ولسمل
په کویټ کې د افغانستان دسفارت هغه نامشروع کړنې او ملي خیانت چې دافغانستان د ټول ملت سره یې کوي دې ته اړ کړم چې د خپل ملت پر وړاندې ددې سفارت هغه ملي ضد عمل ،چې په تحصیلي بورسونو کې یې تر سره کړې ګرانو لوستونکو سره شریک کړم .
مخکې له دې ، چې په اصلې موضوع خبرې وکړم ،د یادونې یې بولم چې د کویټ هیواد د کال څلور ښوونیز بورسونه د افغانستان دلوړو زده کړو وزارت ته او یو بورس د پوهنې وزارت ته ورکوي ، چې په دې کې دوه د شریعاتو په پوهنځي کې ،یو دادبیاتو پوهنځي ته او بل هم د اقتصاد پوهنځي ته ځانګړي شوي بورسونه دي . پنځم بورس چې دپوهنې وزارت ته ورکول کیږي هغه هم ددیني زده کړې له پاره دی (معهد الدیني ) ،چې تر دولسم ټولګي ده .
د کویټ په پوهنتون کې د قبلیدو لومړی شرط دا دی ،چې کله دې پوهنتون ته څوک ورپیژندل کیږي هغه باید دلومړي کال محصل وي او د درجو سلنه یې له (۸۵) کمه نه وي . خو دلته همدا اوس اوس داسې محصلین شته ،چې دوی اصلا د دولسم ټولګي بری لیک هم نه لري او نه یې ښوونځی لوستی ، ځینې یې له مدرسو راغلي ځینې یې دقومندان زامن دي .
په کویټ کې دافغانستان اوسنی راغلی سفیر اسد الله حنیف ،چې کابو پنځه میاشتې یې د راتګ کیږي ډیر سخت متعصب او قوم پاله سړی دی . نوموړی دشمالي ټلوالې او په ځانګړې ډول دولسمشر کرزي دلومړی مرستیال فهیم کس دی ،چې له راتګ سره سم یې دا بورسونه ،چې دقولو ټبرونو حق دی په خپل قوم او کورنۍ یې ولورول او دنورو حق یې غصب کړ . په دې بورسونو کې سفیر داسې انصاف کړی ،چې یوه یې خپله خورزه راوسته او بل یې د ښینې زوی راوست ،چې دواړه د ډیر کم عمر دي او نوې له دولسم ټولګي څخه فارغه شوي او دلته راغلل .
ښاغلي سفیر په دریم بورس افغانی الاصله ایرانی راوست ،چې ټول عمر یې په ایران کې تیر کړي او نیغ په نیغه له همغه هیواده (ایران ) راغلی او دافغانستان مخ یې هم نه دی لیدلی . نوموړی دافغانستان په لهجه خبرې هم نه شي کولای ژبه یې ایرانۍ ده .
په څلورم بورس بیا د سفارت لومړي سکرتر سید نبي اغا چې د تخار دفرخار اوسیدونکی دی خپل خوريی راوست . تر ټولو د شرم کار چې د افغانستان سفارت له خوا او بیا پ ځانګړي توګه د سید نبی لخوا تر سره شوی هغه د معهد الدینی په بورس کې و ، چې باید دغه بورس دیوې مدرسې زده کوونکي ته ورکړل شوی وای، چې عمر یې د لسو کالو په شاوخوا کې وای ،چې دا دقبولیدو لومړی شرط هم دی یاني دعمر کموالی خورا مهم دی ځکه چې دلته له سره یانی له لومړي ټولګي درس پیلوي نو دچا چې عمر دڅوارلس کالو نه زیات وي نه يې قبلوي ،خو دسفارت لومړی سکرتر دې بورس ته یو پنځه دیرش کلن (۳۵) ځوان راوستی و ،چې هغه �
�یا ونه منل شو او بیرته افغانستان ته ستون شو .
دا و ،دافغانستان دسفیر اسدالله حنیف عدالت او انصاف ،چې په سږني بورسونو کې یې وکړ ، چې ټول یې دخيلې کورنۍ خلک یې راوستل په داسې حال کې چې د راتګ یې د ګوتو په شمار څو میاشتې کیږي .
همدا اوس دکویټ په پوهنتون کې د افغان محصلینو شمیره ۲۳ تنو ته رسیږي ،چې په دې کې نجونې هم دي ،چې په دوی کې یواځې اووه (۷) کسان دزده کړې پاسپورت لري او نور ټول یې په جعلي اسنادو راغلي او ځینو یې هیڅ د ښوونځي مخه هم نه ده لیدلې او یواځې دیني مدرسه یې لوستې او اوس دلته په پوهنتون کې ناست دی .
د کرزي په دا لس کلنه دوره کې تر اوسه هیڅ یو محصل له سویلي او ختیزو لایتونو نه ،نه دی راغلی . همدا اوس یو دپنجشیر ولایت ،چې د ولایت په یوه ګوټ کې غږ وکړې د ټول ولایت اوسیدونکي یې اوري پنځه (۵) کسان دي ،چې دوی ټول په ناقانونه ډول راغلي .
د قومونو انډول په دې ډول دی : پښتون یو (۱) ،تاجک اتلس (۱۸) ، ازبک څلور (۴) .
ددې ټولې بې عدالتۍ ، بې انصافۍ ، ظلم او دمظلومانو دحق خوړلو مسول څوک دی ؟
زما په اند ځواب یې روښانه دی ،چې په لومړي سر کې دافغانستان سفارت او بیا د بهرنیو چارو وزارت چې دا یې دنده او مسولیت دی ،چې له سفارت نه وپوښتي چې دا بورسونه څه شول ،چیرې ولاړل او ولې وزارت ته را وانه استول شول ؟!! ځکه چې دا بورسونه باید دسفارت له لارې دبهرنیو چارو وزارت ته ورکړل شي ،چې بیا وزارت یې دلوړو زده کړو وزارت ته ورکوي او دلوړو زده کړو وزارت یې بیا په پوهنتونو ویشي ،چې تر اوسه داسې کار ډیر کم تر سره شوی .
دغه پوتنۍ لیکنه یواځې او یواځې د حقیقت دبیانولو او دسفارت دخیانت په ډاګه کولو له پاره لیکل شوې ، دا لیکنه د سفیر او دهغه شاوخواته د راټولو شویو دخیانت په ډاګه کول دي ،چې باید ددې پوښتنه بهرنیو چارو وزارت له سفارته وکړي تر څو دداسې نروا او بې عدالتۍ کړنې بیا تر سره نه شي