عبدالملک پرهیز
کولتوري سیاستدولسمه برخه
کولتوري سیاست په عمومي ډول هغه ارزښتونو او اصولو ته ویل کېږي چې په کولتوري چارو کې ټولنیزو موجوداتو ته لارښوونه کوي.
یوه سیاسي څرګندونه په ساده ډول کېدی شي یوه شخصي جمله وي لکه « زه غواړم په خپلو لیکنو کې سپکه ژبه ونه کاروم ». خو په دودیز ډول سیاستونه پېچلي دي
او د یو سازمان د پریکړو د ارزښتونو او معیارونو ټوليز جوړوي.
کولتوري سیاستونه تر ډیره د دولتونو له لورې ، په ښوونځیو کې د تورو تختو ترشا، د قانون جوړولو او اجراییه قواو په ودانیو کې ټاکل کېږي خو په خصوصي برخه کې یوشمیر نورې موسسې لکه شرکتونه او ټولنیز سازمانونه هم په دغه برخه کې ګډون لري. کولتوري سیاستونه د هغه کسانو دپاره لارښود اصول رامنځ ته کوي چې د هغوی پریکړې او اقدامونه پر کولتوري ژوند اغېزه لري.
کولتوري سياست کله نا کله په څرګنده د یو تعریف شوي لاس ته راوړنې په توګه ددغه کار د علاقه مند سازمان له خوا ټاکل کېږي. د بېلګې په توګه کېدی شي د کولتور وزارت او یا یو هنري سازمان داسې یو سیاست غوره او تصویب کړي چې په بېلابېلو سیمو کې د تیاتري موسسو د غښتليا په برخه کې د دغه سازمان یا وزارت عملي هدفونه او اصول په پام کې ونیسي. ددې خلاف ، هغه څه چې په اوس وخت کې شته د ټولنیز حرکت کولتوري آثار دي چې کله اټکل يې هم کېدی نه شي. د بېلګې په توګه « د ښاري نوي کولو پروژه» په پام کې ونیسو.
کولتوري سیاست کله کله په څرګنده د یو تعریف شوي بهیر د لارې ددغه کار د رهبري کوونکي سازمان له خوا ټاکل کېږي. د بېلګې په توګه، د
د ښار د نوي کولو د سیاست هدف د بنسټونو د ویجاړېدو ، د ژوندانه د بې ستاندرده حالاتو، جنایتونو او د نفوسو د بې کچې زیاتوالي، او داسې نورو اړونده ستونزو له منځه وړل دي. خو په عین حال کې دغه سیاستونه په ښاري مرکزونو کې د کولتوري ژوند د کمزوري کېدو ، ګاونډيتوب، د خلکو د راټولېدو د مرکزونو او د تاریخي آثارو د له منځه تللو او یو شمیر نورو داسې عواملو او په همدې ډول د ټولنیز ژوند د جوړښت ، اړیکو او ټولنیز سازمان په کمزوري کېدو، چې د کولتوري ژوند پر کیفیت ژوره اغېزه کوي، د خلکو پر کولتور اغېزه لري.
دا ډول مهاليز کولتوري سیاست په واقعیت کې د دولتونو او سازمانونو د هغه اقدامونو تر وړاندې غبرګون دی چې د کولتوري آثارو د پام کې نیولو پرته تر سره کېږي.
«اګوستین ګیرارد » د فرانسې د کولتور وزارت د څېړنو او پلټنو له څانګې څخه د «کولتوري پرمختیا : تجربې او سیاستونه »تر نامه لاندې په خپل کتاب کې چې په دغه برخه کې د ترسره شویو اساسي کارونو په اړوند لیکل شویدی ، کولتوري سیاست داسې تعریفوي: « یو سیاست د هغه نهايي هدفونو ، عملي مقصدونو، او لارو چارو نظام دی چې د یوې ډلې له خوا پرمخ بېول کېږي او د یو سازمان په وسیله عملي کېږي. کولتوري سیاستونه په صنفي اتحادیو، ګوندونو، زده کړنیزو غورځنګونو، شرکتونو، په یو ښار یا یو دولت کې د پېژاندل کېدو وړ دي.
