حبیب الله غمخور
که په هندوکش غرونوکې د سویس په څېر دیموکراسي نشي راتلی. نوبهرنيانوتر ملاتړ لاندي پدې شوراهم سوله نشي راتلاي . له بدمرغه دسولي دعالي شورادمشرتابه جرگې ځنې غړې دسولي جوگه کېداي نسي
نن ددسمبر ۲۷ پسله کارنه کورته راغلم ،که څه هم ستړۍ وم دعادت سره سم مي کمپيوټر روښانه کړ،په تاند ويب پاڼه کي مي پردې خبرسترگې ولگېدې چي ليکلې ئي وه ((وحید عمر: افغانستان د امنیت لپاره د پاکستان مرستې ته اړتیا لري.)) لومړئ خوداخبرتل پر مابده لگېږي ،موږ دومره خواراودومره بدمرغه سولوچي موږ په خپل کورکي دسولي د تامين لپاره پاکستان ته اړتيا لرو،داددې ملت دخواری اوبربادی بېلگه ده .
کله چي مي خبر ترپايه ولوست پرې پوه سوم چي دوي هم بايد دهرې مسلې په وړاندي پسله امريکايي چارواکي خپل يونظر څرگند کړي تر څوله کاروان څخه شاته پاته نسي .په خبرکي راغلې چي د افغانستان د ولسمشر ویاندپسله هغه چي تيره ورځ په افغانستان کې د ناټو اوامریکايي ځواکونو لوي قومندان له پاکستان سره پر امنیتي همکاریو ټینګار وکړ اودپاکستان هلې ځلې یې وستایلې، دوي هم له پاکستان سره امنیتي همکاري په افغانستان کې د ناامنیو د مخنیوي لپاره دکلیدي اهمیت لرونکې وبلل .
دخپلوخبروپه دوام وحید عمر ویلې : ((د سولې عالي شورا به راتلونکې اوونۍ د پاکستان اسلامي جمهوريت ته سفر وکړي. هلته به د سولې د پروګرام په اړه له پاکستانیو چارواکو سره خبرې وکړي . موږ هیله من یو چې د دواړو هیوادونو ټیټ پوړې چارواکي سره وګوري څو داسې پروګرامونه پلي کړي چې په سیمه کې د ترهګرۍ پر ضد مبارزه کې د ګډو هلوځلو او د پاکستان د ریښتنې همکارۍ څرګندویه وي.))
زمالپاره دغه ټکی چي دوي له يوې خوادسولی عالي شورالکه له نامه چي ئي څرگندېږي يوه خپلواکه شورابولي اودبلې خوا دښاغلي وياند دهغې استازي ټيټ پوړي چارواکي ونومول . هغه وايي موږ هيله منديو چي(( د دواړو هیوادونو ټیټ پوړې چارواکي سره وګوري څو . . . )) . ترکومه ځايه چي داشورادملت دارادې اوتائيد خلاف دښاغلی کرزی اوهغه دچاپيريال لخوادسولي دراتگ لپاره نه بلکي يوشمېر کسانو اوشمالي ټلوالي ته سياسي رشوت ورکولوپه نوم جوړه سوېده ،متاسفانه اوس ئي نوم دسولي عالي شوراده اوپدغه نامه که ياده سي بيانو ددې شورادمشرتابه غړې دټيټ پوړوپه نوم نسو يادولاي ، که دښاغلي وحيد عمر په نظر يوازي جمهوررئيس ته جگپوړی ويل کيږي نوبيابايد ددې شوراله نامه څخه دعالي کلمه ايسته شي ،اوکه ورته عالي شورا ويل کيږي بيانودټيټ پوړي نوم ورکول پدې شورا رشخند اوملنډي وهل دي .
دبلې خواښاغلی وحيد عمر اوکرزی صاحب پدې پوه وي چي دافغانستان اوپاکستان تر منځ مسله اودگټوپرسر روانه جگړه محلي اوسيمه ايزه نه نړيواله ده ،څنگه کېداي سي ددوي په ويناټيټ پوړی ئي دحل لاره پيداکړی ؟
په هر حال پداسي حال کي چي دوي دښاغلي کرزی په هدايت پاکستان ته روان دي داخپله ددې معنالري چي ملي هويت ئي تردولتي هويت ډيرکمزوری دی،ځکه خوئي دنيمگړواوتشريفاتي هڅو پايلي کمزوري اوياخودادی داوومياشتوپه تېرېدو سره کومه داسي لويه لاسته راوړنه چي يوازي ددې جرگې دجوړېدوپه قيمت چيشاوخو ۲۱۰ ميليونه اډالره به پرې مصرفيږي وارزی .همدا شېبه چي داليکنه ليکم په ټولوډله ايزورسنيو(تلويزيوني )خبروکي همدا يوه خبره ترغوږوکېږي چي دافغا نستان امنيتي حالت له تېرودومياشتو پخوا زيات خراب سوی دي اودهيواد په شمالي ولايتونوکي د۱۶ ولسواليو امنيتي حالت چي پخوالږ ښه وو اوس له جدي گواښ سره مخامخ دي .دهمدې خبرسره يوځاي دناټواوايساف دقواوقوماندان وياند گواښ کوی چي په ۲۰۱۱ کال کي به ستونزي تر دې لاهم زياتي وي ،ځکه طالبان له منځه ندي تللې . افغانان په رشخند سره وايي داده دسولي دملي جرگې دمنډوترړواويادکرزی صاحب ورونوپه خير راسی خداي موراوله چېغو پايله .
