حبيب الله غمخورداچې هرڅوک يې هوس کړي دخوړلو
غم همدادی، چې خواږه دي پښتانه
همت الله امين زی
هيوادوالو! دافغانستان سياسي اوپوځی حالادهرې ورځې په تېرېدودتيرنگلتيااوپېچلتوب په لوردرومي افغانان ملي دنده لري دخپل هيوادچاروسمبالتياته پخپله مټي
دفبروری پر ۲۲ مه دډله ايزورسنيولخواخپاره سوي خبرکي راغلي چي،ایران دامریکا او افغانستان د ستراتیژیک تړون په هکله غبرګون وښود. هلته ليکي دایران د خارجه وزارت ویندوي وویل که دافغانستان او امریکا ترمنځ ستراتیژیک تړون لاسلیک شي د سیمې وضعیت به نورهم پېچلی شي .
موږنه پوهېږوچي ايراني چارواکي ولي او په کوم حق زموږ په نړيوالواړېکواوياداچي موږ دچاسره کوم تړون لاسليک کوو، په دومره سپين سترگي سره مداخله کوي اووايي چي که دافغانستان او امریکا ترمنځ ستراتیژیک تړون لاسلیک شي دسيمي وضعيت به نورهم پېچلی سي .ولي به پېچلی سي؟ ؟؟
موږ لاتراوسه دخپلو هيوادوالوچي ددوي له لاسه بېگناه په شهادت رسيدلي دويرپر کمبله ناست يو،تراوسه لادانده سپېنه کړې چي ايراني اخوندانوولي دټونړيوالونورمونوخلاف دافغان کډوالوسره غير انساني کړنې کوي ؟ هر ورځ چي ئې زړه سي دافغانانودسپکاوي لپاره په زرهاوکورنۍ پداسي حال کي چي نيم هلته پاته وي نيم ئي افغانستان ته پر افغان دولت اونړيوالي ټولنې باندي دفشاردوسيلې په توگه په زور رالېږي .داچي افغان زلمي په وحشي اوسحرايي بڼه په دارځړوي اويائي دبندن غړې ترې باسي اوپه لسهاوو رنگارنگ جنايتونه زموږ دکډوالوپه وړاندي روابولي داخولاپر خپل ځاي پرېږده . دامونه دي هير سوي چي د ژمي په سړه هواکي چي خلکو تيلوته اړتيادرلوده همدا ايراني اخوندانوچي دافغان ولس سره ددوستی ډبره په ټټر ټکوي په زياته بې شرمی سره ئي تر ۲۵۰۰ زيات دتيلوټانکرموټرونه پداسي حال کي چي په رانيول سوي تيلوډک ول ديوې مياشتي لپاره بندکړه،ترڅوافغانان مجبورسول کوڅوته راووزي اودايراني اخوندانوعکسونوته اور واچوي اوله کرزی ئې وغوښتل که دداسي دولت سره دوستی کوې هلته ورشه ،پسله هغه دوي مجبورسول ټانکرونه پرېږدي . داموږته لمرغوندي روښانه ده چي ايران زموږ په کورنيو چاروکي مداخلې کوي . يودژبې اوبل دمذهب په نامه يودبل په وړاندي دروي داچي په زرهاوو خپل تبليغاتي کتابونه رالېږي موږ چپ يو،داددې معنا نلري چي موږ سترگي نلرو اويائي نه وينو يائي په ناوړه اوکرغېړنو پايلو نه پوهېږو، پوره پرې پوهېږو .
زه تراوسه معلومات نلرم چي دغه ستراتيژيک تړون به کومي مادي ولري اوڅه وخت به دچالخواتر څه ډول مشورو وروسته لاسليک شي خودوي په تهران کي وارخطادي .
په هر حال دازموږ کورنۍ خبره ده که زموږ په گټه ووموږبه ئې ومنواوکه ئي زموږ ملي گټوته زيان رساوه خپله به مخالفت ورسره وکړو. دايران مرستي اولارښودنې ته اړتيانلرو.سوال دادی چي ايراني اخوندان ولي وارخطا دي اوولي ځانته داحق ورکوي چي موږ ته لارښودنه وکړي اوووايي ((هیله من دی د افغانستان او امریکا تر مینځ د ستراتیژیک تړون د لاسلیکو لوموضوع د خبر تر حده پاتي شي او د افغانستان حکومت او ملت د خپلي هوښیارۍ د ساتلو تر څنګ په دغه هیواد کښې د بهرنیانو د سلطه ګرو سیاستونو د تحقق خنډ شي .))
