دافغانستان رنځپولو چُپو خلکوخپل دښمنان وپیژني !

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

پوهندوی دوکتور سیدحسام (مل)

له لسیزو لسیزو راهیسی د ستا سو په وطن اود ستاسو په  کور او کلو کی رنګارنګ دښمنانو ددوستانو په نامه څه په ښکاره  اوڅه هم په پټه  دنفاق اود بربادی تخمونه شیندلی اولا تر اوسه شیندی اود  ستا سو خلک اواولس په رنګونو ، مذهبونو ، ایدیلوژیو ،  قومونو ،  سمتونو ، ژبو ، سره ویشلی اولګیا دی سره ویشی .

اوبه خړوی اوکبان  نیسی  ،  یوه یی دسپین جامو ،اوږد تسبح او غټه ږیری سره در لیږلی چی دستا پر وطنپرستو ، منورو ،پوهوو اونامی خلکو باندی  د الحاد ټاپه ووهی اوله خلکوڅخه یی ګوښه کړی ، بل یی درته استولی چی دستا دفرهنګ اود رواجونو او دودونو زړی له بیخه وباسی ، بل  یی بیا  درته لیږلی چی د ستا دقومونو په مینځ کی د ژبی اختلافاتو ته  لمن  ووهی   اویا داچی ځنی نور یی تاته استولی چی دستا ددین اود مذهب پوری ملنډی ووهی   اوستا دغه اخرنی هیلی هم دخاوری سره خاوری کړی اوبلکل دی نیستمن کړی . له بلی خوا له تاسو نه هم ګیله کیږی اوهغه داچی تاسی یوه شیبه هم سر خپل ګریوان ته نه وړی  اویا له ځانه پوښتنه نه کویی  چی د ستاسو پر وطن او  پرخلکو څه تیریږی ؟ د چا مال غلا کیږی ، دچا پرخور اومور باندی تیری کیږی ، دچا ځوی اولور غلا کیږی ، دچا ځمکی او کورونه دمټ په زور غصب کیږی او ..... دا بدی ورځی پرتاسو چا راوستی ؟ ولی دغه ورځی دستاسو په غلیمانو باندی  نه دی راغلی چی هره  ورځ په  خارجی  بانکونو  کی  پیسی سپماوی ، په دوبی کی درخصتیو په ورځو کی میلی او چړچی کوی  په کابل کی سپیان ساتی چی پری  ښکار وکړی  په  دوبی  کی  اوښان ساتی چی یی وځغلوی ، مګر ستا سی بچیان د لوږی دلاسه دشپی خوب نه کوی  ؟ همداسی نه دی ؟  ... لیکوالو ، روشنفکرانو ، پوهانو ، استادانو ، ژورنالستانو اود وطن پوهوو  خلکو له  ډیر ویلو  ستړی  شو ، قلمونه  پڅ او کاغذونه تورشو او په وار وار تاسو ته یادونه  شوی  چی  ستاسو  د ښمنانو پر تاسو باندی ناروا اوزور زیاتی کوی ، تاسو هغوی باید وپیژنی اودهغو دمینځه وړلو دپاره سره د اتفاق لاسونه ورکړی

