´د نوي پارلمان افتتاح که د افغانستان د فا تحی اعلان ،

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
انګار وطنپال
درنو او قدرمنو لو ستونکو ، نه تنها افغا نانو ته بلکه ټولی نړۍ ته دا ښه ثابته او څرګنده شوه چی د سږ کال پارلماني انتخابات د تقلب ، در غلیو اود بیګانه هیوادونو په ځانګړي تو ګه د ایران دولت په ښکاره لاس وهنۍ نه یو ډک انتخا بات وو
اودا باید هم ووایو چی د نوی پارلما ن ټولو نما ینده ګا ن په درغلیو او فساد ککړ ندي ځکه پدی کښی داسی نما ینده ګا ن شته چی د خپل لیاقت او اهلیت په اساس دی پا رلما ن ته لا ره پیدا کړی ده مګر هغه نما ینده ګان چی د درغلیو په اساس دی پارلمان ته راغلي دي په حقیقت کی د ګران افغانستان نما یندګي نشي کولای او نه به خپل وطن او ملي ګټو ته وفادار و
وسي دا ځکه چی دا نما ینده ګان د ګا ونډی هیواد ایراني اخوندانو د پیسوپه زور ا خیستل شوی نما ینده ګان دی او دا نما ینده ګان په حقیقت کی د ایران اخوندانو سره ګرو دی نو دوی به څنګه د ګران افغانستان د ښه خد مت سبب و ګرځي دوی به څنګه و کو لای شی د افغانستان د بو دجی په تعین او تصویب کی خپل نظر څرګند کړي ، دوی به څنګه وکولای شي د افغانستان د دولت پر کړنوغور او برسی وکړي ایا دوی به بین المللی قراردادونه د افغانستان او ملي ګټو په خاطر امضا کوی او که دایران د اخوندانو په ګټه ، نه دوی به هیڅکله دا کا رو نه د افغانستان او ملي ګټو په خاطر ونکړي او همیشه به کو ښښ کوي چی خپل با داران خو شحا له و سا تي او هر هغه څه چی د ایران اخوندان دوی ته وايي دوی به هغه ضرور عملی کوي ځکه دوی هغه ا متیا زات چی د افغانستان دولت نه تر لاسه کوي نو هغه امتیا زات دوه چنده دایران اخوندانو نه هم تر لاسه کوي نو پدی اساس او ددی نماینده ګانو په موجودیت سره به د افغانستان ټغرټول او د افغانستان ځلانده تاریخ ته به د پای ټکۍ کیښودل شي او نه به په اینده کی افغانستان د حفیظ الله خان منفور او لطیف تجزیه طلب په موجودیت سره به یو متحده او مستقله هیواد پا تی شي او نه به هیڅکله هغه افغانستان وی چی اوس يي 5000 کلن تا ریخ شا هدي ور کوي ،
خوږو مینه والو ، د نوی پارلمان په افتتاح او د کار په شروع سره به افغانستان د یو مستعمری په توګه به د ایران د اخوندانو تر اسارت لا ندی وي او دا نما ینده ګان به هغه کارونه ( د قانون د مسودی تر تیب ، د بودیجی تعین او تصویب ، د بین المللی قراردادونو امظا ء کول او ددولت پرکړنوغورکول) کوي چی په هغی کی د خپلو با داران ( ایراني اخوندانو) ګټی خوندي وي ، خو ښه به داوي چی هغه بر یالي او د ملت واقعی نما یند ه ګان چی په خپل لیا قت او اهلیت سره يي نوي پارلمان ته لاره پیدا کړی او د وطن د دلسوزي حس ور سره مو جود دی با ید د ځانګړ محکمی چی د اساسي قا نون پر بنا او د کرزی صا حب �
�ه فرمان جوړه شوی ده په کلکه د فاع وکړي څو دا محکمه وکولای شی د وطن خاینان چی په ټاکنوکی يي درغلي کړیده د افغانستان ټول ولس ته ور په ګوته کړی او د قا نون منګلوته يي وسپاري او لویه سزا ور ته ورکړي تر څو چی په اینده کی داسي کارونو ته زړه ښه نکړي او د پردیوپر لمسون ونه غو لیږي ، او که داکار ونشي تا سو ته وعده در کوم چی د خوږ افغانستان فاتحه به د کابل په پل خشتی مسجد کی ددنیا د هیوادونو په شمول په ګډه واخیستل شي او په اینده کی به هیڅوک دا توان او قدرت هم ونه لري چی د افغانستان کلمه یا نوم په خوله واخلي او د افغانستان خوږ نوم به دایران د یو اوستان په نامه بدل �
�ي ،
ګرانو لوستونکو ، اوس چی محترم او جلالتماب کرزۍ صاحب د بیګانه هیوادونو اویا د قلابی کاندیدانو د فشار په اساس دی ته حا ضرشوی چی نوی پارلمان افتتاح کړي قلابي او بی سواده نماینده ګان خو شحاله اوراضي وساتي او غواړی د ایران دولت ته د هغه نغدو پیسو د کڅوړو په مقابل امتیازات ورکړي چی بله چاره هم نلري نو مونږ مظلوم او بیګناه ولس ، کړیدلی ولس ددولتی ارګانونه او په ځانګړي توګه دملي امنیت ارګان اود هغه نما ینده ګانو نه چی په خپل لیا قت او اهلیت بر یالي شویدي احترامانه هیله کو چی د هغو نماینده ګانوکړنی د غور او څارنی لاندی ونیسی چی په درغلیودایرن د اخوندانو �
�ه مټه او زور يي دی پارلمان ته لاره پیداکړی ده او خدای وکړی چی بیا داسی ونه شي چی په اینده کی د ایران د پیسونغدو کڅوړوبا ران شروع شي او اوس چی څرنګه بریښي دایران دولت دنوي پارلمان بیسوادو نماینده ګانو ته د تعلیم او تر بيي په خاطر ښه زمینه برابره کړیده دا پدی ما نا چی د ایران دولت دی نماینده ګا نو ته بیسوادي کورسونه برابر کړیدی چی پدی بیسوادی کورسونوکی محترم سلطان زوی صاحب لا د وخته خپل نوم لیکلی دی او نور بیسواده نما ینده ګان به وروسته خپل نو مونه ولیکي .
وسلام ستا سو د نیکو وړاندیزنو په هیله . انګار وطنپال