پوهندوی دوکتور سیدحسام (مل)
دافغانستان دعامی روغتیا په اکثرو نشراتو اوخپرونو کی اورو ، چی محترم وزیر صاحب نن په دی اویا په هغه ولایت کی دیو روغتون یا دیو کلینک یا دیو روغتیایی مرکز دروازه دپټیو په پریکولو سره پرانیستل او د هغه مرکز منسوبین دروغتیایی خدماتو دوړاندی کولو دپاره دخپل وطنوالو په خد مت کی ولویدل
مړنی (Mortality) ـاو په ناروغیو باندی اخته کیدنه (Morbidity) دوه مروج مفهوم اواصطلاح ګانی دی .نو ددی اصطلاح ګانو په نظر کی نیولو سره باید پوه شو چی دماشومانو مړنی (infant mortality) یعنی څه ؟ اودهغه شمیر اویایی اندازه څنګه ټاکل کیږی ؟
دنوی زیږیدلی ماشومانو مړنی (infant mortality): دنوی زیږیدلی ماشومان له مړنی څخه ا شا ره د ماشومانو مړنی د یوکال نه په ښکته عمر ماشومانو کی دی کوم چی دنوی زیږیدلی ماشومانو دمړنی په شمیره یا اندازه (rate)سره اندازه کیږی.اوهغه په دی لاندی معادله کی لنډوو:
[د ماشومانو د مړنی مجموعی شمیردیوکال نه په ښکته عمر ماشومانو کی دیو کال په موده پرهر زر ژوندی ولادتونو کی .]
دیادونی بل مهم مطلب دادی چی دماشومانو دمړنی شمیر یا (rate) معمولاً دمړنی دزمان اود وخت په نظرکی نیولوسره په دوواړینو برخو باندی ویشل کیږی چی عبارت دی له :(۱) دزیږ نه وروسته لمړنی شیبو او دقیقو) natal ) (۲)اودزیږ څخه یومیاشت وروسته دعمرتریوکلنی (postneonatal ) پوری .
نو په دی بنیاد سره دنوی زیږ یدلی ماشومانو دمړنی څخه مقصد داچی دنوی زیږیدلی ماشومانو دمړنی شمیره په لمړی (۲۸) ورځو وروسته له ولادته په هر (۱۰۰۰) ژوندی ولادتونوکی محاسبه کیږی .
له بلی خوا دموضوع په اړین پرځای ګڼل کیږی چی د پیری نتل(perinatal ) پر اصطلاح باندی هم پوه شو اودهغه دمړنی داندازی د ټاکلو په معادله باندی هم سر خلاص کړو : ( پیری نتل یعنی دزیږیدو نه مخکی اووروسته له هماغه سمد ستی مودی اوصفحی څخه عبارت دی او داسی توضیح کیږی : دحاملګی یا د Gestation له شلم (۲۰) هفتی نه تر اته ویشتم (۲۸) هفتو یا اونیوڅخه بیا دلمړی هفتی نه تر څلورم هفتو وروسته دزیږیدوڅخه دپری نتل موده ګڼل شوی دی ) او دپیری نتل دمړنی اندازه (rate ) په دی ډول ټاکل کیږی :
دجنین ( Fetus) د مړنی دوروستیو مړنو شمیر (۲۸ یا ۲۸ ورځی وروسته له حاملګی ) سره دهغه شمیرمړنی چی (۷) ورځی وروسته له زیږیدو په هر ( ۱۰۰۰) ژوندی ولادتونو کی راپیښیږی .
دنویزیږیدلی (neonatal)،پیری نتلperinata ) ) اود) postneonatal) د مړنی دپیښیدو ترمینځ د توپیرونو پوهیدنه له دی امله داهمیت وړمطلب دی چی د ولادت په وخت کی دماشوم د مړنی دپیښیدو خطر زیات وی .اودمړنی عوامل په دغه زمان او وخت کی دنورومړنو دعواملو کوم چی په یوکلن اویا تر یوکلنی پوری زیا ت اوځانګړی وی .
نوبه دی بنیاد موثر اقدامات دماشومانو دمړنی دعواملود راټیټولو د پاره په دی کی دی چی دماشوم دعمر په نظرکی نیولو دمړنی عوامل باید وڅیړل شی .