خو د اړونده عامل له پام کې نیولو پرته ، یو سیاست د نهايي ( اوږدې مودې )هدفونو او د( لنډې مودې چې سنجول کېدی شي ) هدفونو او ابزارو ( لکه انساني ځواکونو، مالي او قانوني زیرمو) « چې په یو بشپړ نظام کې تل ترکیب شوي دي » شتون بیانوي .( ګيرارد ۱۷۱ او ۱۷۲ مخونه ).
همداسې چې کولتور یو هر اړخيز کار دی، کولتوري سیاست هم له یو لړ اقدامونو څخه جوړ شوی دی چې د کولتوري ژوند د پراختیا دپاره ترې کار اخيستل کېږي. ډیری هغه سیاستونه چې ژورې کولتوري پايلې لري دداسې سیاست پوهانو له خوا جوړېږي چې د ترانسپورت ،د هیواد د عمومي بودجې او داسې نورو اړونده مسالو په برخه کې د کولتوري پریکړو د ملاحظاتو د پوهېدو ډېر لږ وس لري.
په یوه بشپړه دموکراتیکه ټولنه کې د هغوی د اقتصادي او سیاسي آثارو تر څنګ د بېلابېلو کولتوري چارو پایلې هم په پام کې نیول کېږي. د بېلګې په توګه د عمومي ترانسپورت په اړوند د پریکړو په وخت کې په کولتوري چاروکې د ګډون دپاره د خلکو د هڅونې او یا د هغوی دمخنیوي دپاره پریکړې هم تر څېړنې لاندې نیول کېږي.
نن ډیر سیاست جوړونکي د نظر داسې بدلون ته نه دي رسېدلي چې په بشپړه توګه کولتور د هغوی په ذهن او وجدان کې ځای پرځای کړي. د بېلګې په توګه ، کله په صنعتي هیوادونو کې دولتي سازمانونه کولتوري سیاست تعریفوي، ځانونه په ډیر مسلکي تعریفونو لکه مطبوعات، اړیکې، هنر، ښوونه او روزنه او په ځنې هیوادونو کې په ورزش پورې اړوندوي. د کولتوري سیاستونو د ترسره کولو دپاره غوره شوي لارې هم سره توپیر لري. د هنرمندانو او کولتوري موسسو سره مرسته یوه دودیزه لاره ده او د اقتصادي سیاست په عمومي برخو کې د بوختیا د رامنځ ته کولو پروګرامونه دي.
سربېره پردې د ودانیو جوړول او د کولتوری آسانتیاو ساتنه، د تاریخي آثارو د ساتنې دپاره د مالي سرچینو برابرول او هڅونه او د غږیز او تصویري رسنیو د مقررو تنظیمول ددولتونو د کولتوري سیاستونو د ترسره کېدو بله لاره او طریقه ده.
« کولتوري حقوق » د کولتوري سیاست اساسي ستنې جوړوي. په ۱۹۴۸ کال کې د ملګرو ملتونو د سازمان له جوړېدو وروسته ، ددغه سازمان غړیو د « بشر د حقوقو اعلامیه تصویب کړه: « هر سړی د ټولنې په کولتوري ژوند کې د ګډون حق لري» . د یونسکو پخواني عمومي ریئس « رنه ماهیو» په ۱۹۷۰ کال د یونسکو په نړیوال کنفرانس کې د کولتوري سیاست د بنسټيزو، اداري او مالي اړخونو په اړوند په خبرو کې پر دغه حق تاکید وکړ او داسې يې وویل: څرګنده نه ده چې ددغه متن بشپړ اهمیت چې کولتوري حق د بشر د نوي حق په توګه اعلانوي، زموږ په وخت کې په بشپړه توګه پوهېدل شوی او که نه؟ هر څوک، د خپل انساني شان د يوې اساسي برخي په توګه په کولتوري ميراثونو او د ټولنې په کولتوري فعالیتونو کې د ګډون حق لري نو د ټولنې مسوولین دنده لري تر هغه ځایه چې ددوی امکانات اجازه ورکوي هغوی ته دداسې ګډون وسایل برابر کړي. همدارنګه هر سړی لکه څنګه چې د زده کړې او کار حق لري ،کولتوري حقوق هم لري . دا د کولتوري سیاست بنسټ او لومړی هدف دی ( ګيرارد ۱۸۲ او ۱۸۳ مخونه).