زه اوس پردې بحث نه کوم چي دسولي جرگه ولي اودڅه لپاره جوړه سول ،ځکه ټول افغانان ئي په خپلو سترگو ويني اوددې ۶۸ کسيزي جرگې داپړسېدلۍ تشکيل،لوکس موټران ،باډيگارډان اوجالبه لابله مشاورين هم لري، داچي هغه دوي ته په کومه برخه کي مشوره ورکوي په تاريخ کي ددې ډول تشکيل ساری نشته ،پدې هکله قضاوت به دهيواد ډېره نږدې راتلونکی تاريخ وکړي .
غواړم دې ټکی ته اشاره وکړم چي امريکااونړيواله ټولنه اوښاغلی کرزی صاحب ولي دالس کاله پدې نه پوهېږي چي خلک ورباندي خاندي،کرزی صاحب له يوې خوادپاکستان هرجگپوړی اوټيټ پوړی چارواکی دژورنالستانوپه وړاندي داسي په بغل کي ونسي ته به وايه همدادنجات فرشته ده ،دکرزی صاحب دوطن ډير دوست اوده ته ئي په رښتيا وعده وکړې چي نوربه په افغا نستان کي ټک نه کيږي . خوبل لورته هغه لا له ارگ نه وتلی نه وي چي دکرزی صاحب وياندسمدواره دهمدې ژورنا لستانو سره خوپه بله ورځ يابل گړی اوپلمه وايي که پاکستان زموږ سره مرسته وکړي اوپه خپلو وعدوکي صادق وي نوپه افغا نستان کي سمدواره امنيت راځی . دازموږ بېچاره چارواکي داسي فکر کوي چي پاکستانيان داخبري نه اوری،هغوي ئي اوری اوتراورېدو ورسته هغوي هم له ځان سره وايي يوځل مولاسونه رامچوی اودسولي فرشتي موبولی چي له کوره مو وتلي نه يوبيامو قاتلان او وژونکی بولی .
پوښتنه کيږي ،بلې صاحب ! همدا سي ده ،پاکستان زموږ سره تاريخي ترينگلتيااودښمني لري ،خوتاسو ولې ددوه مخو په وړاندي دقيق اوکوټلی سياست نلری؟ دغه اوسنۍ سياست اوروويش مو دماشو مانو لوبې دي . ولي له دوي اوددوي له ملاتړونه چي ستاسو دوستان اوراوستونکي هم دي په جدي نه غواړی چي پاکستان ته په ټينگه ووايي ((پر ځاي دي کښېنه ))عوام وايي کرزی او امريکايانوپه گډه پردې موافقه کړې چي په ملک کي به جگړه روانه وي تر څودوي خپلو مخوته ورسېږي خوښاغلی کرزی به دخلکودغولو نولپاره تمثيلي ژړاگاني اوگوت څنډنې کوي ،داسي به تمثيلوی چي گوياله بهرنيانوڅخه ناخوښه دی . دوي وايي که داسي نه نوداجگړه دښاغلي کرزی دحاکميت ساتلوپه خاطر روانه ده .
تر اوسه دسالم عقل خاوندان دانه منی چي دپاکستان پرځاي کښېنستلولپاره امريکا او انگلستان لخوا رښتيانۍ اوجدي پرېکړه سوې ده . له دې خواهم که مری خودغريبو زامن چي دپيسوپيداکولولپاره ددوي په پوځی ليکو کښي تنظيم سوی دياو دابل لور ته هم غريب افغان ژوندله لاسه ورکوي .
وحيد عمر چي دکرزی په استازيتوب خبري کوي وايي : پاکستان کولی شي په خپله خاوره کې د تروریستانو د ځالو په ورانولو سره په افغانستان کې د سولې او امنیت په راوستلو کې مرسته وکړي .ترڅو چې په پاکستان کې دترهګرو ځالې اوپټن ځایونه له منځه نه وي تللي اوریښتونې همکاري نه وي، دحالاتو د ښه کېدو امکان نشته .
