همت الله امين زی
که څه هم په لويه کې ماداڅوکرڅې يوه پښتانه ملګري ته دليک په ډول ليکلې وې خوبياچې وروسته مې وکتل دارنګي پښتانه خوراډېروه، نوزه هم دټول کليمه نه کاروم اوهريوښاغلي بېل بېل مخاطبوم.
ښاغلو/اغليو- اقرارکوم چې دالفاظو دجادوګري اولوړوخيالونواوانځورونوپنځول زمادوس خبره نه ده، په ژوندكې مې ټول څه زمادخوږې اوسپېڅلې مينې انځورونه دي،چې دښکلا خالق ته دهغه په عظمت اوسپېڅلتيا دزړه له تله قايل يم . چې هغه مينه پښتواوله پښتوژبې سره دی.
دغې مينې زه دخيال اوفکرپه صحراکې ترهغه بريده ورسولم،چې ترهغورنګينو کرښو وړانديې ددنياوي ښکلاهررنګ سولېدلى ؤ، اويوازې ديوه نه پناه کيدونکي نورجلوې خورې وې، همدغه جلووزماسترګې وغړولې . اودزړه په بڼ کې مې دلايزاله ښکلاوږمې خورې شوې . او په همدې سره مې له سترګوهم دمينې اومننې اوښکې وڅڅېدلې، زه مې دزړه مينه دخپل ژوندترټولوقيمتي سرمايه ګڼم اوپه ساتلواوستايلويې وياړم .
داآسمان چې څومره لوړښكاري له كبره
ګوندې اوسي پښتانه هم په آسمان كې
وايي چې هېڅوک دماتې خوړلولپاره نقشه نه کاږي، بلکې دانقشه ده که چيرې غلته وويستل شي دماتي سبب ګرځي. اودابه موهم اورېدلي وي چې ټول غواړي چې جنت ته لاړشي خو هېڅوك نه غواړي چې مړشي.
دتاريخي اوعلمي څيړنوپه استنادپښتانه اصلي اريايان دي چې ددوي ژبه پښتوچې دلويديځو آريايې ژبو په کورنې کۍ داخله او د باختري ژبو په ډله کې ژوندۍ ادبې ژبه ده .
پښتون به نه يم چې په تاباندې پښتوونه کړم
موږخولمانځه ته هم نيتونه په پښتوکې تړو
پښتوژبه د ډيروبډايوادبياتوخاونده چې په باختري ژبوکې د يواځينۍ دليک لوست ژبه ده، پښتوژبه دهيواد دملي اورسمي ژبې په توګه پيژندل شوې او د هيواد ۶۲٪ وګړې پرې خبرې کوي . دنړۍ ژب پوهان په دې باوردي چې ژبه دکلتور يومهم رکن اوکلتوري ليږدولو وسيله ده چې دقومونوتر منځه دنسلي ګډون اويووالي يوه څرګنده بيلګه ده .
زخمونه پښتانه دي مالګه لپې لپې راوړه
قسمــته مروره چې پخـلاراسره نه شې
پوهان په دې اند دي که چيرې ژبه ديوه ملت څخه واخيستله شي نورنوهغه ملت ژوندې ندي اودزمانې په اوږدولکه بې خاونده کاروان په نورومليتوکې حل کيږي . دژبې څخه دهر ملت ملي پيژنداوځانګړنې له ورايه ښکاري چې تل ورته په هغه سترګه وکتل شي چې موږته دپخوانيو څخه په ميراث راپاتي ده، دپښتوژبې په بډاينه او پنځيدنه کې دهرپښتون ستره دنده ده چې د پرديو د يرغل څخه يې خوندي وساتي او د ژبې د سوچه والي او پنځيدو لپاره رغنده ګامونه پورته کړي.
داچې هرڅوک يې هوس کړي دخوړلو
غم همدادی، چې خواږه دي پښتانه
زه فکر کوم چې پښتو ژبه لا تر اوسه ناوې ده اوچايې دښکلي مخ څخه پړونی نه دی پورته کړی که څه هم دوخت زمامدارانودانه چې هغه يې ونه ستايله لا نور هم زرګونه منه خاورې يې پرې واړولې. خوبياهم داژبه پخپله ارته سينه کې هغه سوچه او ښکلي «ويې» «لغات» لري چې په نورو ژبوکې يې دڅرک تصورهم نشي کيدی خودبدبختۍ ځای دادی چې پرديو ادبياتوزموږغوږونه دومره راډک کړي چې دخپلې ژبې داوريدولپاره پکې ځای نه دی پاتې.