ولي ايران غواړي چي افغانان دي دخپل ملي اونړيوال سياست په هکله له دوي سره مشوره وکړي ؟ داچي دوي په منڅني ختيځ کي يوهيوادپر ارامه نه دی پرې ايښۍ اودخمني دغه شعار چي انقلاب بايد صادرسي داسلامي اخوت اواسلامي دوستۍ په نامه دنړۍ دزياتوهيوادوپه کورنيو چاروکي لاس وهنې کوي اوملتونه له بدمرغيوسره مخامخ کوي موږ ولي دوي ته څه ندي ويلي .
داچي په اصطلاح پرون ئې دپوځی مانورپه بڼه دسويس له کانال نه پوځي کښتی تيري کړې دغه حرکت نړيوالي سولي اوسيمي ته خطرنه بولي؟ داچي په عراق ،مصر،فلسطين ،اردن ،ليبيا،لبنان اويوشمير نوروهيوادوکي مداخلې کوي اوخپل لاسپوڅي روزي زموږ په عقيده دغه حرکتونه نه يوازي دنړۍ اوسيمي بلکي دافغانستان امنيت ته جدي اوښکاره گواښ پيښوی،موږ هم له ايراني چارواکونه غوښتنه کوو چي ژر تر ژره بايد له دي کارواودهيوادوپه کورنيو چاروکي له لاس وهنې ډډه وکړي . ايراني چارواکو لخوادزروي ياهستوی وسلو دتوليد لپاره تلاښ اوهرځل دنوراکټونوآزمويل زموږ ملي امنيت ته گواښ بلل کيږي دغه پوځي تلاښونه اودنووراکټونوجوړول بايد په ټپه ودرېږي . موږ نه غواړو چي زموږ ترزنې لاندي ايران په اټومي هيوادبدل سی ، ددې کارخطرنه يوازي موږ بلکي ټول بشريت ته بولواوپدې وسيله به دټولي نړۍ امنيت ترسترگواښ لاندي راسي . موږ دنړيوالواو اروپايي ټولنې له دغه سوله ايزاوبرحق زيار اوزحمت څخه ملاتړ کوو اوداچي پر ايران ئي بندېزونه لگولي دسولي لپاره گټورگام بولو. دامنيت شورانه غوښتنه کوو چي پدې لارکي دايراني چارواکو پر خلاف نورهم کلک اوکوټلې گامونه واخلي ،ترڅوهغوي خپل حد اوحدودوپېژني .
ايران نه غواړي چي زموږ هيواد دي ديوه چاسره چي دوي ترې ډاريږي اويادافغانستان ډاډمنې راتلونکي سره مرسته کوي ښه مناسبات ولرو ،دوي له ځانه ډارېږي اودغه ډارته په سيمه کي سولي ته دگواښ نوم ورکوي . موږ پدې پوهېږواوله ډير پخواپوهېدوکه په افغانستان کي يوه مرفع او هوساټولنه جوړه سي دلته دموکراسي وغوړېږي ،دنالوستوب کمبله ټوله سي،هرڅوک کارولري اوهرچاته دازادسياسي اوټولنيز فعاليت زمينه برابره وي ،دلته دبيان اوعقيدې ازادي تامين سي،روغتيايي مرستې ترهرچاورسېږي ،ټولوته دتعليم او تحصيل امکا نات برابر سي په هغه ورځ به پر ايراني اخوندانو اور بل سي. ځکه دوي ډار لري چي ددوي خلک به هرومرو ددوي په وړاندي راپورته کېږي اوپه خپل هيوادکي به هم دافغانستان په شکل دورته معنوی اومادي ژوند غوښتنه کوي .
په همدې خاطرله هغه ورځې چي دوي واک ته رسېدلې ددغه خطرپه پوهېدوسره دوي افغانستان ،عراق اوترکيه پر ارامه نده پرې ايښې که دټولوهيوادونومونه ليکم ليکنه رانه اوږدېږي، دنوروهيوادوپه کورنيو چاروکي ايران لاس وهنې ټولوته لمر غوندي روښانه اوڅرگندي دي .
