ګاونډیو تل هځه کړی ده چی افغانستان کی سیاسی سیالی تر سره کړې

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

رحمت اله روان

مخکی  په رسنیو کی دا سی معلومات  خپاره شوی وو چی دکورنیو چارو پخوانی وزیر محمد حنیف اتمر او ملي امنیت پخوانیو رئیس امر اله صالح ،چې ځو میاشتی دمخه  له خپلو دندو ځخه په خپله خوښه ګوښه شوې وو په افغانستان کی دیوه سیاسی ګوند پرجوړه ولو بوخت دې،

ولی دوی دواړه خصوصا ښاغلی اتمر  یوه موده چوپ وو. اوس دراپورونو ځخه داسی معلومیږی چی ددی دواړو له لوري یو لړ سیاسی حرکتونه پیل شوي وې او غواړي ،چې  بیاهم سیاسي ډګر ته داخل شی او په افغانستان کی دسولی دپروسی په تامین کی ونډه واخلی او  کېدای شي چی دی دواړه( اتمر او صالح) دنوي سیاسی حرکت په پیل سره  دافغانستان دسیاسي ډګرپه تغیر کی دافغانستان دخلګو په ګټه مثبت تغیر رامنځ ته کړي، که ځه هم دوی  دواړو دا حرکت په رسمي توګه لاتر اوسه  نه دی اعلان کړی ، خودروانی مارچ دمیاشتی په ۴ نیټه  دجمعې په ورځ اتمر دیوې ناستې په ترڅ کې ، چې دامریکا  ددایمي اډو په اړه په کابل کی جوړه شوې وه  خبریالانو ته په خپلو ځرکندونو کی ومنله چې: هو موږ یو جریان لرو او زموږ  پروګرامونه هم تر یوه بریده مخکې تللې دي
بالاخره له ډیر اوږده انتظار وروسته د کورنيو چارو پخوانى وزير ښاغلی محمد حنيف اتمر او د ملي امنيت پخوانى رييس ښاغلی امرالله صالح د کب پر ١٣مه،چی( دمارچ  ۴ نیټه) په کابل کې په يوې خبري غونډې کې يوځاى راښکاره شول او په مشروط ډول یی په هیواد کی دامریکا ددائمی اډو له جوړیدو سره موافقه وښو دله
اتمر د خپلو خبرو په ترڅ کې وويل، چې د هېواد سياستوال بايد هغه مهال د دايمي پوځي اډو له جوړېدو سره موافق شي، چې د هېواد ملي ګټې په کې په پام کې نيول شوي وي،ښاغلی اتمر په دی نظر دې چی دامریکا ددائمی فو ځی ادو په جوړ یدو سره به دګاونډیو هیوادونو لاسوهنی کمی شی، په هیواد کی به روانه جګړه دافغان ولس په ګټه ختمه شی او سیاسی نظام به جوړ شې.هغه زیاتوی چی دافغانستان ګاونډیو تل هځه کړی ده چیپه افغانستان کی سیاسی سیالی تر سره کړې
اتمر وويل، چې دا هر څه هغه مهال شوني دي، چې دولت له امريکا سره کېني او صادقانه ورته ووايي، چې د دايمي پوځي اډو د جوړېدو پرمهال بايد د افغانستان ملي ګټو ته تر هر څه ډېره پاملرنه وشي نوموړی ویلی دې چی یو شمیر ګاونډی هیوادونه په افغانستان کی دامریکا ددائمی فوځی اډو له جوړیدو ځخه خوښ نه دی، خوهغوی باید په دی وپوهول شي چی تر هرځه وړاندی افغانستان ته ملی ګټی مهمی دې.
