سیاست څه ته وايي؟ څېړنیزه لیکنه

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

عبدالملک پرهیز

د ځواکونو د انډول پوهه
لسمه برخه
په داسې حال کې چې ماکیاولي د شاهزاده په کتاب کې د دولت د« ځان ساتنې» (Selbsterhaltung) د اصل ټينګه پلوي کوي ، خو د ویناو په کتاب کې نوموړی له جمهوري نظام او د ځواکونو له انډول څخه ملاتړ کوي. د پنځلسمې پېړۍ په پای او د شپاړلسمې پېړۍ په پیل کې د ایټاليې حالات ډیر نهیلې کوونکي ول،

او ماکیاولي ددغه درد د درملنې دپاره ، یانې په ايټاليې کې د حکومتونو ترمنځ د یووالي د نشتوالي له امله، د زهرو سپارښتنه کوي څو خپل هیواد له دغه حالت او دريځ څخه وباسي او وژغوري.
د شاهزاده د کتاب په پای کې ماکیاولي « د بربرانو له منګولو څخه د ايټاليې د ژغورنې بلنه ورکوي » او دا د همدې خبرې څرګنده بېلګه ده ، په دغه بلنه کې نوموړی د خپلې نطاقۍ او خبرلوڅۍ ټول ځواک په کاراچوي، د « یو غښتلي سړي» ، « د یو تومنه لرونکي سړي» (uomo virtouso ) له خوا د واک نیول چې د خپلو هوښیاره او فوق العاده کارونو له لارې د ایتاليې کړکېچ پای ته ورسوي او ايټاليه بیا سره یوځای او یوموټی کړي ، دا د شاهزاده د کتاب د پای ټکی او د هغه د سیاسي پوهې مستقیم دلیل دی. له دغه اړخه د شاهزاده کتاب نېغ په نېغه د ايټاليې د کړکېچ تر اغېزې لاندې د څلورو میاشت نه په لږه موده کې لیکل شوی دی.
ددې خلاف په «ویناو» کې چې ماکیاولي پنځه لس کاله پرې کار کړی، د روم د تاريخ موضوع په پام کې نیسي، چې په هغې کې ماکیاولي د شاهزاده په پرتله په یو زیات واټن کې د سیاست په اړوند بحث کوي. په شاهزاده کې ماکیاولي، د دولتي کړکېچ پړاونه او له دغه بحران څخه د وتلو لارې تر بحث لاندې نيسي، په داسې حال کې چې « په ویناو کې» دغه دوره په بشپړه توګه د ذره ليد لاندې تر څېړنې لاندې نیسي . د ارستو سیاسي اند ته په پاملرنې سره د « حکومتي بڼو د آوښتون» لرغوني اندونه د لومړي ځل دپاره  د پولیبیوس له خوا مطرح شول.
دغه آوښتون په سلطنتي نظام سره پيل کېږي چې د ناچارۍ له مخې په استبداد آوړي. د ملت په مداخلې سره دموکراتیک حکومت جوړېږي چې د خپل تکامل په بهیر کې د کورنۍ جګړې له امله د ګډوډۍ تر پولې رسېږي او واک ته د پاچا بیا رسېدل ناممکنوي. له « نظم څخه ګډوډۍ او ددې خلاف آوښتون »  د  « ویناو » په کتاب کې د نوموړي د سیاسي فلسفې اصلي عناصر جوړوي : « هیوادونه عادت لري په خپل آوښتون او بدلون کې له نظم څخه د ګډوډۍ په لور لاړ شي.  دا په انساني پنځون (طبعیت) کې نغښتې ده چې هیحکله آرامی نه لري ( د فلورانس تاریخ – ۷۷ م)
ماکیاولي په « ویناو» کې دې پایلې ته رسېږي چې ټولې دولتي بڼې چې پورته ترې یادونه وشوه په فساد اخته کېدی شي، ځکه هغوی له یوې خوا بې دوامه او له بلې خوا بد دي. ددې کار اساسي دلیل د نوموړي هغه مشهوره تز دی چې وايې انساني پنځون (طبیعت) فساد منونکی دی. ددغې ستونزې د حل لاره نوموړی د « ګډ اساسي قانون» (Mischverfassung ) په ټينګولو کې ويني.  ګډ او ترکیبي قانون  سیاسي ټولنه له دننې اړخه ټينګ او له بهرني پلوه  پراخوي، هماغسې چې د لرغوني روم په بېلګه کې دا خبره بیانوي.
يوازې دغه « ګډ او ترکيبي قانون» دولت او هیواد ته دا امکان ورکوي څو د تاريخي دورو د آوښتون په ټکو کې ټينګ پاتې شي» « ګډ او ترکيبي قانون» د سیاست او تاريخ حل شوې معما ده. روم  د اسپارت پر خلاف د قانون جوړونکي د فرمان دلارې « ګډ او ترکیبې قانون» تر لاسه نه کړ،  بلکې هغه يې د طبقاتي مبارزو د دننني پرمختلونکي دینامېزم  له لارې  تر لاسه کړ ، چې يې وکولی شو د یو نړیوال قدرت په توګه څرګند شي او خپل دريځ د پېړیو په اوږدو کې ټينګ وساتي.
ماکیاولي عقیده لرله چې د سیاسي اختلافونو له منځه وړل او یو بشپړ سمون ته رسېدل ناممکنه کار دی. هغه  د ټولنې دننني تضادونه او د خلکو او دسیاسي مخورو ترمنځ اختلافونه نه یوازې مثبت ګڼل ، بلکې هغه يې په اوږده موده کې د « دولت او هیواد د ځان ساتنې» دپاره مهم او ارزښتناک ګاڼه. یوازې هغه دولت چې په هغې کې د ملت او د سیاسي مخورو ترمنځ انډول منځ ته راغلی وي،  د یو ټينګ سیاسي نظام سبب کېدی شي یانې په دننه کې ټينګښت او په بهر کې  پراختیا دهغې ضروري او لازم وړاند شرطونو ګڼل کېږي.
د « ځواکونو د انډول» او « د ګډ او ترکيبي قانون» د زده کړې له لارې  ماکیاولي غواړي د باطلو حکومتي بڼو لړۍ پرې کړي او د زیات وخت له پاره سیاسي ثبات ټينګ کړي. ارستو د یوې منځنۍ او غښتلې طبقې شتون د ښار او هیواد د ټينګښت عامل بولي ، ماکیاولي د سياسي ډلو، خلکو او مخورو ترمنځ د ځواکونو انډول باندې ټينګار کوي.
« زما نظر دادی هغه کسان چې د اشرافو او خلکو ترمنځ مبارزه غندي، هغه عوامل محکوموي چې په لومړۍ درجه کې د روم د آزادۍ سبب شول. هغه څوک چې تر ټولو زیات ډله ایزو ناندریو او غالمغال ته  دهغې د ښو پایلو په پرتله پاملرنه کوي، په دې فکر نه کوي چې په هره ټولنه کې د خلکو او لویانو چلند او منښت سره توپير لري او دا ټول جنجالونه د آزادۍ د اړونده قوانینو دپاره رامنځ ته شوي دي» (ویناوې – ۱۰۱ م)
په دې ډول ماکیاولي د ځواکونو په تضاد او انډول کې « هغه» پارونکی عنصر ویني چې د سیاسي آزادۍ سبب کېږي.