په افغانستان کی لوی ستونزه دا دی چی له هر څه نه مخکی لمړی د ماشومانو د ژوندی اود مړنی دقیق احصایه په لاس کی نشته یا داچی اکثر ولادتونه نه راجستر کیږی اویا داچی حامله داره ښځه د خپل امیدواری په تاریخ او په هفتو باندی نه پوهیږی .
داچی دعامی روغتیا مسولین پخپل داخلی اوبین المللی مدیا کی د ماشومانو د مړنی اندازه (۱۵۰) یا له هغه څخه زیات اوکم خپره وی ،تول تخمینی اوهیڅ علمی بنسټ نه لری .
بیغرضه باید وویل شی چی ثابت عواید(درآمد) اوتعلیمات دواړه د افرادو په سطح کی د ماشومانو د وافیاتو سره ډیر نژدی اړیکی لری ، حال داچی زمونږ په هیواد کی دیو مامور اویادیو معلم میاشتنی عواید د افغانستان د لوړپوړو چارواکو یو پر پنڅه دیرشم (۱/۳۵) دی یا په بل عبارت یومعلم چی (۳۵) میاشتی معاش واخلی نوهغه به دلوړ پوړی چارواکی دیوی میاشتی عاید سره به برابر وی ،نوتاسی پخپله فکر وکړی چی دتعلیم وضع به څرنګه وی ،خصوصاً روغتیایی تعلیمات کوم چی دهیڅ چا حتا ددولت پاملرنه ورته نه کیږی . اوس د څیړنو په لړ کی دا را جوته شوی چی دکمزوری اقتصادی وضع په څنګ کی روغتیایی تعلیماتوته نه پاملرنه د ماشومانو د مړنی ستر عامل دی . بل لوی ستونزه زمونږ په هیواد کی دادی چی خلکو روغتیایی خدماتو ته لاس رسی نه لری اویا داجی دهغو ځنی ضروری احتیاجات نه تر سره کیږی داچی نن په پرمخ تللی هیوادونو کی دماشومانو دمړنی اندازه ټیټ دی دهغودولتونه دغه لاندنی احتیاجات دخپلو خلکو دپاره چمتو کړی :
* دڅښلودصحی اوبوبرابرول .*فردی ،جمعی اود محیطی حفظ الصحی تامینول اوکنترولول *لازم غذا( دمعادل کالوری په لرلو سره عامه خلکو ته لارشونه کول ) * کور ( کوبیراتیفی ، په ارزان قیمت سره هغه هم په کم میاشتنی قسطونو سره چی دکورنی اقتصاد ته زیات ضرر ونه رسوی ) * دخلکو لاس رسی روغتیایی وړیا خد ماتو ته اوداسی نور....
دماشومانو د مړنی عمده اسباب انتانی ناروغی ( سینه بغل ، تیتانوس ، ملریا ) کافی او غنی غذایی موادو ته لاسرسی نه درلودل خصوصاً دمور شدی ته ، ( د مور شدی که دیوی خوا غنی مغذی مواد لری له بلی خوا انتی بادی لری کوم چی ماشوم له د مکروب له ککړیدو حخه ساتی ) د څښلو د ناپاکی اوبه سره دماشوم پودری شدی یا فارمولا برابرول ، دکورنی کمزور اقتصاد اوځنی نور فکتورونه کوم چی مو مخکی له هغی څخه یادونه وکړل .
دپورتنی تذکراتو څخه دا رامعلومیږی چی که چیری دولتونه د ماشومانو دمړنی د راټیټیولو دپاره وګړنی اوریښتیانی هدف ولری ، اودخلکو داقتصاد دښوالی دپاره نظر ولری اویا که دروغتیایی رایګان خدماتو دپراختیا دپاره ملی اوسترتیژیک پلان ولری نو په هغه صورت کی به د ماشومانو دمړنی اندازه حتماً ښکته راځی ، مګر دافغانستان دننی دولت څخه کوم چی له خپل خلکو څخه جدا یو دولت دی دداسی هیلی اوتوقوع وړل به بی ځایه وی .
په درناوی .