عبدالملک پرهیز
شمس الدين محمد حافظ شيرازي لکه د نورو ټولو وګړو د خپل چاپيریال له ښه او بدو اغېزمن ؤ چې همدغه اغېزه د هغه په شعرونو او اندو کې په پراخه توګه څرګندېږي .
نوموړي له اقتصادي پلوه ښه ژوند نه درلود او دبې وزلۍ له امله يې د ډوډۍ پخولوپه یو پخلنځي کې کار کاوه او له ډیرو ستونزو سره لاس او ګریوان ؤ.
خو د بلې خوا د هغه دغه مبارزه سبب شوه څو د وخت تورو او کرغړن ځواکونه لکه په عقل وړانده او متعصبه ملایان او روحانیون او فقیان د نوموړي خلاف دسیسې وکړې . او ان په دې لټه کې ول څو نوموړی په کفر تورن کړي.. خو حافظ د هغوی په ناپوهې او ټګۍ برګۍ پوهيده نو ځکه يې په خپلو غزلونو کې د هغوی څېره بې له ویرې او ډار بربنډوله او له هغوی څخه يې واټن نیوه او نور خلک يې هم دې ته رابلل څو له دغه تورو ځواکونو واټن واخلي ، حافظ دغه حقیقت ته په ډاګه ګوته نیسي چې د دين ټيکدارانو له دين څخه د چل او تير ایستنې دام جوړکړی . په لاندې بیتونو کې نوموړی وايې:
دور شو از برم اي واعظ و بيهوده مګوي من نه آنم كه دگر ګوش به تزوير كنم
لېرې له خواشه ای واعظه، خوشې مه وایه زه هغه نه یم دغلۍ ته به غوږ نیسمه
حافظا مي خور و رندي كن و خوش باش ولي دام تزوير نكن چون دگران قرآن را
حافظه می خوره ، رندي کوه ، خوښ اوسه لکه د نورو جوړ له قرآن دام د تزویر نه کړې
جام مي ، گيرم و از اهل ريا دور شوم يعني ازاهل جهان پاك دلي بگزينم
دمیو جام پورته کوم، له ریا وګړو لرې ځمه څود دنیا د پاکو زړو زه ملګری شمه
بر دلم گرد ستم هاست خدايا مپسند كه مكدر شود آيينه ي مهر آيينم
پر زړه مې ګرد د ستم پروت، خدایه مه خوښوه څو مې د مهر دآيين هنداره خړه نه شي
حافظ د فقه ګانو له اندونو او عقیدو څخه رو رو واټن واخیست او د نویو اندونو د رامنځ ته کولو په لار ه يې ګام کېښود. نوموړی په خپلو شعرونو کې په ډاګه دغه حقیقت ته ګوته ونیوله چې نوموړی په لومړیو کې په حقایقو پوه نه ؤ ، خو کله چې نوموړی د نورو پوهانو له اندونو خبر شو نو د مانا ورونه ورته خلاص شول. ددې خبرې مانا داده چې پوهه او علم انسان د د حقیقت په لور بیايي او د انسان تر وړاندې د تللو او پرمختګ نوي لارې پرانيزي. انسان هله کولی شي له دغه پراخ طبیعت ، ځمکې، ستورو او بې شمیره کهکشانونو څخه ګټه واخلي او هغه تسخیر کړي چې له هغو څخه د ګټې اخیستلو او د هغو د تسخیرولو پوهه او هنرولري. انسان د پوهې له برکته د مخلوقاتو اشرف دی ، اوکه انسان پوهه ونه لري نو له نورو حیواناتو سره د هغې توپير یوازې په بڼه او جوړښت کې دی . ناپوهي انسان د اشرفیت له دریځيه کوزوي او د بدمرغیو کندې ته يې ګوزاروي. موږ وینو چې پوه او هوښیار اولسونونه پر نورو چې د پوهې او علم له نعمته بې برخې دي واک چلوي او د هغوی له مادي او معنوي امکاناتو څخه ګټه پورته کوي.
اول ز تحت و فوق وجودم خبر نبود در مكتب غم تو چنين نكته دان شدم
لومړی مې د شتون له ښکته پورته خبر نه ؤ ستا د غم په مدرسه کې داسې پوه شوم
آن روز بر دلم درِ معني گشوده شد كز ساكنان درگه ی پير مغانی شدم
استوګن چې په کور د پیر مغان شوم هغه ورځ مې زړه ته خلاص د مانا ور شو
د ملایانو د دسیسو له امله حافظ څو ځله له شیراز څخه وشړل او تبعید شو
گر ازين منزل غربت بسوي خانه روم دگر آنجا كه روم عاقل و فرزانه روم
د غربته له دغه کور ه که زه لاړشم نو چې لاړشمه هوښیار او پوه به لاړشم
له تبعید څخه تر ستنیدو وروسته حافظ بیا په خپلو غزلونو کې داسې اعتراف کوی
گر مسلماني از اين است كه حافظ دارد واي اگراز پس امروز بود فردايي
مسلماني که داوي چې يې حافظ لري وای که په نن پسې سبا هم وي
حافظ لرغوني مذهب ، یانې مهر آييني ته هم ژور درناوی درلود او د زرتشت دین يې هم تاییدولو.نوموړي په خپلو زیاتو غزلونو کې پيرمغان او مهر آيين ته خپله وفاداري څرګنده کړې ده.
