ټول هغه کسان چی دمګړی له حکومت سره جنګیږی ترهګر نه دی

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
سلام خان
ولسمشرحامد كرزي، چې د سې شنبې په ورځ د ملي اردو د نظامي اکاډمۍ د  دريمې دورې د ۲۹۹ تنو د  فراغت په مراسمو کی خبری کولی وویل چې ټول وسله وال کسان( طالبان) ترهګرنه دي، بلکی هغوی د اوسني دولت د يوشمېرزوواكو، د بهرنيو ځواكونو د خپلسرو بمباريو او د سيمه ايزو زورواكانو
له امله په وسله والو مقاومت لاس پورې كړى دى، نوموړی په خپلو خبرو کی وویل زه همدغو وسله والو طالبانو ته بلنه وركوم، چې ستاسو د مخالفت په دوام سره بهرنيو  ځواکونو ته داوږدی مودی دپاتی کیدلو  پلمه او بهانه پیدا کیږې ولسمشر كرزي په ياده غونډه كې له وسله والو طالبانو په كلكه غوښتنه وكړه، چې نور دې جګړه پرېږدي، له ځانمرګو بريدونو، ګډوډيو او د ملكي خلكو له وژنو دې لاس واخلئ اوپه وينايې په افغان دولت كې هغوى ته ځاى شته، او خپله مبارزه دې له سياسي لارو چارو پرمخ يوسي
د بله لوری د عبدالخالق ملکزي په نامه یو کس، چې ځان د افغان طالبانو استازی بولي تیر اوونی په کابل کې په  یوه خبری غوڼده کی را څرګند شو او دسولی  دروانو هڅو څخه  یی خپل ملا تړ اعلان کړی عبدالخالق ملکزی ځان د هغو ۱۲ زرو وسله والو طالبانو استازي بولي، چې د نوموړي په خبره دوی په وروستیو کې د القاعده او
نورو بهرنیو کړیو څخه جلا شوی او دافغان دولت سره سوله کول غواړې ، ملکزي د یکشنبې په ورځ په کابل کې تر یوې خبري غونډي وروسته د ازادي راډیو سره په مرکه کې وویل، چې د دوی هدف په افغانستان کې
”سوله راتلل او جګړه ختمول دي چی افغانستان کي سوله راشي، دی وایی موږ چې کله د افغان ولسمشر کرزي ژړا واورېده او ویل یې چي ملکي تلفات ډیر شوي، نو موږ دا پرېکړه وکړه، چې باید سوله وکړو،نوموړی دخپلو څرګندونو په طرڅ دخپلو مربوطو غړو شمیر ددولس زرو په شاه وخواکی وښو دي او وی وی چی دشپږزرو نورو طالبانو سره هم په خبرو او مذاکراتو مصروف یو

عبد الخا لق ملکزی په خپلو ځرګندولو ویلی دی چی دسولی عالی شورا نه منی دده په خبره  دا څکه   ، چې د سولې عالي شورا  په تیر یوه کال کې  د سولې لپاره هیڅ هم  نه دی کړی ده وویل، چي د دوی د ملګرو خبري د ولسمشر حامد کرزي د مرستیالانو په څېر د لوړپوړو چارواکو سره رواني دي او په دوهم ګام کې دوی په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو د عمومي قومندان جنرال ډېوېډ پټرویس او خپله د امریکا د سفیر سره خبري کول غواړي
په عین حال کی جنرال ډیویډ پیتراییس دتیری چهارشنبی په ورځ دحمل په دریمه نیټه په لندن کې د بریتانیا د سلطنتي خدماتو انستیتیوت ته په وینا کې وویل چې شاوخوا ۷۰۰ طالبان په ټولنه کې د بیا یوځای کېدو په پروګرام کې رسماً شامل شوي دي.دوه زره یا تر دې څه زیات او کم نور په ټولنه کې د بیا یوځای کېدو په مختلفو پړاوونو کې دي او موږ فکر کوو چې په زرګونو نورو وسله ایښې او خپلو کورونو ته تللي دي،نوموړی همدا راز ادعا کړی ده چی نژدی پنځه زره وسله والو طالبانو یا خپلی وسلی پرمځکه ایښی دې ویا نیت لری چی له جنګ اوجګړی ځخه
لاس واخلی ،پیتراییس دا هم وویل چې ولسمشر کرزی په زغرده غواړي چې د طالبانو له مشرانو سره تماس
ونیسی ،ددی کار لپاره ګڼی هڅی په ځوکچو دوام لرې ،ده همداراز وویل چې د طالبانو له مشرانو سره په جګه کچه تماسونه نیول شوي خوزه نه غواړم چې د دغو تماسونو په باب مبالغه وکړم او ښکاره ده چې نه شم ویلی چې په وروستیو میاشتو کې له چا سره تماسونه نیول شوي دي
مګرم دطالبان ویاند قاری یوسف احمدی دعبدالخالق ملکزی دطابانو نما ینده نه بولی او رسنیوته یی ویلی دی چی  موږ د تل غوندی دا ډول پوچی او بې بنسټه ادعاګانی په کلکه ردوو او دا د امریکایانو د روانی تبلیغاتی جګړې یوه بله ناکامه هڅه بولو . احمدی وایی چی وخت په وخت نابلده څیرې او شخصیتونه په مطبوعاتو کی راڅرګندیږی او زموږ د استاځیتوب ادعاوی کوی حال دا چی دا هر څه مطلق درواغ او ګمراه کونکي تبلیغات دي او دا ډول اشخاص د امریکا د لاس آلې دي
قاری یوسف احمدی وایی چی امریکا غواړی عامه اذهان مشوش کړی او د خلکو پام بلی خوا ته واړوی تر څو پر خپله ماتې او بې وسی پرده وغوړوی .
