حبيب الله غمخور
ددې خبرپه لوستلوسره چي په سیویس کې نړۍ وال اقتصادي فورم (World Economic Forum) تاسوته دځوان نړۍ وال مشر (Young Global Leader) جایزه درکړه ډيرزيات خوښ سوم دومره چي دچاخبره په کاليوکي نه ځاې دم چي زموږ يوځوان ژورناليست،
دامي له خپلوځوانانونه هيله ده چي دخپلو ځوانو اووتلوهمزولانوپرقدمونوپښه کښېږدي .
زموږټولوافغانانولپاره هرچيري چي اوسو ،پېژنودي يانه خواوس موله نامه اوزيارسره ډير خلک اشناسول پدې وياړواوزموږ لپاره دزياتي خوښۍ ځای دی چې یو افغان ځوان او تکړه ژورنالیست ته ( داود اعظمي) ته په نړیواله کچه جایزه ورکول کېږي .
راسئ داقسم نوردابد لپاره مات کړوچي پښتون پښتانه ته تن نه ورکوي اوهريو خپل سيال بولي .څه به وشي چي خپل يوماشوم داسي وهڅوولکه يوڅوک چي ديوه سپينږري درناوی اوعزت کوي .که پدې نړۍ کي ژوند کوو اوپر برېتولاس تيرو وايوچې (( که سيال له سياله پاته سي سرئې دپرېدوکېدو دۍ ))نوزموږ سيال خو پښتون اويا يوافغان نه دی بلکي سيال مونړيوال دی،چي دژوندپه هربرخه کي ترموږ پرمختللي،هوسااو بسياژوندلري . تاسو هغوي ته وگورئ چي خپل يوماشوم څومره هڅوي،خپل ټاټوبی اواولس څومره ورباندي گران دی،داخوپرېږده که ئې يوڅوک دژوندپه هربرخه چي وي کومه برياترلاسه کړي هغه خوپر سرگرځوي . فکرکوم ددوي دپرمختگ اوهوساژونديورازهم په همد ې خبره کي پروت دی .دوي سالمه سيالي اوهڅونې ته عقيده اوباورلري ،په همدې پروسه کي خپل ځوان نسل اوتنکي ماشومان روزي،نه داچي دسيالی په نامه پخپلوکي دوژنې تربريده سره اخته وي .
زه ئې يوه بېلگه راوړم : تاسوبه ټولودتلويزيون پر هنداره کله ديوې سپورټی لوبې ننداره ليدلې وي اوهته به موداهم ليدلې وي چې ديوه سپورتی ټيم دسياليوپه لوبه کي دهغه هيوادجمهوررئيس دلوبې نندارې ته ورځی . په مور پښتنوکي داسوال چاله ځانه کړئ چي ولي دا کار کوي ؟ايادجمهوررئيس دومره ددې ياهغې سپورتي لوبي شوقی دی چي دمملکت کارونه ئي پرې ايښې اودرې ،څلورساعته په سپورتی لوبغاړه کي ناست دی اودنوروعادي نندارچيانوپه شکل دخپل ټيم په بريالکه ماشوم پورته پورته غورځی اوچيغي وهي ته به وايي يوعادي سړی دی . نه داسي نه ده نوموړی مشردادځان ملي دنده بولي چي بايد په دغه ډول سياليوکي دخپلو زلموتر شاودرېږي اوهغوي په خپل گډون اوچکچکو وهڅوي .
نوموږ ولي قران خوړلی چي خپل ځوان به نه هڅوواوچي خداي نخواسته مړسو بيابه ئې دقبرپر سرناست اوساندي وايواوياداچي يوازي دپخوانيوپرقبروناست يودهغوي له لاسته راوړنو روايت را اخلو.
متاسفانه که رښتياسره ووايوپه خپل هيواد اودنړی په بل هر گوټ کي داسي ژوندلروته به وايه نورپدې ملک کښي دټولنيزدژوند په مختلفوبرخوکي رحمان بابا،خوشحال خان يالوي احمدشاه بابا اويانوردوي غوندي تاريخي څېرې نشي پيداکېداي . داسي نده ژوند دوام لري نسلونه يوپه بل پسې زېږي ،لويږي .هرنسل که دخپل وخت تاريخ جوړوي همدا ړول علمي ،سياسي اوفرهنگی شخصيتونه هم په خپله غېږکي رازېږوي . تاريخ ثابته کړې هغه ملتونه اوقومونه چي يوازي دقبروسرته ناست اوپه بې ځايه سياليوکښي غرق وي هغوي دابدلپاره په غلامی اوشاته پاته حالت کي ژوندکوي اوتل ئې لاس گاونډي يابل کوم چاته اوږدوي .ددې لپاره چي موږ پښتانه اوپه عام ډول ټول افغانان ورک نشواوله دغه په سياسي ،اقتصادي اوفرهنگی برخوکي شاته پاته شرموونکي حالت نه مونجات موندلی وي،اړينه بولم دنړۍ په هرکنج اوکنارکي چي وي دهر هغه ځوان ستاينه اودرناوی وکړوکوم چي دافغان په نوم موږ ته وياړونه راوړي اوددې ترڅنگ دخپل ځوان نسل لپاره دهرډول علمي ،سياسي اوفرهنگی پوهې امکانات برابرکړی په هره اندازه چي زمور په هيوادکي علمي اوفرهنگی موسسې زياتېږي په هغه اندازه موږ دراپېښ تاريخي ناورين اوشاته پاتې والي نه خلاصېږو .