د ماکیاولي نووښتونه
لئواشتراوس عقیده لري چې د ماکیاولي نوښتونه د هغې د مفکورې په برخو کې ليدلی شو:
– په هغه ډول چې یو پاچا باید د خپلو دوستانو او خلکو سره چلند وکړي – اشتراوس عقیده لري چې نورو سره د چلند په برخه کې  پاچا ته د ماکیاولي لارښوونې له نورو فیلسوفانو سره توپیر لري. که څه هم نوموړی د ماکیاولي د لارښوونې په اړوند کومه بېلګه نه وړاندې کوي خو د شاه زاده په کتاب کې داسې زیاتې بېلګې پيداکولی شو. د شاهزاده د کتاب دغې برخې ته پاملرنه وکړۍ:
«دلته داسې پوښتنه منځ ته راځي چې موږ پر نورو ګران اوسو یا  نور کسانو له موږه و ډار شي. یا داچې دا به ښه وي څو نور له موږ وډار شي یا موږ پر نورو ګران اوسو؟  د دواړو شتون تر هرڅه ښه دي . خو داچې  په یو وخت کې د دواړو تر لاسه کول امکان نه لري نو که لازمه وي چې یو له هغو غوره کړو زه سمه بولم چې پرچا ګران  ونه اوسو خو نور له موږه وډار شي.»
ټولې کلاسیکې فلسفې پر دي بنسټ ولاړې دي چې واکمن باید عادل او پر خلکو ګران اوسي. خو ماکیاولي په دې کې شک نه لري چې دا به ښه وي څو نور له موږ وډار شي. ځکه هر ډول ګرانتوب چې پر لاس او زړه وړلو تر لاسه شوې وي د اړتیا په وخت کې له منځه ځي». ماکیاولي د «اړتیا د وخت » په اړوند خبرې کوي. خو د اړتیا دغه وخت ، کوم وخت دی؟ څرګنده ده چې ماکیاولي د بې ثباتۍ د وخت په اړوند خبرې کوي: د دولتي امنیت دپاره ډیر خطرناکه وختونه.
اشتراوس له کلاسیکو فېلسوفانو سره د ماکیاولي د اندونو د توپیر په اړوند بېلګه نه وړاندې کوي. خو د بېلګې پيداکول اسانه کار دی. سیسرون د آدابو په کتاب کې لیکي:  « ځنې کړنې دومره کرغېړنې او ناوړه دي چې یو هوښیاره سړی هيڅکله هم هغه نه ترسره کوي آن د خپل هیواد د ساتنې دپاره هم». خو ماکیاولي وايې :
« موږ نه باید د عدالت او بې عدالتۍ، انسانیت او نه انسانیت، د بد نوم او ښه نوم  پر هيڅ معیارونو ځان  محدود نه کړو. هر هغه څه چې پر هر څه لوړتیا لري دادی چې خپله آزادي او خپلواکې برابره کړو.»
یوه مساله زیات ارزښت لري. دغه مطلب د ماکیاولي د «ویناو» له کتاب څخه اخيستل شوی دی. په دغه کتاب کې د آزادۍ په اړوند د ماکیاولي زیاتې خبرې شته. کله چې ماکیاولي  د اخلاقي اصولو لکه عدالت او ښه نوم  د تر پښو لاندې کولو خبره کوي، دا خبره د آزادۍ او خپلواکۍ دپاره کوي.  څرګنده ده چې ماکیاولي  د اخلاقي اصولو د تر پښو لاندې کولو له لارې غواړي بل څه تر لاسه کړي: آزادي. خو داسې ښکاري چې آزادي په خپله د اخلاقي اصولو بله بڼه ده. نو کېدی شي ماکیاولي غواړي په خپل دغه کار سره د نورو اخلاقي اصولو له منځه آزادۍ ته لومړیتوب ورکړي. ماکیاولي د شاهزاده په کتاب کې سپارښتنه کوي چې آزادي تر پښو لاندې کړۍ څو واک ټينګ شي: امنیت:
« د لږې زور زیاتۍ له لارې تر هغه چا زیات ښه  او بښوونکي یاست کوم چې د بښلو له لارې د ګډوډۍ د زیاتېدو سبب کېږي او  په ټولنه کې وژنې ، چور او تالان ته لاره اواروي.»
آیا موږ باید دې پايلې ته ورسېږو چې د ارزښتونو د مرتبو داسې لړۍ شته چې په هغې کې امنیت له آزادۍ زیات ارزښت لري؟ دا یوه تېروتنه ده . د ماکیاولي له نظره د امنیت او آزادۍ ترمنځ دوه اړخيزې اړیکې شته: که موږ غواړو امنیت ټينګ کړو باید آزادي ټينګه کړو. که غواړو آزادي وساتو باید امنیت ټينګ ګړو. د ماکیاولي اندونه څنګه تنظیمولی شو؟ د ماکیاولي سره دوه کتابونه او په عین حال کې دوه بحثونه شته. د امنیت بحث د شاهزاده په کتاب او د آزادي بحث د «ویناو» په کتاب کې ترسره شوی. لکه څنګه چې دمخه وویل شو د ماکیاولي له انده دغه دوه بحثونه یو له بل سره ټینګې اړیکې لري. موږ نه شو کولی پرته له امنیته آزادي ټينګه کړو او بې د امنیته آزادي زیات دوام نه کوي:
« هغه رژیمونه چې خپل اعتبار یوازې د شاهزاده د کتاب پر ارزښتونو ټينګوي دغه ارزښت د شاهزاده سره يوځای مري او ډیر کم امکان لري چې ځای ناستو ته ورسېږي.»
