دمشکوکو صندوقونو درايو دبيا شميرنو کار پيليږي

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
سلام خان
نوی پارلمان  پر ولسمشر کرزی باندی له زیاتو فشارو وروسته  تقریبا یوه میاشت وړاندی پرانستل شو خولا تر اوسه پوری  دخلګو استازی  په دی نه دی بریالی شوي  چی دپارلمان  نوی رئیس وټا کی ، دملت استازو یوازی یو کارتر اوسه تر سره کړی دې،
چی تر ټولو دمخه دځان په نفع دانتخاباتو  دڅیړنی  دځانګړی محکمی د لغوه کیدو په باب  پر یوه مسوده  باندی راضی شول  او دهیواد دولسمشر ځخه یی غو ښتنه وکړه چی نو موړی ځانګړي محکمه  ړ نګه کړې، تر او سه پورې دخلکو استا زو دولسي جرګي درئيس دټا کلو لپاره څلور ځلې انتخا بات کړي دي چې په څلورو ځلوکی کا نديدا نو ونه کړاي شول د ولسي جر ګي له داخلي طرزالعمل سره سم پنځوس جمع يوه رايه ترلاسه کړى او له دې امله انتخا بات بي نتيجې پاى ته رسيدلي دي. او اکثره وکیل صاحبان وایی چی دپارلمان له پرننستل کیدو وروسته درایو دصندوقونو ځیړنه کومه مانا نه لری ځکه چی دوکیلانو سیاسی موقف له هره پلوه دپارلمان دپرانستل کیدو وروسته مصؤن دې. دسیاسی کار پوهانو له نظره پارلمان دموءقت ریس په در لودلو سره داساسی قانون مطابق دهیځ نوع پریکړي او فیصلی حق نه لرې او دپارلمان دا مسوده چی دانتخاباتو دځیړنی ځانګړی محکمه دی ړڼګه شی غیری قانونی ده.
دملت استازی دا څرګندونی په داسی حال کی کوې چی دپارلماني انتخاباتو دمشکوکو صندوقونو درايو دبيا شميرنو کار دشنبې په ورځ پيليږي. دافغانستان دلوى څارنوالۍ دمقاماتو دڅرگندونوله مخې په لومړى ګام کې به دهيواد ددولسو ولايتونو دصندوقونو رايې چې دانتخاباتو دشفافيت په باب پکې شکايتونه شته بيا وشميرل شي . دپارلماني انتخاباتو دمعترضو کانديدانو دحقوقي اختصاصي محکمې غړى فضلي پرون درسنیو سره په تماس کې وويل ددغې محکمې دقضايي قرار له مخې هغه صندوقونه چې دمعترضو کانديدانو دعتراض وړ دي په مرکز او ولايتونو کې مهراولاک شوي اودبياشميرنې کار به يې دشنبې په ورځ پيل شي په عین وخت  کی دافغانستان دانتخاباتو خپلواک کميسيون ته پرون دلوى څارنوالۍ ، سترې محکمې ، اختصاصي محکمې او دڅو نورو مرکزونو دگډهيئت له ورتګ وروسته دغه کميسيون دمشکوکو صندوقو درايو له شميرنې سره موافقه کړې ده . دافغانستان دانتخاباتو دخپلواک کميسيون مقاماتو په پارلماني انتخاباتو کې دتقلب دشتون په اړوند دمعترضو کانديدانو له ادعا وروسته په وار وار ويلي و چې دشکايتونو څيړنه دقانون له مخې يواځې ددوى دنده ده خو دافغانستان سترې محکمې په انتخاباتو کې دتقلب دڅيړنې په خاطر اختصاصي محکمه جوړه کړه . دافغانستان دلوى څارنوالۍ مرستيال رحمت الله نظري وايي چې دوى دپارلماني انتخاباتو د حقوقي اختصاصي محکمې دقضايي قرار له مخې دسترې محکمې ، اختصاصي محکمې ، اوڅو نورو مرکزونو گډهيئت دانتخاباتو خپلواک کميسيون ته مراجعه وکړي او دمشکوکو رايو صندوقونه يې دبياشميرنې په خاطر مهراولاک کړي دي. ده دامنيتي ځواکونوله خوا دانتخاباتو دخپلواک کميسيون کلابندي ردکړه. داختصاصي محکمې دمسولينو دڅرگندونو له مخې دمشکوکو صندوقونو درايوشميرل دمعترضو کانديدانو دشکايت له مخې اودانتخاباتو دحقوقي اختصاصي محکمې ، لوى څارنوالۍ ، سترې محکمې اودانتخاباتو دخپلوا کميسيون اوڅو نورو مرکزونو داستازو په وړاندې دشنبې په ورځ پيليږي . تراوسه پوري معلومه نه ده چې دمشکوکو صندوقونو درايو بياشمير به څومره وخت ونيسي . دا په داسي حال کې ده چې نوې پارلمان د جمهور رييس له خوا له پرانستل کيدو وروسته خپل کار پيل کړي دي . په همدي حال کې دولسي جرګې په انتخاباتو کې گټوونکي کانديدان وايي چې دپارلمان له پرانستل کيدو وروسته درايو دصندوقونو څيړنه مانا نه لري خودبله طرفه ناکام اومعترض کانديدان داختصاصي محکمې کارته هيله لري
دولسي جرګي ۶۰ کسیزه موظف کميسيون وايي : ددغه کميسيون غړو د ولسي جرګي د رئيس دټا کلو دستو نزې دپاى ته رسو لو لپاره څو لارى پيدا کړي دي دغه کميسيون په ولسي جرګه کې د خلکو له استا زو څخه ټا کل شوي دي  ددغه کميسيون منشي عبدالقادر قلات وال رسنيو ته ويلى دى : دحل يوه لاره په دې برخه کې دولسي جر ګي په داخلي کړنلاره کې تعديل دى ده زيا ته کړه : دغه راز د کميسيون يو شمير غړو وړانديز کړى دى چې موضوع دى د زيا تې روښانتيا لپاره د اساسي قا نون په تطبيق باندې دڅارنې خپلواک کميسيون ته وسپارله شي او دهغوی دهدایت او مشوری دی وروسته تصمیم ونیول شی ،داڅکه چی پارلمان دموقت رسی په در لودلو سره دهيخ نوع تعدیل صلاحیت نه لرې.
