چه باید کرد ؟ د ښاغلو جهاني ، لېوال او عباسی صاحب د توجه وړ !

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
انجنیر ـ  شیر ساپی
د بیدارې ځانګړی استازی د پښتو ژبې نامتوشاعرد قدروړ او پیاوړی جهانی یو متعدید انسا ن او دلوړۍ پوهې خا وند دی .
د جهانی فکري خپلواکې او آزاد قضاوت د دې باعث شوی چې خپل فکرونه د تجاربوپه شان دخپل اصالت پر بنیاد  راوستی زیاتره د وطنپالنی رنګ لری ، دهغه خصوصیت تشکیلوي.


لرد اکتن Lord Acton (۱۸۳۴-۱۹۰۲ ) وایی « په دې کې خطردی چې خپل فکرونه له نورو څخه واخلي .ته باید له نورو څخه معلومات ترلاسه کړي.خو فکرونه د تجاربو په شان، باید دتا وي ».
« ددغه حقیقت پیژندنه ده چې دتا مسوولیت دقضاوت مسوولیت دي ، او هیڅ څیز له تا سره، چې له هغه نه وتښتي ، مرسته نه شي کولی ،چې بل هیڅ څوک دتا دپاره فکر نه شي کولی ، چې دځان بربادی  او ځان سپکاوی تر ټولو ناوړی شکل د بل چا دماغ  ته خپل دماغ تابع کول، په خپل مغز باندي دبل چا واک قبلول ، د بل چا کلام د حقایقو په حیث د بل چا ویناوي دحقیقت په حیث ، او د بل چا فرمانونه د خپل شعور او خپل ژوند تر مینځ دمینځګړي په حیث ، منل دي » .

ښاغلی جهانی وایی : موږ به څه کوو؟  دافغانستان په قومي  ټولنه كې د ملي ټولنې جوړول !!!  
ملي ټولنه هغې جامعې ته وايي چې اوسېدونكي يې لـه قومي، ژبني، او مذهبي توپيرونو سره سره ځانونه د هغې منلي غړي وبولي؛ هغې ته نهايي وفاداري ولري او لـه بلې هرې ټولنې نه زيات لـه هغې سره كلك اجتماعي، سياسي او رواني تړون احساس كړي. ژبني، قومي، مذهبي، ديني او تاريخي يووالى ټول كولاى شي چې د ملي ټولنې لـه جوړېدو سره مرسته وكړي، خو د ملي يووالي احساس په دغو فكتورونو پورې منحصر نه دى.                                                                                 په نامتجانسو ټولنو كې د ملي ټولنې د جوړېدو غټ ټكي د ټولنې پر هويت باندې موافقه ده. د ملي ټولنو په هويت كې د اكثريت قوم عمده رول لري. پدې كې شك نه شته چې د افغانستان لـه ټولو قومونو نه د پښتنو شمېر ډېر دى. دا هم ښكاره ده چې پښتون او افغان په اول كې مترادفې كلمې وې او وروسته د افغان كلمه عام شمولـه شوه او د هېواد ټول وګړي يې په غېږ كې ونيول. په نړۍ كې افغانستان يوازينى افغان دولت دى. همدغه دليل دى چې د دولت هويت تل افغان وو؛ او دي.
كه چیری د ملي ټولنې  هدف  متحد افغانستان وي ؟  باید ملي هویت تعریف شي !!!
د ملي هويت تعميم يوه داسې اساسي موضوع ده چې بې لـه هغې نه د ملي ټولنې جوړول ډېر ګران دي. همدا رنګه تر څو پورې چې ملي هويت تعميم نه شي، د هېواد د بېلو بېلو قومونو ملتپالانو تر منځه اتحاد هم ګران دى.  په افغانستان كې همدا اوس د ملتپالانو د بې اتفاقۍ يو لوى عامل د ملي هويت د تعميم مسئله ده.                                                                                                            دملي هويت په تعمیم کې !  بيا د افغانستان د ټولو قومونو ملتپالان؛ په يوه سياسي سنګر كې د يوې مدني ټولنې لپاره په ګډه مبارزه كولاى شي  .
د ملي ټولنې په جوړېدو كې تر ټولو نه مهم د دولت د مشرانو سياسي پوهه، سياسي ثبات،جرئت او د څرګندې معقولې ستراتيژۍ درلودل دي.
دافغانستان په قومي ټولنه کي د ملي ټولنې د جوړېدو اسا س  :
اول ـ  ډله ییزواحد صنف ، قومي یوالي  سازمانول!                                                                                                 دویم ـ  دقومونو یوالي ، ملي وحدت  ټینګول!!                                                                   درېم ـ  ځانګړی اجتماعي واحد ، په ملي هویت راغونډېدل!!!
اول :   قومي جوړښت ، قومي یوالي یا قومي طبقه :
دهیواد قومي جوړښت په ترکیب کې په ترتیب سره پښتانه ،تاجک ،هزاره او ازبک لوي قومونه دي. تاجیک ، پښتانه او ازبک په مذهبي محور څرخي  ، هزاره او تاجیک مشترکه ژبه لري .          تاجیک د ازبک ، پښتنو او هزاره ګانو سره خاصه رابطه نښلوي او کلیدی نقش لوبوي .
قومي روشنفکران :
د ډله یبزی ارادې دلوری په سمون کې دروشنفکرانو ونډه خورا زیاته او غوره ده ، په تیره بیا
په وروسته پاتی هېوادنوکي د ملي غورځنګونورا منځته کیدنه د دوې تاریخي دنډه ده .
روشنفكره ډله له دغه يا د هغه قوم سره تړاو لري ، چې په ټاكلي تاريخي پړاو كې د خپل قوم د سازماندهۍ خاص رسالت لري ،له همدې کبله د ارګانیک قشر په نامه هم یاد شوی دي.
په قومي ټولنه کې لکه افغانستان ، روشنفکران دوه موقـفـــه  لري :

