د افغانستان جګړه د پوځي حل لاره نه لري

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
سلام خان
په سعودي عربستان کې د افغانستان په اړه په جوړه شوې غونډه کې پردې ټینګار شوی دې، چې په افغانستان کې روان بحران د پوځي حل لاره نه لري او باید سیاسي حل ورته وموندل شي دغه خبره دافغانستان او پاکستان لپاره دجرمنی دهیواد خاص استازی مایکل شتاینز چی
دنړیوال تماس په نوم یی دهغی غونډی مشری په غاړه در لوده کړی ده کوم چی دپنځوسو هیوادونو استازو په ګډون تیره اوونی په جده کی جوړ شوی وو  په دغه غونډه کی دافغانستان دبهرنیو چارو وزیر او دسولی دعالی شورا رئیس او په عین حال کی دافغانستان او پاکستان لپاره دامریکا نوی ځانګړی استازی مارک ګراسمن هم  حاضر ول.
دجرمنی خاص استازی غونډی ته ویلی دې چی : مونږ غواړو چی  خپلو هڅو کی  یو اڼدول رامنح ته کړو معنی دا چی  تر اوسه پوری په  پوځی  اړخ ډیر  زیاته پاملرنه شوی وه.  د آلمان استازی   زیاته کړه چی  دا بسیا نه کوی ، مونږ باید  پر پوځی حل باندی تکیه ونه کړو. مونږ ډیر  زیات باید  سیاسی حل ته پام واړو، د پوځی او سیاسی هڅو تر منح باید یو اندول رامنح ته شی
په جده کي د  افغانستان د تماس نومي ډلي د هيوادونو د مارچ دمیشتی ددوهمی نیټی غوندي  کوربه توب  د اسلامي کنفرانس د سازمان په غاړه ؤ چی دغه اسلامی کنفرانس سازمان دمسلمانی نړی تر ټولو ستر ارګان ګڼل کیږې ددغه سازمان عمومی منشی اکرام الدین احسان اغلو. دغه سازمان د غوندي په پرانيستلو کي  وويل چی په افغانستان کي پوځي عمليات بايد ودرول شي تر څو دروغی جوړی لپاره لاره اواره شي،دا لومړی ځل دی چی دغه سازمان دافغانستان دکشالی په هکله په جدی توګه داسی عکسلعمل ښیئ
د جدي غونده په داسي وخت کي دايره شوي چي  افغان ولسي مشري  په بريتانيا کي  د خپل سفر په ترڅ کي يوي بريتانيو تلويزون ته وويل چي له طالبانو سره  تماس لري، ولسمشر کرزی دغه خبره دبریتانیا دتلویزیون له څلورم خبری چینل سره په خپله یو ځانګړی مر که کی وکړه نوموړی ویلی دې چی دده حکومت له یوشمیر طالبانو سره مخامخ خبری پیل کړي دې او دا خبری دوام لری خو تماسونه متاسفانه له یوه ټاکلی ادرس اویا مرجعی سره نه نیولی کیږې دا ځکه چی مرجع نشته.
له کرزي څخه پوښتنه وشوه چې ایا د امریکا متحد ایالتونه او بریتانیا هم له هماغه کسانو سره خبرې کوي چې د افغانستان حکومت یې کوي؟ ده وویل تماسونه روان دي، خو ممکن له عیني کسانو سره نه وي،خبری تازه پیل شوی دي خو هیله لرو چی داخبری ژر یو ځای ته ورسیږې،له کرزی ځخه وغوښتل شول چی دقیق ووایی چی منظور یی له ژر ځخه ځه دې؟ ولسمشر کرزی دنوموړی پوښتنی په جواب کی وویل چی متاسفانه ددی مانا دا نه ده چی ځو اوونی،کاشکی داسی کیدای،څو میاشتی یی هم منظور نه دې،احتما لا یو یا دوه یا دری کاله به وخت ته ضرورت وی تر ځو ویوی مشخصی ښهی نتجی ته ورسیږو.
