دمعترضو کاندیدانو سره دولسمشر کرزی دخبرو مکمل جریان

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
سلام خان
د ولسي جرګې یو شمېر معترضوکانديدانو د افغانستان د اسلامي جمهوریت له جمهوررئیس حامد کرزي سره په کتنه له هغه وغوښتل چې د انتخاباتي درغلیو د څیړنې د ځانګړې محکمې د پریکړې تر اعلام پورې ملي شورا پرا نه نیزي.  په دې کتنه کې چې نن غرمه د جمهوري ریاست دسلام خانې په ماڼۍ کې ترسره شوه،
محمد داود سلطان زوی،فضل کریم ایماق، نجیب اله مجاهد، حمیدالله توخي، حاجي فرید، فضلي او یو شمېر نورو خبرې وکړې او دهېواد له جمهوررئیس څخه یې وغوښتل چې د۱۳۸۹ لمریز کال د ولسي جرګې د انتخاباتي درغلیو د څیړنې د ځانګړې محکمې د پریکړې تر اعلانیدو پورې ملي شورا پرا نه نیزي. په دې کتنه کې داوود سلطان زوی د۱۳۸۹ کال د ولسي جرګې انتخابات له درغلیو او سرغړونو ډک وبلل او وې ویل د سترې محکمې په وړاندیز او د تاسو جلالتمآب په منظورۍ د دغو انتخاباتو د درغلیو د څیړنې لپاره یوه ځانګړې محکمه وټاکل شوه او پریکړه وشوه چې دغه محکمه به د۱۳۸۹ لمریز کال د کب د میاشتې تر دریمې نیټې پورې خپله پریکړه اعلانوي او له هغې وروسته به د هېواد د جمهوررئیس له خوا ملي شورا پرانیستل کیږي چې له بده مرغه په دغې پریکړې باندې عمل ونه شو او دادی اوس تاسو تصمیم نیولی چې سبا ملي شورا پرانیزی، په داسې حال کې چې هغوی قسم خوړلی چې دغه نظام به رانسکوروي نو تاسو څنګه داسې کسانو ته سوګند ورکوی؟. سلطان زوی وویل زموږ پوښتنه داده چې موږ په کوم افغانستان کې ژوند کوو په هغه افغانستان کې چې د دې هېواد په خلکو پورې اړه لري او که په هغه افغانستان کې چې برخلیک یې په یو ناما او د بهرنیو هېوادونو په سفارتونو پورې تړلی دی. سلطان زوی وویل: که زموږ غوښتنو ته مثبت ځواب ونه ویل شي نو موږ به دخپل ورک شوي افغانستان دلټولو لپاره غرونو ته پورته شو. حمیدالله توخي په دې کتنه کې وویل : که یوځل دا خلک پارلمان ته ننوتل او پارلماني مصونیت يې ترلاسه کړ بیا پرهغوی څوک د محکمې پریکړې نه شي عملي کولی . ده زیاته کړه: دا چې تاسي زموږ غوښتنې نه اورﺉ نو موږ نوره دعوه نه کوو او په افغانستان کې هم نه اوسیږو ځکه موږ ته خپل خلک وایي چې موږ خو تاسو ته رایه درکړه ولي له تاسو نه دغه رایه په شش درک کې د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون واخیستله؟. نوموږ مجبوریو چې غره ته وخیژو. په دې کتنه کې فضل کریم ایماق وویل: موږ بې انصافه خلک نه یو په دې پوهیږو چې په دغو کسانو کې چې تاسي یې سبا ملي شورا پرانیزی داسې خلک هم شته چې په رښتیني توګه یې رایه ترلاسه کړې ده خو ډیر یې د سیاسي ناروغیو لرونکې او په تقلب راغلي کسان دي. ددې لپاره چې درغلۍ وڅیړل شي نو ملي مصلحت په پام کې ونیسی او اجازه ورکړﺉ چې ستا سو له خوا منظور شوې ځانګړې محکمه خپله پریکړه صادره او بیا ملي شورا پرانیزﺉ. نجیب الله مجاهد له حامدکرزي څخه وغوښتل چې دخلکو د حقونو دفاع وکړي او پرې نه ږدي چې هغه کسان پارلمان ته لاره پیدا کړي چې دټنونو نیشه یي توکو په قاچاق کې نیول شوي دي. ده پر حامد کرزي ټینګار وکړ چې دهېواد دجمهوررئیس په توګه فضل احمد معنوي ته د دې اجازه ورنه کړي چې د دې هېواد د خلکو په برخلیک لوبې وکړي. په دې غونډه کې یو بل تن له حامدکرزي څخه وغوښتل چې استعفا وکړي او له خلکو بخښنه وغواړي او ووایي چې زه د زورورو په وړاندې نه شم دریدلای. حاجي فرید دهېواد جمهوررئیس مخاطب کړاو وې ویل: ما دا لس کاله فکر کاوه چې ته دافغانستان جمهورریس یې، خو اوس راته دا څرګنده شوه چې ته جمهورریس نه، بلکې یو مظلوم یې او دخپل فرمان دفاع هم نه شې کولای نو د دې خلکو دفاع به څنګه وکړې. حاجي فرید زیاته کړه: ما فکر کاوه چې افغانستان یوازې دافغانانو دی خو اوس پوه شوم چې دا هېواد د ایکن بیري او دمیستورا دی چې هغوی یې په اړه پریکړې کوي. جمهوررئیس حامدکرزي د معترضو کانديدانو د غوښتنو له آوریدو وروسته وویل: دانتخاباتي درغلیو دڅیړنې محکمې له جوړیدو وروسته دغې محکمې له سترې محمکې یوه میاشت وخت وغوښت چې انتخاباتي درغلی په ښه ډول وڅیړي چې موږ هم ددغې محکمې وړاندیز ومانه خو وروسته یو شمېر بهرنیو لاسونو زموږ دپریکړو تر پوښتنې لاندې راوستلو او په دې هېواد کې د بحران د رامنځته کولو لپاره په تحرکاتو پیل وکړ او کانديدانوته یې ویلي و چې له جمهوررئیس پرته ملي شورا پرانیزی موږ درسره یو. حامدکرزي وویل : ددې لپاره چې هېواد مو له بهرنیو لاس وهنو او بحران څخه ژغورلی وي نو پریکړه مو کړه چې له بریالیو کانديدانو سره وګورو او په هغو دا ومنو چې دملي شورا له پرانیستلو وروسته هم دانتخاباتي درغلیو دڅیړنې دمحکمې پریکړې ومني، چې موږ له هغوی څخه په دې اړه لیکلی سند هم اخیستی او سترې محکمې ته مو استولی دی چې د سترې محکمې عالي شورا هم لیکلي دي چې دکوم شخص دمرګ له حکم پرته چې هغه دجمهوررئیس منظورۍ ته اړتیا لري، د اساسي قانون د۱۲۹ مادې له مخې د محکمو ټولې قطعي پریکړې واجب التعمیل دي. موږ د سترې محکمې د عالي شورا مصوبې ته په احترام او د دې لپاره چې د۱۳۸۹ لمریز کال په انتخاباتو پورې اړوندې دعوې د ځانګړې محکمې له خوا څیړل کیږي نو تصمیم مو ونيوه چې دروان کال د سلواغې په شپږمه ملي شورا پرانیزو چې دا کار دافغانستان په خیر دی. پای سلام خان