د افغانستان د کلتوري ودې ټولنه خــــــــــبــــــرتـــیــــا

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

درنو هیوادوالو !
د افغانستان د کلتوري ودې ټولنې په عنعنوي توګه د کالونو راهیسې، هر کال د کوچنیو سیمینارونو او غونډو تر څنګ  لوی نړیوال – څیړنیز سیمینار جوړ کړی دی.

ټولنه سږکال (د 2011 ع کال سپټمبر یا اوکتوبر میاشتو) کې ، په پام کې لري تر څو دداسې لوی ، نړیوال – څیړنیز سیمینار کوربه وي.
په دې توګه، د افغانستان د کلتوري ودې ټولنه، د ټولو درنو هیوادوالو څخه په ډیر درنښت هیله کوي، چې د راتلونکې کال د سیمینار د سرلیک او موضوع په اړه خپل وړاندیزونه او نظرونه ټولنې ته په لاندنې بریښنا لیک :
دا بریښنالیک پته د چټیاتو تر وړاندې ساتل کیږي. تاسې د جاوا سکریپټ فعالولو ته اړتیا لرئ څو یې وګورئ.
او یا په لیکاني توګه په لاندنې پته راولیږي :
Verein zur Förderung der
afghanischen Kultur e.V.
C/O
Hasan Said
Bergstr. 31
53783 Eitorf
په درنښت
د ټولنې مشرتابه جرګه