ایران افغانانو ته پیسي او وسلې ورکوې

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
سلام خان
مارشال قسیم فهیم دافغانستان دولسمشر لومړی مرستیال دتیری جمعی په ورځ تهران ته په یوه رسمی سفر تللی وو اودایرانی چارواکو سره یی خبری او لیدنی کړې دې،ددی کتنو په طرڅ کی یی وړمه ورځ دایران ددفاع وزیر سره وکتل تر کتنی وروسته دایران ددفاع دوزیر له لوری ونوموړی
ته یومیل توپک چی دایران دوسلو جوړه ولو په کارخانه کی تیار شوی دې دتحفی په توګه ور کړي
کتونکي وايي چې ايران پخوا هم د افغانانو د وژلو لپاره دافغانستان ددولت له مخالفینو ته پیسي او وسلې ورکړي دي او اوس يې چې يو ځل بيا فهيم ته ټوپک ډالۍ کړ، دا يې ثابته کړه چې دوى فکر کوي افغانان يوازې د جګړې خلک دي او بايد د تل لپاره جګړه وکړي.؟
د ايران د بهرنيو چارو وزير علي لاريجاني دافغان ولسمشر له لومړي مرستيال قسيم فهيم  سره په خبرو کې له افغانستان څخه  په تدريجي ډول دبهرنيوځواکونو د وتلو او په دغه هيواد کې د ارامۍ او پرمختګ غوښتونکى شود راپورونو له مخې لاريجانې له قسيم فهيم سره په يو شمير اقتصادي، سياسي، فرهنګې او داسې نورو موضوعاتو خبرې وکړې او د دواړو هيوادونو ترمنځ يې په لا زياتې هر اړخيزې همکارۍ ټينګار وکړ او زياته يې کړه چې ايران او افغانستان يو ګډ فرهنګې او مذهبي نژديوالى لري
قسيم فهيم ايران د افغانستان يو ښه دوست وباله او زياته يې کړه، چې ايران په هر وخت کې له افغانستان سره مرسته کړې او د جهاد په وخت يې هم د يرغلګر په وړاندي په مبارزه کې برخه اخيستې او اوس هم په افغانستان کې د سولې او بيا رغونې په برخو کې مرستې کوي
هغه دايران مرستې له افغانستان سره ګټورې وبللې او څرګنده يې کړه چې لا هم افغانستان د ايران مرستو ته په هر ه برخه کې اړتيا لري او په هر وخت کې د ايران دلا زياتو همکاريو غوښتونکى دى
همدا رازد ايران د پارلمان مشر علي لاريجاني د افغانستان د ولسمشر د لومړي مرستيال مارشال فيهم سره تېره ورځ په تهران کې د خپلې ليدنې پر مهال د افغانستان د ولسي جرګې د تېرو ټاکنو هر کلى وکړ. نوموړي تېرې ټاکنې د افغانستان د ثبات او ولسواکۍ په لور يو مهم ګام وباله. لاريجاني دغه راز وويل چې له افغانستان څخه د بهرنيو ځواکونو له وتلو وروسته به دغه هېواد پرمختګ وکړي
ولی دویکی لیکس او  د لوديځو رسنيو د وروستيو افشا شويو اسنادو له مخې په ايران باندې  تورونه لګيدلي دې، چې د افغانستان نوي پارلمان ته يې د خپلو پيسو په زور کسان بريالي کړي دي، نو د ايران د پارلمان د رئيس دغه وروستۍ څرګندونې د لوديځو رسنيو د تورونو لپاره ښکاره ثبوت دى
دیوه بل خبر په اساس  ایران افغانستان ته د تیلو د انتقال هغو ټانکرونو ته اجازه ورکړي چی د تیرو دریو اونیو راهیسی په سرحد کی ایسار شوي وو او داکار دایران دولت وښاغلی فهیم ته دښه راغلاست له وجه کړي دي.
په دی رپوټ کی راغلي چی د ایران د جمهور ریس مرستیال رضا رحیمي  د افغانستان د جمهور ریس د مرستیال قسیم فهیم سره د ملاقات په وخت کی ژمنه وکړه چی افغانستان ته به د تیلو د انتقال لړۍ دوام پیدا کړي
قسیم فهیم ویلی چی ایراني چارواکیو دا پریکړه د هغه په غوښتنه وکړه
افغان چارواکی وایی ایران تقریبا دوه زره د تیلو د انتقال ټانکرونه په دی میاشت کی بند کړی وو او اجازه یی نه ورکوله چی د ایران د سرحد نه واوړی او افغانستان ته داخل شي او داسی ښکاري چی هغوی گمان کاوه چی دا تیل به د امریکا په مشرۍ د ناتو قواوو ته انتقالیږي
خو د کابل حکومت ویلی دی چی دا تیل یوازي د ولسی وگړو لپاره دي چی د ژمي په یخنۍ کی د خپلو کورونو د گرمولو لپاره دی تیلو ته سخت ضرورت لري.
ایران په افغانستان کی د ناتو د قواوو د عملیاتو سره مخالف دئ او په خپل گاونډي ملک افغانستان کی د تشدد پړه په هغوی وراچوي ، امریکایی چارواکي د ډیر وخت راهیسی په ایران تور لگوي چی په افغانستان کی یاغیانو ته پیسی او وسلې ورکوي چی د ناتو د قواوو سره وجنگږي.پاي سلام خان.