عبدالرحمن فرقاني
له شکه وتلې خبره ده چې ملي پاڅون خلکو ته د آزادۍ او خپلواکۍ دنوی سهار نسیم له ځانه سره راوړي . او همدا د خلکو پاڅون او وحدت دي چې په پای کې تاریخ لیکي ،او ټولنه د ریښتنی بدلون په لور وړي ، د استعمار ، استکبار او استبداد له جبر څخه خلک ژغوري . خو ملي پاڅون هغه وخت ډیر مؤثر او اغیزمن وي
کوم ملي پاڅونونه چې نن دنړۍ په هغوعربي هیوادونو کې په لاره اچول کیږي ، چې د یوې اوږدې مودې څخه د استعمار تر جبر او ظلم لاندې وو ، که په څه دلالت کوي ، نو خامخا به په دې دلالت کوي ، چې نور خلک د استعمار د ظلم او بربریت څخه په تنګ شوی دي ، نور هغه نشي زغملي ، د خپلو حاکمانو څخه زوریدلي دي ، نور غواړي چې دا داستعمار تالي څټي پر دوی حکومت ونه کړي . او په دې دلالت کوي چې د نن زمانې په ځوانان کې ژور بدلون را منځ ته شوی دی ، د نن زمانې د ځوانانو سیاسي شعور د پرونۍ زمانې د ځوانانو د سیاسی شعور په څیر محدود پاتې نه دی ، د نن زمانې مظلوم ملتونه د خپلو ځوانانو په رهبرۍ غواړي چې نور د استعمارتر جبرلاندې ژوند ونه کړي ، نور د استعمار تالي څټي پر دوی حکومت ونه کړي ، نور د خپلې ارادې خاوندان وي ، سیاسی برخلیک ئې په خپل لاس کې وي ، نن د علم او تکنالوژۍ د ترقۍ او پرمختګ په نتیجه کې هر څوک کولای شي د لږ زیار په پایله کې له ډیر څه نه خبر شي .
داسې ښکاري چې په تیرو دریو لسیزو کې د ځوانانو سیاسي شعور په هغو هیوادونو کې چې د پیړیو راهیسې د استعمار تر بربریت او وحشت لاندې پاتې وو ، ډیره وده کړې ده ، اود استعمار سره د مبارزې هغه شونې لیارې ئې موندلې دي ،چې د دوی په هیوادونو کې په دیموکراتیکه توګه بدلون را منځ ته کړي ، داسې بدلون چې د استعمار تالي څټي نور پردوی د خپل هوس پالني لپاره حکومت ونه کړي . که پرون استعمار او د استعمار پلویانو د اسلامی حرکتونو مبارزې ته د تروریزم رنګ ورکړی ؤ ، او هر راز استعمار ضد حرکت او پاڅون ئې د تروریزم او سختدریځۍ تر نامه لاندې ځاپه ، په اسلامي هیوادونو کې ئې د تروریزم د ځپلو په پیلمه خپل تالي څټي واک ته رسولي وو . خو نن د ظلم او بربریت په وړاندې هماغه کړنلاره استعمالیږي ( دځان سیزل ) چې له یوې اوږدې مودې څخه د اسلامي امت بې وسه خلک پکې ګیر شوی وو ، د استعمار وحشي ځواکونو په ګڼ شمیر اسلامي هیوادونو کې بې وسه خلک د خپلو پرمختللیو جنګې وسایلو په اور کې سیزل ، دژوند د هر رازآسنتیاوو څخه ئې محروم کړي وو ، نه پوهیږم چې نن به د دوی د ظلم په وړاندې دغه راز مبارزې ته څه ډول رنګ ورکوي .
آیا داستعمار غاصبینو ته دا کفایت نه کوي ، چې د دوی د ظلم او وحشت له لاسه خلک سرعام ځانونه سیزي ، د دوی د وحشت له لاسه د خپل ژوند څخه لاس په سر شوی دي ؟، دا کفایت نه کوي چې یو ځل خپل ګریوان ته سر ټیټ کړي ، او په خپلو جنیایتونو او جرایمو باندې اعتراف وکړي ، او اشغال شوی هیوادونه پریږدي ، د خلکو له زورولو لاس واخلي . خو دا جوته ده چې د تاریخ په اوږدو کې استعمار داسې د انسانیت په جاده نه دی برابر شوی ، او نه به برابر شي .
که پرون استعمار د خپل وحشي هوس د پرځای کولو لپاره بې وسه او مظلوم ملتونه په اور کې سیزل ، خو نن خلک د دوی د ظلم د مخنوی لپاره ځانونو ته اور اچوي او په عام مظهر کې ځان سیزي ، د دغې نوې انقلابي تګلارې مهمه بڼه دا ده چې ټول ملت په ډیر جرات سره په دغه پاڅون کې برخه اخلي ، چې په تیرو وختونو کې دا راز چلند معمول نه ؤ ، او دا هغه کار دی چې د استعمار حاکمان له وړاندې ورته تیاری نه لري ، او پرته لدې ئې مخنوی هم نشي کولاي چې یا خپل سلوک اوکرادار بدل کړي ، خپل هیواد او ملت ته ژمن شي ، د خلکو خدمت ته په صادقانه ډول ور ودانګي ، او یا حکومت پریږدي او د هیواد سیاسی برخلیک ملت ته وسپاري . نن داسلامي نړۍ حالت تر هر بل وخت څخه ډیر ناوړه او اندیښمن دی ، په اکثرو اسلامي هیوادونو کې مسلمانان زورل کیږي ، ثروتونه ئې په غارت وړل کیږي ، حقوق ئې تر پښو لاندې کیږي ، خپلې شتمنې د خپل ژوند د سوکالۍ او سعادت لپاره نه شي استعمالولی ، په خپلو هیوادونو کې د استبداد او زورواکۍ تر توره لاندې ژوند کوي ، دهر ډول پرمختک او تمدن څخه محروم دي ، د دیموکراسۍ په نامه راغلي غارتګران پرې مسلط دی . له بل لوری نن د اسلامي امت پر ضد استعمارګران تر بل هر وخت نه سره یو موټی دي ، په برلا توګه ئې ثروتونه غارتوي ، د فکري ، عقیدوي او فرهنګي وجود په ضد ئې مبارزه کوي ، او که څوک جرات کوي چې د دوی په خلاف څه ووایی : نو ورباندې د تروریست ، سختدریځه او ترهګر ټاپه وهي یا ئې وژني او یا ئې هغو تور زندانونو ته ننه باسي چې د تاریخ په اوږدو کې به د تل لپاره د استعمار په ټنډه کې دتورو داغونو په څیر پاتې وي . خو ښایی دغه ملي پاڅونونه مظلومو ملتونو ته د استعمار له جبر او قید څخه د آزادۍ او خپلواکۍ پیغام راوړي . او استعمار د تل لباره په اسلامي نړۍ کې نیست او نابود کړي . وما ذالک علی الله بعزیز .
عبدالرحمن فرقاني