دسمبر پر ۲۷ مه وحيدعمرد پاکستان دریښتونې همکاری داهمیت په هکله ازادي راډيوته وویل :د پاکستان حکومت دا تائیدوي چې ستونزه شته او دا هم مني چې د پاکستان حکومت کولای شي په دې برخه کې رول ولوبوي .سربیره پر دې دا هم مني چې د شته ستونزې اواري ته باید له افغان او نړېوالو ځواکونو سره په ګډه مبارزه وکړي، هیله ده پاکستان په دې برخه کې لازمه همکاري وکړي . والله عالم چي پاکستان به دوحير عمر اوکرزی صحب هيلې په زاريواوغوړماليو پوره کړي ترڅو دامريکا زورنه وي.
داچي زرداري صاحب ،دپاکستان لوي درستيزاوپوځی جنرالان دآي سي آي اداره دښاغلي بارک اوباما،هيلاري کلنتون ،دانگليستان لومړی وزير ،دناټودسازمان سرمنشي، دښاغلي کرزی ، په افغانستان کي دنړيوالو ځواکونو دقوماندان اونورواروپايي هيوادو دمشرتابه خبره نه مني ځکه هغوي پدې ورستيودرو کلونو کي په وار وار داخبره کړې اودايې منلې چي افغانستان ته غم له پاکستان څخه پيښ دي اوله پاکستان څخه ئي گويا غوښتی دي چي دنړيوالي ټولنې او افغان دولت سره دسولي په راستنېدواوټينگېدوکي مرسته وکړي خوهغوي غوږ هم پرې ندی گرولی، نو دابېچاره استادرباني دڅه لپاره پاکستان ته لېږل کيږي اوگټه به ئي څه وي ؟؟؟ هيڅ، اويوازي ده ته به دپاکستاني سټوسره خپلوپخوانيو اړېکو دتازه کولوښه شرايط برابراوخپله دوستی به تازه کړي .
دسولي عالي شور ا اوه مياشتي وړاندي پداسي حال کي خپل کار پيل کړ چي ددې شورا ټول غړي اوبيا وروسته رئېس ئې ښاغلی استادرباني هم دکرزی لخواټاکل سوی،سره لدې چي دوي دانه منې ،(( خوکه شپه تياره ده مړې په شماردي)) هر څوک پرې پوهېږي اوخپله هغه وطنپرسته سپنږي ري چي پدې تشريفاتي غونډوکي ناست وه دارازوه برملا کړې دي .
ښاغلي رباني سره لدې چي پدې ښه پوهېږی چي نه دجرگو سړۍ دی نه په جرگوپوهېږي اونه هم چاته دمنلو وړدی، په خپلو لومړنيو خبروکي وويل چي طالبانوددې شورادجوړېدهرکلی کړی،داخبر ئي پداسي وخت کي وکړه چي دشورادجوړېدو اواستادرباني دټاکل کېدوسره دطالبانومشرتانه ټولې نړۍ ته خپله اعلاميه ولېږل اوپه اعلاميه کښي ئي ددې شورااودمشرله ټاکلوسره مخالفت اعلان کړ .ددې اعلامې په دريمه اولسمه ماده کي لولو:
۳ـ دسولې اوروغې جوړې داصولو له مخې دسولې په پروسي کې باید داسې عناصر وکارول شي چې هغوئ دسولي په تقدس باورلري اوکله يي هم دبیګناه افغانانوپه ځورولوکې سهم نه وي اخیستی ،دافغانانودغمیزې اودافغانستان دتباهۍ څوکلن اوږدتاریخ ونه لري اوهغوئ افغانان دهیواد داشغال په شمول دټولو ستونزودتجربه شويو عاملینوپه توګه نه پیژني او اجنبي یرغلګروته په خدمت کولوکې سابقه ونه لري بلکې په هیوادکې دمخلصو مصلحینوپه نوم شهرت ولري اوهمدغه عناصر دسولې تأمین ته دافغانانودیوه اساسي ضرورت په سترګه وګوري نه دبهرنیانوله لوري دیوه فرمایشي دستورپه حیث .
۱۰ـ اسلامي امارت دامریکایانوله لوري دسولې دمشورتې جرګې ،دسولې دمذاکراتو اودسولې دعالي شورا په نوم ټولې بي ځایه اومکررې هڅې له دې امله مردودې بولې چې هغه دسولې په ځای دجګړې داوږدیدو،دافغانستان داشغال ددوام اوپه افغانستان اوسیمه کې دبي ثباتي لامل ګرځي ، اسلامي امارت به دجګړې دعواملو ترختمدوپوري دټولو یرغلګرو اودهغوئ دملاتړوپه خلاف خپلي بر حقې مبارزې ته ادامه ورکوي اوددي قضیې دحل په واقعي لارو به غور او عمل کوي .
فکرنه کوم چي دا اعلاميه دي هغه بېچاره ملاصاحب خپره کړې وي چي دکابل اوناټوچارواکي ئي په مېلمه پالنې اوپيسو ورکولوستړې سول اوپر خپله مخه ولاړ .
