ویس “داکتراسلم
ټيټ مي مه بوله غورځنګ راباندي مه کړه
زه په دې افتادګۍ کي لوی ګړنګ يم
دهلمند په ولايت کي د فساد او ظلمونو په اړه د اسنادو د افشا کولو په لړﺉ کي دا ځل په لنډه توګه د دغه ولايت د والي فرعوني څېري او د انګرېزانو د غلام ګلاب منګل د وياند داود احمدي په اړه ستاسو سره يو .
داود احمدي دهلمند ولایت مقام مطبوعاتی ویاند اوپه مطبوعاتی چاروکی د ګلاب منګل مشاور هم دی دا شخص سربیره پردې چي د منګل څخه د مطبوعاتي برخي امتياز اخلی دښاروال سره دنمرو، تجارتۍ مارکيټونو او نوروپه غلاوو کي شريک هم دی او بر علاوه له دې څخه د پی آرټي په پروژو کي هم سهم لري او داود احمدي پدې اندازه والي ته ځان نژدې کړیدی ترڅوچي احمدي يوه پروژه قبوله نکړي منګل هغه پروژه نه تسليموي، حال داچي والي په ساختماني چاروکی ځانګړی مشاور هم لري خوداحمدي رول تر ساختماني او بل هر مشاور زیات دی ، د داود احمدي د خیانتونو یوڅو مثالونه په لاندي ډول درته بیانوو.
۱-دملي راډیو تلویزیون لپاره نوې ودانۍ چي دلښکرګاه ښار دبولان د لوا په سیمه کي نوې جوړه سوه داود احمدي دیحی په نوم یو شخص رامخته کړی ؤ چي ګواکي داپروژه دیحی ده خو داپروژه په اصل کي احمدی ټېکه کړې وه او یحی ته یې میاشتانه معاش ورکاوه ، چي پروژه يې بې کيفيته تکميل کړه او زياتي پيسې يې د والي منګل سره پکي حيف اوميل کړې .
۲-دمارجې د ولسوال دفترجوړېدنه چې د بلوچ نړیوال ساختماني شرکت ټیکه کړې وه کله چي احمدی ورته د خپل ځان لپاره د( ۵۰۰۰۰۰) پنځه لکه امریکایې ډالرو د سهم غوښتنه وکړه نو دشرکت رییس انکاروکړ او بالاخره احمدي همهغه پروژه د مارجې د ولسوال عبدالمطلب په واسطه بنده کړه، خو دڅلورو میاشتو وقفې څخه وروسته شرکت لار یوړه او پروژه هم بیله قید او شرطه پلې سوه ، احمدي او منګل پنځه لکه ډالرو نقد پو او جېبونو ته واچول .
۳- بله پروژه دولایت مقام دمجلسونود تالار ترمیمول وه چي ډېرو شرکتونو داوطلبي پر کړې وه خوکله چي د موسی شرکت داحمدي سره لار یوړه احمدی داپروژه فوق العاده موسی شرکت ته ورکړه. چي په دې کي هم والي چاغ سو .
۴- کله چی ښاروال داود پنځه تنه (نورزي د قوم) دخپلو کورنو د نړولو د مخالفت له امله په ګوليو وویشتل یاني دا ځکه چي ښاروال داود هغه د نشیې توکو پر قاچاقبرانو چي اوس يې اکثره د معاملو د لارښوونو دفترونه لري او د نمرو ، تجارتي مارکيټونو او مځکو کارو بار کوي د پلورولو په موخه ځيني واخيستل نو هغو کسانو ښاروال داود ته ددې اجازه نه ورکوله چي ددوﺉ کورونه پربل چا خرڅ کړي نو د وياند داود احمدي په مرسته يې خبره د والي غوږ ته ورسوله چي وروسته والي منګل هغوخلکو ته چي د شکايت لپاره منګل ته ورغلي وه وویل چي تاسي بیا هم ولو، دژوند او مرګ پروا مو هم نلرم.
د منګل ددې ناروا ظلم څخه وروسته يوه با احساسه قومي مشر د منګل د فاسدي ادارې سره په ډاګه مخالفت پيل کړ او په لويې څارنوالۍکي تر عارضېدو وروسته يې والي منګل ته د هغه د څرګندو خيانتونو پنځه دوسیې جوړي ، وروسته منګل له دې ويري چي په خيانتونه به يې عام ولس هم خبر سي ، دولت خو هسي هم د پيسو په زور څه نه ورته وايې جوړي ته حاضر سو ، دا کارنامه هم د وياند داود احمدي وه او هغه يې د امتياز څښتن دي ، خو ښاروال داود په دې تړون کي يوازي د خپل مادي سهم غوښتونکي وو .