پدې ډاډه يم چي له افغانستان څخه به پر ايران څوک پوځي حمله ونکړي خوایراني اخوندان دي هم افغان ولس ته داډاډ اوتظمين ورکړي چي زموږ وطن ته د خپل اخوندي انقلاب دلېږداواصدارلپاره تلاښ نورنه کوي اونه هم خپل کلتوري يرغل دکلتوري اړېکوپه نامه زموږ پر ولس ورتپي .زموږ زورېدلی ولس دتاريخي ترخوتجر يبو اودمگړي ستونزوراپېښولو پر بنياد دايراني چارواکونه همداډول کرکه لري لکه دپاکستاني چارواکونه، دواړه زموږ هيوادوالوته دملي غميزي درازېږېدواودوامدارساتلواساسي لاملين بولي .
ايراني چارواکي پدې بايد پوه وي چي دازموږ حق دی چي دچاسره څه ډول تړون لاسليک کړو. داچي تاسو او نور دولتونه څه کوي ولي زموږ هغوي ته ندي ويلي چي تاسو داسي وکړی ياداسي .
ولي تل موږ دگاونډيانونوکران اوسوو؟ اوددوي فرمانونه منو؟ افغانستان يوخپلواک هيواد دی دولت لري دلته چي هرڅه کېږي داپه افغان ولس پوري اړه لري نورهيوادونه ځانته داحق ولي ورکوي چي موږ ته لارښودنې وکړي.داډول سياست اوتاکتيک ددوستۍ اومرستي معنا نلري بلکي ديوه ملت دسپکاوي اوهغه ته دحقارت په سترگه کتلو روښانه بېلگه ده .که لارښودنې نړيوال حق دی،نولدې حق نه موږ هم دملگروملتودسازمان دغړې هيوادپه توگه داستفادې حق لرو اوبايد استفاده ترې وکړو.په هغه ه صورت کې ډير څه سته دغو هيوادو اوايراني اخوندانوته ووايوچي کړنې مودبشريت داصولواوحقوقوخلاف اوغير انساني دي .
همدا اوس چي دتيري اونۍ راپدې خواپه سلهاو بې گناه ايرانيان پدې گناه چي له اخوندي رژيم اوداخوندانوله ديکتاتوری نه په تنگ راغلي ،په خپل هيوادکي ټولنيزعدالت ،دموکراسي اودبيان ازادي غوښتلو په خاطر ترملي لاريون وروسته په تورواووحشت نه ډکوزندانوکي ساتل کيږي دايراني اخوندانواودولتي اړونده مشرتابه دغه کړنې موږ دبشريت پر حقوقو روښانه تيری بولواوغوښتنه کوو چي دغه بېگناه خلک نارينه اوښځې ژرترژره له زندان ازاداوپه ايران کي يودموکراتيک نظام چي دغوڅ اکثريت لپاره دمنلو وړ وي دجوړېدوامکانات په سوله ايزه توگه برابرسي .
موږ هم هيله منديو چي ايراني چارواکي بې موجبه اودخپل حق غوښتلوپه گناه ايرانيان ونه زوروي .
د ایران دحکومت د بهرنیو چارو د وزارت اوددې هيوادله مشرتابه نه په کلکه غوښتنه کوو چي موږ ته له لراښودنواوداچي له چاسره څه ډول اړېکي اوروابط ولرو دابدلپاره ډډه وکړي .
دټولوافغان دوستانوڅخه غوښتنه کوم چي دايراناوبرهر هيواد ددولتي چارواکودداسي ويناوو،ابلاغيو اولارښودنوسره کلک مخالفت وکړي په کوموکي ځح زموږ په هيواد کي دهغوي دلاسوهنې اوزموږ دملت سپکاوي نغښتی وي .
دايراني چارواکوتوري خلطې ددوي دنوکرانوخولې تړلاي سي خو دافغان غيرتي ملت نسي خاموشه کولاي.
موږ افغانان دنوروزپه مراسيموکي دگډون لپاره ايران ته دښاغلي کرزی سفر دافغان ولس دملي گټواوخوښې پرخلاف عمل بولواوله دې سفرسره په کلکه مخالفت کوو.ښه داده چي کرزی صاحب دمزارشريفې په ښار اوياد افغانستان په يوه بل ولايت کي دافغانانوسره يوځاي دنوی کال په مراسموکي گډون وکړي نه زموږ دملت له تاريخي دښمنانواوهغوسره چي هر شېبه زموږ دولس دسپکاوي اوزورېدولامل گرځي .