موږخپل سوچه لغات پريږدواودنوروژبولغاتوته په خپله ژبه اوويناو کې ځای ورکوو چې دهغې په ويلوهم چندان ښه نه ښکارو، داچې موږخپله دنده دخپلې ژبې اوقوم په هکله خپله دنده ترسره کړي نده دنورو دخوشحالوو اوخوش خدمتې په خاطر د وطن د ځوان نسل ته چې په بهر ملکو کې د خپلې ژبې او خپل کلتور د لا بډاينې په نيت خپلو ټلويزونو په شيشه کې ستاسو پرګرامو ته سترګې په لاره وي چې د ستاسو د لارې په خپل ژبه او کلتور لا پسې نورې بډاينې ترلاسه کړي خو متاسفانه داسې څه واوري چې په څو څو وارې د په هکله پوښتنه کوي چې دا زموږ ژبه نده داڅه ګډې وډې خبرې کوي دوي په داسې يو څلور لارې کې پاتې شي چې په هيڅ لوري تګ تصميم نشي نيولي اوددوي په راتلونکې باندې ناوړه اغيزه کوي، موږ په خپل لاس دا تنکې ځوانان د يو ړون سباپه لورنه بلکې ديوې تيارې خواته راکاږو چې دا دوي سره يوه ستره جفا ده.
ستاپه مټوتللی څوک تر داره څوک ترنګاره ده
عشقه بس مننه دې له داسې ابتکاره ده
مينه واخله،مينه راکړه،مينه به بيامينه شي
ګوره پښتانه وايي چې زړه په زړه هېنداره ده
زه دوطن دنوروژبوسره کوم ضديت نه لرم خوداحق لرم چې پخپله مورنۍ ژبه ولولم، وليکم اودهغې دلابډاينې لپاره کاروکړم . اوڅه ماناداچې هغه دخوارۍ په حالت کې وينم اوفسوس او افسوس کوم خو ...؟؟؟
دمېړانې اوغيـرت پرځاى مې ګوره
يوقدم به شاته نه سـم که افغان وم
دپښتوفطرت مې دومـره اسلامي دى
که اسلام نه واى بياهم بـه مسلمان وم
ټولوته چوته ده کله چې په ۷۵ ع کال کې « يورشلم » دروميانو په مټ وران شو یهوديان په ټوله نړۍ کې تيت اوپرګ شول خوددې تيت اوپرګ کيدوسره سره يې خپل دين اوفرهنګې يووالې وساته او په نورو ملتو کې حل نشول ، دوي په پيل کې يې خپلې ژبې ته داسې پاملرنه وکړه چې دخپلو خلکو لپاره يې لازم شرطونه کيښودل اوترنن تاريخ پورې يې سوچه وساتله نن دوي دژوند هغه وروستي پړواو ته رسيدلي دي چې نړۍ ورته داحترام سرکوزکړی، چې دادژبې ساتنه اوديووالي پايله ده دنوروڅخه يې بايدزده اوپلې کړو!
ستادمرګي دارمانونوکيسه ختمه نده
پښتونه ! لادي دغمونوکېسه ختمه نده
دپرمختګ نه مرورپرجهالت مينه !
خپله پرځان دي دظلمونوکيسه ختمه نده
نويوروڼ حقيقت به درته ووايم ... هغه ورځ مي له ځانه سره فکر کاوه ... ما ويل مينه چي مطلب ته ورسيږي هغه يې دپای ټکی وي ... دازمادژوندتجربه ده اودميني دفلسفې يواصل ... بيامي دې فکرته په ليکلوسره دوام ورکړ ... مينه تندې ته وايي، مينه لېوالتياته وايي، مينه دجدايۍ غم ته وايي، مينه دزړه درد ته وايي، مينه انتظارته وايي، مينه دسړي ساروحي ارامتيا ته وايي - داهرڅه ترمينې وړاندې وي خو چې مينه ترسره شوه بيامينه نه شوه .بياپوه شوم چې مينه لېونتوب دی؟؟؟
زه ريښتياوايم کنه؟
دليلې مينې زرشه وايه مجنون چېرته وژنې
دالقاعده په نوم دې بوته پښتون چېرته وژنې
امين زى دغه سلاده شى راويښ پښتنو
چې ميرويس خان اواحمدنشته قانون چېرته وژنې
ماخپله خووصيت کړی دی چې بدن مې بې له تابوته خاوروته وسپارۍ، ترڅود وجود غړيوخاوره شوې خاوره مې دافغانستان دخاورې يوه برخه پاتې شي.