موږ باید دې پایلې ته  ونه رسېږو چې  جمهوریت ماکیاولي ته ارزښت نه لري او هغه یوازې د شاهزاده په اړوند فکر کوي. د بېلګې په توګه نوموړی د «ویناو» په کتاب کې تاکید کوي چې هر څوک باید « د عمومي ښېګڼې » دپاره کار کولو ته چمتو وي . خو لکه چې وویل شو عمومي ښېګڼه او آزادي  له امنیت څخه پرته شتون نه لري. دا چې ماکیاولي د ټولو اخلاقي اصولو د ترپښو لاندې کولو حکم کوي دا د عمومي ښېګڼې دپاره دی  نه د مصونیت له پاره .
په دې خبره کې هيڅ شک نه شته چې ماکیاولي پاچا ته هیبتناکه مشورې ورکوي او دغه مشورې د زیاتو فېلسوفانو له اندونو سره په مخالفت کې دي خو  ددې مانا  دانه ده چې دغه نظريې یوازې په ماکیاولي پورې اړه لري. افلاتون هم د جمهوریت په کتاب کې ځنې مطالب لیکي چې د ماکیاولي له اندونو سره پرتله کېدی شي. افلاتون وړاندیز کوي چې د عدالت د رامنځ ته کېدو دپاره باید ولس تير باسو. نوموړي د فېلسوفانو د حکومت د سم ښودلو دپاره یوه کېسه جوړه کړه. افلاتون له یوې  کېسې څخه په کار اخیستو کې هيڅ دوه زړی نه دي نوموړی په بل ځای کې همدغه کېسه سچه دروغ بولي: د فلزاتو کېسه. ددې کېسې له مخې انسانان له بنسټه یو له بل سره توپير لري: سره زر، نقره او برونز.
دلته د افلاتون دروغ د ماکیاولي د اخلاقي ضد سپارښتنو سره زیات توپیر لري. افلاتون غواړي عدالت رامنځ ته کړي خو ماکیاولي غواړي واک ټينګ کړي: امنیت . د عدالت مفهوم له  سیاست څخه بهر دی. خو واک یو داسې ځلېدا ده چې په حکومت کې شتون لري. دا یو داسې اند دی چې یوازې د ماکیاولي په اندونو کې شتون لري.
– د ماکیاولي له انده د چانس ویش. ماکیاولي د چانس کلاسیک وېش چې په کلاسیکه فلسفه کې لیدل کېږي نه مني.  په کلاسیکه فلسفه کې موږ د خپل پنځون یا طبیعت په اډانه کې بند یو. که و غواړو د ماکیاولي له کلمو څخه کار واخلو باید ووایو چې موږ د خپل برخه لیک « غلامان» یو. د بېلګې په توګه افلاتون وايي چې «تر هغه به عدالت ټينګ نه شي تر څو فېلسوفان پاچایان نه شي او یا فېلسوفان حکومت و نه کړي». داسې پېښه د شتراوس له نظره امکان نه لري. د شتراوس د اندونو د پوهېدو دپاره  په کار ده څوپوه شو چې هغه فکر کوي چې افلاتون د جمهوریت په کتاب کې نه غواړي د یو ممکن دولت طرحه وړاندې کړي. کېدی شي شتراوس تېروتنه وکړي. پویر عقیده لري چې د افلاتون جمهوریت په دقیقه توګه د یو ایدیال دولت د رامنځ ته کولو طرح ده. افلاتون وايې چې «که دغه بدلونونه کوچني او آسانه نه دي خو ممکن دي».
که موږ د شتراوس نظر ومنو باید عقیده ولرو چې افلاتون پر خپلو خبرو هم باور نه لري. خو د بلې خوا د افلاتون دیالوګونه د ټولو دپاره لیکل شوي. خو دا ډیره عجیبه ښکاري چې افلاتون په عمومي ډول د خلکو د تير ایستلو خبره کوي. که افلاتون په رښتیا غواړي خپل هدف عملي کړي باید خلکو ته د هغې په هکله څه و نه وايې.
د بلې خوا اشتراوس عقیده لري چې د ارستو له نظره هم د یو ایدیال رژیم جوړول ناممکن دی. ځکه د انسانانو طبیعت یا پنځون بدلون نه مني او ددې دپاره چې ایدیال دولت رامنځ ته شي موږ باید وړ انسانان او مناسبه هیواد ولرو. له همدې کبله اشتراوس فکر کوي چې کلاسیکه سیاسي فلسفه د انسان د پنځون پر بدلون عقیده نه لري. خو کله چې ماکیاولي د برخه لیک او چانس په اړوند فکر کوي وايي چې « چانس یوه ښځه ده . که وغواړو هغه رام کړو باید هغه ووهو او ويې ځپو» نو له دې کبله ماکیاولي فکر کوي چې موږ کولی شو چانس کنترول کړو ( یا په بد حالت کې کولی شو د هغې نیمايي تر واک لاندې راولو).
وړاندیزونه
ماکیاولي د راز راز سپارښتنو سربېره د واک د ساتلو دپاره ، له وسایلو او ابزاروڅخه کار اخیستنه هم اړینه ګڼي او پاچا ته د لاندې مسایلو د رعایتولو سپارښتنه کوي.
- د واک غښتلي کول، د ماکیاولي له نظره د واک د ساتلو یوه لاره غښتلي واکمن ته د ټول واک سپارل دي څو هغه وکولی شي په خپلو کړنو سره په ټولنه کې نظم او انضباط ټینګ ګړي. نوموړی تل د ايټاليې د نه یووالي افسوس کوي او په ايټاليې کې ددې ټولو ګډوډیو او پاڅونونوعلت د غښتلي واکمن تر لاس لاندې د ايټاليې په نه یووالي کې بولي.