په وروستیو لسیزو کې د کولتوري ګډون د وسایلو د چمتو کولو د دندې پوهېدل ددې سبب شوي څو دولتي مقامونه په ټوله نړۍ کې په چټکۍ سره د کولتوري ودې په برخه کې د ټولو خلکو د ګډون ضمانت زیات کړي.
د کولتوري سیاست تاریخي جرړلې
کولتوري سیاست ته د بڼې ورکولو نظريې زیاتې سرچینې لري لکه په مختلفو ټولنو کې بېلابېل دودیز اندونه، د فیلسوفانو او تیوریسنانو نظریې، تاریخي تجربې او خيالي اندونه.
په پرله پسې پېړیو کې محکمو، مذهبي مرکزونو، قانون جوړونکو او ساتونکو په دې اړوند پریکړو کې چې ولې او څرنګه باید د هنر او کولتوري آسانتیاو څخه ملاتړ وشي او یا د یوې ټولنې د ژبې او مذهب په اړوند پریکړو او همدارنګه د چلند او پوښښ په شان مسالو کې مناسب چلند غوره کاوه. فیلسوفانو او تاریخ پوهانو د ټولنې د حرکت د لوري په ټاکلو کې مهم رول درلود او کلتور ته له درناوی سره مل ؤ. په هره ټولنه کې د تاریخ په بيلابیلو پړاونو کې خلکو د هغه کولتور په اړوند چې دوی يې جوړونکي دي خپل غوراوی کړی دی.
هغوی غوره کړې ده چې څرنګه خپل آرمانونه او اندېښنې څرګندې کړي او یا داچې په مذهبي مراسمو او یا د خوښۍ په دودونو کې څرنګه خپل ارزښتونه څرګند کړي.
خو د دموکراتیکو دولتونو د ټولنیز – کولتوري مسوولیت مفهوم یو نوی نوښت دی. د کولتوري سیاست نظریې له دویمې نړیوالې جګړې وروسته رواج شوي . په هغه خبرو اترو کې چې له دغه وخته وروسته مطرح شوي ، د کولتوري دموکراسۍ نظریه په کولتوري سیاست کې د یو مهم نووښت په توګه څرګنده شوې ده. په ټوله نړۍ کې د کولتور وزیرانو د نړۍ د ټولنیزو بهیرونو لکه د الکترونیکو ډله ایزو رسنیو، مدیرنېزيشن او همدارنګه د فردي له ځانه بېګانګې او د هغې له ویجاړونکی اغېز څخه په خبرتیا سره دغې نظريې ته علاقه وښودله.
کولتوري سیاست د نړۍ په بېلو بېلو هیوادونو او د دموکراتیک کولتور د ودې دپاره هڅه، یو نړیوال بهیر دی چې په هر هیواد کې د سیمه ایزو ټولنیزو او سیاسي حالاتو پربنسټ بیلابېلې بڼې ځانته ته غوره کوي.
