افغانان دفرهنگي رقابت په شخړه کې :
جانداد پرتم – جلال اباد
داکلونه دافغانستان له پاره دژوند اومرگ ٬ دشتون اونيستۍ کلونه دي ۔ داسی مهال دی چې تر هر څه زيات دافغانستان دهيواد اوخلکو دهويت اوسلامتيا پوښتنه مطرح ده ۔ افغانان دې ته جدې اړه لري چې په فرهنگې لحاظ ټول هغه څه چې دملي يووالي اوملي هويت دڅرگندونې له پاره اړين وي را برجسته او څرگند کړي ۔
موږ دملي فرهنگې هويت په دې برخه کې ددواړو ختيز اولويديز گاونډي سره ستونزی لرو ۔
له لويديز گاونډي ايران سره دې ستونزې ته هله لاره هواره شوه چې کله دشلمې پيړئ په لومړۍ نيمايي کې دفارس نوم په ايران واوښت ٬ اودافغان دولتي چارواکو هم ورسره دا ومنله ۔ په دې يادونه کې ددې مسالي په صحت اوسقم باندې خبرې نه کوو ٬ يوازې په هغه انديښنه باندې خبرې کوو ٬ چې کله ناکله دافغان فرهنگيانو سره را ولاړيږي اوهغه دټولي لرغوني اريانا اوخراسان دفرهنگي مواريثو باندې دعوه ده چې دايران په ادبياتو اوتاريخ کې ليدل کيږي ۔ البته کله چې په يوه فرهنگي يا تمدني حوزه کې دامساله څيړو ٬ دومره دانديښنې وړ نه ده دا ځکه چی دواړه هيوادونه ٬ گډ فرهنگي ارزښتونه اوميراثونه لري ٬ چې بايد په بک گروانډ کې وڅيړل شي ۔
که په ايراني اثارو کې ډير ځله په ابن سينا ی بلخي ٬ مولانای بلخ ٬ سنايي غزنوي عبدالرحمان جامي ٬خواجه عبدالله انصاري ٬ فردوسي اونورو باندي ايراني دعوه کيږي ۔۔۔..۔۔...۔. دا داسې شخړه نه ده يا په دې برخه کې ادعا وې دومره خطرناکې نه دي ۔ په تاريخي لحاظ حدود بدلون مومي ساحی اوسيمي خوځيدلي را خوځيدلي دي اوبدلون يې کړی دي ۔ په مجموع کې دپراخې ليدتوگې له مخې ويلی شو چې دا يو فرهنگي ډگر دی او((فرهنگي يا تمدني حوزه)) ده چې موږ پکې گډارزښتونه اومواريث لرو ۔ اودتير گډ تاريخ او فرهنگ پورې اړه لري ۔
خو پر دې سربيره يوه بله خطرناکه مساله چې دختيز گاونډې سره لرو هغه داده چې : چې هغوئ زموږ ملي شته والي هم دسوال سره مخامخ کوي ۔
کله چې دتيرې پيړئ دلومړۍ نيمايي په پای کې برصغير په دوه برخو وويشل شو ٬ نو دويمه برخه يعنې پاکستان په فرهنگي لحاظ يوه غريب اوبې ريښو هيواد په توگه رامنځ ته شو ٬ دلوي حکيم علامه اقبال نه ورته بله کومه هستې په نصيب نه وه ۔ خو دوی ددی له پاره چې دخپلې مذهبي ايديولوژی دژوندي ساتلو اودخلکو دمذهبي احساسات کوم چې دپاکستان اساس وو ٬ ژوندي وساتي اوهندي ضد روحيه پياوړي کړي نو دافغانستان په وياړونو يې را ودانگل ۔ هڅه يې پيل کړه چې سلطان محمود غزنه هم خپل کړي ٬ لوديان سوريان اوغوريان چې په هند کې يې حکومتونه کول هم خپل وښايي ۔ احمد شاه ابدالي هم خپل وښايي ۔ خو داحمدشاه اولادونه په همدغه ملک کې دميرې زامن وو ۔ پاکستاني ايديو لوگان په دې طر ز فکر کې دومره افراط کوي چې وايي دافغانستان اصلي مرکز لاهور دی ٬ اوموږ په تاريخ کې کابل نه پيژنو ۔ يوازې دلږ وخت له پاره دامير عبدالرحمان په وخت کابل يو مرکز يا پلازمينه وه ۔ ځينې جنرالان لا په دې فکر کي دي چې افغانستان بايد دپاکستان يوه صوبه وي ۔ دجهاد په کلونو کې دگډ فدراسيون او بيا دطالبانو په وخت کې دافغانستان پټ اشغال چې يوه ورځ ورته افغان اولسمشر هم اشاره وکړه ددې طرزفکر اساس وه ۔