احمدی په پای کی وایی چی زموږ دریځ واضح او ثابت دی یعنی تر څو چی په افغانستان کی بهرني پوځیان موجود وی ، موږ به د اشغال په صورت کی هیڅ ډول خبری اتری ونکړو که نه هغه به اشغال ته مشروعیت ورکول او د افغان ولس د آرمانونو سره جفا او خیانت وی  
د سیمې مشهور پاکستانی ژورنالیست او شناند احمد رشید، چې د طالبانو په اړه یې ډېرې لیکنې کړي، په افغانستان کې د سولې د راتګ په لارو چارو په یوه شننه کې کښلي: په افغانستان کې هغه وخت دوامداره سوله راتلای شي چې امریکا له طالبانو سره خبرو اترو ته غاړه کښېږدي او طالبان له القاعده شبکې څخه خپله لاره جلاکړی احمد رشید زیاتوي، امریکا او ناټو ته پکار ده چې پر یوې داسې ګډې اجنډا کار وکړي چې په سیمه کې جګړه پای ته ورسېږي او د طالبانو او کابل حکومت ترمنځ باور او ډاډ رامنځ ته شي

احمد رشید په افغانستان کې د سولې لپاره د سیمې د هیوادونو د خپل منځي باور غوښتنه کوي او وايي: په دې نوې اجنډا کې د پاکستان ایران او هند او د دې تر څنګ د طالبانو او لویدیځ ترمنځ د خپلمنځي باور لپاره دې  ګامونه پورته کړل شې احمد رشید ليکي، افغان ولسمشر حامد کرزي له طالبانو سره د خبرواترو لپاره د سولې عالي شورا جوړه کړې. خو ده ته پکار ده چې پر دې خبره په ټول هیواد کې نور جوړ جاړی هم رامنخ ته کړي
احمد رشید په خپله لیکنه کې له طالبانو سره د خبرو اترو لپاره ځیني وړاندیزونه کړي.لکه؛
ـ ناټو، افغان حکومت او پاکستان دې بندي طالبان خوشي کړي، د دوی امنیت دې خوندي کړي او یا دې هم هغوی پرېږدي چې په یوه درېمګړي هیواد کې پناه واخلي.ناټو دې مرکچي طالبان پرېږدي چې ازادانه تګ راتګ وکولای شي او په یو دریم دوست هیواد کې ځان ته دفتر پرانیزي.
-- په دې خبرواترو کې دې د ملګروملتونو او اروپایی اتحادیې د هیوادونو له لارې ایران هم ورګډ کړای شي چې په خپل هیواد کې د افغان طالبانو پټ مرکزونه له منځه یوسي.هغوی دې پرېږدي چې خپل هیواد ته لاړ شي او یا هم په دریم هیواد کې پناه واخلي.خو په دې خبرو کې دې د القاعده شبکې او د هغوی ملګري شامل نه وي او نه دې بخښل کېږي
-- طالبان دې له القاعدې سره خپله لاره په ډاګه جلا کړي او د افغانستان حکومت د مامورینو، مرستندویانو او نورو خیریه موسسو د کارکوونکو له وژنو لاس واخلي، ځانمرګي بمي بریدونه دې پای ته ورسوي، د ښوونځيو او حکومتي ودانیو سوځول او ورانول دې ودروي.
