حسنی مبارک دحکومت واک فوځی عالی شورا ته وسپاري

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
سلام خان
د مصرد حکومت پر ضد د 18ورځواحتجاجونوڅخه وروسته د مصر ولسمشر حسني مبارک له ولسمشري څخه لاس واخيست. دا اعلان يواځي څو ساعت وروسته له هغي وشو چی پوځ د عادلانه او آزادو ټاکنو ژمنه وکړه. د هغه له استعفاء څخه نړيوال هرکلی وشو

د مصر د ولسمشر مرستيال، عمر سليمان د دغه هيواد په ملي تلويزيون کي  په يو لنډي  وينا کي اعلان وکړ چي
چی ولسمشر حسنی مبارک  دحکومت  ټول واک فوځ ته وسپاري ،عمر سلیمان په خپله وینا کی وویل(( درنو هیوادوالو ، په دې ستونزمنو شرایطو کې چې زمو هیواد ترې تیريږي، ولسمشر حسنې مبارک پریکړه وکړه چې د ولسمشر په توګه له واکه لرې شي ، او واک یې د پوځ یوې عالي شورا ته سپارلی دی . دا پوځي شورا به د دولت چارې کنترولوي. خداي (ج) دې موږ په امن کې وساتي)) دفوځ دعالی شورا په اعلامیه کی دحسنی مبارک ځخه دمصر وهیواد ته دښه خدمتونو پخاطر مننه او قدردانی شوې ده.  
د  دغه خبر له خپريدو سره سم د تحرير په ميدان کي چيرته چي د حکومت ضد احتجاجونو په مرکز بدل شوي، د خلکو په منځ کي د خوښي او خوشحالي چيغي پورته شوی
د مبارک د ګوښه کيدو خبر وروسته له هغي خپور شو چي  د مصر  وسلوال پوځ په هيواد کي د آزادو او عادلانه ټاکنو لپاره ژمنه وکړه او وويل چي 30 کلن زاړه اضطراري  مقررات به لغوه شي
د پوځ  په «دوهمي» نومي  اعلاميه کي چی  د وسلوال پوځ د عالي شورا له يو غونډي څخه وروسته خپره شوه، راغلي دي: دغه  اضطراري مقررات به « وروسته له هغي ليري کړای  شي چي اوسني کړکيچن او ستونزمن حالات پاي ته ورسيږي
د عمر سلیمان د وینا پراساس  اوس دچارو ټول واک د پوځ د عالي شورا په لاس کې دی.خو له هغه قانون سره سم چې حسني مبارک په مصر کې د کودتا د مخنیوي لپاره وضع کړی وو پوځ نه شي کولی د حکومت چارې په کنټرول کې واخلي
اوس دفاع وزیر ښاغلی طنطاوي د پوځي شورا مشري کوي خو که عمر سلیمان په خپله په قدرت کې پاته شي نو ایا مظاهره چیان او د هغوی مشران به ورسره موافقه وکړي؟ډیر احتمال دادط چی مظاهره چیان به عمر سلیمان ونه منې او ددی غوښتنه به وکړی چی دټولو مخالفو ګوندونو په ګډون دی یو موقت حکومت چوړشی او وروسته دی انتخابات وشې،عمر سلیمان په فوځ او دمصر په استخباراتو کی ډیر نفوذ لری ښایی له دی کبله هم دمخالفینو لپاره دمنلو وړ نه وې
په اخری اعلاميه کي دغه راز له کارګرانو څخه چي په دي وروستيو ورځو کي د مصر د ديموکراسي له غورځنګ څخه د ملاتړ  په  توګه په اعتصابونو لاس پوري کړي ؤ، غوښتل شوي دي چي بيرته خپلو کارونو ته ستانه شي
د جمعي د ورځ احتجاج وروسته له هغي نور هم قوت واخيست چي مبارک  تيره شپه په خپلي وينا کي له استعفاء کولو څخه ډه ډه وکړه.  د مصر په دننه او بهر کي انتظار دا ؤ چي مبارک به  په دي وينا کي له ولسمشري څخه لاس واخلي ، هغه څه چي د تحرير د ميدان د احتجاج کونکو د غوښتنو په سر کي وه.  مبارک په نوموړي وينا کي  يواځي  وويل چي د ولسمشري  ځيني صلاحيتونه به  خپل مرستيال، سليمان ته وسپاري.
