د ارواښاد پوهاند ډاکټر عبدالغیاث مُکمِل ساپي لنډ ژوند لیک

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
پوهاند ډاکټر عبدالغیاث مُکمِل ساپی په ۱۳۰۵کال  کی د لغمان د ولایت د علی خیلو کلي په يوه روڼ انده او مترقی کورنۍ کې زیږیدلی ؛ ښوونځی یی په لغمان کی پیل او د کابل په غازي لیسه کې سرته ورسوه ،په ۱۳۳۰کال  کې د کابل دپوهنتون د طب پوهنځي کې شامل او په ۱۳۳۶کال  کی په عالي درجه ترې فارغ شواوپه ۱۳۳۸کال  کې د تخصصي زده کړو
لپاره انګلستان ته ولاړ او د مانچستر د پوهنتون نه یې په عامی روغتیا او وقایوي طب کې   دوکتورا تر لاسه کړه .نوموړي ګڼ شمیر هیوادونوته د تخصصي زده کړې او علمي څیړنو په موخه اکادمیک سفرونه کړي او په ګڼو سیمینارونو او کنفرانسونو کې یې ګډون کړي دی .
خدای بخښلي د ۱۳۳۶ کال نه د مړینې تر دمه( د ۱۳۸۹کال جدي) وطن او خلکوته د خدمت په لړ کې نه ستړې کیدونکي هڅې کړي او په زیاتو ملې او نړیوالو بري لیکونو ستایل شوی دی؛ده د زرګونو ډاکترانو د روزنې تر څنګ     په یو شمیرملي او نړیوالو ادارو کی په لاندې ډول دنده ترسره کړې ده :
-له ۱۳۳۶ نه تر ۱۳۷۱ کال پورې د کابل د طب پوهنځي د استاد په توګه؛
-له ۱۳۵۲ نه تر ۱۳۵۵کال پورې دعامې روغتیا د وزارت د مشاور او د صحي خدماتو د عمومي ریس په توګه.
-د  کورنۍ جګړې او  په پيښور کی د استوګنې په دوران کې په : WHO, Save the Children USAID, UNDCP, ARC  او Norwegian Church Aid   کې؛
-په  ۱۳۸۲ کال کې هیواد ته له راستنیدو سره سم د روغتیا د وزارت د جنوب ختیځ زون د ریس په توګه ؛
- له ۱۳۸۳ نه تر۱۳۸۴ کال پورې د کلیو د پراختیا د وزارت د سر مشاور په توګه؛اوورستنۍ دنده یی د روغتیا د وزارت د مشاور په توګه ؛
پوهاند مکمل ساپي یو شمیر څیړنیز او علمی آثار لیکلی او ژباړلي دي چې د بیلګې یې دادي :
کتابونه:
۱.نرس خانګی
۲.صحت او محیط زیست
۳.وقایه محیط زیست
۴.دعامی روغتیا اداره
۵.خدمات صحی در کشور های رو به انکشاف
Manual-6   on monitoring  evaluation and Supervision
مقالی:
۱.طبابت امروز
۲.د شکر ناروغی او عامه روغتیا
۳.جرم یک مرض اجتماعی و قابل وقایه
Role of family planning in Public Health
۵.صحت و اجتماع
۶.عامه روغتیا څه شی ده؟ او نور
پوهاند ډاکتر عبدالغیاث مُکمِل ساپي واده کړی څلور زامن او یوه لور لری .
یادونه :
د خدای بخښلي فاتحه د روان کال د فبروری په ۱۹ له یوی نیمې نه تر دری نیمو بجو پورې د هامبورګ د ابراهیم خلیل الله په جومات کی اخستله کیږی