عبدالرحمن فرقاني
که هر څومره استعمار خپل استبداد ته ادامه ورکړي ، او دمظلومو ملتونو حقوق تر پښو لاندې کړي خوپه پای کې همدا د ملت حرکت او پاڅون دی چې تاریخ لیکي . موږ تاسو ټولو په تیرو څو ورځو کې د استبداد په وړاندې د تونس ملي پاڅون په ژوندې بڼه په تلویزنونو کې ولید ،
د تونس پولیسي او وحشي نظام په سیمه کې د وحشت او استبداد په حاکمیت کې ساری نه درلود ، آن تر دې چې پدې باندې ئې فخر کاوه چې د اسلامي حرکتونو هر ډول مسالمت آمیزه فعالیت ئې هم شنډ کړي دی . د آزادۍ مور( فرانسه !) ئې تر شا ولاړه او د مظلوم ملت په زورولو کې ورسره مرسته کوله . خو کله چې ملت خپل غږ د دغه مستبد حکومت په وړاندې پورته کړ ، نو بیا د استعمار نوکر او د خدای دښمن د خپل سر د خوندي ساتلو لپاره پښې سپکې کړي او وطن ئې پریښود .بیا دآزادۍ مور هم زړه و نه نیو چې ورته پناه ورکړي . ځکه چې د ملت ریښتني او صادق غږ ئې تر غوږو رسیدلی ؤ .
که موږ د تونس ملي پاڅون ته ځیر شو نو د تونس پاڅون ډیر ژور او پریکنده پیغام لري ، نن تونس هغه ملتونو ته دهر اړخیزې آزادۍ او خپلواکۍ لپاره د مبارزې لاره ښيي ، چې د استعمار په کړۍ کې راګیر دي ، یا په مستقیمه توګه تر اشغال لاندې دی او یا هم د لاسپوڅو حکومتونو تر حاکمیت لاندې د استبداد په چاپیریال کې بدرنګه او ذلتباره ژوند لري ، نن د تونس تجربې ثابته کړه چې استبداد او استعمار د ملت د همغږۍ په وړاندې مقاومت نه شي کولاي ، که ملت د بهرنیو توطیئو ښکار نه وي ، او په خپل منځ کې د خپل سیاسي برخلیک لپاره سره متفق او همغږی شي ، که اراده ئې سره یوه شي ، نو هیڅ ډول قوت ئې په وړاندې مقاومت نه شي کولاي .
زموږ په وروسته پاتې ټولنو کې د استعماري قوتونو کړۍ ځکه ورځ تر بلې پراخیږي چې زموږ د ملتونو په منځ کې ئې د تفرقې اور بل کړی دی ، څوک ئې د ژبه په بنیاد را پورته کړي او څوک ئې د قومیت په بنیاد ، او په دغه منځ کې ئې د خپلو کرغیړنو دسیسو لپاره( اقلیتونه !)هم نه دی هیر کړي ، یوه ډله ئې د بلې په وړاندې هڅولې ده ، یو قوم ئې د بل قوم په وړاندې مسلح کړی دی . تر څو چې دا د تفرقې اور زموږ په ټولنو کې بل وي ، استعمار به پرموږ حکومت کوي او زموږ حقوق به تر پښو لاندې کوي . د تونس تجربه ثابتوي چې دخلاصون لاره یوه ده د ملت همغږي او اتحاد ، هر کله چې ملت سره یو شو استعمار او استبداد په خپله خپل ټغر ټولوي ، او سیمه پریږدي .
نن داسلامي نړۍ حالت تر هر بل وخت څخه ډیر ناوړه او اندیښمن دی ، په اکثرو اسلامي هیوادونو کې مسلمانان زورل کیږي ، ثروتونه ئې په غارت وړل کیږي ، حقوق ئې تر پښو لاندې کیږي ، خپلې شتمنې د خپل ژوند د سوکالۍ او سعادت لپاره نه شي استعمالولی ، په خپلو هیوادونو کې د استبداد او زورواکۍ تر توره لاندې ژوند کوي ، دهر ډول پرمختک او تمدن څخه محروم دي ، د دیموکراسۍ په نامه راغلي غارتګران پرې مسلط دی ، او په دغه راز یوه حالت کې څوک د غږ پورته کولو جرات نه شي کولاي .
له بل لوری نن د اسلامي امت پر ضد استعمارګران تر بل هر وخت نه سره یو موټی دي ، په برلا توګه ئې ثروتونه غارتوي ، د فکري ، عقیدوي او فرهنګي وجود په ضد ئې مبارزه کوي ، او که څوک جرات کوي چې د دوی په خلاف څه ووایی : نو ورباندې د تروریست ، سختدریځه او ترهګر ټاپه وهي یا ئې وژني او یا ئې هغو تور زندانونو ته ننه باسي چې د تاریخ په اوږدو کې به د تل لپاره د استعمار په ټنډه کې دتورو داغونو په څیر پاتې وي . خو نن د تونس ملي پاڅون دا ثابته کړه چې د ملت یوالي ، اتحاد او همغږي استعماري حکومتونه نړولی شي .
که موږ په ریښتیا و غواړو چې د استعمار له زولنو څخه آزاد شوو ، نو موږ د اتحاد او اتفاق لپاره سخته اړتیا لرو ، دا په داسې حال کې چې موږتر بل هر چا ښه امکانات لرو . الله تعالی موږ ته داسې لوی نعمت (اسلام ) راکړی دی ، چې که په واقعي توګه ورنه استفاده وکړو اوپه خپل ژوندانه او ټولنه کې ئې احکام پر ځان تطبیق کړو په خپله به سره متفق او یو شو . په دې کې شک نشته چې استعمار د تاریخ په اوږدو کې زیار ایستلی چې مسلمانان ځانته د اسلامي اصولو او ارزښتنونو په اساس واقعي اسلامي حکومت ونه لري ، د اسلام تر بیرغ لاندې راټول نه شي ، ځکه چې په اسلام کې د تفرقې لپاره ځای نه شته ، په اسلام کې د یوې ډلې حکومت پر بله ډله نه شته ، په اسلام کې د الله تعالی حکومت د ټولو لپاره یو ډول عدالت قایموي ، نه ژبه ارزښت لري ، نه کوم قوم تر بل لوړ مقام لري و نه کوم رنګ تر بل غوره دی ، په اسلام کې یوازې یو معیار دی ( تقوی ) پرهیزګاري ، په اسلام کې ټول سره وروڼه دي .
له کومه ځایه چې موږ مسلمانان دوحدت او اتحاد لپاره تر نور و ملتونو ښه او مؤثر امکانات لرو ، نو دغه امکاناتو ته باید ځیر شو ، او پرې غور وکړو ، او ورنه ګټه پورته کړو ، د اسلامی اصولو او ارزښتنو په بنیاد خپل ملي وحدت او یوالی ټینګ کړو ، هر کله چې موږ سره یو شوو غارتګر استعماري قوتونه به په خپله زموږ هیوادونه پریږدي .
عبدالرحمن فرقاني