د افغانستان د لس کلنې جګړې په ترڅ کې د امریکايي چارواکو چلند هم د پخوا په پرتله اوس بل ډول ښکاري. د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې هیلیري کلېنټن څه وخت مخکې په یوه وینا کې وویل، چې واشنګټن د افغانستان د روان بحران د حل لپاره د یوې ډيپلوماتیکې لارې په لټه کې دی څو له دې لارې له القاعده شبکې سره د طالبانو اړیکي له منځه یوسي
له دې مخکې د امریکايي چارواکو دریځ دا و چې وسله وال د پوځي فشار له لارې باید له افغان حکومت سره خبرو اترو ته اړ شي. خو د دې نظر مخالفان وايي چې سخت پوځي کمپاین به وسله وال نورهم وپاروي او په پای کې به له هغو سره روغه نوره هم ستونزمنه شي.
دوي همدا راز استدلال کوي چې د وسله والو طالبانو پرضد د پوځي عملیاتو د دوام په نتیجه کې به هغه افغانان چې هسې هم د ملکي تلفاتو له امله په غوسه دي د افغانستان له دولته نوره فاصله ونیسي
په عین حال کی  دپخوانی شوروی ولسمشرګورباچوف،  په لندن کې  په یوه خبری کنفرانس کی ، د بریتانیا له صدراعظم ډیویډ کامرون څخه وغوښتل چې خپل پوځیان له افغانستانه وباسي نوموړی په خپله مرکه کی دسخت دریځو پرضد دامریکایانو جګړی ته په اشاره دپښتو ژبی هغه متل ته اشاره وکړه چی وایی ( ځه جی کری هغه به حتمی ریبی) ګورباچف وویل امریکا په ۱۹۸۰ مه لسیزه کی دکمونیزم پرضد په پته داسلامی سخت دریځو او افراطیانو ملا تړ کاوه خو نن هغه کسان ورته په بلا او ښتی دې.
ده وویل:«امریکایانو له هغو قوتونو سره په پټه همکاري کوله، چې نن ورسره په خپله په جنګ کې ښکېل دي.دوی باید خپله تېروتنه ومني.باید دا خبره وکړي.فکر کوم خدای داسي یو میکانیزم لري چې هغو کسانو ته چې غلطي کوي، سزا ورکوي نوموړی له افغانستان ځخه د شوروی فو ځونو دایستلو ځخه وروسته دلویدیځو قدرتونو له لوری دافغانستان نیواک په کلکه غندلی دې
ده وویل ، زه د دې مرکې له لارې د بریتانیا له صدراعظم څخه غواړم چې په افغانستان کې سمه لار غوره کړي. له ده غواړم چې هدف وټاکي. زه نه وایم چې دوی دې کټ مټ هغه څه وکړي چې موږپه تیرکی وکړل.»
ګورباچوف د شوروي اتحاد د سرو لښکرو له لوري د افغانستان د اشغال په باب خپلې تیری تجربې ته په اشارې بریتانیايي چارواکو ته سپارښتنه وکړه چې افغانان خاص خلک دي، دوی پر خپلو دودونو همیشه ټینګ ولاړ دي
ګورباچوف تر دې وړاندې څو ځلي ویلي وو چې امریکا او د ناټو نور غړي د افغانستان په جګړه کې بریالي
ګیدای نه شې ده د تېر کال په اکتوبر کې د بي بي سي نړیوال سرویس ته په مرکه کې له دې سره سره چې له افغانستانه د ځواکونو د ایستلو په باب د ولسمشربارک اوباما پرېکړه تایید کړې وه دا هم ویلي وو چې که امریکا له افغانستانه ځواکونه وایستل دا به د بل ویتنام په مانا وي
په عین وخت کی  دمارچ دمیاشتی  په دوهم نیټه د بریتانیا د پارلمان دبهرنیو چارو تر ټولو مهمې او اغېزمنې کمېټې په یوه راپور کې وویل شوی دې چی، که د امریکا متحد ایالتونه د افغانستان د جګړې د پای ته رسولو توقع لري نو باید له وسله والو طالبانو سره مخامخ خبرې وکړي،فوځی هلی ځلی نتجه نه ور کوی دبریتا نیا حکومت باید له خپله نفوذه په استفاده سره امریکا ودی ته وهڅوی چی دطالبانو له مشرانو سره مخا مخ خبری وکړې همدا رنګه دبریتانیا دپارلمان دبهرنیو چارو دکمیټی په را پور کی راغلی دې چی دپخلاینی پروسه دامریکا له ملا تړه باید برخمنه وی او دافغانستان په مشری باید پرمخ ولاړه شی او دا به دامریکا او بریتا نیا دفو ځونو دایستلو لپاره دعزت تر ټولو ښه لاره وې
بریتانیا او د امریکا متحد ایالتونه له ډېرې مودې راهیسي په افغانستان کې د سیاسي حل پر ضرورت ټینګار کوي خو چارواکي دا هم وايي چې خبرې باید د افغانانو په مشرۍ  وي او پوځي فشار مرسته کوي چې سخت دریځي د خبرو مېز ته کښېني،په راپور کی داهم ویل شوی دې چی دافغانستان ولسمشر حامد کرزی دامریکا له ګډون پرته نه شی کولای دروغی جوړی لپاره مخامخ خبری وکړې.
