انجنیر ـ شیر ساپی
دویمه برخه :
د درېیمې لارې سروال ښاغلی لېوال ؛ دلوړخیالاتویو بې مثاله هڅاند نومیالی دي .
د هېواد تکړه ليکوال ښاغلی لېوال د پښتو ژبې د ادب او کولتور د ودې او پرمختګ په لارکې یورښتینې مخکښ دموکرات ځوان دي.
وایی : د خدای فیض او برکت په هغه چا وي چې په ځوانی که ځوان وي .
د ویښتیا او روښانتیا ځانګړې لیکوال عزتمند لېوال ؛ پدې باور دي چې دانسان اساسي حقوق نړیواله بڼه لري باید ټول انسانان پرته له مذهبي ،ژبني ،جنسي ،قومي اونژادي توپیرونو نه د ديموکراسۍ د ارزښتونو نه برخمن شي .
پدې لید لوری کې ؛ ټولنیز عدالت اوسیاسي آزادي یو له بله سره متقابلې اړیکي لري .
د منځلارو په باور واقعي دموکراسي يوازې دټولنې په سياسي، اقتصادي او کلتوري وده او سمون کې د خلکو دعملي گډون په وسيله رامنځ ته کیدی شي .
د منځلارو او محافظه کارو ښي اوکیڼ عقیدوفرق دادی چې دموکراتان دولت داکثریت دګټو دساتنې ارګان ګڼي چې د اقلیت سياسي، اقتصادې، کلتوري او انساني حقوق په کې تر پښو لاندې نشي .
په افغانستان کې درېیمې لارې افکارو ځکه وده ونه موندله چې د احزابو قانون توشیح نشو او سياسي ګوندونه طبعي ودې ته پرينښودی شول.، په دغه خلا کې بهرني ځواکونو ته ديولړ افغاني ګوندونو دانحصار زمينه مساعده شوه. دکیڼ اوښي ګوندونو بازار ګرم شو اوپه نورو منځ لارو ګوندونو د ودې لارې تنګې شوې.
ورپسې په خاصو ایډیالوجي ګانو باندې ولاړو ډلو ، چې یو په بل پسې په اقتدار راغلي، مخالفې ډلې ونه زغملي او هرې ډلې د خپل اقتدار په دوره کې دخپلی ایډیالوجی له مخی په دغسې غـټـو کارونو پسې ملا وتړله چې په وس کې یې نه وه . په مشخص ډول دوی په دې پسې شول چې اجتماعي طبقات ، حکومت ، دولت او حتی جامعه له سره واړوي ،او خپله رقیبه ډله وټکوي ، نورو لا کوښښ وکړ چې د جامعې قومي ترکیب ته هم تغییر ورکړي .
ددغو تنظیمونو او چپیانو ورانۍ ،ناکامي اوڅېرې څرګندې دي .
دافغانستان په قومي ټولنه کي د ملي ټولنې د جوړېدودوهم اسا س :
دویم ـ د قومونو یوالي ، ملي وحد ت ټـیـنګـول!!
ملي وحدت يو عالي هدف دى، خو د ملي وحدت ټينګېدل تر هر څه وړاندې د ملي هويت تعميم ته ضرورت لري . د ملي هويت د تعميم تر څنګه ملي وحدت ( دقومونو بالفعله مساوات ) د ملي ټولنې د جوړولو لپاره مهم دي. د ملي ټولنې د جوړولو دويم غټ اساس د هېواد د وګړو تر مينځ قانوني مساوات دى، كه يوه ټولنه لـه قومي او دينـي لحاظـه متجانسه هم وي تر څو پورې چې د دغې ټولنې وګړو ته مساوي حقوق ورنه كړل شي هلته ملي ټولنه نه شي جوړېداى .قانوني مساوات كه څه هم د ملي ټولنې د جوړېدو عمده اساس دى. تر څو پورې چې پر ملي هويت باندې موافقه نه وي حاصله شوې، قانوني مساوات نه شي كولاى چې د ملي ټولنې د جوړېدو پروسه پر مخ بوزي. په ځينو غير متجانسو ټولنو كې چې د ملي هويت موضوع نه وي حل شوې، ډيموكراسي، چې د قانوني مساوات اعلي شكل دى، حتى سياسي ناكراري منځته راوړي او د ملي ټولنې د جوړېدو مشكل نور هم قويكوي. پردې اساس، د ملي ټولنې پر هويت باندې موافقه او د ملي هويت تعميم د ملي ټولنې د جوړېدو او سياسي انكشاف لپاره لومړي ضروري شرايط دي .