– پوځ : ماکیاولي په زیاتې ځيرتیا سره د هیواد د پوځ جوړښت ته پاملرنه کوي. نوموړی پوځ فاسد بولي او د بیا جوړولو ملاتړيې کوي. نوموړی د بېلابېلو وسله والو پوځونو لکه مرستندوی، اجیر او د هغو ګډه بڼه، ټول بې کاره بولي او یوازې یوګټور پوځ چې د هیواد له وګړو څخه جوړ شوی وي پوځ بولي ، د هغه له نظره یوازې هغه کسان د جګړې په ډګر کې بریالي دي چې د خپل وطن د شرف، ناموس او خاورې د ساتنې دپاره جګړه کوي.
نوموړی داسې یو پوځ ملي پوځ بولي او د داسې يو پوځ شتون نه يوازې په سوله ایزه حالاتو بلکې د جګړې په وخت کې ډیر اړین بولي.

 – دین : د ماکیاولي له نظره دین د دولت په ثبات کې ډیر ارزښټ لري. نوموړی عقیده لري چې دین د بلې هرې وسيلې په پرتله د پيوستون په منځ ته راوړلو او له حکم څخه د ښه اطاعت په برخه کې اغيزمن رول لوبوي. نو واکمن او یا ښاروال باید ځان یو متدین سړی وښيي خو دین باید له حکومت څخه په څنګ اویا د حکومت پر خلاف باید نه اوسي. ماکیاولي ددولت د جوړښت په اډانه کې دين ته په لوړ دريځ قایل دی خو پاملرنه وکړۍ چې دغه دريځ یوازې ددولت په دننه کې دی خو له دولت څخه لوړ او یا له دولت څخه خپلواک نه دی. کوم ارزښت چې ماکیاولي دین ته ورکوي د خدمت له اړخه دی چې دین کولی شي ددولت د هدفونو د ترسره کولو دپاره د ښه وسيلې په توګه  خدمت وکړي.
نوموړی آن له دې هم وړاندې ځي اود اړتیا په وخت کې له دين څخه د سرغړونې حکم هم ورکوي او پاچا ته ددې اجازه ورکوي چې د واک د ساتلو دپاره له دين څخه د سرغړونې په ګډون هر کار کولی شي خو یو کار باید په یاد ولري چې د کار ظاهري بڼه په پام کې ونیسي او په ظاهره متدین و اوسي ځکه د پاچا متدین توب ددې سبب کېږي څو زیات خلک ترې اطاعت وکړي.