په عین حال کې حکومت او ملګرو ملتونو هم د ستونزی د هواري لپاره هڅې کوې او ویل کیږی چې افغان ولسمشر د ولسي جرګې له دوو غړو سیاف او قانوني سره په جلا جلا ډول لیدلی دی. دپارلمان د۶۰ کسیزه کمیسیون ریس محقق که څه هم دا لیدنې تاییدوي خو د جزییاتو له ورکولو یي ډډه کړی ده.همداشان محقیق ویلی دی چه تمه کیږی دهمدی ۶۰ کسیزه کمیسیون ځخه یو نهه کسیزه پلاوی په نژدی وخت کی دافغانستان له ولسمشر ښاغلی کرزی سره وګورې .
خو له دې سره سره په افغانستان کې د ملګروملتو نمایندګي یا یوناما په یوه اعلامیه کې ویلي :«یوناما او نړیواله ټولنه په وروستیو پېښو(د رایبکسونو مهرولاک کول) اندېښنه ښکاروي ځکه چې له دې سره به د انتخاباتي کمیسنونو او قضايي اورګانونو خپلواکۍ ته زیان واوړي،ملګری ملتونه دامنلی ده چی دافغانستان دولسی جرګی په وروستنیو انتخاباتو کی درغلی شوی دی خو له دی سره سره ځرګنده نه ده چی بیا ولی ددرغلیو په باب له مستقلو تحقیقاتو سره مخالفت کوی؟په دی باب وار دمخه څینو کاندیدانو تور لګولی وو چی دسنبلی داووه یشتمی نیټی  دانتخاباتو په درغلیو کی په کابل کی دیوناما استازو په سیاسی او مالی انګیزو برخه اخیستی وو ولی داتورونه په رسمی توګه نه دی یاد شو ې.
په افغانستان کې د ملګروملتو دفتر په خپله اعلامیه کې ویلي:«یوناما او د نړیوالې ټولنې اړوند غړي د هیڅ هغه اقدام ملاتړ نه کوي چې د انتخاباتو په هغې پروسې (پایلو) کې تغییر روالي چې پر اساس یې د جنورۍ په ۲۶ مه د افغانستان ولسي جرګه پرانستل شوه
په همدی حال کی دانتخاباتو دخپلواک کمیسیون ریس چی له کاندیدانو څخه دلکونو ډالرو په اخستلو تورن شوي دې او ددی کمیسیون د۲۱ نورو غړو سره یو ځای دځانګړي محکمی له لوری له هیواد ه ځخه ممنوع الخروج اعلان شوی دي د معنوي تر مشرۍ لاندې د شویو انتخاباتو ملاتړ کوونکي وايي چې د افغانستان په اوسنیو ناامنو شرایطو کې سم انتخابات ناممکن دي او که بیا هم انتخابات وشي د درغلیو له نظره به یې پایلې تر دې ښه نه وي خو یوشمېر نور بیا وايي چې که اوس درغلګرو ته سزا ورکړای شي په راتلونکي کې به نورو ته دعبرت ښه سبق شي
وروسته تر هغه چي د لوی څارنوالۍ لخوا د پارلماني انتخاباتو د نتايجو د لغوه کولو غوښتنه وسوه د انتخاباتو کمېسیون په افغانستان کي د يو بحران د رامنځ ته کېدو خبرداری ورکړی او ويلي يې دي چي نوموړی کمېسيون زور ته نه تسلميږي دانتخاباتو دکمیسیون ریس فضل احمد معنوی دتیری یکشنبی په ورځ په یوه خبری غونډه کی کی وویل چی دانتخاباتو دباطلیدو صلاحیت هیځوک نه لرې
معنوي وويل ځني خلک په دې دليل چي د هغوی غوښتني نه دي منل سوي، د انتخاباتو د نتايجو د باطلېدو کوښښ کوي.  دوی فکر کوي چي په دې خبرو سره افغان ولس تيريستل کیږي. آيا په دې خلک نه پوهيږي چي ددې فضيې تر شا څوک دي، څه يې غوښتل او ولي يې څه په لاس ورنه غلل او تر اوسه پوري ولي دوام لري؟
دا، چې په ولسي جرګه کې د روانې لانجې د حل لپاره د دې کمسیون طرحې څومره د تایید وړ ګرځي دا به د شنبې په ورځ د دې جرګې د غړو له غبرګونه څرګند شي.پاې سلام خان.