دولتي چارواکي بايد مسوولانه په هره برخه کې د هېواد لپاره تصميم ونيسي او له بيړي څخه کار وانخلی
نوموړي زياته کړه، چې تر اوسمهاله کره معلومه هم نه ده، چې امريکا به په افغانستان کې دايمي پوځي اډې جوړې کړي او که نه؟ ځکه په افغانستان کې د امريکا د دايمي پوځي اډو د جوړېدو په اړه هلته دوه نظرونه  موجودی دی اتمر څرګنده کړه، چې د امريکا پوځيان په دې باور دي، چې په افغانستان کې بايد دايمي پوځي اډې جوړې شي، خو يو شمېر نور دولتي مُلکي کارکوونکي يې بيا د دې کار مخالفت کوي هغه ویلی دې که داسی وشول چی دلته دامریکا فوځی اډی جوړي شي،باید دهیواد ملی ګټو ته په کی ډیره پاملرنه وشې
همداراز د ملي امنيت پخواني مشر امرالله صالح په دغه ناسته کی وويل، چې د لوېديځې نړۍ له مستقيمې مرستې پرته هېواد د دې وړتيا نه لري، چې خپل اقتصاد او سياسي نظام پياوړى کړي،دنوموړی دوینا پر اساس که دافغانستان اقتصادی نظام پیاوړی نه شې،بیوزلی به ډیر خلک تر لمن ونیسی دا ځکه چی بیوزلی دنا امنی تر څنګ دټولو ستونزو مور ده، په دی لحاظ په افغانستان کی داقتصادی انکشاف پخاطر دامریکا ودائمی فو ځی اډو ته اړتیا شته،دبهرنیو ځواکونو په وتلو سره به اوسنی نظام دړیوړی شی څکه دافغانستان اوسنی نظام دهغوی په مرستو ولاړ دی،ښاغلی صالح په دی باور دی چی دبهرنیانو شتون به دافغانستان لپاره یو ښه فرصت دئ تر ځو دهغوی له موجودیته دهیواد په ګټه اعظمی استفاده وشي،هغوی نه زمونږ په خولی راغلی دی او نه هم زمونږ په خولی بیرته ځې خو مونږ افغانان باید تری ګټه پورته کړو
صالح دا هم وويل، سره له دې، چې دقيقه معلومه نه ده، چې امريکا دلته دايمي پوځي اډې جوړوي او که نه؟ خو هغوى غواړي، وړاندې تر دې چې دغه ګام پورته کړي، دلته يو قوي متحد ولري،افغان دولت هم باید خپل دریځ دبهرنیانو او مخالفینو پروړاندی روښانه کړي ،ځکه بهرنیان دی ته انتظار دی تر ځو دلته یو قوی ملګری ولری
هغه وويل: ((دولت يوه ورځ ناټو او يوه ورځ طالبان محکوموي، داسې بايد نه وي، خپله لاره بايد معلومه کړي
صالح وايي، چې بې پرې پاتې کېدل د هېواد په ګټه نه دى، په هر ډول چې وي، دولت بايد خپل لورى معلوم کی
نوموړي زياته کړه، چې دغه خبره د دې لپاره کوي، چې افغان دولت فعلا د دې توان نه لري، چې خپل هر څه په خپله سمبال کړي)).
هغه وويل: په نړۍ کې ډېر کم داسی هیوادونه شته دي، چې د غربيانو له مرستې پرته يې پرمختګ کړى دی،
بايد وويل شي، چې دښاغلی حنیف اتمر او امراله صالح دغه څرګندونی دولسمشر حامد کرزی دهغی وینا پربنیاد کیږې کوم چی د سلواغې دمیاشتی پر ١٩مه کی، ولسمشر حامد کرزي په کابل کې د يوې خبري غونډې پر مهال ويلي و،چې حکومت يې له امريکايي چارواکيو سره د دايمي پوځي اډو د جوړولو د قانوني کېدو او د ستراتيژيکو جزئياتو په تړاو خبرې کوي، خو په دې اړه به وروستۍ پرېکړه د هېواد ملي شورا او لويه جرګه پوری اړه لری
کرزى زياته کړې دغه ستراتيژيکې خبرې د افغانانو له خوا د افغانستان د ملي ګټو پر بنسټ ترسره کېږي او دغه موضوع د افغانستان د ملي پرېکړو د ملي مراجعو (ملي شورا او لويې جرګې) له لارې ترسره کېداى شي.
دحنیف اتمر او امر اله صالح له ځرګندونو یوه ورځ وروسته د افغانستان د عالمانو سراسري شورا په افغانستان کې د امريکا د دايمي پوځي اډو له جوړولو سره بیله کومه خاصه دلیله مخالفت ښودلى او ويلي يې دي، چې ددې اډو جوړل د افغانستان لپاره بې ګټې ده،تردی وړاندی دافغانستان دکابینی یوه غړی (اسماعیل خان) هم دی ته ورته نظرپه هرات ولایت کی ځرګند کړی وو
د افغانستان د عالمانو سراسري شورا غړو دغه څرګندونې پرون له ولسمشر کرزي سره په کتنه کې کړي دي
د عالمانو سراسري شورا غړو له ولسمشر کرزي سره په کتنه کې ويلي دي، چې د سيمې حساسيتونو ته په پام سره په افغانستان کې د امريکا دايمي پوځي اډو جوړول بې ګټې دي او په دې اړه تصميم نيول د افغانانو حق دى
ولسمشر کرزي موده وړاندې په يوه خبري کانفرانس کې څرګنده کړې وه، چې امريکا ورڅخه په افغانستان کې دايمي پوځي اډې غوښتي دي.