-- د ملګروملتونو امنیت شورا دې په یوه نوي پرېکړه لیک کې د افغانستان له حکومت او طالبانو د جګړې د پای ته رسولو او د خبرو د پیلولو غوښتنه وکړي او ملګري ملتونه دې په افغانستان کې خپل ځانګړي استازي ته دا واک ورکړي چې د افغانستان له ګاونډیو هیوادنو سره خبرې پیل کړی چې په دغه هیواد کې خپله تربګني او سیالي پای ته ورسوي او له هغه طالب مشرانو سره د خبرو اترو لپاره لاره هواره کړي چې له القاعدې خپل ځان بېلوي او دغه طالبان دې د م.م. د ترهګرۍ له تور لیست څخه وایستل شي
-- د هند استخباراتي ادارې دې په افغانستان کې خپل حضور په ډاګه کړي او خپله سیالي دې په دغه هیواد کې ختمه کړي.په افغانستان کې دې په دولت جوړونه ، سوداګرۍ او بیارغونه کې سیالي وکړي.او ژمنه دې وکړي چې د یوه بل د کمزورولو لپاره به د افغانستان خاوره نه کاروي او په دغه هیواد کې دې له خپل پوځي شتوالي څخه لاس واخلي
-- افغان حکومت دې ژمنه وکړي چې د یوې سیاسي روغې په صورت کې به په خپله خاوره کې مېشت بلوڅ بېلتونپالي مشران له یو سیاسي جوړجاړي پراساس په خوندي توګه بلوچستان ته ستانه کړي خو له پاکستاني پوځ، نړیوالې ټولنې لکه سره صلیب څخه دې د هغوی د خوندیتوب او حفاظت ضمانت واخیستل شي او پاکستان دې ټولو بلوڅ بیلتون پالو ته عمومي عفوه او بښنه اعلان کړي.د پاکستان پوځ او ای ایس ای دې ټول نیول شوي بلوڅ بیلتونپالي خوشي کړي چې پکې په سلګونه تري تم او ورک دي
-- پاکستان دې له شپږو تر دولس میاشتو پورې د هغو ټولو افغان طالب مشرانو او د هغوی کورنیو لپاره چې غواړي خپل وطن ته ستنې شي یا هم په پاکستان او بل دریم هیواد کې اوسېدل غواړي، د وروستۍ نېټې یو مهالوېش وټاکي .ملګري ملتونه دې په دې برخه کې ورسره مرسته وکړي.او له دې سره جوخت دې پاکستان په شمالي وزیرستان کې د القاعدې شبکې او هغه افغان او پاکستاني طالبانو پر وړاندې پوځي یرغل پیل کړي چې د سولې بهیر ګډوډول غواړي
-- افغان حکومت دې په خپل هیواد کې دننه له طالبانو سره تر رسمي خبرو اترو مخکې د ټولو توکمونو، مدني ټولنو او قبایلو ترمنځ یو پراخ ملي جوړجاړی رامنځ ته کړي.خبرې اترې دې د امریکا او طالبانو ترمنځ هم پیل شي.او امريکا دې پر دې خبره هم سلا شي چې د بې پېلوټو الوتکو په بریدونو او د نورو وسلو په وسیله د طالب مشرانو په وژنه کې کموالی راوړي.
د نیویارک ټایمز ورځپاڼې دافغانستان دموجوده کشالی په باب د لخدار براهیمي په قلم چې پخوا په افغانستان کې د ملگرو ملتونو خاص استازی وو دتیری چهار شنبه په ورځ یومطلب خپور کړی دی. په دې مقاله کې راغلي دي چې د امریکا په مشرۍ د یاغیانو پرضد جگړه د طالبانو د سخت مقاومت سره روانه ده.دا هم غیر واقعي ښکاري چې وویل شي طالبان به له منځه ولاړ شي

لخداربراهمي
د ا فغانستان د حکومت او د امریکا د هڅو سره سره چې غواړي د طالبانومشران د حکومت سره یوځای شي، اوس هم داسې ښکاري چې دغه جگړه به همداسي دوام وکړي او پای یې هم نه معلومیږي
نیویارک ټایمز لیکي، د مخالفینو د ادغام پروسه به دومره وکړي چې یوشمیروړې ډلې د حکومت خواته را  وبولی خوداچی ډیرشمیر مخالفین دحکومت خواته رامات کړي دابه سرته ونه رسیږې چې داسې معلومیږي چې هیڅ کومه خوا به هم په دې قادره نه شي چې بشپړه بریا ترلاسه کړي. په عین حال کې په غربي نړۍ کې له جگړې سره د خلکو ملاتړ ورځ په ورځ کېمدو دی. هاخوا افغانان هم د جگړې نه زیات ستړي دي.
ورځپاڼه زیاتوي، په خپل وار د افغانستان طالبان هم د خلکو د مقاومت سره مخامخ دي او خلک نه غواړي د طالبانو له قاعدې سره یوځای شي چې غواړي په خلکو باندي ډیرشدید اخلاقي ضوابط په زور وتپي. د افغانانو په منځ کې په هغو ځایونو کې چې طالبان حاکم نه دي، نړیوالو مرستو د خلکو د ژوند کچه اوچته کړی ده. دغه کار په طالبانو باندې فشار ډیر کړی دی اوهمدارنگه په پاکستان کې هم په طالبانو فشار زیات شوی دی.