دحزب اسلامی مشر ګلبدین حکمت یار په خپله یوه نوی مرکه کی چی ددعوت په ویب پا ڼه کی  خپره شوی ده ددی پوښتنی په جواب کی چی ایا تاسو دامریکا او بریتا نیا له حکومتونو سره مذاکراتو ته چمتویی؟ وایلی دې
له امريكايانو سره يوازي هغه مهال گټوري خبري كېدى شي چي د افغانانو له وژلو او د دوى د ملك له ورانولو لاس واخلي، غرور ئې مات شي، د حقايقو منلو ته چمتو شي، افغانانو ته د خپل برخليك ټاكلو حق وركړي او د جنگ د دوام پر ځاى د صلحي لار غوره كړي. موږ له هر هغه لوري سره خبرو ته چمتو يو چي په صادقانه توگه د بحران حل او د جگړي خاتمه غواړي او دا د افغانانو مسلم حق بولي چي د پرديو له سلطې آزاد وي، هېواد ئې خپلواك وي او د خپلي خوښي نظام او حكومت ولري، كه واشنگټن او لندن د افغانانو دغو حقوقو ته په درنه سترگه وگوري او د جنگ او د افغانستان د اشغال پر دوام ټينگار ونه كړي، مذاكرات ورسره كېدى شي. دا هم بايد ووايو چي متأسفانه د بريتانيا د حكومت دريځ داسي دئ لكه بريتانيا چي د امريكا كوم ايالت وي، د افغانستان په اړه د لندن سياست د واشنگټن تابع دئ، مستقل سياست نه لري، واشنگټن د هغو جنگ غوښتونكو جنرالانو په اسارت كي دئ چي له داسي جنگونو ډېر څه ترلاسه كوي او دیوی بلی لاندی پوښتنی په باب وایی
آيا له تاسو سره د افغانستان لپاره كوم پلان شته؟ د خپل هېواد د بقاء لپاره څه كول ضروري گڼئ؟ پو ښتنه:
ځواب: هو؛ موږ د خپل هېواد د ژغورني، خپلواكۍ، ثبات او سلامتيا لپاره واضح او جامع طرحه لرو، د دې طرحي اساسي بندونه د ژغورني ملي ميثاق په طرحي كي منعكس شوي،  چي دا دي: د بهرنيو ځواكونو عاجل، بشپړ او بلا قيد و شرط وتل، د وتلو لپاره د منلو وړ مهال وېش وړاندي كول، يوه موقت حكومت ته د قدرت انتقال، له خپلواكۍ او آزادۍ وروسته داسي عادلانه او آزاد انتخابات چي د اسلام له اصولو سره مطابقت ولري، ټولي افغاني ډلي په دې توافق وكړي چي له دې وروسته به نه د اقتدار ترلاسه كولو لپاره يو څاڅكى وينه توئېږي او نه به يوه مرمۍ ويشتل كېږي، يو به د بل په ضد وسله نه كاروي او د پرديو د مالي او نظامي مرستو په مټ به اقتدار ته د رسېدو هڅه نه كوي.پای سلام خان