زموږکلي اوبانډې

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
دسمیع الدین  افغاني لیکلنه
دوهمه  برخه
په لغمان کې د حیدر خانیو کلی اوجامع جومات۰
په لغمان کې د حیدر خاندیو کلی  اوجامع جومات  زموږ دکلي څخه  شپږ میله لرې واټن درلود او زموږ ه کلیوالي  ښوونځی  په همدې جامع جومات کـې موقعت درلوده چې  استاد شـیر احمد خان
د دې دها تي  ښوونځی یواځنی استاد او مسؤول   وه ۰

زموږ  د عمر هلکان  ( په هغه وخــت کې چې زه د  اوو کلو وم) دی  د هاتـي ښوونځی ته تقریبا د ۱۲ کیلو مترو نه لرې  هلکان پلی راتلل ، په دغه کلیوالي ښوونځی کې تردریم ټولګي پـورې شاګردان په تعلیم بوخت وه ۰استاد شیر احمد خان چې دلوړ قد اوقامت خاوند،  مهربــانه اومدبر  ښوونکی وه،کله کله به یې موږ ترښوونځی پورې رهنمایي کولواوپه لاره او ښوونځی کې به ېې تل دنصیحت  ډکې خاطرې  له موږ سره شریکولې ۰

دحیدرخانیو کلی په هغه وخت کې دلاسی صنعت له نظره ډیر شهر ت درلود، هلته صنعت کارانو ښکلی چړې اوچاقو ګان   جوړول چې  ښایسته لاستي بــه یې ورته برابرول او همدا رنګه د خمتاپه  اوبدلوکې یې هم خاص نوم درلودچې دحیدرخانیودکلي خمتا نه یوازی په لغمان کې بلکه ز موږ
د هیواد په  نورو  ولایاتو کې هم  ځانګړی با زاراو ارزښت درلود۰

زموږ په ښوونځی کې  په اوسط ډول .دسلوڅخه  زیاتو شاګردان زده کړه کوله  چې په درې صنفونو یعنې  په لمړي ، دوهم  او دریم   صنفونو کې په تعلیم بوخت وه  چې د ښونځی ټولو صنفونو لپاره صرف یو ښوونکی  وه ، او استاد شـیر احمدخان کولای شول چې د ټولوشاګردانودرسي ستونزې او مشکلات حل کړی۰

درسي کتابونه ټولو ته نه رسیدل ،کله به  یوکتاب  په دوو  او یاڅو شاګردانو شریک ویشل کیده ۰
ښوونکی صاحب به  د دریم   ټـــولګي لایقه  هلکان د خپل تــــدریسی  پروګرامو ترڅنګ په لمړی او دوهم  ټولګیو کې وګمارل چــــې  افتخاري درس ورکــــړي  چې دې کار له يوې خوا لايقه شاګردان د تدريس دميتود او رويشونوسره اشنا کول او له بلې خوادغه شاګردان داستادشير احمدخان سره د تدريسي پلانونو په عملي کولو کې ډير مثمره رول لوبوه ٠

موږ چې د قلم ،کاغذ او نوروقرطاسیوي موادو نشتوالی احساسوه  نو د کاغذ پر ځای مو دوړې تورې تختې څخه چې دخپلوکتابونو سره  دځانه سره کور ته وړ له  او راوړ لــه  استفاده کوله   هغه داسې چې هر شاګرد به دا وړه تخته ، دکړکو قلم اومشواڼی چې دغنمو سیاهي به پکې وه له ځانه سره لرله، شاګردانو به د درس دشروع کیدو څخه څو شیبې دمخه دا تخته داوبوسره دجومات یا ښوونځی په بیالې کې مینځله  او وروسته بــه یې تخته ګل  یا دتختې مخصوصه  خټه  پرې و مښله
بـیـا به یې  دلاس په  څنګل  دا خټه  په تخته کې  ښه  همواره  کـــړه،کله چې دا اوبلنه خټه په تخته کې په  مساوی ډول همواره  شوه بـیا به یې  لمرته کیښوده چې  وچه شي چې وروسته  د څو شیبو به تخته وچه او لیکلو ته برابره شوه۰

