په کابل کی داوسنی نظام موثریت

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
منصور احمدزۍ
دافغانستان ملت داسی برداشت او تصور در لوده چه دا ولس دا منطقه دا جهان اوددی وسیعی هستی دا بی شمیره ولسونه او قومونه به نور دسکون کمبله پر سر راکاږی دا ځکه جه په سیاسی مکتبونوکی دهرقانون داسمانی قانون  دوضعی قانون  دمدنی قانون  دانسانی قانون  ددولت  دملت  دحکومت 
دنظام  درژیم  ددیموکراسی  اوهریو شی تعریف ممیزات حدود  اساسات او خاص فکتورونه اودهر یو سیاسی واحد پوره تشریح اوخصوصیت وجودلری چه ددی کاملو خصوصیاتو سره سره زما په خیال داموجوده دکرزی تهاڼه داری سمون نه خوری اونه دی ته  نظام  حکومت  دولت ویلای شو .
دایو نهایت غریب او نادار بیچاره او پیمان ده یوتعهد ده دکرزی او توسعه طلبانو اودثمره جویانوغربی ناتو  ترمابین دیته موږ ځکه نادار غریب  اوبیچاره تعهد وایو چه دلته هریوشۍ شته خو دولس اوددی خاوری خلک اواصیل بچی پکی نشته اونه ددی پیمان اوتعهد په کوم مد کی اشتراک لری تاسی وګورۍ چه دکرزی سره کوم خلک دی ایا تاسی کله هم ددی سوال په هکله فکرکوۍ ؟
داهغه سوال دۍ چه دنن سبا دافغانستان هر یو انسان له  دیرش میلونه خلکو نه زیات دهغه په باب یو سوچ یو قضاوت  او یوواقعی نظر او چشم دید ولری پدی خو پوه دی چه دلته حکومت نظام اوسیاسی اداری واحدشته دریګونی قواوی وجود لری .
یوشمیر خلک وزیرا ن  ریسان  مدیران اوپه داسی نورونورو دندو ګمارل شویدی او دفتری پری خلاصی دی سهار له کوره ځی او ناوخته ستومانه ستومانه کورته را ځی خوکه په واقعی شکل دا مسله تری وپوښتی اوپه خپله دهمدی خلکو په ضمیر دا بارورواچوی چه دا راته ووایه چه دا تمامی کارکونکی اودا ولس  چه سهار ځی او ماښام راځی داددی نظام ددی رژیم دی ددی حکومت  خلک دی او که نه اویا دا راته ووایی چه ته ددی نظام لپاره کارکوی او همدردانه کوششونه لری اویا لدی نظام سره یی دابه ضرورهغه  خبره کوی کوم چه حقیقت ده اوهغه دا چه زه درژیم لپاره کار نه کوم  ځکه چه دا افغانی رژیم نه ده  بلکه تپل شویدۍ دا نظام ددی ولس نده دا نظام فاسد ده ددی نظام هریو شۍ پردۍ اوتحمیلی کاذب اوددی ولس اواجتما ع په خیر نه دۍ اوکوم خلک چه   دلته سهار ورځی اواوما ښام ځی ددی نظام سره کار نکوی هغه دا کټه ګوری لری :                          ۱ـ هغه خلک دی چه بغیر له نظام موجوه دنه دهغوی ژوند او مستقبل امکان نلری چه هغه ټولو ته معلومه ده چه ولی .
۲ ـ هغه خلک دی چه هغو ته خدای زمینه مساعده اوچه نن دپیسو اومال دولت فرصت لری نوبیا صرفه ولی کوی نور کوم مقصد نلری اونه دننګ اوغیرت افغانیت اوداسی شیانو پروالری بس پیسی  غلا اواستفاده ......
۳ ـ هغه مجبور خلک دی چه دا کار ونکوی بله دژوند وسیله یی نشته دا معاش دژوند شپی اوورځی اووخت تیرول دادهغو مجبوریت او اخری امید دۍ که نه بی ابرو کیږی اودبل کار توان یی هم نشته .
۴ ـ هغه خلک دی چه دموجوده نظام په دسترخوان دیګ نعمتونو اوعیش اونوش کی شریک دی او.............
۵ ـ هغه خلک دی چه دلته دبهرنه رااستول شوی استخدام شوی اودلته عمدا اوقهرا کرل شوی او دبل په.....پوری ځوړند دی او............
۶ ـ هغه خلک دی چه دنور و استخباراتی جاسوسی شبکو غړی دی اودلته دیوه جاسوس په شان هرڅه باید ومنی او ............ په لوړه کچه رسوا شوی هم دی مګر ددی دپاسه اوس له پخوا هم ګړندی شویدی اوځان سره فکر کوی چه زه با ید ددی هیواد راتلونکی رهبری په غاړه واخلم . لکه هغه متل چه ( خوب چسپکه چسپاندیم اګر بی چسپه)
۷ ـ داسی کسان هم شته چه دسیل بین اوتما شاچی په شان بدون له کوم احساس نه دا هر یوشۍ ګوری وینی خو په ده کوم اثر او اغیزه نلری لکه دپردی په شان په پوره بی تفاوتی وخت تیروی او پهلوان زنده خوش است .
