له پوځي وسايلو څخه استفاده يواځي هدف ته درسيدو لاره نه ده

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
سلام خان
دمونيخ دامنيتي کنفرانس په دريمه ورځ دخپلې وينا په ترڅ کې چې دافغانستان مسلو ته ځانګړې کړي شوې وه دافغانستان اودنړيوالې ټولنې ترمنځ دهمکاري نوى پړاو ته په اشاري سره وويل دتيريوکال په بهيرکې موږ ديادونې وړ پرمختگونه کړي دي . دافغانستان دامنيتي ځواکونوشمير اويا زرو تنو ته لوړ شوي دي
اوپه افغانستان کې دنړيوالو ځواکونو په نږدي همکاري سره موږ په دې بريالي شوي يو چې دالقاعده پرضد دجګړې نوښت په لاس کې ونيسو اودغه راز امنيتي شرايط دښه والې په حال کې دي اودراتلوونکې په نسبت دخلکو اعتماد اوباور زيات شوي دي. جمهوررييس تر ٢٠١٤ ميلادي کال پوري افغان ځواکونو ته امنيتي مسووليتونو دليږدونې په باب دافغانستان او دنړيوالې ټولنې موافقه مهمه وبلله او ويې ويل : موږ تيرکال دکابل اولزبن په کنفرانسونو کې دامنيت دتامينولو دمسووليت دليږدونې لپاره ديومنظم او په شا نه تلوونکې بهير دطرحې په باب موافقې ته ورسيدو او تراوسه پوري ددغې طرحې په تحقق کې ديادونې وړ پرمختګونه ترلاسه شوي دي موږ ددغه بهير درهبري اومالکېت دترلاسه کولو لپاره په بشپړه توگه ژمن يو اوپه پام کې لرو چې دليږدونې لومړي پړاو دنوى هجري لمريز کال په سرکې پيل کړو. جمهور رييس په دې بيان سره چې افغانستان دسيمه ييزو اونړيوالو گواښونو له امله ربړيږي وويل القاعده په دې باندې په پوهيدوسره چې دڅه دپاسه يومليارد تنه مسلمانان دهغوى دکرکې اونفرت پيغام ردوي لاتراوسه پوري زموږ ديوموټې ټولنو ويجاړولو ته دوام ورکوي. اوپه افغانستان کې زموږ گډ برياليتوب دهغوى دغه ناوړه پيغام له منځه وړي او دافغانستان دثبات اوسوکالۍ دگډوډولو لپاره دهغوى هر راز هلې ځلې شنډوي. له دې امله دافغانستان دامنيت دتامينولو په لاره کې ژمنه او پانګه اچونه دنړ يوال امنيت لپاره يو حتمي کاردى . حامدکرزي زياته کړه ، زموږ نظر دليږدونې دبهير په بشپړيدو سره دادى چې افغانستان په ٢٠١٥ ميلادي کال کې دامريکا له متحده ايالاتوسره په موافقو رايوپه اغيزمن اوپابند دولت اودناټو له سازمان سره په همکاري سره يو هيواد او دغه راز يو داسي هيواد وي چې دنړۍ په امنيت اوپرمختياکې به په فعاله توگه ونډه ولري . جمهوررييس دمونيخ دامنيتي کنفرانس برخه والو ته دافغانستان دامنيتي ځواکونو دلگښتونو په باب هم رڼا واچولو او ويې ويل : په اوس وخت کې دافغان امنيتي ځواکونو لگښتونه په کال کې نږدي اتو ملياردو ډالرو ته رسيږي داپه داسي حال کې ده چې امريکا هم په کال کې سل مليارده ډالره په افغانستان کې په خپلو ځواکونو لګوي. دامنيت دتامينولو دمسووليت دليږدونې بهيريې دافغانستان او ناټوله خوا بدلون ته اړتيالري . دغه بدلون بايد دافغانستان دامنيتي ځواکونوپه روزنه او سمبالولو کې په زياتي پانګې اچونې سره ترسره شي . دافغانستان لورې ته دامنيتي مسووليتونو په ليږدونې سره ، ناټو بايد دافغانستان دامنيتي ځواکونو دسيستم او ځواکمنۍ په ټينگښت کې عمل وکړي. دغه راز دا کار دافغانستان دامنيتي سکتور دمادي لگښتونو دتامينولو په خاطر اوږدو مهالو ژمنو او وسايلو ته اړتيالري . دغه راز دافغانستان دحکومت له لارې دمنابعو لګښت ددولتي مرکزونو له کېفيت اواستقامت سره مرسته کوي . ددغو کارونو ترڅنګ دامريکا او افغانستان ترمنځ ديوې موافقې له مخې اودناټوله سازمان سره داوږدمهالې همکاري له مخې کېداى شي دهميشني برياليتوب لپاره شرايط مساعد کړي. جمهوررييس په دې باندې په ټينګارسره چې له پوځي وسايلو څخه استفاده يواځي هدف ته درسيدو لاره نه ده زياته کړه :. افغانستان خپلو لري اونږدي گاونډيانو ته هيڅ راز گواښ او خطر نه متوجه کوي اوپه همدي حال کې دچېن ، هند او روسيې په شان دسيمه ييزو قدرتونو په ظهور او دغه راز د افغانستان په جغرافيايي دريځ او طبيعي منابعوسره ، زموږ هيواد به داسيا دوچې داقتصاد لپاره زيات ارزښت ولري . ددي وخت رارسيدلي دي چې دنوولسمې پيړۍ سياستونه چې دهيوادونو چې داغيزمن کولو او بې ثباته کولو په محور زيات تمرکز درلود دهمکاري ، ډله ييزامنيت او داقتصادي پراختيا په شان ديوويشتمي پيړۍ په سياستونو بدل شي . له دې امله موږ دې ته اړتيالرو چې افغانستان او گاونډيانو ته يې گټور امنيتي او اقتصادي اقدامات داسي طر حه کړو چې موږ ټولو ته له بيوزلۍ څخه دژغورنې او دنيکمرغۍ په لور ديون زمينه مساعده کړي. جمهورر ييس دافغانستان دحکومت دپروګرامونو دلازيات اغيزمنتوب په لاره کې ددغو پروګرامونو په بيانولوسره څرگنده کړه : له تاسو څخه غواړم چې په هغو موازي جوړښتونو اوميکانيزمونو ټينگار چې دافغانستان له حکومت څخه بهر فعاليت کوي ، پاى ته ورسوي . ځکه نړيوالو تجربو ثابته کړې ده چې دغه شان جوړښتونه ددولت ظرفيت کمزوري کوي او ما دملګروملتوله سازمان څخه هم غوښتي دي چې يو واحدسيستم جوړ کړي . دلندن اوکابل په کنفرانسونو کې نړيوالې ټولنې هم له موږ سره ژمنه وکړه چې تر دوو کلونو پوري خپلې په سلو کې پنځوس مرستې دافغانستان دبودجې له لاري ولگوي او ددغو ژمنو دتحقق لپاره په سلو کې اتيا مرستي بايد دافغانستان دحکومت دهدفونو پربنسټ هماهنګي شي . جمهوررييس په خپلې وينا کې له نړيوالې ټولنې په تيره بيا دامريکا له متحده ايالاتو او جرمني څخه دقرباني اومالي مرستو په خاطر مننه وکړه . په دې کنفرانس کې دالمان دصدراعظم مرستيال او دبهرنيو چارو وزير ګيودو وستريولي هم وينا وکړه او اعلام يې وکړ چې په ٢٠١٤ کال کې دمسووليتونو له ليږدونې وروسته له افغانستان سره زموږ همکاري پاى ته نه رسيږي . ده زياته کړه المان لس کاله مخکې دبن دکنفرانس په کوربه توب سره دافغانستان په مسلو کې شامل شو. اوهوډمن دى چې له ٢٠١٤ کال وروسته هم دپخوا په شان دافغانانو ترڅنګ پاتي شي . ده يوځل بيا اعلام وکړ چې جګړه يوازې دافغانستان دستونزو لپاره دحل لاره نه ده او ددغه هيواد حکومت په افغانستان کې دروغې جوړې دپروګرام ملاتړکوي . دکنفرانس په يوه بله برخه کې دفرانسې دبهرنيو چارو وزيرې ميرمن ميشل اليود ماري دافغانستان امنيتي ځواکونوته دمسووليتونو دليږدونې له بهيرسره خپل ملاتړ اعلام کړ او ژمنه يې وکړه چې دملي پوليسو په روزنه کې له افغانستان سره همکاري کوي او دافغانستان له حکومت سره په تفاهم کې کارکوي . دې زياته کړه : موږ په هيڅ صورت نه شو کولاى دافغانانو ځاى ونيسو دسيمي او نړۍ امنيت له يوبل سره ارتباط لري اوپه همدي لحاظ په افغانستان کې يو چې په دغه هيواد کې سوله تامين شي
په اخیرکی د ناټو چارواکو ویلی دې چې دوی به له افغانستانه خپل عسکر تر هغو ونه باسي چې پوره مطمین شوي نه وي چې افغان امنیتي ځواکونه د خپل هیواد د دفاع توان لري دجرمنی دبهرنیو چارو وزیر (ویسترویله) وعده وکړه چی جرمنی به له ۲۰۱۴ کال وروسته هم دافغانستان وملاتړ ته دوام ور کړی ده ویلی دی هر ځوک چی باثبات حا لات غواړی باید داهیره نه کړی چی مسوولیت یی په ۲۰۱۴ کی پای ته نه رسیږې))))
د بریتانیا صدراعظم دافغنستان دولسمشر سره تر لیدنی وروست ډاډ څرګند کړ چې هېواد به یې له نړیوالو ځواکونو څخه افغان ځواکونوته د امنیتي  مسوولیتونو د سپارلو په بهیرکې د افغانستان د خلکو ترڅنګ په کلکه ودریږي اوپه ۲۰۱۴ میلادي کې به د دغه بهیر له بشپړیدو وروسته هم له افغانستان سره خپلو هر اړخیزو همکاریو ته دوام ورکړي. همداراز په دې کتنه کې له مخالفینو سره د روغې جوړې د بهیر او په دغه بهیرباندې د یو اخيزمند هېواد په توګه د پاکستان په رول باندې خبرې اترې وشوې.پای سلام خان