د پرمختیا په حال کې هیوادونو دپاره ، د کولتور په اړوند اساسي پوښتنه داده چې څرنګه ځايې دودونه کوم چې هغوی له خپل تېر وخت سره تړي او د راتلونکي دپاره دهغوی هيلې او آرمانونه جوړوي، په داسې حالت کې وساتي او پرختیا ورکړي چې د صنعتي نړۍ ښه او مثبت ټکي بې له دې چې بيخي په کې ډوب شي تر لاسه کړي. د ودې په حال کې ډیرو هیوادونو د کولتوري ښکیلاک پر اوږده تاریخ باندې د بري د پاره مبارزه کړې.
کولتوري ښکیلاک، چې د ودې په حال کې هیوادونو تیاترونه، کتابتونونه، رادیو او تلویزیونونه يې لا دمخه تر خپل ښکېلاکي واک لاندې راوستي ول، په پام کې نیسي.
سره ددې هر څه ، هغوی داسې نوي کونې او مصنوعي کولتور ته له راستنېدو څخه ډډه کوي ځکه دا دهغوی د ژوند له رښتني حالاتو سره هيڅ سمون نه لري.
دغه هیوادونه غواړي مودرنیشن په ډیره ښه توګه او د خپل ځايي دودونو او رواجونو سره په سمون کې ترسره کړي. د بېلګې په توګه ، د ودې په حال کې هیوادونه مخکې له هغې چې د تلویزیوني سیستمونو د بڼې د بدلولو هڅه وکړي دداسې لارو چارو په لټه کې دي چې په لومړي ګام کې مطبوعاتو ته پراختیا ورکړي.
د صنعتي هیوادونو ستونزې او ګواښونه هم له ځنې اړخونو څخه د ودې په حال کې هیوادونو له کولتوري ګواښونو سره ورته دي او له ځنې اړخونو سره توپير هم لري. د بېلګې په توګه له دویمې نړیوالې جګړې وروسته کله چې په اروپا کې د کولتوري سیاست جوړونکو د لومړي ځل دپاره « د عمومي کولتور د دموکراتیزه کولو » پروګرام پيل کړ، هغوی بېلابېلې لارې چارې و آزمویلې. ځنې لارې چارې داسې وې چې موزیمونه او د غونډو تالارونه يې ددې دپاره غښتلي کول څو زیات خلک راټول شي، د موزیمونو او تالارونو د ټېکټونو دپاره يې مرستې ورکولې څو بې وزلي خلک دغو مرکزونو ته راشي، په ښوونځیو او روغتونونو کې وړیا کنسرتونه او پروګرامونه تر سره کېدل.
ددې ټولو هڅو سره سره ،د خلکو په هغه شمیرکې بدلون رانغی چې په خپله خوښه يې په هنري فعالیتونو کې ګډون کړی ؤ او یوازې پر ډیرو لږو کسانو او هغه خلکو يې اغيز درلوده چې لوړې زده کړې يې لرلې، بډایه ول او د منځني عمر کسان ول.
د کولتوري دموکراسۍ د غښتلي کولو لارې چارې
ټولنې ته روح ورکول او د هغې ژوندي ساتل، د کولتوري دموکراسۍ د هدفونو د پېژاندلو او تاييد دپاره د ډيرې ښې وسيلې په توګه په پام کې نیول شوی. په ډيرو ټولنو کې د ژوندیو طرحو په اډانه کې دا هڅه کېږي څو یو سازمان ورکوونکی هنرمند د هنري او سازماني مهارتونو څخه په ګټې اخيستو سره د ټولنې له غړیو سره مرسته وکړي څو خپل کولتوري هویتونه وپېژني او بیان کړي.