اصلی خبره داده چه ددی خاوری داصیلو بچووطن دوستانو اصیلو افغانانو عالمانو اوواقعی علمی افرادو اواقشارونه که هغه دژوندانه په هر یومد کی وی له رږ یم سره نشته اوکه وی د مثال په توګه به وی تاسو وګورۍ ددی پیمان کابینه اودهغوی افراد اودهغوی اجرات دهغوی ماضی  او فعلی  روابط  اخلا قی  اجتماعی سیاسی  پندار  ګفتار کردار  اسلامی  افغانی  عادات  او شجره .......
ددی پیمان تیره کابینه  موجوده  او دانوی ورپسی چه نن سبا ددی ملت نمایندګانوتا لار ته معرفی شی .........
ددی پیمان دشرابوواردولو فروشاتوخوراک اومصرف په عام اوهر بازار دکان هرمحفل هریو بخش کی او....
ددی تعهد دهر بخش انتخاباتوپدی قوم اوملت باندی ددی قوم په کلتور اورواجونو تمسخر استهزا خندا او ریشخند وهلو باندی چه تراو سه کومی ډرامی روانی دی ایا په تاریخ کی هم تر اوسه چا داحالت لیدلۍ وه......
دا قومی نژادی  ژبنی  سمتی  هر نوعه تعصب کرکی او نفرت ایجادول اودی سوزوونکی اورته ددی پیمان لمن  وهل اویو قوم له بل قوم سره جنګول چه دا هر یوشۍ ددی تعهد دبقا اود عمر دطول په خاطرتر سره کیږی  چه نابلل شوی میلما نه هم دا غواړی ترڅو دوی په ارامه خپله قبضه ټینګه کړی .
دعیسویت دکلیساوو دبودیزم  یهودیت نصرانیت ایجاد اوجلب اوجذب داسماعلیه فرقی اودهریوه لپاره دازاد فعالیت زمینه برابرول اوددی پاک افغان داسلا م په ضدددی کثیفو مضخرفاتو او نورو فرقو ایجاد اوترویج .
دداخلی او خارجی پالیسی نه درلودل او دافغان اصیلو بچو ته دکار نه ورکول دخیانت کارانو حمایت کول  دا ملی مجرمین په غیږ کی نیول ددی ملک داصلی قاتلانو ساتل دملی مجرمانو په مشاورت ګمارل دمخدره موادو ترویج اوپه هغه کی پخپله سرمایه ګذاری کول دناجایزی مافیا حمایت دوطن دملی ګرایی سره دښمنی او له هغه نفرت کول دجرایم پیشه کثیفو عناصروته دصلاحیت اوهرنوع امکاناتو برابرول .
دپخوانی  څاد  د کام کیجی بی پرزی په امنیت کی ځای پرځای کول او دهغوی بیرته فعالول ددی ځوریدلی ملت د خواستو متضاد پندار کردار اوګفتار دیو موثر واقعی او ښه اقتصادی  پلان نه درلودل د نړیوالومرستو غلا او ....داثابته وی چه دا نظام نده اود امریکا او ناتو ادعا چه وایی افغانستان بیا ودانول او دالقاعده  اوتروریزم محوه کول اودلته دامن راوستل یی هدف دۍ دا حقیقت نه بلکه دروغ او فریب هسی یو شۍ هم ندۍ  
دلته یوه موضوع باید یاده کړم چه جناب ربانی صاحب ژبنۍ تعصب ورځ تر بلی مخ په ډیریدودۍ نه غواړی دنورو قومونو یا نورو ګوندونو غړو اولادونه د ښه تعلیم خاوندان شی  دکار خاوندان شی بلکه دهغوی دتعلیم او کارمخنیوۍ هم کوی یوازی اویوازی دخپلی ډلی کسان غواړی مګر هغه ملت چه ربانی صاحب فکرکوی نن ندۍ ټولو تعلیم ته دستونزو سره سره په کلکه  ملا تړلی دۍ  .
ځوانان دجامعی راتلونکۍ امید وی په ځانګړی توګه زموږ هیواد چه دری لسیزی جګړی اونا خوالی یی ترشا کړی نن ورځ دځوانانو انرژی ته اړتیالری چه تر څودا ځوریدلۍ ملت دیوی مثبتی را تلونکی په لوروخوځوی  اود کابل له فاسدی اداری چه له سر څخه تر پښو پوری  په فساد کی ډوبه دۍ دمنځنی ختیځ د ملی پا څونونو په شان دپای ټکۍ کیږدی ګرچه دکابل اداری اوربانی صاحب دا خوب لید لۍ دۍ چه نور زموږ دواکدارۍ  دوخت پای رارسیدلۍ دۍ اووروستی نفسونه کاږی چه ددینی عالمانو سره یی په خبروکی ویلی وه چه پری نږدۍ چه فیس بوکیان مو رهبران شی  مګر دینی عالمانو ته هرڅه معلوم شول له اشغاله نیولی  تر فساده له عام وژنی نیولی  بیا دښارونو په کنډوالو بدلول دینی عالمان به دملی پا څون په لمړیو لیکو کی ځای لری .
نن ورځ  نړیوال دتخنیک له امله ټول هیوادونه یودبل سر ه دننه اوبهر سره په ډیره اسانی اوکم وخت کی نښلوی  زموږ په هیواد کی دانسان اړتیاوی تر ترکاری پوری ورځ تربلی ګرانیږی مګربد بختانه ووایم چه دانسان وینه ورځ تربلی ارزانیږی .
په اخرکی وایمه چه الله (ج) دی ټولوته هدایت وکړی اوافغا نان له  نا اهله  ظالمو   ګمارل شویو  حاکمانو څخه سره  خلاص کړی  .
وسلام
منصوراحمدزۍ