حقيقت دادی چي افغانستان اوسنۍ سياسي پوځی اوسياسي شخړې جوړونکی عناصر يوازي افغاني ندی اونه هم يوازي دافغانانوتر منځ جگړه بېله دکوم بهرنی ځواک له ملاتړه اومداخلې روانه ده .
پدې مسله کښي څلورخواوي گډون لر ي البته زه مخالف نشم ورته ويلاي، دلايل لرم :
۱/ دافغانستان دولت .
۲/ امريکا اونړيواله ټولنه جمع دناټوسازمان
۳/ طالبان،حزب اسلامي،دجلال الدين حقاني ډله .
۴/ پاکستان ،ايران ،اويوشمېرعربی هيوادونه ،البته ډير پردې شکمن دی چي يوشمېرنورهيوادونه هم ددوي په ملاتړ کوونکوکي شامل دي . ځکه خوښاغلی کرزی دسولې مشورتي جرگې په پرانستونکې ويناکي وويل :((ګاونډيو هېوادونو وسله والو او اورپکو ته ځای ورکړ، اډې يې پکې جوړې کړې، او زموږ د هېواد خلک يې وځپل، زموږ علماء يې ووژل، عام خلک یې ووژل او خپل هېواد ته يې د ستنېدو لاره نه وه .))
په ظاهره گوياجگړه دافغان دولت اوملاتړو،ددوي دمخالفينواوملاتړو ترمنځ پداسي حال کي روانه ده چي پاکستان دنړيوالي ټولنې سره دترهگری پر خلاف مبازره کي ځان ژمن بولي اودافغان دولت سره هم ددوستۍ لاسونه په زيات فشارښوروي،ايران چي وخت غنيمت بولي هم خپلې پوځی موخې ته ځان رسوی اوهم غواړي چي ددوي په ويناارو پايي ټولنې او امريکاته دلته په افغانستان کي غوږ پېچ ورکړی اودبلې خواځان ددې غريب ولس ديوې برخې وارث بولي ،پدې پروسه کي لويه ونده لري .
دافغانستان لانجه نه ملي اونه هم اوس سيمه ايزه بلکي نړيواله سوېده،په همدې خاطردکانډددفاع وزير دوې ورځې وړاندي وويل : (( موږ په افغانستان کي ددې لپاره اوسو چې دخپل هيوادسوله تامين اودافغان ولس سره مرسته وکړو.))
پدې دريو کلونوکي دافغان روڼ اندولخواپسله ډيروچيغواوفاکټونوپه څرگندولوسره نړيوالی ټولنې اوخپله پاکستاني چارواکو دامنلې چي دافغان دولت مخالفين ددوي له خاوري راځی . دبېلگې په توگه دمی پر ۳۰د ناټو او امریکایي ځواکونوعمو مي قومندان نن خبریالانو ته وویل چې ښکاره شواهد او اسناد شته چې ځینې طالبان په ایران کې روزل شوی .
جنرال سټنلي مک کرسټل همداراز وویل : ((د افغانستان لوېدیځ ګاونډي سره له دې چې په عمومي ډول د وسله والویا غیا نوپرضددافغانستان له حکومت سره مرسته کړې ده،په عین حال کې داسي څرګند اسناد اوشواهد شته چې ایران په ځینومو اردوکې طالبانو ته وسلې اوجنګي روزنه ورکړې .)) تاند
بلې! داسي فکټونه بې شمېره دي خوايران لکه چي جنرال ورته اشاره وکړه ددې لپاره چي خپلي تورې لاس وهنې پټې کړې کرزی صاحب ته له ايورونه ډکې توري خلطې رالېږي اودحقيقت پر روښانه کېدوتورمهرونه لگېږي .
دروان ۲۰۱۰ز کال داگست پر ۶ مه دناټوچارواکي په کابل کې رسنيو ته وويل ،د وسلوالو طالبانو مشر ملا محمد عمر په پاکستان کې ژوندکوي .هغه کوېټه يا دکراچۍ ښار دهغه د استوگنځي په نامه يادکړ .