امان الله خان  دانګریزانو څخه دستاسو د پلرونو دمټ په زور استقلال تر لاسه کړ  اوددی وطن د جوړولو دپاره ملا وتړل   مګر  هغه  ستا ږیره ورو ملایانو اود انګریزانو ګوډاګیان او افغان دښمنو  چی دهغو نبیره اولمسیانو  لا تر اوسه دقدرت په چوکیو کی ډده لګولی دی ، پر اما ن الله خان  باندی د کفر اود الحاد ټاپه ووهل  اوله وطن یی وشړل اودهغه پرځای یوغل اوداړه مار په قدرت  ورسول  او وروسته  د څو میاشتو  څخه ،  همدغه  انګریزان  زمونږ دخاوری اود خلکو دښمنان خپل اصلی او تربیه شوی نوکران یعنی  دالی یحیا  لمسیانو او کڼوسیانو ته زمینه برابره کړ چی  دافغانستان  واک تر لاسه کړی اودخپل څلویښت کلن واکداری په دوران کی ددی وطن دآبادی دپاره یو خښته هم کینښود اود خپل رژیم د دوام دپاره پردی وطن باندی د مینو خلکو سرونه غوڅ کړ  اوحتی چی دهغو اخرنی اوراپاتی نر او ښځه  دافغانستان   په  ګوډ ګوډ کی  کوم چی له خلکو څخه جایدا دونه په زوره غصب کړی وه دکرزی دفاسد رژیم تر سیوری لاندی  هغه ټول  غصب شوی  جایدادونه  خرڅ کړل اودهغه پیسی یی پخپل جاری  حسابونو کی دبا ند نی هیوادونو  بانکونو   ته ولیږدول ، خما  ښه  را په  یادیږی  چی کله  نا کله مونږ په ځنو محفلونو او میلمستیاو کی  چی پر شاهی کورنی نیوکی کولی چی دافغانستان دخلکو دپاره کار نه کوی ، نو ځنی سلطنت غوښتونکی به مونږ ته ویل چی ګناهګاره کیږی ، هغه زمونږ اولامر دی اود اولامر اطاعت حتمی دی ، مګر ښه شو چی تاسو ته هغوی معلوم شوچی هم ستاسی شتمنی لوټ کړل او هم یی خپل مړی په قدر سره خاوری ته وسپارل .  که خبره لنډه  کړو دی  ځای ته رسیږو  چی  کیڼ اړخو هم څو مودی خپل فرمانونه دبیګانوو اود پردیو په مشوری سره  صادر کړل اوخپل سرکش آسونه ښکته او پورته وځغلول او ونشو کړلی چی دخوارو اوغریبو خلکو  ستونزی  حل کړی ،   اوپه زوره  خپل خلک د خپل ځان په دښمنانو بدل کړل اودخپل خلکو پروا ونه ساتل  او په بیړه سره د خپلو خلکو  د مقاومت سره مخامخ اونسکور شو ، مګر یو شی چی دیادونی وړ دی هغه دا دی چی دغو خلکو بډی وا نخیستل ، دچا جایداد غصب نکړل او دچا کور او ځمکی قبضه ونکړل ، چی تاسو ټولو ته معلوم دی اوحتا تر دی چی  دهغوی اخرنی مشر ښاغلی مرحوم نجیب الله دخپل پخلاینی دوکتورین مرورو افغانانو ته وړاندی کړ چی ونه منل شو اوهغه هم ونه غوښتل چی  دافغا نا نو   وینی زیا تی توی شی پخپل خوښه له خپل مقام څخه استعفا وکړ  اود  ملل متحد  د  پروګرا م د تحقق د پاره چمتوالی وښود .  اودا چی ولی مجاهدو دهغه دپخلاینی دوکتورین ونه منل تاسی باید له مجاهید ینو څخه پوښتنه وکړی  چی  مجاهده وروره د سردار محمد داودخان دزعامت په وخت کی چی هغه سردار د خپل وطن سره د مینی له کبله پخپل  کورنی  اود خپل  پر تره ځوی باند هم رحم ونکړ او غوښتل چی دا شاړی وطن سمسور کړی ، هغه خو کمونیست هم نه وه نوته ولی پاکستان ته وتښتیدی  اود  پنجا بیا نو نوکری ته دی ملا   وتړل ، دامریکی  په لارښونه ، د سعودی وها بیانو په ما لی مرستو اود پاکستان  په مینڅګړیتوب  له دی وطن نه دی کنډوالی جوړ کړل  اواوس په همدغه کنډوالو کی ناست اوهغه څه چی را پا تی دی هغه راټولوی او دوبی ته لیږی ؟  اوڅه چی درته غربی ، شرقی ، امریکایی ، عربی او روسی د ښمنان  وایی د هغو اوامر سرته رسویی ، تا سف دی ستا په حال کی وی  چی هیڅ  نه  شرمیږی .دشرم ځای خو دادی چی دخلکو مخی ته دریږی او دوطنپرستی تیګه  پخپل سینه وهی  په دی خو ته هم ښه پوهیږی چی ستا سا تند ویان همدغه امریکایان او غربیان دی ، که چیری دوی له دغه ملک څخه په زور    اويا پخپل خوښه لاړ شی ، ستا به ښپی سستی نشی؟ او دیوی ورځی مقاومت به هم وکړی ؟ زه فکر کوم چی دهغو څخه مخکی به خپل بستره تړی او په ترږمی کی به له دی وطنه تښتی ، په دی خبره ته هم پوهیږی او نورو هم پوهیږی  نوپه دی وجهه چی دمجاهدینو تسلط اودولتمداری دوام وکړی نو اوس  د امریکی   هغه   ساز اوهغه سور غږوی  لکه چی امریکایانو وایی : مجاهد و انډ یوالانو که چیری مونږ له افغانستان څخه ووځو، پرتاسو باندی پاکستانیانو اودهغه ملیشه طالبانو اوایرانی اخوندانو يرغل راوړی اوله واکه څخه موِغورځوی ، نو په دی  بنیاد یواځنی لاره چی تاسی په قدرت  کی  پاتی  شی  هغه دادی  چی مونږ باید په افغانستان کی نظامی دایمی اډی جوړ کړو ، دغه دی دوستی چی هم په میخ وهی هم په نعل ، پاکستان څوک دی ، طالبان او اخوندان څوک دی ،  هغو ځوټول دستا روزل شوی نوکران دی چی  دستا دنظامی اډی دجوړولو د پاره لاری اواروی ، نو دستا د ډالر سره بلد دا مجاهید ین  څوک دی  ، چی دستا خبری ونه منی او درسره مخالفت وکړی ، اوس هغه ورځ را رسیدلی چی هر څه وغواړی هغه دهمدی مجاهد ینو په مرسته سره تر سره کیږی

   ګرانو افغانانو شورویانو هم ستاسی ملک او وطن رانیولی اواشغال کړی وه ، مګر ستاسی اصیلو خلکو دهغو اشغال ونه منل او په مقاومت لاس پوری کړل ، په میلینو خلکو یا شهیدان ، یازخمیان یا معیوب اویا مهاجر شو ، له تاسو څخه دا پوښتنه کیږی چی دهغه اشغال اوددی اشغال تر مینځ څه فرق او څه تفاوت شته ، ځان سره فکر وکړی ،  زما غاړه دی خلاص وی ، غواړم تاسو ته یوه خبره ورسوم اوهغه دا چی که چیری امریکایانو دلته په افغانستان کی د چا خبره نظامی تلپاتی اډی جوړ کړی ، نو په دی مو سر خلاص  کړی چی تر ابده پوری به د ستا سو په غاړه دغلامی  رسی ولویږی اونور نه به مو نوم پاتی شی اونه به مو نښان اونه داستاد اولمیر دغه سندره :  ای ځما  وطنه دلعلونو خزانی ځما  ، ستا هره دره کی دتوری نښانی ځما    دا وو ځما هغه خبری چی تاسو ته می وړاندی کړ دځانه سره فکر وکړی او دخپل وطن بیرق اودهغه نوم اونښان دپردیو دهوسونو مه قربانوی .
په ډیر درناوی ستاسی مهاجر وطنوال