پر موږ ټولوافغانانو دداسي څيرواوځوانانو کدرونوروزنه ،نازول اوهڅونه فرض بولم ،ترڅو دنوروبرياو اووياړنودترلاسه کېدوجوگه اوهيوادموله دې ناخوالونه نجات ومومي .
زماپه ليکنه کې چي ډاکتر صاحب داوداعظمي ته مبارکی اونيکوهيلودڅرگندولوپه موخه ليکل سوې يوڅه به ئې مرچ اوکرکمن رانه زيات سوی وي .خوداترخې خبري زمادزړه اواز اوتريخ حقيقت دی ،په ځانگړې توگه زماخبري هيچاته متوجه نه دي،بلکي له مانيولې ټول افغانان پدې تيروتنه اوبې ځايه غرورملامت بولم .
ممکن يوڅوک ووايي دمبارکی په پيغام کي هم څوک پر ارامه نه پرېږدې ،ستونزداده چي موږدژوندپه زياتو برخوکي ناخوالودومره رامروړلې يوکه خپل ورته متوجه نسواوخپلي تيروتنې په خپله سره ونه وايواوهغه ونه منونورئي په ژوندکي نه راته وايي .
نړیوال اقتصادي فورم داود اعظمي ته د مبارکۍ ویلو پرمهال د هغه لاسته راوړنې او ټولنې ته ژمنتیا ستایلې او د نړۍ د حالت د ښه کیدو لپاره يې د هغه وړتیا اغیزمنه بللې ده.
موږټول دلوي خداي له دربارنه داهيله کوو چي ددې ډول ځوانانواووتلوڅېرووړتياتر هرڅه زيات زموږ محتاج ولس لپاره اغېزمنه پاته سي .
زه خپله مبارکي دښاغلي ډاکتر اعظمي صاحب ته پدې څوټکو کې رانغاړم کوم چې دخبريال ويب پاڼې سره په مرکه کښي ئې څرگندکړې دي :زما پیغام دادی چې دټولنې غړي په ځانګړي توګه ځوانانو ته په کار ده چې مثبت او تعمیري فکر خپل کړي او دټولنې دحالت په سمون کې خپل رول ولوبه وي ، په دې اړه هر کس تر خپله وسه ګرم دی.زما هڅه هو کوښښ هم دادی چې دټولنې دوګړو تر منځ دوروګلوي او پخلا یني لپاره کار وکړم او دغه تمه له نورو کسانو هم لرم .
زه به خپلو دغو هڅو ته دوام ورکړم چې دسیمي او نړۍ څخه دناخوالو دورکولو لپاره خپلو عملي او فکري کارو نو ته ژمن پاتې شم .زه پر يوه مثبت بدلون باور لرم او زما لپاره دامهمه نه ده چې دغه بدلون څومره لوی دی.
پدې هيله چي اعظمی صاحب دهمدې وخت نه په استفادې چي دکاري بوختياله مثې په افغانستان کي تشريف لري ،زمور ددې لالهانده اوکړېدلي هيواد دځوان نسل دهڅونې اوروزنې لپاره په کابل کښي دډيرو ځوانانو سره دپراخوکتنو،خبرواوتجريبودانتقال زمينه برابره او ددې غريب اوبېچارولس دراتلونکي نسل دپوهاوی لپاره په افغانستان کي داوسېدونه گټوره استفاده وکړي .موږ به دعاکوو چي خداي دي ډاکتر اعظمی صاحب ته پراخه حوصله اوتوفيق ورکړي چي خپل خوار اوزورېدلی ملت ته تر دې لاهم دزيات خدمت جوگه اوسي . و،من الله التوفيق
دروزگان ملي مهالنۍخپروني مسول
حبيب الله غمخور
۲۰۱۱م کال دمارچ ۲۱ مه