دغه چارواکي چې دخپل نوم له اخستو يې ډډه کوله، دا رد کړه چې گواکې ملا محمد عمر په افغانستان کې دننه د جنگېدو نکو وسلوالو طالبانو مشري کوي.هغه وويل دطالبانو مشران له پاکستانه د طالبانو مشري کوي .ددغه چارواکي په وينا د طالبانو له لوري د افغانستان بېلابېلو ولايتونو ته ټاکل شوي واليان په سلوکې ((۹۰)) په پاکستان کې ژوند کوي .دغې سرچينې داهم ويلي له پاکستان څخه يې دطالب مشرانود نيولو غوښتنه کړې خو په دې برخه کې ورسره مرسته ونه شوه . چي پر پاکستان امريکا ډير فشار راوړي بيانوداسي خلک ونيسي لکه ملادادالله اويادحقاني هغه زوي چي په جگړه پوهېږي لانه ،هغه يوازي په سعودي عربستان اونوروعربی ملکونوکي پيسې راټولولې ،پاکستاني استخباراتو ونيوه اوپه غټ گمان په زياتوپيسوبه ئي يوازي دروغجن اودپاکستاني استخباراتو لخوا جوړسوی معلومات پر امريکاخرڅ کړي . د ناټو دغه چارواکي ټينگار کړى چې د ايران او پاکستان څارګرې ادارې په افغانستان کې د جگړې اور ته لمن وهي او دحکومت وسلوال مخالفان پياوړي کوي .ويسا
دمی پر ۱۱ د امريكا د بهرنيو چارو وزيرې له يوه امريكايي ټلويزيون سره په مركه كې وويل، چې د پاكستان چارواكي پردې ښه خبر دي چې اسامه اوملاعمر چېرته دي،نوموړې وويل چې كه بيا په كوم بريدكې دپاكستان رول ثابت شي نودهغوخطر نا كو پايلو ته بايد انتظار وباسي . بل لوري ته د نيويارك په يوه ميدان كې د چاودنې دهڅې په اړه امريكا وايې چې د پېښې مسوول فيصل شهزاد په پاكستان كې په قبايلي سيموكې د بمونو جوړولو زړه كړې کړي دي او په دې پېښه كې دپاكستان د طالبانو ډله مسؤله ده. ويسا
دجولای پر ۲۸دبریتانیا لومړی وزير ډیویډ کامرون پاکستان ته د طالبانودملاتړ په خاطر خبرداری ورکړ اوویې ویل داسي نه شي کېدای چې په ظاهره د طالبانو پرضد خبرې کوي خو په پټه له هغوی سره مرسته کوي . تاند
دافغانستان په سلوكې ((۹۵)) په سلوکي وسله وال مخالفين همدا اوس د((پاكستان)) دمختوري ستخباراتي ادارې يا،اى ،اس،اى، له خوا سمباليږي .
د۱۳۸۹ل کال دجوزا پر ۲۳ مه دازادی راډيوويب پاڼه دپاکستان داستخباراتي لاسوهنواومداخلوپه هکله ليکي :دپاکستان پوځی استخباراتواداره نه يوازي داچي طالب جنگيالی روزي بلکي رسماً ددي په مشرتابه شوراکي لوي رول لري . په هغه رپوټ کي چي دلندن داقتصاد انستیتوت لخوانشر سوي راغلي چي دپاکستان دپوځی استخباراتو او آی، اس، ای ادارې رسمی پاليسي داده چي له طالبانوڅخه حمايه اوملاتړ وکړي . دطالبانودقوماندانانوسره په مرکوکي داسي څرگندېږي چي پاکستان دافغان دولت مخالفين روزی،په وسلوئي سمبالوی اوجگړې ته ئي رالېږي .ددوي په تحليل طالبان د آی، اس، آی اويوشمېرخليج هيوادونه مرستې ترلاسه کوي اوپدې باوردی چي دپاکستان آی، اس، آی اداره دطالبانودکويټې په شورا کي غوښن اوغښتلۍنفوذلري .
ددسمبر پر ۱۶ مه د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشربارک اوباما د افغانستان او پاکستان لپاره د خپلې ستراتیژۍ دبیا کتنې له بشپړولواوخپرولو وروسته وویل چې د افغانستان جګړه لا هم یو ه مشکله غوټه ده خوامریکا اوس هغه مسیر ته برابر شوی چې خپل هدف ته ورسېږي . پاکستان باید په خپله خاوره کې د تروریستانو ځالې ورانې کړي . تاند
دخپلې دې خبری دپخلي لپاره چي امريکا هم پدې جگړه کي شامله اوددولت دمخالفينوسره په خبروکي علاقمنده ده دبېلگې په توگه د داکست پر ۱۵په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو عمومي قومندان جنرال دیویډ پیتراییس د طالبانو د مشرانود پخلاینې احتمال رد کړ او ویې ویل داسي نه ښکاري چې ملا عمردې د افغانستان اساسي قانون ومني او پر هغه دې د لوړې لپاره لاس کښېږدي . تاند
دروان ز کال داکتوبرپر ۱۲ مه د افغانستان او پاکستان لپاره د امريکا ځانګړي استازي ريچارډ هولبروک ويلي ((دوی د سولې د هڅو هرکلی کوي موږ په دغو خبرو کې ښکېل نه يوو خو ملاتړ يې کوو مګر شرط مو دا دى چې ځينې مسايل پکې په پام کې ونيول شي او دغه مسايل بيخي حتمي دي، ځکه چې موږ دلته ستراتيژيکي گټې لرو .هر څوک که غواړي چې د افغانستان سياسي سيستم ته ورگډ شي بايد خپلې وسلې پر مځکه کيږدي، له القاعدې ځان ليرې کړي او دهېواد اساسي قانون ومني .))