باورلرې وايي چې دقيامت دورځې لمرسوځوونکی دی، مګردانتظاردشېبې دسيوري په اندازه نه ... نور څومره ... !!! جهاني وايي:
يومې سوال ځواب دقبرپه پښتو کړه
يو لحدپرکندهار درڅخه غواړم
چې يوازې جهاني درځي درشل ته
دسکروټو پرسرلاردرڅخه غواړم
خوبدمرغي داده چې په تاريخ ليکلوکې معمولانېټې سمې وي او ډېرځله حالات دروغجن ځای نيسي خوپه ناول او داستان کې ددې په خلاف که نېټې سمې نه وي خوحالات سم رااخيستل کېږي. زموږ ژوندهمداسې شېبې تمثيلوي.
هميشه مې ويلي دي چې اې خدايه! ځانغوښتنه راکې دومره له منځه يوسه، ترڅودبل چاځانغوښتنه هم ونه وينمه اوله دې ځوره په امان کې شم.
وايي چې ملايکوله تيږوڅخه پوښتنه کړې وه چې ولې له خدای (ج) څخه نه غواړې چې تاهم انسانان خلق کړي، ټېګې ورته ويلي وه چې لاهومره کلکه شوې نه يم.
لکــــه ماشــــوم، چـــي پکې لــــولـــم سيــپاره د مينې
خداى دي دا ټوله دونياګۍ کړي مـــدرســــه د مينې
تر اسمان دوې ګوتې را ټيــټ د سړيتوب معراج دى
که څوک ورځي نــــــو بــــــــه ور خېژي پر زينه د مينې
ما او پښتو بـــــه بارکواله! سره بېل نــــــه کړي څوک
ســــره پيونــــــــد يو موږ تر مرګـــــه پـــه رشته د مينې
په دغه نړۍ کې ډېروانسانانومينه دپرخې هغورڼوڅاڅکوته ورته ده چې دسهاردلمر څرک سره يوځاى دګلپاڼوله غېږو دتل لپاره دابديت په لورالوزي . ريښتينې مينه بيا دپرخې دغه څاڅکو ته نه بلکې دګلپاڼوپه منځ کې هغه پټې وږمې ته ورته ده، چې دبادونواو لمر سره سره ګلونه يوازې نه پرېږدي خودګل درژېدوسره يوځاى ديادونوپه هديره کې خاورې شي اووږمه يې څوک نشي وژلى.
ستاپه غم کې ډېرې شپې مې سباکړي
دزړه دردهره شېبه راته مالوم دی
قضاوت ته مې ضميرتيارولاړدی
دبدۍ سرحدډيرښه راته مالوم دی
ارسطووايي چې مينه يوروحي تسکين دى اود دوو روحونوعاطفي تړون ته مينه وايي چې يوازې روحي لذت لري اوله جسم سره يې تړاو نه شته خواپلاتون وايي چې مينه بې له جسمي وصال نه منځ ته نه راځي.
تابه ماته دلمدوزلفوشړک راکړو
چې باران به وريده، راته مالوم دي
خدای دې نه کړي چې په بدودرته ګورم
موږکې پوردپښتانه راته مالوم دی
يوبهرنی ليکوال كورس بابايي وايي: کله چې له ماجلاشوه ويې ويل،زماښايسته ګله،که سل کاله وروسته مې قبروسپړې اوزړه مې شته وي نووبه ګورې چې پرې ليکلي وي يوازې له تاسره مينه کوم .)
يوه هندي سندره کې وايي (جيون سوک دوک کاسنګم هې) ماناداده چې دردونه او تکليفونه سره يو ځاى شوي نوبياژوندورنه جوړشوى دى، ياداچې څوک چاته وايي(جيناصرف ميرې ليې) يوازې زمالپاره ژوندکوه، ياژوندى اوسه ...