خوخبره داده کله چې اوس بايد موږ اوگاونډيان خپل حدود وپيژنو اوگاونډيانو ته دا حق ورنه کړو چې زموږ له وياړونو څخه زموږ دملي گټو پر خلاف قدم پورته کړي ۔ يو سازمان يا هيواد زموږ دارزښتونو اوميراثونو اوتاريخي کارنامو څخه دبل هيواد پر ضد گټه واخلي يعني په نتيجه کې افغانان په دې کمزوري دريځ کې چې اوس يې لري دسيمي دبل هيواد سره دمخالفت له پاره مخامخ کړي ۔
دمثال په توگه ډير ځله دپاکستان په سياسي تبليغاتو کې داسي په ډاگه شويدي ٬ چې دهند پر ضد تبليغاتو کې دسلطان محمود غزنوي ٬ دسومنات دجگړې ٬ داحمد شاه دراني ديرغلونو ٬ دپانې پت جگړه اويا په خپلو اوږدو واټنو توغنديو دغوري ميزايل يا شهاب ميزايل نومونه ايښودل يوازې ددې له پاره وواودې چې له يوې خوا دهند په وړاندې دخپلو خلکو مذهبي احساسات ژوندي وساتي اوله بلې خوا دافغان تاريخي ارزښتونه يا خپل کړي اودهند په وړاندې افغانان په مقابل دريځ کي ودروي ۔
دپاکستان استخباراتي دستگاه ای اس ای ۔ تل داسې فعاليتونه لري لکه څنگه چې يو پښتون دترهگر په نوم دافغانستان په ضد استعمالوي دا ډول يې دهند پر ضد هم په کشمير کې استعمالوي ۔ يا داچې طالبي پوځ يا طالبې لښکر ديو پښتون لښکر په نوم يادول يا لکه څنگه چې نصيرالله بابر ويل (( پښتون طالبان )) يا زموږ بچې طالبان دپښتنو دداعيې دنماينده گانو په توگه را برجسته کړل دغه راز په دې هڅه کې هم دي چې دافغانستان خاوره هم داستراتيژيک ژوروالي له پاره دهند پر ضد وکاروي لکه چې تر مخه ورته اشاره وشوه ۔
دې کې شک نشته چې دپانې پت جگړه اودپانې پت برې په هغه مهال يوه کارنامه وه ۔ اودمسلمانانو څخه ددفاع له پاره ترسره شوه ۔ خو داحمدشاه بابا په کارنامو کې داسې نور ډير ارزښتونه شته چې موږ دخپلو ملي گټو پر بنياد اړتيا لرو هغه را برجسته کړو ۔ لکه دافغان ملي دولت جوړيدل ۔ دجرگو مرکو دود ۔ دقومونو اوقبايلو يووالي ۔ دافغانانو له پاره ديومرکز جوړول ٬ اوپه دې ترڅ کې موږ اړتيالرو چې دهند سره فرهنگي اړيکې ٬ فرهنگي روابط اوسياسي گډ هدفونه اوپه سيمه کې دگډو فرهنگي مواريثو اوارزښتونو ساتنه اوهغو ته وده ورکول وپالو ۔
موږ ډير وياړونه اوافتخارات لرو ۔ موږ کولای شو داحمدشاه بابا ديادو شويو کارنامو يادونه وکړو اودهغو نمانځنه ۔ خو که دپاني پت دجگړې ارزونه له هند ي مورخانو سره په گډه وارزول شي ښه کار به وو٬ نه داچې پاکستاني استخبارات ترې دخپلو تبليغاتو له پاره اودهند اوافغان داړيکو کې دمنفي تداعي دايجاد له پاره گټه واخلي ۔ په دې اساس دپاني پت دجگړې د۲۵۰ کليزې نمانځنې سره بايد په احتياط چلند وشي ۔ زموږ هيواد گران افغانستان دهند دوستۍ ته اړتيالري ۔ له هند سره اړيکي راتلونکي کې هم زموږ دملي استقلال له پاره اړينه ده ۔ خو داچې زموږ له تاريخي ارزښتونو څخه نور ناوړه گټه اخلي يا موږ ته له هند سر په تاريخي لحاظ دوښمن هويت راکوي دا به زموږ دملي گټو سره دپوښتني خبره وي ۔
موږ په تيرو وختونو کې هم داډول سيمينارونه درلودل ۔ دهند سره دافغان دوستۍ سيمينار دشهيد محمد داوود په وخت کې هم جوړ شو چې د هغو پايلي ډيرې برجسته اوپه زړه پورې وې ۔
جانداد پرتم – جلال اباد