هولبروک ټاکلي حدود توضیح کړل ، ویې ویل: هرڅوک چې د افغانستان له سیاسي سیستم سره یوځای کېږي ، باید له القاعده شبکې سره اړیکې وشلوي،له جګړې لاس واخلي اواساسي قانون ومني په تېره بیا د اقلیتونو او ښځو د حقونو رول ته درناوی وکړي.که څوک دا خبرې مني هغوی ته لاره پرانستې ده .
خوهولبروک په خبروکي داداقليتونود حقوقوته ئې اشاره په کوم منظرده ؟اوپدې مسله پوري څه اړه لري څوک نه پوهېږي، که سوله تامينېږي هغه خوپه ټول ملک کي دټولو لپاره ده ،دسولې په ټينگښت اوياددوي ترحمايې لاندي حکومت لخوا ددوي دمخالفينوسره دجوړ جاړي په خبروکي داقليتونوگټوته ولې تاوان ورسېږي .حقيقت خودادی چي همدا داقليتونو استازي دي چې دافغان دولت ټول واک او ځواک ئې پلاس کي دی ،نو نورداد بهرنيانونازولي او ښاغلي اوددوي په وينا عاجز څه غواړي . اميد واريم چي پر دې خبره دافغان مېشتو ورڼوقومونوترمنځ داختلاف چاغېډولپاره ناروا استفاده ونسی . کاشکې بهرنيانوددې اقليتونودعامو اوبېچاره خلکودحقوقونه دفاع کړې واي چي دهمدې اقليتونوپر سردسوداگروله لاسه دزړه ويني خوري ،هغوي دلوږی مری اوخوقومی سوداگرئي په شيرپوراو نورښکلو بنگلوکي ژوندکوي .
اوس تاسو قضاوت وکړی چي دادسولي دجرگې بېچاره غړي چي وحيد عمر ئي لا احترام نه کوي دا توان اوصلاحيت لري چي ديوه داسي هيواد مشرتابه سره دې دهغوي دملاتړوپر تسلمېدوخبرې وکړې له کوموپه برکت چي پاکستاني چاروا کي نه يوازي سياسي او اقتصادي امتيازات ترلاسه کوی بلکي ددوي دځپلوتر نامه لاندي ئې دراتلونکوپنځوکلونولپاره ۷،۵ ميلارډه ډالره يوازي دامريکانه ترلاسه کړه داپيسې پر هغوي سربېره دی کوم چي امريکائي هره مياشت ددوي په وينا دافغاني اوپاکستاني طالبانودځپلو لپاره ورکوي . پدې خاطرنه پوهېږم چي دوي دڅه لپاره پاکستان ته ځی اوبېځايه لگښتونه کوي .
دنومبر پر ۲۱ ملي ارمان نادولتي ورځپاڼې په هېواد کې دسولې او پخلاینې لپاره دسولې دعالي شورا په اغیز منتوب بحث کړې . لیکلي، چې دسولې دعالي شورا جوړول په اصل کې دهغې دروازې وهل دي، چې هیڅ کله به هم خلاصه نه شي. اوخدمتګار ورځپاڼې بیا دسولې دعالي شورا په وړاندې یوې بلې ستونزې ته اشاره کړې اولیکلي، چې دشمال ټلوالې مشران له وسله والو مخالفینو سره خبرو ته چندانې لیواله نه دي . اساسي علت ئې دا ښودل شوی، چې دا مشران ګمان کوي، که طالبان راشي نو دوی به خپل اوسنې قدرت له لاسه ورکړي .
پدې شوراکي دهغې دريئس په گډون داسي کسان غړيتوب لري چي دخپل حاکميت په دوران کښي ئي دقدرت پر سردجگړې په پايله کي يوازي په کابل ښارکي ۶۵ زره افغانان له ژوندنه بې برخې اودکابل ښارپه کنډواله بدل کړاودبلي خوادطالبانو اودانور ولکه حزب اسلامي اوجلالالدين حقاني سره دامريکايانوتر راتگ پوري نېغ په نېغه وجنگېدل اوپه زرهاو پښتانه ئي دطالبانوپه نامه په شمال کي له تېغ نه وايستل ،څنگه کېداي سي پدغو خلکوچي يودبل په وړاندي دښمني لري ،يوئي په دولت کي ددوهم اودريم مقام خاوند اوبل ته ياغی ويل کيږي سوله وشي .
ځکه طالبانوپه وار وار اعلان کړی چي دوي له هغه رژيم سره چي ددوي په وينادبېگانه تر حمايې لاندي وي اوبهرنيان دلته په افغانستان کي وي په هيڅ صورت خبري نه کوی .فکر کوم څوک دخبرواجازه هم نه ورکوي ،که دخبرواجازه ترلاسه کړي دا سريال په هغه ورځ پاي ته رسېږي اودپاکستاني چارواکوغوا وچېږي .