په ښوونځی کې ددنیات، قرانکریم اوحساب ترڅنګ حسن خط ته خاصه پاملر نه وه چې په همدې تخته کــــې به  مو  مشق او تمرین کوه ،الفبا به مو په مشقي تــوګه په کې لیکله بـــیا به مو ښوونکی  ته  د اصلاح   لپاره   ښودله  چې  په همـدې  اسا س او طرز دکارکې شاګردانو خپل مینځي رقابتونه  هــــم درلودل،هغه یو شاګرد بــه  ویل چې  زه  یې ښکلی لیکم اوهغه بل به بیا ویل چې زه یـې تر تا ښه لیکم په  همدې ډول دحرفونو،جملو اومقالود لیکلو سیالۍ د شاګردانو په مینځ کې روانې  وې،یو شمیر نورو به  په دغه تخـته  کې خــپلو خپلوانو ته   لکه پلار ، ورنو، کاکا ، ماما  او انډیوالانو ته د خطونو لیکل مشق او تـمرین کوه او ادبی جملې او اصطلاحات به یې پکې کارول چې همـدې  رقابتونو زموږ د ښوونځی  د شاګردانو دتدریس سطحه لوړه او زموږ  ښوونځی په سیمه کې  ښه شهرت درلود او ډیر مرزایان ترې فارغ شول۰  

استاد شیراحمدخان تل هڅه کـــوله چې  دشاګردانودرسي ستونز ې او پــــرابلمونه حل کړي او د شاګردانو تدریس اوپوها و ي  ته  یې خاصه پاملرنه درلوده، هغــــه به شاګردانو ته تل ویل چې د تعلیم سره تربیه   ضــرور ده او مــــوږ  بایــــد دې اصل  ته  ډیره پــــاملرنه  وکــــړو، که څوک تعلیم ولري اوتربیه ونه لري مکمل انسان نه دی اوپه ټولنه  کې ځای نلری همدارنګه بې تعلیمه انسان
نه شي کولای په ټولنه کې دترقي  او پیشرفت  لپاره اوهمدا رنګه په ورځني ژوند او چارو کې بریاوې تر لاسه کړي۰

په کلي کې دشیر وار رواج۰
په کلي کې دشیر واررواج هم وه هغه داسې چې دکلي درې یا څلوروکورنیو به چې د شیدو غواوې درلودلې په وار سره  یوې کورنۍ ته د خپلې غوا شیدې ورکولې چې  یوه اونی به  د یوه  کور او بله اونی به  دبل کورچــــې په ترتیب او وارسره د تماموهغه  کورنیو چې په شیر وار کې شریک وه  وار رسیده،هرې  کورنۍ به دخپلو شدو کټی واهه او انداز ه یې مــعلوموله چــې  بیاپه همـــاغه اندازه دمقابل   لوري څخه  شیدې په  خپل  وارکې تر لاسه کړي ،  پـــه همدی  ډول  شیر وار ادامه درلوده۰

دکلي ښځوپه خپل مینځ کې شیر وار اچولی وه نوکله چې بـــه د سهار لمونځونه وشول بیا به دکور د بیالې تر غاړې په لویو مټۍ ګانو کې  د مستو کټوې خالي  کیدلې او دکلي ښځې   به  ترې   چارپیره    اود منداڼو په واسطه به یې  دا مستې په وار سره  شاربلې تـر څوځګ  به  یې د مستو څخه جدا اوبیا به یې دچاڼی په واسطه په بله مخصوصه مټی کې را ټول او تر هغه پورې شار بلې تر څو دځګ  څخه یې کوچ  جدا  او پاته شړمبه به یې دکلي په کورنوته  بلخصوص پـه  هغه کورنيو چې  دشدو څا روي  یې نه درلودل ویشل  کیدلې۰

دکوچویا دغواغوړي چې  په زیړ غوړویادیدل  ډیربا ارزشه  وه چې  اکثرا کورنیو د هغه څخه  پـه  ورځیني خوراک کې  استفاده کوله ، همدارنګه یو شمیر کورنیوخپل د ضرورت نه زیات کوچ او غوړي پلورل او په مقابل کې به یې دخپلوکور نیو نور داړ تیاوړ ټوکي پرې رانیول ۰

---------------------
نور بیا