نارنج ګل مو لس کلن شو

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د شعر او ادب  مینوالو ته  خبر ورکول کیږي  چې  د۲۰۱۱ ز کال  اپریل  په  دوهمه  نېټه  دمازدیګر په پنځو بجو د مونشن ښار په سهیل  ماختلفینګ سیمه کې دنارنج ګل مېلې لسیزه لمانځله کیږي .
ښاغلی  پروفیسر مجاور احمد زیار،  ښاغلی عبدالوهاب  سرتېر او ښاغلی  ډاکتر اکرم  ملکزی  ددې  لمانځنې مشران  مېلمانه  دي .

پروګرام  به  دافغانستان  د راډیو تلویزیون  پخوانۍ ، وتلې  او منلې ویانده اغلې سهیلا اضغري   په  مخ بوزي  .
بایرن  مېشتي  شاعران   او لیکوالان   په  دې  لمانځنه کې  دکوربنو حیثیت  لري  دوی  به  هم  پخپلو پنځونو سره ګډونوال خوښ وساتي .
موږ  تاسودرنو هیوادوالو ته  سترګې  په  لار او هیله  من  یو چې  په  لاندې  تیلیفوني  شمېرو دخپل  راتګ  ډاډ د مارچ  میاشتې  تر دېرشمې نېټې پورې  راکړئ :
Tel:015150413594, 089- 281724
پتـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــه :
Machtlfinger Str. 10, 81379 München

U 3- Bahn Haltestelle : Machtlfinger Straße
یادونـــــــــــــــــــــــــــــــــــه :
پورتنۍ خبرتیا مې  دمولوي  صاحب  صدیق الله فدایي په  وړاندیز  ولیکله  د دې  تر څنګ  ټولو هغو هیواد والو ته چې ما ته یې ایمیلونو رالېږلي  یوځل بیاډاډورکوم چې  دلته  هیڅ  کومه ستونځه نشته  زموږ کولتوري ټولنې  یوله بل سره همکارې  ټولنې دي  په  مونشن  ښار کې ګڼ  شمېر نورې کولتوري  ټولنې  هم فعالیت کوي .
دیادولووړده  چې  دنارنج ګل مېله اومشاعره  په ښکلي ننګرهارکې  دنږدې پنځولسیزوسابقه لري خو په جرمني کې  د نارنج ګل مېله او مشاعره په ۲۰۰۱ زکال کې دښاغلي صدیق الله فدایي او زموږ یوشمېر نوروبا احساسوافغانانوپه  نوښت  او مالي مرسته  دود شوه .
دنارنج ګل  دوهمه کلیزه مو په  شوانتهاله  شترازې  کې ولمانځله ، دریمه  اوڅلورمه کلیزه موهم نه ده پرېیښې د پنځمې کلیزې  په درشل  ۲۰۰۵زکال کې  دنارنج ګل ورور نښـــــــتر وزومانا وزېږېد د دغودوو وروڼومېله  مو بیا هم  په  شوانتهاله  شترازې ۸۰  کې ونیوه په  همدې  ډول  تر تېرکال  پورې مو نارنج ګل او نښـــتر جوړه ولمانځل .
سږ کال  چې  فدایي  صاحب  دیوې کولتوري  ټولنې  پر بنیاد بریالی شو دایې  وپتېیله  چې  نارنج ګل دنارنج ګلو په موسم  کې ولمانځل  شي   دا چې دا ځل  له نارنج ګل سره نښـــــتر  یو ځای نه  شو لمانځلای  علت یې دا دی چې  نښـــــــتر د دود له مخې  له لویې پکتیا سره  په یوه ورځ لمانځل کیږي  اوس  مهال  هوا سړه او باراني  ده  هغوی لا نه دي تیار .
تېره اونۍ  د لویې  پکتیا له کولتوري  ټولنو سره  په  دې اړوند لازیمې مشورې  شوې   تر څودا ځل نښـــتر  په یوه زړه  پورې  اومناسبه  هوا کې ولمانځو .
په اخیر کې یو ځل بیا تاسو ته ډاډ درکوو چې  هم  موږ  بایرن  مېشتي افغانان  سره یوموټی  یو او هم  به  نارنج  او نښـــتر خپله ورورولي  له  ریدي ګله  رانیولې تر انار ګله  پورې وپالي .
نارنج  مې  ډېر خوابدی  ښکاري
دسر لپاسه یې  کارغان کړي  پروازونه
له پاملرنې څخه مو مننه
محمدامین بسمل