د افغانستان ټول هغه اوسېدونكي چې د دولت او ټولنې افغاني هويت ومني او د هېواد په رسمي او ملي ژبو باندې و غږيږي كولاى شي چې لـه ولسوالۍ نه نيولې ان تر جمهوري رياست پورې مقامونه يا د لياقت او يا د خلكو د رايو لـه لارې تر لاسه كړي، سياسي، اجتماعي او اقتصادي امتيازات بايد هيڅ قوم ته منحصر نه وي او د هېواد ټول افراد د هېواد لـه امكاناتو نه د استفادې مساوي چانس ولري.
دملي ټولنې ټول وګړي د مساوي حقوقو او وجايبو خاوندان دي.
دافغانستان په قومي ټولنه کي د ملي ټولنې د جوړېدودرېم اسا س :
درېم ـ ځانګړی اجتماعي واحد ، په ملي هویت راغونډېدل!!!
ملی هویت د ملی وحدت د عروج لپاره مخکينی شرط دي.
ملی هویت د پیوستون او وفاداری احساس دی چې د یو ولس مشترکات څرګندوی چې دسیاسی منل شوی سرحد په منځ کې وي .
دغه ملی مشترکات : هېواد ، دین او آئین ، آداب او مناسک ، تاریخ، ژبه او دخلکو ادبیات او دولت .
ملی هویت د جغرافیایی، تاریخی ،اجتماعی ، فرهنگی او قومی خصوصیاتو، اړیکو او دپیوندونو ، مجموعه چې دانسان ژوند په غېږ کې نیسی چې دټولنی غړی په ویاړی تعریف کیدی شي .
د جامعه شناسی له نظره یوشان احساس او تعهد او عاطفی تعلق نسبت دملی جامعه د مشترکاتو له مجموعه یی سره ده چې دانسجام او وحدت موجب ګرځي.
ملی هویت له دې امله اهمیت لری چې دجامعې ټولنیز انسجام او ملی یوالی سبب کېږی په هره اندازه چه د یو ملت،ملی هویت مضبوط او منسجم وی په همغه اندازه اجتماعی وفاق پایه یی ټینګی او یوالی بریالی وي.
افغانستان نوی اساسی قانون ، اول فصل : دولت ، څلورمه ماده وایي :
دافغانستان دملت په هر فرد له افرادو دافغان کلمه اطلاق کېږي .
په نړۍ كې افغانستان يوازينى افغان دولت دى. همدغه دليل دى چې د دولت هويت تل افغان دي.
زموږ هدف د افغانستان د ټولو قومونو نه د يوي بی تبعيضی ملی ټولنی جوړول دي ،چې دهېواد ټول اوسېدونكي يې ځانونه د هغې منلي غړي وبولي؛ هغې ته نهايي وفاداري ولري او لـه بلې هرټولنې نه زيات لـه هغې سره كلك اجتماعي،سياسي او رواني تړون احساس كړي.
درېیمه لار یا منځـلار؛ یواځني لاره!
د طالبانو د رانسکوريدو سره سم ، دټولو مشکلاتو سره سره د سیاسی نظام بنسټیزاساسات جوړشول. جهان او ملګروملتو فعال حضورپه هیواد کې دافغان ولس کلک ملاتړ، او د دغه آمر دتحقق زمانت کوي .
داتحول یا دې آنی محرک کې د درېیمې لارې د ودې دپاره ښه شرایط را منځته شول .
