په ډیره خواشینۍ موخبرترلاسه کړ دهیوادرښتینی خدمتګار، ویاړلی اونومیالی افغان ،دکاراوزیارسمبول، دښوونې اوروزنې په برخه کې دکابل پوهنتون پخوانی مرستیال اوګران استاد ـ پوهنمل ډاکټر همایون کامران ـ د ورپیښې ناروغۍ لامله
که دګران استاد ژوندلیک ته وکتل شی نوله ورایه جوتیږی چه دانوم یوازې یوکس نه بلکه دافغانانولپاره یوپرله پسې ښوونځۍ اودښې زده کړې ، ښه فکراوښه اورغنده کاراوزیارروښانه نمونه اوسمبول بلل کېداۍ شی. استاددژوندحتی یوه ګړۍ هم بیغمه نه ووناست اوتل یی دافغان ولس دروښانولواودوی ته دچوپړلپاره له خپلوټولولاسرسیواو امکاناتوڅخه پرته له کوم امتیازه هلې ځلې کولې اونوریی هم وربلل. او استاددښه فکر او ښه چوپړغوره لاره هماغه دښه زده کړې اوښه کارلاره ګڼله. استاد هیڅکله هم نه افغانانوته په چوپړکې اونه هم له زده کړو ستړۍ شو چه لوی ثبوت یی دخپل عمر په یوپنځوس کلنۍ کې په اروپا یی پوهنتونو کې زده کړې اووروسته په روغتیایی غونډوکې ګډون اوپه اروپایی روغتونونو کې دندې او همدارنګه په هالنډ هیوادکې دافغان کلتوری ټولنې دمشورتی کمیسیون غړی پاته کیدل دی .
په بلجیم هیواد کې افغان کلتوری بهیر پداسې حال کې چه ځان پدې لوی غم کې دټول افغان ولس سره شریک ګڼی ، دګران استاد ډاکټر همایون کامران مړینه دافغان ولس لپاره یوه لویه ضایعه بولی . دلوی او بخښونکی خدای له درباره نوموړی ته دفردوس جنت اودخدایبخښلی آغلې کورنۍ ، دوستانو اوټول افغان ولس ته دلوی صبرغوښتنه اودعا کوی .
روح دې ښادوی
یادونه: دټولنې دمشرتابه دپریکړې سره سم به دټولنې په استازیتوب له بلجیم هیواد څخه یوپلاوی دټولنې دمشرښاغلی امین باوری په مشرۍ په مراسموکې برخه واخلی.
په درنښت
په بلجیم هیوادکې افغان کلتوری بهیر
دټولنې په استازیتوب
پوهنیارسیدحضرت
بروسل ښارـ بلجیم
اړیکې: 0032497101683
0032495614551