همدارنګه د اروپا کولتوري سیاست جوړونکو له دویمې نړیوالې جګړې وروسته خپل پام هغه مسالو ته واړوه چې د الکترونکي عموي رسنیو څخه راپيداشوي ول. او لاندې پوښتنو ته د ځواب موندلو په لټه کې ول:
څنګه دموکراتيکې رسنۍ او مطبوعات وهڅوي او ترې ساتنه وکړي؟
څنګه د مطبوعاتو په پراختیا سره کولی شو خلکو ته ددې وس ورکړو څو له مطبوعاتو څخه د خپلو نظریو د آزاده څرګندولو دپاره ګټه واخلي او دې ته اړ نه وي لکه د تل په شان بې له هيڅ راز مرستې په بند کې ایسار پاتې شي؟
څنګه کولی شو کولتوري مخامخ او ژوندي ګډ فعالیتونه په داسې یوه ټولنه کې چې د بېشمېره توليداتو سره مخامخ ده، و هڅوو او غښتلي کړو؟
ډیرې هغه هڅې چې د کولتوري سیاستونو د ترسره کولو هيله لري، اساسي هدف يې دادی څو وښايي د کولتوري پراختیا مهمه دنده ،د کولتوري خپرونو د لارو چارو او د تولید د وسایلو او ابزارو غښتلتیا ده، نه د هغوی هدفونه. د کولتوري دموکراسۍ هدف د کولتوري ګډون لارو چارو ته مرسته ده لکه د آسانتیاو، تجهیزاتو، ودانیو ، زده کړې او بوختیاو چارو ته مرسته ، داسې چې د کولتوري چارو مینه وال وکړی شي په هغې کې ګډون وکړي.
داکار په حقیقت کې له دې سره توپير لري چې یو عمومي کتابتون چې ټول ترې وړیا ګټه اخيستلی وشي ( زیات شمیرموجوده دموکراتیک کولتوري بنسټونه ) او یا داسې یو سیستم چې په هغې کې د کتاب د لوستلو مینه وال د کتاب د برابرولو او دهغې د ساتلو دپاره په شخصي کتابتونو کې پيسې ورکړي.
یانې دداسې عمومي کتابتونونو له شتوالي پرته چې ټول ورته لاس رسی ولري، په اتوماته توګه د کتاب لوستلو کچه په سلو کې شل ښکته راځي.
د کولتوري دموکراسۍ شرطونه
د کولتوري دموکراسۍ د پلي کولو په لاره کې زیات خنډونه پراته دي. د کولتوري دموکراسۍ پلویانو ته ډیره مهمه خبره داده څو په ذهن کې یو ستر انځور وساتل شي. کارلوس فونئنتس زموږ وخت داسې تعریفوي: «زموږ وخت یو داسې وخت دی چې د کولتورونو تاریخ يې غوره لوبغاړي دي » .
په ټوله نړۍ کې ، هره خوا چې وګورو د سیاسي او اقتصادي امپریالستي ځواکونو د یوشان کولو د فشارونو تر وړاندې د کولتورونو سخت ټينګار روان دی.
شلمه پېړې د خپلواکو دولتونو د منځ ته راتلو او د دولتونو تر منځ د قومي او کولتوري ډلو د راڅرګندېدو او د لویدیز ډوله پرمختیا پر خلاف د مبارزو شاهده وه.
د یویشتمې پېړۍ په لومړۍ لسیزه کې ددې دپاره چې په خلکو کې د فرهنګي دموکراسۍ هيلې ژوندي وساتل شي، د یو ستر نړیوال او تاریخي انځور لرل ، اړین کار بلل کېږي. خو سره له دې هم د ناهيلۍ ډېرې نښې ليدل کېږي: څومره چې یو له بل سره مينه او درناوی د نړیوال کولتور یوه برخه ده ،قومي پاکونه، نسل وژنه، نژاد پالنه او ټکونه هم په هماغه کچه د نړیوال کولتور یوه برخه جوړوي .
په هر حال دغه پوښتنه شته چې کولتوري دموکراسي تر کومه بریده کولی شي د خپل کولتوري راتلونکې په اړوند د انسان د نا هيلۍ عوامل له منځه یوسي او آیا کولتوري دموکراسي کولی شي دملي او سیمه ایز کولتور ارزښتونه وساتي او ضمانت يې وکړي او که نه؟
دوام لرلي