مونږ افغانان او مسلمانان یو او په عین حال کی درانه ،با ارزښته او غنی دود او دستور هم لرو

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
حاجی بسم ا لله خان وردگ) مونږ افغانان او مسلمانان یو او په عین حال کی درانه ،با ارزښته او غنی دود او دستور هم لرو ، د نړی په هر گوډ کی چی ژوند کوو ، باید همیشه د یو متدیین مسلمان  افغان په صفت  خپل افغانی افکار او په خاصه توگه خپله مورنی ژبه او خپل هغه  د منولو وړ دود او دستور چی اسلامی ، ملی او تاریخی او فرهنگی ارزښت  لری له لاسه ورنکړو !(

در نو لوستونکو!
د  وایلی د ښار  د افغان دنمارکی د دوستی د ټولنی د اف دان د انتر نیتی ویب پاڼی د تحریر کمیټه د افغان مهاجرو  د اجتماعی او نیک نامو څیرو او شخصیتونو د  ور پیژندذولو په لړ  کی د  محترم حاجی بسم ا لله خان وردگ سره چی اوس محال د دنمار ک د وایلی په ښار کی  ژوند کوی او په خپل شخصی کار او بار بوخت دی او یوه مغازه لری لنډه  مرکه او گفتگو کړیده ، چی ستاسو قدرمنو لوستونکو  پاملرنه د هغی مرکی ته را اړوم.

اف دان: محترم حاجی صیب بسم ا لله خان وردګ د سلام او ادب او درناوی په وړاندی کولو ستا نه ډیره مننه کوم چی مرکی د پاره زمونږ سره حاضر شوی.

حاجی بسم ا لله خان:د ټولو نه مخکی زه هم خپل  د مینی او  ادبه ډک سلامونه  او نیکی هیلی تاسو  او د  ټولنی  ټولو غړو او د اف دان  د سایت ګرانو لوستونکو ته  وړاندی کوم او ستاسو نه هم  ډیره مننه کوم، چی   زما سره  مرکه کوی او همدارنکه ډیر خوشحاله یم او ویاړم چی زمونږ افغانان  د وایلی په ښار کی د مصروفیتونو  سره سره  په ادبی او فرهنگی چارو بوخت دی  او غواړی چی خپل ژبی او فرهنگ ته خدمت وکړی.

اف دان: محترم حاجی صیب  بسم ا لله خان وردگ که مهربانی وکړی او په لنډه توگه خپل ځان  معرفی کړی.

بسم ا لله خان وردگ:  په 1341 هجری شمسی کال کی د سمنگانو په ولایت زیږیدلی یم، په 1360 کال کی د ایبکو  د لیسی د دولسم ټولگی نه فارغ  او بیا دارالمعلمین کی  شامل شوم ولی په  خواشینی سره  باید ووایم ،  چی زما تحصیل د سیاسی اوضاع د تغیر او د کورنیو جگړو له امله نا تمام  پاتی شو او جبرآ له خپل  کور او کلی او وطنه  کډی کولو  ته  مجبوره شوم  اول پیښور  او بیا په کال 1997 میلادی  کی دنمارک هیواد ته  د مهاجر په صفت راغلم ، متاهل  اود شپږو اولادو  پلار یم .

اف دان:  محترم حاجی صیب که مهربانی وکړی او ووایی چی ، څنگه دی شخصی کار(  مغازه داری) ته دی مخه شوه ؟

حاجی بسم ا لله خان وردگ:  کله چی په 1361 کال کی مهاجر شوم او پیښور ته می گډه وکړه نو  شخصی کارونو باندی بوخت شوم او شخصی تجارت می کاوه ، تجارت ، اخستل او پلورل زما پیشه وگرځید نو کله چی دنمارک ته راغلم ،او دلته په دنمارک کی ما چی   کوم د کار او ژوند  شرایط او  سیستم  ولید ،  نو بهتره می و گڼل چی خپل شخص کار و بار  ته دوام ورکړم  تر څو خود کفا شم او په خپلو پښو ودریږم، اوس د خدای په فضل زما کار و بار جوړ دی او د خپل ژوند او کار نه راضی او خوشحاله یم .

اف دان: محترم حاجی صیب که مهربانی وکړی او د خپلی تجربی په هلکه په دغه عرصه کی د  د اف دان د ویب پاڼی گرانو لوستونکو ته یو څه ووایی .