الف :  عمودي موقـف يا دقوم داخلي دنده .
ب :   افقي  موقـف  یا دقوم بهرنی وظیفه .

الف :   عمودي موقف يا دقوم داخلي وظیفه :
هر اجتماعي قوم ځانته ځانګړى روشنفكره قشر لري، چې  د خپل قوم د سازماندهۍ  دنده په غاړه لري، نخبه ګان د خپل رسا لت  پر بنسټ د قوم لپاره اجتماعي تګلاره تنظيموي او  په پرګنو  كې د ملي اندېښنو د خپرولو او د هغوى د هڅولو دنده هم په غاړه اخلي.                                                 دغه ډله د قوم دننه رسالت په غاړه لري !

پښتنو منورینو دغه موقف ؛ د هزاره ، ازبک او تاجک منورینوپه تناسب ضیف دي.
دا علت دوه  عوامل لري :
اول -  په عمومي ډول د حكومتونو او د پښتنو منورینو بې پروايي او د حقیقت نپیژندنه ده چې دتا مسوولیت دقضاوت مسوولیت دي :
په دي ډول « قضاوت مسوولیت » یا په جامع ډول اخلاقی مسوولیت د عقلي ژوند اخلاقیات کیږی .
په بل عبارت په ژوند کې دی حکمران ارزښتونه عقلي ارزښنونه وي ، یعنی غیر عقلي ارزښتونه دې د عقل تابع وګرزول شي ، او ژوند دې په ټولو حالاتو کې په مسوولیت ، زغم ، خپلواکي ، عدالت ، سرلوړي ، رښتین توب ، او تولیدي روحیی سره وشي . دغسې سلوک البته زړه ورتیا او په ځان اعتماد غواړي . زړه ورتیا په دې معنی چې یو څوک په عمل کې ژوند او حقیقت ته رښتینی اوسي ، او په ځان اعتماد په دې معنی چې یو څوک په عمل کې خپل شعور ته رښتینی اوسي ، که یوڅوک زړه ورتیا ونه لري ، اوکه یوڅوک په ځان ویسا نه وي ، او خپل شعور ته رښتینی نه اوسي دغیر عقلی اوحتی ضد عقلی تمایلاتو تر تاثیر لاندي ځي ،او حتی خرافاتي کیږی ، لکه چې فیلسوف ډیوډهیوم وایی :      « کمزورتیا ، ویره ، مالیخولیایی توب له جهالت سره په ګډه د خرافاتو رښتیانی منبع تشکیلوي »