اوس د دې وار رارسیدلی چې دغه جریان خپلی تکاملي مرحلی ته ګذار شی او د زمان دایجاباتوسره موافق ګام پورته کړی او دنوی وضعی دبری له پاره ځان عیار کړي.
دتکاملی حرکت مسیر په هرنوی فازکې نسبت تیر ته سریعي ، اوګړندی،عمل کوي .
دنهضت تکاملی مسیر، یعنی دنوی وضعی دبری اودهغه دفاع له پاره د مبارزې جمعی حرکت نوی شکل ته ضرورت لري .
دافغانستان پدی اوسنۍ اساسه تاریخی مرحله کې ، په واقعیت کې نن د منځلارو مترقی قوتونو نوبت او وار دي چې خپل سروالی تثبیت کړی او خپل رسالت سر ته ورسوي. دهیواد دا ضروری اړتیا " ملی تفکر ارګان" دایجاد په لارکې یوتاریخی ګام وچت کړی او دا سیاسی نقیصه جبران کړي.
دهیواد په سیاسی وضیعت کې هغه ملی او سیاسی ظرفیتونو(دښي او کیڼ ډیر شمیر اعتدالیون) حضور،د دغو سرګردانه سیاسی قوتونوپه ترکیب کې دملی عناصروحجم تر بل هروخت ډیردي د غه تاریخی امکان دیو پیاوړی سراسری ملی تفکر دجوړیدو زمینه یی هم برابره کړی ده.
دهیواد په ننۍ وضعیت کې چې د نړې نظامی او سیاسی حضورموجود دي په عینی توګه ددې امکان زمینه مساعده ده چې د ولس دګټو په متعلق چې د دوی په ارادۀ اړه ولري ، د جمعی مبارزې یونوی ګوندی تشکل سازماندهي کړي.
د یواغیزمن او ثمربخښوونکی فعالیت دتحقق لپاره د قوتونو تناسب ته تغییرورکړي اود تولنی دفاع په لارکې دولس اراده تمثیل کړي.
ولسی ګوند کولای شي د پرمختگ په لور د ټولنې لارښوونه وکړي. دموکراتان کولای شي د ستونزو د حل په هکله او په هغو د غلبې کولو په هکله نوي نظريات وړاندې کړي .
ولس د بدلونونو پلوی کوي او د عدالت او واقعيت په دفاع کې را پورته کيږي.
ډله ییزه اراده :
یو سیاسی سازمان لکه بل هر بشری سازمان له دوواړخونو کتل کېږي .
په یوه اړخ کې هغه افراد او کسان چې سره راغونډ شوي، ترغور لاندې نیول کېږي.
په دویم اړخ کې د راغونډوکسانو څخه را منځته شوي پدیده چې د سازمان نوم یې ځانته غوره کړی، لیدل کېږي.
په لومړی اړخ کې ، دهر غړی فردی اراده د نورو غړو د ارادو سره دګډیدو لپاره پیدا کېږي. د دغې ارادې دپیدا کیدوسبب یا د ملت غوښتنه وي ویاهم دهغه فردی شعور او شخصی غوښتنه ... ، ددغو غړو فردی ارادو د ګډیدو په بهیر کې یوه ډله ییزه ( سازمانی یا ګوندی) ارادۀ را منځته کېږي. دغه ډله ییزه اراده سره لدې چې له فردی ارادو څخه جوړه شوی وخو دخپل پواخوالي په پړاو کې،دیوی کل اودهرفرد د ارادې څخه بهر، د خپلواکې ارادې په توګه عمل کوي.
له همدې کبله د ګوند یا سازمان د ډله ییزې ارادې دعمل دلوری درستې لپاره داکثریتو فردی ارادو ته مخه کیږي ، پدې ترتیب وایي دغسې سازمان دموکرات وي.
د دویمې برخې پای
انجنیر شیر ساپی
۱۰\۲\۱۱
ادامه دارد ...