د خـــــداے عــــرفان مې وشو په عرفان د محمد(ص)
پاک دے محمد(ص) پاک دے سبحان د محمد(ص)
راشــــه نظـــــر وکــــــړه پــــــــه طــــــه پـــــه يـــــس باندې
خـــــداے دے صفت کـــــړے پــــه قران د محمد(ص)
ډېـــــــر خلـــــق پېـــــدا دي انبيـــــاء کـــــــۀ اوليـــــاء دي
نشتـــــه پــــــه خلقت کښې يــــو پــه شان د محمد(ص)
درست خلـــــق کـــــۀ يو کړې انس و جـــن دواړه جـهانه
لا تـــــــر واړو بـــــــِه دے ګــــوښې ځـــــان د محمد(ص)
ورځ چــې د قيــــامت وي مرسلان بـــــه پــــه هېبت وي
هـــور تـــــه بــــه جـــولان وي پــــه مېـــدان د محمد(ص)
لاس دے لګــــولـے مـــــا خوشحــــال پـــــه دواړه کَـــونه
غـــم انــــــدوه مــې نشتـــــه پـــــه دامـــــان د محمد(ص)
( خوشحال بابا (رح) )
د پښتونخوا له زړۀ پېښور نه په پښتو او اردو ژبو خپرېدونکې د مينې مجلې د دريم کال يولسمه او دولسمه ګڼه يعنې د ١٣٨٩ هجري نمريز کال د سلواغې او کب، د ٢٠١١ کال د جنورۍ او فرورۍ او د ٣٢ ١٤ هجري قمري کال د صفرې او وړومبۍ خور ګڼه چې اکثرې ليکنې د خداے د ګران رسول حضرت محمد مصطفی (ص) د نېکمرغه مېلاد په مناسبت سره دي چاپ او په ليکه شوه.
له ګرانو لوستونکو غواړو چې په دې حقله خپل نظرونه، راې، وړانديزونه او نيوکې او همدا رنګ د راتلونکې ګڼې لپاره خپلې د هر ډول ليکنې مونږ ته راولېږي مونږ به يې په سر سترګو ومنو.
ستاسو د هر ډول ليکنو ته سترګې په لاره
د مينې مجلې چلوونکي
پته: مياشتنۍ (( مينه )) پوسټ بکس نمبر 346 پېښور ( خېبر پښتونخوا)
پښتو برېښناليک:
پښتو وېبپاڼه: http://meenapukhto.blogfa.com
اردو برېښناليک:
اردو وېبپاڼه: http://meenaurdu.blogfa.com
ټېلفون:7114546 ګرځنده:3459047584 - 03028819981