حاجی صیب بسم ا لله خان:  د هر کار پیل کولو لپاره روحی او روانی امادگی، راسخ عزم او اراده  خورا ډیر مهم  اصل دی او همدغه  مساله سړی ته قوت ور بخښی او  په کارونو کی  مرسته کوی، تصمیم او نیکه اراده د بریالیتوب  شرط دی او انسان خپل هدف ته رسوی .
مونږ نباید د تجارت په برخه کی زړه نا زړه ، په شک او تردید  او وسوسه کار پیل کړو،  تاسو ته بهتره معلومه ده ، کله چی ما شخصآ کار و بار شروع کړ ، حتی دنمارکی ژبه  می چندان  زده نه وه ، ولی زه ونه ډار شوم ، مخی ته می وکتل او په مخ لاړم  اوس زه په دغه برخه کی  په کافی اندازه تجربه  او معلومات لرم  او ما د ډیرو افغانانو سره خپله تجربه او مشوره شریکه کړیده او ډیر افغانانو سره ما مرسته کړیده چی اوس هر یو په خپلو پښو ولاړ دی  او شخصی کار و بار  لری ، زما  د همکاری او مشاورت دروازه   زما ټولو هیواد والو ته خلاصه ده او زه همیشه ددوی په خدمت کی یم  هر  هغه څه می چی د لاسه وشی ددوی نه یی نه سپموم .

اف دان:   محترم حاجی صیب بسم ا لله خان وردگ  یو وار بیا ستاسو نه د زړه لکومی مننه کوم،
چی زمونږ سره مرکی ته حاضر شوی ، ستا د لا بریاوو په هیله یو، په اخر کی که تاسی کوم پیغام لری نو مهربانی وکړی.
حاجی بسم ا لله خان وردگ: مونږ افغانان  او مسلمانان یو او په عین حال کی درانه ،با ارزښته او غنی دود او دستور هم لرو ، د نړی په هر گوډ کی چی ژوند کوو ، باید همیشه  د یو متدیین مسلمان افغان په صفت  خپل افغانی افکار په خاصه توگه خپله مورنی ژبه او خپل هغه  د منولو وړ دود او دستور چی اسلامی ، ملی او تاریخی او فرهنگی ارزښت لری له لاسه ورنکړو.
ددغی هدف ته د رسیدو لپاره مونږ د وایلی د ښار ټولو افغانانو  ته  پکار دی  چی اتفاق وکړو او د   ورور ولی  او همکاری لاسونه یو د بل  سره ورکړو او خپل ټول امکانات سره شریک کړو ، همت وکړو او ملا وتړو  او د افغانانو د تجمع یو مرکز یعنی لوکل  را ونیسو، دا ځکه اوس نو مونږ په دی وطن کی سره پراته یو، شریک مړی او ژوندی لرو، خپل دینی مذهبی، کلتوری او فرهنگی ، ملی او تاریخی ورځی او د افغانی مکتب درسی پروگرامونه په ښه سلوک باید اجرا کړو ،  او ځان باید د نورو خلکو د خندا نه و باسو ، هماغسی چی خلک وایی:

نان به گدا باشی ،خانه به گدا نه
خدای دی بی وروره که، بی کوره مه

د  نورو هیوادونو مهاجرینو او د خلکو نورو اقشارو ته وگوری چی د یو لوکل او مسجد په ځای دوه  لوکله او مسجد لری ولی مونږ څه لرو؟ د مسجد او لوکل په ارتباط اگرچی اهسته اما  باوری گامونه پورته شوی دی او زه په دغه برخه کی د خپل مالی توان په حدود کی  هر نوع کمک ته حاضر یم او په خپل نوبت سره د وایلی د ښار ټولو افغانانو نه خواست کوم، چی  راځی ورونو!  د لوکل د رانیولو د پاره پرته د اضافی خبرو  د وروری لاسونه ورکړو او ځان د نورو د احتیاجه و باسو، او په دی لاره کی خدای (ج) دی مونږ ته توفیق راکړی.
په اخر کی  د  لوی خدای (ج) له درباره  په وطن کی سوله او ارامی و خپلو ټولو  درنو هیواد والو ته  د ښه ژوند، صحت ، سلامتیا ، اتحاد او یو والی  هیله او ارزو  لرم.
وسلام
پای