داکتوبر پر ۲۱ دطالبانو داسلامي امارت اعلاميه خپره کړه چي په يوه برخه کي ئي داسي راغلي : (( دامریکا دمتحده ایالاتو ترمشرۍ لاندې دافغانستان اشغالګرانو دکابل رژیم چارواکواویوشمیرغربي مطبوعاتو په دې وروستیوکې په منظمه توګه هڅې پیل کړې دي ترڅو وښیي چې ګوندې دافغانستان داسلامي امارت مجاهد ین له دوی سره مذاکراتوته چمتو شوي دي اوپه دي برخه کې پرمختګ شوی.سره له دې چې ددې موضوع په اړه اسلامي امارت له وړاندې خپل دریځ څرګندکړی اوداډول پروپاګندې بللې .دافغانستان اسلامي امارت باور لري چې دبهرنیو یرغلګروپه وجودکې به دمذاکرا تو اوجوړجاړي هرډول هڅې بې ځایه وي چې دمومن اولس او هیواد په خیرهیڅ نتیجه به ترې راونه وزي ، له همدې امله یوځل بیا دافغانستان په اشغالګرانو غږکوو چې دبې ځایه تبلیغاتو او فوځي عملیاتو په ځای دې له افغا نستان څخه خپل فوځونه وباسي او افغانان دې پریږدي چې دسولې اوخپلواکې په فضاکې سوکاله ژوند پيل کړي.))
ښاغلی کرزی يوځل ځان اومجددې صاحب ته دکرډيټ ورکولوپه خاطر هره ورځ ويل چي دمخالفينوسره اړېکي لرو اوځنې وخت به اعلان هم وشو دادی څونفره ددولت مخالفين تسليم سول .زه چي دا اعلان اورم هغه پخواني وختونه مي راپيادېږي چي دغوکسانوغوندي به دپاکستان په کمپونوکي له بهرنيانوهم پيسې او اوسلې اخيستي اودلته په افغانستان کي به ئي هم داستخباراتي ادارو له لاري ددولت سره اړېکي نولې اوپيسې به ئي ترلاسه کولې،کله ،کله به هغه وخت هم ددپاکستاني چارواکو اوغربی نړۍ په هدايت دځينو موخولپاره تسليم سول ،خوچي کله به خپل هدف ته ورسېدل څو بېگنا ه سربازان به ئې شهيدان اوپښې به ئې دپاکستان په لورسپکې کړې ، اوس هم همدا ډرامه روانه ده .
دپاكستان دڅارګرې ادارې،(اى ،اس،اى) له خوا افغانستان ته څېرمه په قبايلي سيمو كې دترهګرۍ ځالې ډير پخوا ددې لپاره چي په سيمه كې امنيتي حالت دپاكستان په ګټه ترينګلى كړي جوړې کړې،له بده مرغه خپلې دغې کرغېړنې هيلې او موخې ته ورسېدل،په كافي اندازه ترهګر دهمدغې تورمخې ادارې له خوا ددريولسيزوپه دننه كې وروزل شول،اوپه بېلابېلو نومونو افغانستان ته راواستول شول ،داده دالړۍ تراوسه لاهم روانه ده .
سره له دې چي داګست پر ۲۳د افغانستان د ملي امنیت سلاکاراوبهرنيو چارو پخوانی وزير ډاکتر رنګین دادفر سپنتا له امریکا وغوښتل چې له پاکستان سره پر خپلو دوستانه اړیکو بیا کتنه وکړي .ده پاکستان په دوه مخۍ او د القاعده او نورو سخت دریځو ډلو په ملاتړ تورن کړ .
ډاکتر سپنتا په یوه مقاله کې چې په واشنګټن پوسټ کې خپره شوې لیکلي،د پاکستان پالیسۍ مرسته کړې چې په افغا نستان کې تاوتریخوالي په دومره اندازه دوام وکړي چې له دې جګړې سره دلوېدیځوالوملاتړکم شي .سپنتا لیکلي امریکا يي پوځیان د دې لپاره افغانستان ته راغلل چې له سخت دریځو سره جګړه وکړي خو دوی ستراتیژیکه تېروتنه وکړه اوهغه داچې پاکستان یې له ځان سره متحد کړ چې په خپله ترهګر روزي اوپالي . تاند
په داسې حال کې چې په دې وروستیو کې دهېواد په ځینو سیمو کې پر افغان او بهرنیو ځواکونو د عامه ګټو پر پروژو او تاسیساتو د وسله والو مخالفینو بریدونو زور اخیستی.
