولس  منه غنم جدا کړل او ورته  یې وویل چې اوس  دا واخله خدای مهربانه دی کله چې مو جوار وټکول او د توکوڅـخه مو جدا کړل بیا به سمه مرسته در سره وکړم۰

نیکه به هره جمعې ورځ دتیرګړیو بازار ته  ته ،چې کله کله به یې موږ هم له ځانه سره بیولوهغه به دجمعې لمونځ د تیرګړیو په جامع جومات کې کاوه  نو کله چې  به دجمعې لمــونځ وشو بـیا به په  بازارکې د نرخونو پوښتنه کول شروع شول چې ددې بازار څخه موکور ته چای ، بوره ، تیل ،مالګه  او نور دضرورت وړ ټـوکی ر ا نیو ل  ۰

د تیرګړو بازارته به دجمعې په ورځ له لرې ځایوڅخه خلک د تجارت  لپاره راتلل، دې بازارخورا ښه ګنه ګونه اوجم ،جوش درلود، خو کله چې حسن خان په لغمان کې والی شوبیا دنوي ښار بنسټ یې دلغمان په ولایت کې کیښوده او د تیرګړو بازار اوسني ولایت ته چې دعلیشنګ  اوعلینګار د ولسوالیو  په  مرکزیت کې موقعت  لري ولیږدول شو، والی حسن خان دلغمان  نوی ښار چې  مهتر لام ع  په نامه یادیږ ی په ابا دو لو پیل وکړ۰

حسن  خان د عمرانی چاروسره خاصه  علاقه درلوده هغه د لغمان  ښار ته   ښکلی  بـڼه  ور کړه، کلو او  بانډو ته یې سرکونه وویستل ، که څه هم   پدې کار کې د ستونزو سره مخامخ وه مګر  هغه   وکولای شو چې د خلکو په  مرسته سرکونـو  پلونو ، پـلچکونو او د نوي ښارد ابادولو چارې په پوره  زحمت په مخ بوځي چې دلغمان خلک د هغه    خدمتونه  د قدر وړ بولي۰

وايي  مخکې لدې  چې حسن خان  دلغمان ولایت ته راشي هغه  دبغلان په ولایت کې والی  وه،  هلتـه یې هــم دبغلان دنـوي ښار تهداب او اساس ایښی وه نوکله چې دنوي ښار کارونه بشپړ شول  ،والی امروکړ چې تمام دولتي دوایر دې نوي ښار ته انتقال شي ، مسولین والي ته راغلل  اود ترانسپورت
د نشتوالي  ستو نزه یې ور ته وړاندې کړه، هغه چې دامشکل درک کړی وه نو ټولو کار مندانوته یې امروکړ چې دخپل دفترونوڅخه یومیز ،یاچوکۍ اویا کوم شی چې دوړلوامکان یې وي ،له ځانه  سره واخلي چـې په همدې ترتیب حسـن خان خپله چوکۍ په اوږه کړه اوبې له کو م ترانـسپورته د نـورو  مامورینو سره یو ځای د بغلان نوي ښار ته کوچ کشی وکړه۰

--------------------
نور بیا