له  دغي وينا وروسته  د تحرير د ميدان د احتجاجونو لمن  د پلازميني قاهري نورو ځايونو ته هم پراخه شوه، څرنکه چي ځيني  د ولسمشر  د ماڼي مخي ته او ځيني د دولتي تلويزيون ماڼي ته  ورغلل.  د ولسمشري له ماڼي  څخه د ټانکونو او د مصر د خاص جمهوري نومي  ګارد په واسطه ساتنه کيدله
يواځي  څو ساعته  مخکي له هغي  چي د استعفاء اعلان وشي، ځيني رپوټونه خپاره شول چي  ويل يي : مبارک له خپلو کورني سره له يوي پوځي هوايي اډي څخه  له  قاهری ووت.  داسي ويل کيږي چي هغه د شارم الشيخ تفريح ځاي ته چي د سره سمندرګي په څنډه کي پروت دي تللي دي
د یوشمېر سیاسي کتونکو په باور د مصر انقلاب درست زورواک عرب هیوادونه او حتی ایران بېرولي دي ځکه هماغه راز چې مصریانو د خپل زورواک ولسمشر پرضد له تونس والو الهام او جرات واخیست د نورو عربي هیوادونو ولسونه هم، چې استبدادي او مطلقه رژیمونه پرې واکمن دي، له مصریانو الهام اخیستلی شي
که په مصر کې اوسنی بحران ژر حل شي او یوه باثباته او مضبوطه دیموکراسي پکې واکمنه شي مصر، چې د زرګونو کالو زوړ تمدن لري ممکن په افریقا او نړۍ کې د لوړ حیثیت او ځای خاوند شي او د ترقۍ په لور لا لوی ګامونه واخلي خو که بحران پکې دوام وکړي نه یوازې دا چې د دغه هیواد پر شتمنیو به د لوېدیځو هیوادونو بانکونه ډک شي بلکې د اسراییلو په غوږ کې به د نامالومې راتلونکې ورځې یو لوی بالقوه احتمالي خطر کمزوری شي او اسرایئل به په دی خوښ وی چی په مصر کی بحران دوام وکړې او پوځ کمزوری شې.
په عین حال کې به په مصر کې ګډوډي یا د سخت دریځو د رژیم واکمني د منځني ختیځ د نورو هیوادونو سرمایې هماغه راز لوېدیځ ته انتقال کړي چې له ننه دوه ویشت کاله پخوا د ایران د اسلامي انقلاب په نتیجه کې وشول
د ایران انقلاب عرب شیخان ووېرول او مجبوره یې کړل چې لا زیات د لوېدیځ غېږ ته ولوېږي او په عین جال کې یې د افغانستان په شان د شاه د حکومت پر ضد د کمونستي کودتا مخه ونیوله
په مصر کې هم د دیکتاتوري حکومت ړنګېدا د هغو سخت دریځو د پیاوړتیا مخه نیسي چې باور لري د دوی زورواکان د لوېدیځ په ملاتړ واک چلوي
ښايي دا پوښتنه پیدا شي چې ممکن مصر د اخوانیانو لاس ته ولوېږي خو د سیاسي چارو د ډېرو کارپوهانو په نظر که څه هم د مصر اخوان المسلمین ځان د وخت له شرایطو سره سم ډېر بدل کړی خو بیا هم تجربو ښودلې ده چې سخت دریځي ډلې په ولسواکۍ کې عموماً بریالۍ نه وي.ممکن په پارلمان کې د یوه مطرح قوت په توګه حضور ولري خو اکثریت به بیا هم نرم دریځو ته رایه ورکړي
مصر د اهرامونو، بې شمېرو نورو لرغونو اثارو او همداراز په زړه پورو سمندرغاړو او تفریجي مرکزونو له برکته د نړۍ یو مهم توریستي هیواد دی. همدا مرکزونه او توریستي جاذبې د دغه هیواد د اقتصاد شاهرګ بلل کېږي
د سخت دریځو ډلو واکمني تر هر څه وړاندې مصر د خپل اقتصاد له دې مهمې منبعې محروموي.له همدې کبله هم ګومان نه کېږي چې مصریان به د افراطیانو ملاتړ وکړي
د رپوټونو له مخي د امريکا متحده ايالاتو ولسمشر بارک اوباما ته د مبارک د استعفاء خبرمخکي له مخکي ورکړ شوي ؤ.  د سي ان ان د يو رپوټ له مخي  اوباما څو ساعته مخکي خبر ؤ چي  مبارک استعفاء کوي.  د متحده ايالاتو د ولسمشر مرستيال جو بايدن دا د مصر په تاريخ کي يو پريکړنه شيبه وګڼله
د آلمان صدراعظمي انګلا مرکل د مصر د دغه تاريخي بدلون په هکله خوښي څرګنده کړه.   مرکل وويل: « هغه  د مصر ټولني لپاره د سولي او سوکالي هيله لري، هغه يو ټولنه چي په هغي کي اختلاس نه وي، زور زياتي  نه وي، سانسور نه وي، نيول او ربړول نه وي.»
د مبارک د استعفاء  له خبر څخه د اروپا  اتحاديي هرکلي وکړ. د اروپا د اتحاديي د بهرنيو چارو مسوولي، کاترين اشتن په يوي وينا کي وويل چي  مبارک « د مصر د خلکو غږ ته غوږ ونيو» او  د اصلاحاتو لپاره يي لاره اواره کړه
د مصر د حکومت مخالف سياستوال او د نوبل د سولي د جايزي ګټونکي محمد البرادعي وويل چي دا « د هغه په ژوند کي تر ټولو بختوره ورځ ده.  د مصر اخوان المسلمين، ايران او په غزه کي  د حماس ريدکالي ډلي د انقلاب د برياليتوب خبره وکړه
د اسراييلو حکومت  څرګنده کړه چي هغه  په مصر کي د سولي د پايښت او له ستونزي او ګډوډيو څخه پرته د قدرت د انتقال لپاره هيله لري دملګرو ملتو عمومی منشی وویل چی دمصر دولس غږ بالاخره واوریدل شو.پای سلام خان