سربیره پردې بیا هم احمدي له خپل منافقت څخه لاس وا نه خیست ، د قومونو او قومي مشرانو ترمینځ به يې د نفاق،بدبینۍ او جلاوالي اور ته لمن وهله ، دا خو هلمند ولايت ته ددې منحوسو او منفورو څېرو له راتګ څخه تر ننه پوري ددوﺉ پاليسي ده چي يو شمير قومونو ته په سپکه سترګه ګوري او د ستونزه د حل لپاره ورسره مشورنه کيږي او ځينو ته وخت ورکول کيږي ،يو شمير تکراري خلک چي ځانونه د قومونو مشران بولي او په حقيقت کي د قومونو مشران نه وي هره ورځ د ولايت په دفتر او د منګل په کور (د ولايت ميلميستون ) وزي او ننوزي ، چې دې خلکو ته اوس د هلمند ولايت خلک کرايې سپين ږيري وايې نو له دې غوړه مالانو سره ددوﺉ ارتباطات او مجلسونه دوام لري او هري غونډي ته د داود احمدي او د منګل د ورور په مرسته غوښتل کيږي او هغوﺉ ته د قومونو پر سر امتيازات ورکوي چي ددې لپاره بېلګو ته اړتيا نسته .
څه سر دي پر له ګرځوم داود احمدي ټولي هغه پروژې چي یو اس آی ډی، نړیوال بانک، اود هلمند انګرېزه پي آر ټي يې د ملي راډیو تلوېزیون په نامه دوﺉ ته ورکوي يوازي ( ۲۵) په سلو کي په ټلوېزيون او راډيو لګوي او پاته (۷۵) په سلو کي يې نر غوندي په ډېر ماهرانه شکل سره خپل جیبونو ته اچوي او ددې لپاره چي خبره بربنډي رسوایې ته و نه وزي نو یوه ډیره کمه برخه ددی خوړلو پیسو دهلمند ټلوېزیون سرپرست نویدنظری ته ورکول کیږی، په حقیقت کی ډاکټر نقیب الله د هلمند ټلوېزیون رسمي رییس دی خو داچي د احمدي غلاوي رسوا نه سي نو ځکه یې نوید سرپرست ټاکلی دی، چي دا په ښکاره ډول د قانون خلاف عمل دی او دلته قانون نقض سوی دی ، د يادوني وړ ده چي نوید نظري د والي ، مرستيال ميزکوال تر څنګ د وياند داود احمدي لپاره داخلاقی فساد یوه غنی منبع ده او هم داچي د احمدي سره په غلاوو کی شریک شخص او د مافيا د مرکزي کمېتي عضوه دی ، نو ځکه يې په غير قانوني ډول د هلمند ولايت د محلي راډيو ټلوېزيون سرپرست ټاکلی دی او ډاکټر نقيب ناځوانه هم ږغ نه کوي او هسي اوږده بريتونه ورته ناست دي او تنخوا موټوي .
لنډه داچي د هلمندي غيور ولس د درنو ، وروڼو او مجاهدو قومونو په منځ کي د نفاق اچولو لپاره ، د منګل او انګرېزانو د دسيسو ، ترياکو او هيرويېنو د قاچاق ، ترور او فساد او نورو نارا ظلمونو د مافيا د کليدي اعضاوو (ښاروال داود ، ميرزکوال ، احمدي ، نظري ، ګڼ شمير قاچاقبران او ددغه مافيا د مرکزي کمېټي د نورو غړو چي سوکه سوکه او په مسلسل ډول به ټول درته معرفي سي د کړنو او کوښښونو له امله د هلمند ولايت اوسېدونکي نور سخت په تکليف دي ، او هيله ده چي مرکزي حکومت ددې لپاره لازم اقدامات وکړي د منګل او مافيا تر څنګ يې هغه منفور لوړ پوړي چارواکي هم د قانون منګولو ته وسپاري چي دا خلک د هلمند پر ولس تپي کنه نو کرزی او د هغه نور ملګري به تاريخ ته لا هم بدنام سي او بيا به د راګرځېدلو چانس هم نه لري .
مننه
يادونه :
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
درنو دوستانو که چيري دې ته د ورته کړونو په اړه هر رنګه اسناد ولرﺉ نو زموږ سره اړيکه ټينګه کړﺉ .