افغان چارواکي وایي چې اوس له دې حقیقته سترګې نه شي پټېدای چې وسله وال مخالفین په پاکستان کې دي، هلته په وسلو سمبالیږي او بیا د هېواد پر پولو را اوړي . مگرپردې ټولوسربېره دپردې شاته دچانی گټوپه خاطر کرزی صاحب په استانبول کي په خپلو خبرو کي ژورناليستانو ته وويل زموږ او پاکستان تر منځ دومره نږدې اړېکي شته چي زه ئي په خبرو تمثيل نشم کولاي ،موږ دومره نږدې يو چي فکر نه کيږي ،غواړم دلته دترکې مشرتابه ته روشانهاوڅرگنده کړم چي موږ سره وروڼه اوډير نږدې دوستان يو. ددسمبر ۲۵ دبيات تلويزيون
دخندا وړداده چي بل لوري ته ئي ويانددسمبر پر ۲۷ وايي ، څو کاله مخکې پاکستان دا نه منله چې، وسله وال مخالفین د پاکستان په قبایلو سیمو کې دي هلته تمویلیږي، روزنه مومي او بیا بریدونو ترسره کوي، خو اوس چې دننه په پاکستان کې هم د مخالفینو بریدونو زور اخیستی او هره ورځ په کې یوه مرګونې پېښه رامنځته کیږي، دا حقیقت امریکا، ناټو او نړۍ ته څرګند شو چې وسله وال مخالفین په هغه هېوادکې دي . که داټولې خبرې سره راونغاړودې نتېجې ته رسېږوچي اوس په هيواد کي داسي حالت حکم چلوی چي هيڅوک پرې نه پوهېږي ، چي يوگړۍ وروسته به څه کېږي دهيواد دبرخليک بېړۍ توفاني شوې ده . راغلي بهرنيان چي دسولي راوتلو باټي ئې وهلې،کله دبرياو،کله وتلو اوکله دسختو تلفاتو اوخونړی پسرلی خبري کوي . بېلگې په توگه همدا نن دجدی شپږمه د دغو ځواکونو ویاند جنرال جوزف بلاتز وایي،که څه هم د وسله والومخالفینو دماتولو لپاره زیاتې هڅې کیږي،خو په راتلونکو اونیو اومیاشتو کې د سختو جګړو اټکل کیږي .
دغوناڅرگندو تبليغاتو دافغان ولس عام خلک چي دجگړې له هرې بڼې اوپه هرنامه نه ستړې شوي غواړي که وږې هم اوسی خو دشپې په ارامه سرکښېږدي . وايي اوردي په دواړو پسې شي ، نه وطن جوړ سو اونه هم جگړه ودرېدله .يوڅه څرگند معلومېږي چي ددې ملک برخليک په پاکستان کي دپاکستاني چارواکو په خوښه ټاکل کېږي،ځکه خوهمدا ناورين کله په يوه اوکله په بل نامه روان وي .هغه چي دپټان دنامه په اوريدو په لړزه راتلل اوس زموږ دمشرتابه له بېغوری اوخپل مينځی اختلافاتو چي په ټول قوت ئې يودبل پر خلاف خوله وازه نيولې، يواوبل ته سپکې سپوري وايي، يودکافراوبل دمجاهدپه نامه سره ټکوي بېځايه مغروراوناخبروددې لپاره زمينه برابره کړې چي پاکستاني تورلېنگی موږته راتلونکې ټاکي . افسو اوسل ځله افسوس ددې بېچاره ولس پر حال .
پدې باوريم ترڅوامريکااونړيواله ټولنه په ځانگړې توگه انگلستان دخپلو سياسي او اقتصادي موخوپه خاطر ونه غواړی چي په افغانستان کي سوله راشی،پدې شوراگانو اوښاغلی رباني ئي راتگ ناشونۍ دی .راشی ټول په گډه لکه دنړۍ نورو ولسونه چي ورته تاريخ ئي درلودلۍ دخداي ،وطن او وجدان په وړاندي قسم وکړوچي نورپه لکه غاړه يودبل دسپکاوی لپاره دتير تاريخ چي تيراوبيانه راژوندی کيږي دتيروتنواوياله بهرنه تپل سوو حوادثوپه اړه له بېځايه دښمنانه تبلېگاتو لاس واخلو،دسالم عقل لرونکی انسان په توگه دراتلونکي په هکله فکر وکړواوخپل ځان له دې غلامۍ نه چي سترگی موسپينې نيولي اونه ئي منو چي غلامان يوخلاص کړو.اوټول په يوه خوله پر امريکااونړيولي ټولنې فشار راوړواوله هغوي نه وغواړوچي دوي اودنړۍ دټولو هيوادومشران پر افغان جگړه ځپلې ملت زړه وسوځوی اودهر هغه چالاسونه لنډکړي کوم چي داديرش کاله ددې قدرت پر سره ئي دافغان دسرپه قيمت دالعنتی جگړې اور توداوسوځوونکی ساتلی . تريخ اولمر غوندي روښانه حقيقت خودادۍ تر څوافغانان په رشتيادجگړې نه ستړې نشي اوخپله ونه غواړي چي خپل ټاټوبې ته سوله راولي ،همدابه آش اوهمدا کاسه وي . ومن الله التوفيق