دوهم - د ګاونډیو منظم تخریبي فعالیت :
پاکستان : د پښتون ملي ګرایی مخنیوی کوي او دځان لپاره یې خطر ګڼي او په مذهبي حاکمیت  کې قوی سنګر جوړکړي ،ارتجاع پالي او رقیب څاري ، سیاست تعقیب وي .

ایران ـ تاجکستان : د تاجک ناسونالیسم  او دشیعه مذهب د پرمختګ په لار کې فعالیت کوی .
ایران : دخپل هژمونی او تسلط په خاطر متناوب سیا ست لري .
تاجکستان : دتاجک ملي ګرایی  هڅول اود لوی تاجکستان پا لېسي غوره کړیده .

موقف داخلی روشنفکران فارسی زبان افغانستان :
این موقف روشنفکری مانند  موتورهای جریان متناوب به دو صورت کارمیکند:                         اول -   سنکرون یا هم‌زمان که در آن  هسته داخلی متحرک (روتور) با سرعت همزمان می‌چرخد.  این نوع  روتور به وسیله یک استاتور( هسته خارجی ثابت)  تامین می‌شود. درسیاست این روش، بنام جذب به مرکز یاد میشود؛این سیاست ملاک عمل ایران است.                                                  دوم ـ  آسنکرون یا القایی که در آن  روتور از القای میدان استاتور پدید می‌آید.              درسیاست این روش را بنام فرار از مرکز مینامند، ملاک عمل این سیاست مستقل افغانستان است . به این اساس ، برای روشنفکران فارسی زبان افغانستان ، موجودیت دولت  ومملکت مستقل افغانستان یک ارزش درجه اول است.
د ملي ټولنی په ایجاد كې د پښتون قوم عمده رول لري، لوی قوم خپل کفایت او وړتیا باید ایفاء کړي . څرنګه چې تاجیک دهېواد په قومي جوړښت کي ځانګړی رول لري دملي ټولنو په جوړیدو كې د پښتون کمیت او تاجک کیفیت عمده نقش لري.  دوې لازم او ملزوم دي .                                                                                          دتاجک او پښتون یوالي ، که څه هم دغه نسبت په کمي لحاظ  توپیرلری  مګر مطلق اکثریت اخلي ،  تل برلاسي وي ، د دې نظام  پایښت دایمي دي.
دقوم داخلي وظیفو په اجرا کې د پښتنو او تاجکو سالم  تحریک  لازم او ضروری ګڼل کیږي .
ښاغلی جهانی دیو رښتینۍ خدمتګار په توګه دمعقول نظر او عمل څښتن دي .

ب : افقي موقف یا دقوم بهرنی وظیفه :
د روشنفکرقشر بهرنۍ قومي دنده په تاریخ کې ددې قشر ځانګړنه ټاکي، سربېره پردې د تيورۍ او عمل ترمنځ د ارګانيك تړاو او اړيكو د سمبالولو دنده هم په غاړه اخلي. دغه خاصه ډله (ارګانيكه ډله) د يو  قوم پر سازماندهۍ او لوري وركولو سربېره په نورو قومونو كې  د ملي فرهنګ د خپرولو، پراخوالو ملي دنده په غاړه لري او په دې ترتيب په ټولنه كې د خپل فعاليت سيمه نوره پسې پراخوي. اود قوم بهر؛ لوى نقش لوبوي. اود يوې پايدارې او دايمي ډلې په توګه څرګندېږي . لدې نظره هغوى د ټولنې د ټولو فرهنګي او معنوي ارزښتونو انتقالوونكي دي.