د افغانستان ستونزه یواځې د حامد کرزي او طالبانو ترمنځ د خبرو له لیاری چې د کرزي ملگري هم په کې دخالت ولري ختمیدلای شي. په دې خبرو کې باید په پاکستان کې د طالبانو ملاتړې او نورې سیمه ایزې او نړیوالې خواوی باید شاملې وي. امریکا تراوسه پورې د خبرو سره ډیره علاقه نه ده ښودلې او په دې فکر ده چې کیدای شي د جگړې له لارې وکړی شي انډول بدل کړي. خو لخدار براهیمی لیکي چې ددوی په فکر د مذاکراتو د پیل کیدلو دغه ډیر ښه فرصت دی. ځکه چې د امریکایانو قواوې اوس په افغانستان کې ترهروخت زیاتی دی ، بلخوا د افغانستان د حکومت مخالفین دا وغواوي چې په حکومت کې برخه ولري، یواځې په انتظار ایستلوسره نه ترسره کیږي. امریکایانو دا تمایل ښودلی دی چې د ٢٠١۴ کال نه وروسته هم په افغانستان کې پاتې شي. نو د طالبانو د پاره ښه خبره داده چې دوی د افغانستان د داعیې د حل لپاره د مذاکراتو لاره خپله کړي.
ورځپاڼه د مقالې په دوام لیکي، چې دا خبرې به اسانې نه وي: افغانان باید په مناسبه اندازه طالبانو ته دغه حق ورکړي چې په مرکزي او ولایتي حکومتونو کې خپله ونډه ولري، طالبان دې د انتخاباتو نتیجو ته درناوی وکړي. اسلامي قوانین د کالیو، اخلاقیاتو په برخه کې په نظر کې ونیول شي اود عدالت په تامین کې ښکاره شي. بشري حقوق او دښځو حقوق ومني، په دې برخه کې پریکړه وکړي چې د جنگ مجرمین د عدالت منگلو ته وسپاري، او ځنې طالبان د پولیسو او پوځ په صفوفو کې جلب شي. په دغه جوړجاړي کې د بهرنیانو وتل هم د مخالفینو د یوه شرط په حیث ترغورلاندې ونیول شي
لخداري لیکي چې دی د یوې موسسې دمشر په حیث چې د افغانستان د مسئلې د خواوو سره دخیل دی، د دې جگړې د مختلفو خواوو سره د څو کلونو راهیسې اړیکې لرلې دي
ورځپاڼه لیکي که څه هم د افغانستان د حکومت مخالفین د مجاهدینو په شان ویشلي نه دي خو داسې هم نه دي چې سل په سلو کې یو موټۍ وي. په دوی کې د کویټې شورا چې د ملاعمرترمشری فعال دي، د حقاني ډله ده چې د طالبانو سره خواخوږي لري او همدارنگه د اسلامي حزب دی چې د گلبدین حکمتیار ترمشرۍ لاندې فعالیت لري
ورځپاڼه زیاتوي، د ځینو کسانو سره چې خبرې شوي دي هغوی ډیرسخت دریزه دي. هغوی وايي چې د مذاکراتو له پاره څه اعتبار نه ورکوي. باید بهرنیان خامخا له افغانستان نه ووځي. هغوی وايي دا زمونږ ملک دی. خو ځینی نوربیا په دې عقیده دي چې یو څه باید ورکړې او څه واخلې. دوی ددې پلویان دي چې د مذاکراتو لاره خپله کړي. د حقانی د ډلې خلکو ویلي دي چې دوی د ملاعمر مشري مني نو ځکه دوی په مستقله توگه مذاکرې نه شي کولی خو د مذاکرې ملاتړ کوي.
نیویارک ټایمز لیکي، د هغه عمومي نظر په خلاف چې پاکستان ټاکونکی برخه لري، باید وویل شي چې پاکستاني خواوې په زیاتیدونکی اندازه له دې نه شاکي دي چې یاغیان به ددوی په ملک کې تاوتریخوالی ته زورورکړي. هغو پاکستاني افسرانو چې له افغان طالبانو سره یې مرستې کړي دي اوس یې کنټرول له لاسه ورکړی دی. اوس یو جهاني تسهیل کونکي ته اړتیا لیدل کیږي چې مذاکرات مخ ته یوسي. هغه به د مختلفو خواو سره خبرې پیل کړي. د سولې د راوستلو لپاره جهاني تضمینونه، مرستې او سوله ساتونکو ته اړتیا شته ده. جهاني ټولنه پخوا په بوزنیا، کمبودیا او نورو برخو کې د مشابه ستونزو سره مخامخ شویده، نود افغانستان خبره هم ډیره مهمه ده او په کې د مایوسیت ځای نه دی.پای سلام خان