پښتونه !

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
حیات الله ستومان
پښتونه ستا کور،کنډر،دېره،حجره او دالان چې نن ورانیږي دا د چا ارمان دی ! دا دکوم دله ارزو ده ! دا د کوم بې غیرته او بې عزته کوښښ دی!؟
پښتونه ستا مشر،ستا ملک ،ستا استازی،ستا خواریکښ څوک دی!؟

پښتونه ستا کتاب،ستا تقدیر،ستا توره ، ستا ژوند او ستا محراب کوم دی!؟
لوی پښتونه ستا خاوره ،ستا غرونه ، ستا دښتې ،ستا باغونه کوم دي!؟
لوی پښتونه ستا په خاوره ستا وژل د چا فتوا ده!؟
لوی پښتونه تا په یوه او بل نوم نومول د کوم بې نومه او نښانه نښه ده !؟
لوی پښتونه ته ولې ټولې نړۍ په نښه کړی یې !؟
لوی پښتونه پر تا ولې له هر پلوه ګزارونه کیږي !؟
لوی پښتونه ته د کوم ښکاري ښکار یی !؟
دی سپېرې نړۍ تا پسې پښې لوڅې کړیدي !
دا ګرده نړۍ تاته یوه شوېده دا نړۍ ستا له نامه نه کرکه لري.
دا د ښامارانو نړۍ تا په دې نړۍ کې نور نشي زغملای؟
دا ټوله نړۍ تا وژني!
ستا غرور ماتوي!
تا ته په دې نړۍ کې نور ځای نشته!؟
دا نړۍ وږې شویده تانه ستا مړۍ په جنګ اخلي!
تا لوی پښتون نه ستا ننګ اخلي !
تا نه ستا غیرت اخلي ستا د پښتنې مینې غروراخلي ستا رنګ اخلي!
ستا د کلي سپین سهروژني ستا نیمګړی مازیګر وژني.
ستا مشر ستا رهبر او ستا سر وژني.
ستا ماشوم او ستا دلبر او ستا ځیګر وژني.
ستا شمشاد، خیبر او ستا سپین غر وژني .
راځه له ځانه سره سوچ وکړه که په دې دې سره سلا وي چې ته لوی پښتون په دې نړۍ کې تری تم شې ،ته پخپل کلي او بانډې کې بې له کومې ګناه ووژل شې ، ستا د کلي هر نازنین سهر په غم پیل شي او ستاد ګلورین کلي هر ګلورین مازیګر په غم پای ته ورسیږي،تا لوی پښتون ته پخپله خاوره او وطن کې ځای نه وي نو بیا پرېږده چې ته همداسې د پای ټکی شې ،پرېږده چې ته خاورې او ایرې شې ستا نوم د تلپاره د تاریخ له پاڼو ورک شي .
او که په دې دې سره سلا وي چې ته باید د نړۍ له نورو هېوادونو سره په یوه کتار کې ودرېږې ،ته خپل نوم او نښان ولرې ،ته خپله مځکه خپله خاوره خپل قانون او خپل آیین ولرې نو راځه چې په سره فکر وکړو چې دا خاوره ،دا هیواد تا ته ډیر اړتیا لري نور راویښ شه د نورو په لمسونونو نور مه غولېږه دا خپل هېواد پخپله جوړ کړه تا له هندوستانه تر مشهده تا په هیندوانو او فارسیانو حکومت کړیدی .تا دې نړۍ ته خپلې کارنامې ښودلې دي راځه یو ځل بیا راویښ شه دا نړې ته دې نوم او نښان ښکاره کړه ،دې نړۍ سره په یوه کتار کې ودرېږه ،دې نړۍ ته خپلې پښتنې او خوږې سترګې روښانه کړه ،دا نړۍ پخپل
و خوږو او پښتنو سترګو وګوره په دې نړۍ کې ته څومره ځای لرې.
په درنښت
حیات الله ستومان
امریکا ،یوټا
۲۴ مه د ډیسمبر۲۰۱۰ زیږدیز