پښتانه په دغه بهیر کي  دهېواد نۍ  قومونو په نسبت ‌ قوي دي.
دنظر او عمل ترمنځ تعادل او منطقی تناسب مسئله خورا غوره او مهم ګڼل كېږي،  دغه رسالت په پښتنو كې د تاريخي دندې په توګه لا تراوسه پر نيمه لار ولاړ دي.
ښاغلی "عبدالباری جهانی " دیو رښتینۍ خدمتګار په توګه دمعقول نظر او عمل څښتن دي .

پښتنو بیړۍ ډوبیږي ، ږغ مي اورﺉ !!!
شـعـر، د اندیشی اوهنر ژبه ده .
عرفان،د شعر اصلی پانګه ده .
د جهانی عرفان د تفسیر عرفان ندی بلکې د تغییر عرفان دی .
ښاغلی جهانی دیوټولنیزمصلح دی چې اعتدالی خصلت لري.
پښتو حماسي ادب یې خاص  هېواد نۍ اوملت پالنې ګډ روح لري.
دانساني فضا يلو او پښتنوالي ښيګڼو په بيان کي دی يو پوره اخلاقي او حقيقي اديب دي .

څرنګه چې  فارسی ژبي ؛ دهېواد په قومي جوړښت کي ځانګړی کیفی نقش لري .                    منظور مې د فارسی یا پارسی یا دری ، چې په واقعیت کې یوه ژبه ده، منسوب خلک دي .
زبان فارسی : « رهنما و دومین زبان اسلام درشرق بود، زبان رسمی وادبی مردمان مسلمان ما نیز قرار گرفت ، واقلیت های زیادی درآن مدغم گردید. نقشی بیش از سهم عددی خود درجمعیت این کشور داشته اند ».

روشنفکران فارسی زبان افغانستان ، در حالیکه دریک جبهه  (تاجکها ، اقوام مغول وترک تبار افغانستان که بطور مجموعی  هزاره ها، ازبکها – ترکمن ها – ایماق ها- بیات ها – قزلباش ها - تاتارها  – قزاق ها - قیر غیز ها – اویغور ها –تایمنی ها وغیره  را شامل می گردند) متحد هستند که همان جبهه فکری و ذهنیست.در واقعیت آنها ازسببی همین خاصیت فکری وذهنی ناهمگون باهم نامتفق ومتفرق بودند.  
نقش پیشتاز این قشر کیفي که تحت قیادت ورهبری زورآوران بیسواد ونیمه باسواد آورده شدند ، باید
برمبنی منشأ تجدید  شود ! تا نسل آینده از این خب درامان باشد.

څرنګه چې په قومي لحاظ افغانستان يوه نامتجانسه ټولنه ده. لـه بېلو بېلو قومونو نه ملي ټولنه جوړول اّسان كار نه دى . دغه كار روڼ فكر، معقولـه  ستراتيژي، قوي عزم او دوامداره هڅې غواړي .
د ملي ټولنې د جوړېدو لپاره ضروري ده چې د يوه نامتجانس هېواد ټول وګړي د دولت او ملي ټولنې پر هويت باندې موافقه وكړي او د ولت د دغه هويت د تعميم په لاره كې هڅې وكړي .
تر څو پوري چې قومي روابط د سياسي عدل او صداقت پر اصولو ونه دريږي ، د افغانستان سياسي انكشاف به پر ښوېيدونكي بېخ ولاړ وي. لـه اساسي موضوعاتو نه تېښته مشكل نه شي رفع كولاى  .


ادامه دارد ...
انجنیر شیر ساپی
06.2.11