(مهر پالنه یا آيين یا میترائیسم، له رازه ډک آيين ؤ او د مهر (میترا) لمانځنه يې کوله او په دغه سیمه کې د لمر، عدالت، تړون او جګړې د خدای په نامه یادیده. او له زرتشت څخه دمخه رامنځ ته شوی ؤ.)
(د مغان پیر په لغت کې ،زرتشتي روحاني سړي او یا د اوستا د آیین لارښود ته ویل کېږي او د مغان د پیر د ستر مغان په مانا دی. او د عارفانو په اصطلاح بشپړ مرشد ته ویل کېږي چې د سلوک لاره يې وهلې او د شواهدو له مخې توحید ته رسیدلی.
په دغه بیتونو کې حافظ په ډاګه اعتراف کوي چې میترايې دین او آيين یا هماغه مهر آيين هم مني.
د حافظ د میتراييتوب او د مغان د پيرتوب سندونه د هغه په غزلونو کې په ډاګه ترسترګو کېږي.
بنده ي پير خراباتم كه لطفش دائم است ورنه لطف شيخ و زاهد گاه هست و گاه نيست
د خرابات د پیر بنده یم چې تل لطف لري شيخ او زاهد مهرباني کله لري کله نه
چل سال پيش رفت كه من لاف مي زنم كز چاكران پير مغان كمترين منم
څلويښت کال تير زه لاپې وهم د پیرمغان له چوپړانو کوچنی زه یم
منم كه ګوشۀ ميخانه خانقاه من است دعاي پيرمغان ورد صبحگاه من است
یو دا زه یم ،ګوټ د میخانې خاناقا ده زما د مغان پیر دعا پر ژبه هر سبا ده زما
گرمدد خواستم از پيرمغان عيب مكن شيخ ما گفت كه در صومعه همت نبود
که مې د پیر د مغان مرسته غوښته عیب مه ګڼه شیخ مو ویل په صومعه کې غیرت نشته دی
مريد پيرمغانم زمن مرنج اي شيخ چرا كه وعده تو كردي و او بجا آورد
زه مریدد پیر مغان یم خفه نه شې ای شیخه ژمنه کړه تا خو ترسره بیاهغه کړه
بل ځای داسې وايي:
در خرابات مغان نور خدا مي بينم اين عجب بين كه چه نوري ز كجا ميبينم
پرخرابات د مغان نور دخدای وینمه دا عجب ګوره څه رڼا له کومې خوا وینمه
از آن به دير مغانم عزيز مي دارند كه آتشي كه نميرد هميشه در دل ماست
دا څونه ښه دیر دمغان مې عزیز بولي اور چې مړ کېږي نه ها اور زما پر زړه بلېږي
که څه هم د اوستا توحیدي آيين یو له هغه څلورو دینونو څخه دی چې قرآن منل دی او ددغه څلورو دینونو پیروان باید په اسلامي هیوادونو کې امنیت ولري ، خو یو شمیر روحانیونو او ملایانو د تاریخ په اوږدو کې آزاده او پوه کسان د کفر او الحاد په تور وژلي دي او ان پر حافظ يې هم چې پر خدای يې ټينګه عقیده لرله دغسې تورونه لګولي ول .
د حافظ په شعرونو کې مینه او محبت لوړ ځای او دریځ لري. ځنې مورخینو په دې اړوند لیکنې کړي اود حافظ په شعرونو کې هم ليدل کېږي ، چې حافظ په ځوانۍ کې مین شوی ؤ او د شاخ نبات په نامه له یوې انجلۍ سره يې مینه لرله خو د بې وزلۍ له امله خپلې مينې ته ونه رسید. خو ځنې نور دا خبره نه مني او شاخ نبات د هغه معنوي معشوقه بولي خوځنې بیا دا د هغه شاعرانه استعاره بولي خو داچې واقعیت څه دی پر دې خبره یوازې حافظ پوهیده نو ر ې ارزوني تر ډیره د لیکوالو د اندونو تر اغېزې لاندې تر سره شوي.
این همه شهد و شکر کز سخنم میریزد اجر صبریست کز آن شاخ نبات ام دادند
داټول خواږه او شات چې څاڅي له خبرو له زما دصبر اجر دی له څانګې د نبات يې راکړ
خو داسې تاریخي سند هم نشته چې ثابته کړي شاخ نبات د هغه مینه وه، نوموړی تر پاخه عمره واده نه ؤ کړی چې کېدی شي د بې وزلۍ له امله به ؤ. خو وروسته يې له یوې انجلۍ سره واده وکړ چې زیات ترې خوښ ؤ.
مرا عهديست با جانان که تا جان در بدن دارم هواداران کويش را چو جان خويشتن دارم
ترڅو ژوندی یم زما ژمنه له جانان سره ده د هغې د سیمې مینه وال پرما له ځانه ګران دي
خو د بدې ورځ له امله د هغه دغه ګرانه میرمنه ناروغه شوه او وروسته مړه شوه.
آن يــار کــزو خــانۀ مــا جـــای پــری بــود سرتا قدمش چون پری از عيب بری بود
هغه یار چې زما کور يې ځای د ښاپېرو کړ له عيبونو ټوله خلاصه او بري وه
دل گفت : فروکش کنم اين شهر به بويش بيچاره نـدانـسـت که يارش سفری بود
زړه ویل: ټول ښار ډوب يې په عطرو کړم بې وزلی پوه نه ؤ چې یار يې سفري ؤ
البته حافظ د خپل زوی د مړینې په غم او درد کې هم زیات شعرونه لیکلي او زیات عرفاني او فلسفي شعرونه هم لري .