د شاهزاده د کتاب سربېره چې ماکیاولي په کې د شاهي حکومتونو په بڼه په کې خبرې کوي د هغه یو بل اثر چې زیات ارزښت لري د « د تيتوس لیویوس د تاریخ د لومړنیو لسو یاداښتونو په اړوند د ويناو» کتاب دی. نوموړی په ویناو کې له جمهوریت او دهغې د ارزښتونو په اړوند بحث کوي. ددغه کتاب غوره مسایل د حکومت د ډولونو، د انسان د فطرت ، د تاريخ د فلسفي او د پوځ د ډولونو او د هغو د کمزورتیا او غښتلتیا په اړوند دي.

ځنې داسې ګومان کوي چې ماکیاولي ګنې جمهوریت غوښتونکی ؤ او آن د ویناو کتاب يې د شاهزاده له کتاب څخه دمخه پیل کړی ؤ خو د ایټاليې حالاتو ته په پاملرنې سره چې ګډوډي په کې واکمنه وه داسې حکومت يې د خپل وخت ايټاليې دپاره مناسب نه ګاڼه د همدې امله مطلقه پاچاهۍ ته يې مخه کړه. او په حقیقت کې د مطلقه پادشاهۍ حکومت د آوښتنې ددورې حکومت دی چې  ثبات او امنیت رامنځ ته کوي او وروسته له دې چې په ټولنه کې نظم رامنځ ته شو یوازنی ښه حکومت حمهوري حکومت دی. په هر حال ماکیاولي ستر پوه دی چې د خپلې زمانې ټولنې او موسسو ته يې واقعي او علمي نظر واچوه او د ټولنې او حکومت د څېړنې په برخه کې يې د علمي چلند لاره پرانیستله.

دوام لري

 

تېره برخه