په هر صورت سره له دې چې امريکايي رسمي چارواکو لا تر اوسه نه ده، تاييد کړې چې دوى غواړي په افغانستان کې دايمي پوځي اډې ولري اوکه نه؟په دی باب آن د افغانستان او پاکستان لپاره د امريکا ځانګړى استازى دمارچ دمیاشتی په پنځمه نیټه په یوه ناست کی په کابل کی خبریالانو ته وویل چی دوى (امریکا ) نه غواړي په افغانستان کې دايمي پوځي اډې ولري تر دی وړاندی دامریکا ځینو لوړ رتبه چارواکوهم دی ته ورته ځرګندونی کړی دې، ولی په دی کی هیځ شک نشته چی امریکا په نړیواله سطح دخپلو اهدافو پخاطر افغانستان ته راغلی ده لکه څرنګه چی ځه وخت دمخه دامریکی دولسمشر مرستیال جو بایډن په خپلو خبرو کی وویل چی زمونږ هدف افغانستان نه دی بلکی افغانستان  به سیمه کی زمونږ داهدافو وسیله ده،ښایی دهمدغو اهدافو دلاسته راوړلو او دایمی کولو لپاره یوازنی لاره داوی چی تر ډیر وخته په افغانستان کی نظامی شتون او دایمی نظامی
اډ ی ولرې، په اوسني شکل په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو موجودیت د امريکا لپاره زيان اړونکى دى، له يوه اړخه د امريکايي ځواکونو مرګ ژوبله ورځ په ورځ  زور اخلي او له بله پلوه له پراخو اقتصادي زيانونو سره مخ ده.دغه راز په اوسنۍ بڼه د دوى شتون هم په افغانستان کې د ننه او له افغانستان څخه بهر پراخی نیوکی او غبرګونونه له ځان سره لرلاى شي
اوس امريکا د خپلو اهدافو د لاسته راوړلو لپاره، غواړي په افغانستان کې خپل نظامي شتون په يو بل ډول وغځوي او هغه ډول دا دى چې دوى بايد په افغانستان کې دايمي پوځي اډې ولري. که امريکا په افغانستان کې دايمي پوځي اډې ولري، نو دوى به په خپلو اډو کې ځاى پر ځاى وي او د افغانستان په سړکونو، غرونو، دښتو او کلو کې به د مخالفينو تر وژنکو بريدونو لاندې نه راځي او په دې ډول به يې په مرګ ژوبله کې لوى کمىوالی راشي. دغه راز که دوى يوازې په پوځي اډو کې پاتې کيږي، نو په مالي لګښتونو کې به يې هم پراخ کموالى راځی. دا هغه لاره ده چې امريکا به يې له امله د اقتصادي او ځاني زيان د کموالي ترڅنګ ددوى د اوسني نظامي حالت په وړاندې د پياوړو غبرګونونو له ګواښ څخه هم خوندي شي او هم به په سيمه کې خپل ستراتيژيک او اوږدمهالي اهداف تعقيب کړي
د معلوماتو له مخې امريکا غواړي چې په افغانستان کې دايمي پوځي اډې ولري، خو دوى نه غواړي چې په دې اړه له افغانستان سره رسمي او قانوني تړون وکړي او په بدل کې يې افغانستان ته قانوني امتيازات ورکړي. دوى غواړي، چې د هغه ستراتيژيک تړون په څنګ کې چې ټاکل شوې ډېر ژر د افغانستان او امريکا ترمنځ لاسليک شي، دا مسئله هم ځاى شي، خو نه په هغه ډول چې په نړۍ کې معمول او قانوني ده
په سياست کې يوه مهمه لاره او مېتود د ادى، چې کله سیاسی اشخاص، ګوندونه او يا هم حکومتونه غواړي يوه مشخصه تګلاره دخپلو اهدافو پخاطر خلګو اوجامعه ته کړی، نولا دوړاندی لومړى د هغی تګلاری په اړه د مقابل لوري، خپل مخالف او عام ولس ذهنيت معلوموي او ددې لپاره ډېر کله دوى خپل پلان د غير رسمي چارواکو او يا په دوى پورې د اړوندو رسنيو له لارې په ډاګه کوي او په دې ډول د هغه کار په اړه عامه ذهنيت او يا د مقابل لوري غبرګون ځانته معلوموي،فعلا دامریکای مقاماتو له ضد او نقیض نظریاتو ځخه داسی معلومیږی چی امریکا په افغانستان کی دنظامی اډو دجوړه ولو په باب له پورته تاکتیک ځخه استفاده کوي او غواړی داډو تر جوړیدو وار دمخه په افغانستان کی دخلګو له نظریاتو  او دافغانستان دګاونډیو هیوادو له عکسلعملونو ځخه ځان خبر کړې او وروسته تصمیم ونیسی.
په افغانستان کی دامریکا دنظامی اډو دجوړیدو په باب چی کومه خبره مهمه ده دښاغلی حنیف اتمر او امراله صالح دځرګندونو په تا ئید سره افغانان باید دخپل هیواد ګټی په نظر کی ونیسی داحساساتو ځخه کار وانه خلی په پوره حوصله اوسیاسی درک سره دنوموړی موضوع په باب سنجیده او سالم نظریات وړاندی کړی او اجازه ور نه کړی چی افغانستان یو ځل بیاهم دخپلو نژدو ګاونډیانو تر یر غل لاندی راشي. پای رحمت اله روان