يوځوان غلي دديوال سيوري ته ناست ؤ
ستاپه غم کې ژړيده، راته مالوم دی
دپښتون دخلقت باب مې راڅپړلی
که دښاردي، که دغره، راته مالوم دی
هغه دنمرواومياشي کيسه خو به دې اوريدلي وي، چې ماشى په پوزه کې ورننوتى و،کله چې نمرود له منځه لاړ او ماشى يې له پوزې نه راووت،د هغه يو وزر مات شوى و،خداى پاک ورته وويل چې اوس ووايه چې که غواړې د دنيا ټول سره زراوقيمتي شيان درکوم،خو مياشي پوهيږې چې څه ورته وويل؟
هغه ورته وويل چې ددنياسپين سره مې نه دي په کاربس دغه وزرمې روغ کړه.بيانو خداى پاک هماغسې وکړل.
زه خووايم چې که دمياشي پرځاى زه واى ښايي ماسره اوسپين غوښتي واى. ولې چې زه انسان يم،بيا هم هماغه خبره چې انسان په خاورو موړ ...
زمازړه لکه هېنداره داسې سپين دی
ددوي زړه لکه سکاره راته مالوم دی
له ابده په کې زه دجبرلاندې
دژوندون خوندنوپه څه راته مالوم دی؟
يوه مشهوره خبره چې وايي دجګړې په پيل کې جنګ دواړه خواووې دبري خوبونه ويني اوښونتيجوته هيله منې وي اودجګړې اومحاربې په منځ کې کله يوه خوابری نږدې وينې اوکله بله خوا خودجګړې په پای کې دواړه لوري دماتې احساس کوي اونه هيلي وي. خولکه چې وايي موږجګړه نه کوو جګړه په موږ راوتپل شي.
چې لوټلی زه دهردورقارون يم
زمالويه ګناه داده چې پښتون يم
بدنام کړی چې دهرجبرقانون يم
زمالويه ګناه داده چې پښتون يم
بل خرڅ کړی يمه خپلورهبرانو
دوختونوپه بېرحمه دلالانو
په مخ مخ يمه وهلی غاصبانو
چې حالاتوپه دارکړی نن پرون يم
زمالويه ګناه داده چې پښتون يم
په خپل کورکې يم بې زوره پاتې شوی
په شته مورکې يم بې موره پاتې شوی
داچې هروختي دخپل ځان په لټون يم
زمالويه ګناه داده چې پښتون يم
چې راټول شم دسلګوبدل به اخلم
ددې واړه محروموبدل به اخلم
دهرظلم اوسختوبدل به اخلم
لامړنه يم خوپه تمه دبدلون يم
زمالويه ګناه داده چې پښتون يم
ټولې خبرې په يوه جمله کې درته راټولې کړم خپله ژبه اوملي ټرمينالوژي له دغه حالت څخه وژغورۍ، نن پښتواوپه ملي راډيوټلوېزيون کې دپښتوشتون اونه شتون ستاسوپه وس پوره خبره ده، دچاروشنونکي وايي چې ملي ټرمينالوژي، ديوه هېوادلپاره دملي بيرغ، ملي سروداونوروملي ارزښتونوپه شان ارزښت لري اوچارواكي مسوول دي چې ساتنه يې وكړي.
له همزولواودرنوملګروعبدالستارسعادت، عبدالودود پښتونځار او نورګل شفق څخه مننه اوبخښنه چې دستونزې پرمهال مې ددوی سرهم له ځان سره دردولی دی.
په پای کې ... !!!
بخښونکيه خدايه! ته پوهېږې چې انسان كېدل اوانسان پاتې كېدل په دې نړۍ كې څومره ستونزمن كاردى. څومره ستونزې ګالي هغه څوك چې انسان دى اودانسانيت داحساس څخه برخمن دى!
الهي پروردګاره ! كه انسان پوه شي چې په انساني لباس كې څومره ضرررسوونكى دى، نو! ځاى پرځاى به يې زاره وچوي!
ياالله ته موږته دنېكوهدايت وكړې اوموږدمضروانسانانوله ډلې څخه وساتې !
امين يارب العلمين
دډېرې ډېرې پاملرنې په هيله
دخدای لپاره پښتنوځانونه وپېژنۍ
تاسولپاره خوبه نوی پيغمبرنه راځي
په مينه اومينه
ستاسوکشر
ستاسو ورور
اوتاسې ورته ګران
همت الله امين زی