لیکوال ماکسیم ګورکي
ژباړن عبدالملک پرهیز
د ژوند واقعي مفهوم په ښکلا او د هدف په لور د هاند په ځواک کې دی.
او شتون یا هستي باید په هره شیبه کې ډیر لوړ هدف ولري.
الکسي ماکسیموویچ پشکوف چې وروسته يې د ماکسیم ګورکي په نامه نړیوال شهرت پيداکړ، په ۱۸۶۸ کال په نېژني نووګورد کې چې وروسته د ګورکي په نامه ونومول شو، زېږېدلی دی.
له هماغه کوچنیوالي څخه بېوزلۍ ، هغه ته خپله سپېره څېره وښودله. له همدې کبله يې تر یوه وخته د هغه د زده کړو مخه ونیوله. د نوموړي د موچي د شاګرد، دانځورګر د شاګرد او د بېړۍ د ګارګر او داسې نورو .... په توګه کار او ژوند کړی دی. هغه د «خلکو په منځ اوسېده » او د« خلکو په منځ کې» يې کار کاوه. هغه مينه چې نوموړي له کتاب سره لرله هغه يې د جوړونکې پېژندګلوۍ په لور پرمخ وړلو.
د نوموړي ځواني هم لکه د هغه د ماشومتوب په سختو او له وس وتو کارونو کې تېره شوه. د ډوډۍ پخوونکي د کراچۍ چلوونکي، بڼوال او د ډله ایزه سندرو د ډلې د سندرغاړي په توګه يې کار وکړ.
د خپل هیواد د هغه مهال د فکري بدلونونو په بهیر کې ګډ شو او سیاسي ادبیات يې ولوستل. په ۱۸۹۲ کال نوموړی په یو پېژاندل شوي لیکوال واوښت. د ۱۹۰۵ کال له بدلونونو دمخه يې د « شاهین ترانه » او د « توفان د مرغه ترانه » ولیکله.
د ۱۹۰۵ کال د غورځنګ تر ځپل کېدو وروسته يې بهر ته سفر وکړ. د « مور » رومان يې په همدغه وخت کې ولیکه.
نوموړی په ۱۹۳۲ کال د شوروي د لیکوالو د اتحاديې رييس شو او لیکوالو ته يې سپارښتنه کوله څو هغه واقعیتونه چې ټولنېز لوری لري او د ټولنې په ګټه وي غوره کړي. د « مور » رومان د همداسې ليکوالۍ یوه بېلګه بلل کېدی شي.
د ادبیاتو هدف
... شپه وه، د دوستانو له هغه غونډې څخه راستنېدم چيرې چې مې خپل وروستی چاپ شوی داستان لوستی ؤ، بهر را ووتم او په واټ کې روان شوم. دا چې له داستان څخه يې زیاته ستاینه کړې وه ، په ما کې يې په زړه پورې ولولې راپارولې وې. په تش واټ کې رو رو تلم دا زما په ټول ژوند کې لومړی ځل ؤ چې د ژوندانه له خوښۍ مې دومره خوند اخيسته. د فبروري میاشت وه او شپه روښانه وه. د شنه آسمان پر لمن بې شمیره ستوري ځلېدل. ځمکې د واورو ښکلې جامه آغوستې وه او له هسکه یو نا آړامه شمال د ځمکې په لور لږېده. د ونو څانګو د دیوالونو له شا نه سر اوچت کړی ؤ ، او د خپلو سیورو په وسیله يې زما په لاره کې ښکلي او په زړه پوري انځورونه جوړکړي ول. د واورې رڼو بڅرکو د سپوږمۍ په کمرنګه او روح پالونکې رڼا کې ، زړه خوښونکې ځلا لرله. هره خوا چوپه چوپتیا وه او هيڅ خوځنده نه ترسترګو کېدل، زما تر پښو لاندې د واورې ژغ ژغ هغه یوازنی غږ ؤ چې ددغه روښانه او نه هېرېدونکې شپې پرتمینه چوپتیا يې له ګډوډوله .....
فکر مې کاوه: څومره ښه دی که انسان په نړۍ کې د خلکو ترمنځ درناوی او ښه دريځ ولري!
دغه اند ، ما ته ځلانده او روښانه راتلونکې انځوروله.
د شا له خوا مې د یو چا غږ واورېده چې په پام سره شمېرلي خبرې يې کولې:
- هو تاسې ښه شی لیکلی ؤ ، هو ډير ښه ؤ!
ددغه ناڅاپي غږ له امله مې جوټکه وخوړه ، مخ مې واړوه او شاته مې وکتل.
د لنډې ونې سړی چې خړې جامې يې آغوستې وې ما ته رانژدې شو او زما تر خوا روان شو.
مانا لرونکې موسکا يې پرشونډو خوره وه او ماته يې ښکته پورته کتل . ټول بدن يې په حيرانونکي ډول اغېزناک ؤ: د هغه کتل، څېره او مخ چې نرۍ تېره ږيرې يې لرله. د هغه د بدن کوچني او سره راټول او عجیبه غړي لکه دمېخ په سترګو را ننوتلو. ډېر غلی او آرامه په لاره تللو ته به وايې د واورې د پاسه خوېېږي . ما چيرې چې خپل داستان لوستلو هلته مې نوموړی نه ؤ ليدلی. څرګنده ده چې د هغه دغږ په آورېدو حيرانه شوی وم: دا سړی څوک ؤ؟ له کومه ځایه پيداشوی ؤ؟
پوښتنه مې وکړه: تاسې هم غوږ نیولی ؤ؟
- هو، خوند مې هم ترې واخیست.
غږ يې د بم په څېر ؤ. نرۍ شونډې يې لرلې خو کوچنیو تورو بریتو يې د هغه موسکا له نظره نه شوای پټولی. دغه موسکا چې د هغه له شونډو نه ورېکېدله په ما کې يې یو ناپه او په زړه پورې احساس رامنځ ته کړ. داسې مې و انګېرله چې د هغې تر شا نیش لرونکې نیوکې نغښتي دي خو دومره خوښ وم چې د هغه دې حالت ته مې پاملرنه و نه شوه کړی. د هغه موسکا لکه د سیوري زما له سترګو ورکه او د هغه رڼا او رضایت مندۍ له امله چې ماته پیداشوې وه په چټکۍ سره پناه شوه. له هغه سره څنګ په څنګ په لاره تللم او دې ته په تمه وم څو واورم څه وايي . په زړه کې هيله مند وم د نن شپې پر هغه خوږو شیبو چې پرما تیر شوي وې څه نور هم زیات کړي: انسان د ستاینې او صفت تږی دی، ځکه برخه لیک ډیر لږ د مهربانۍ له مخې هغه ته خاندي.
زما ملګري پوښتنه وکړه.
په رښتیا څومره ښه ده که انسان ځان استثنايې او تر نورو لوړ اوجګ فکر کړي، داسې نه ده؟
د هغه په پوښتنه کې مې کوم ځانګړی څيز احساس نه کړ او د هغه خبره مې تر ډېره و منله.
هغه خپل کوچنی لاس ، چې لنډې او کوچنۍ ګوتې يې لرلې په عصبي بڼه سره و مښلې او نیش لرونکې خندا يې وکړه: ها، ها، ها...!
د هغه خندا پرما ښه و نه لږېده او په سړښت سره مې وویل:
- تاسې د ښه چلند خاوند یاست!
په مسکېدو مسکېدو يې د سر په خوځولو سره زما خبره تایید کړه او ويې ویل:
هو، د ښه چلند سړی یم، ډیر هم کنجکاو ... تل هم غواړم پوه شم او غواړم په هر څه خپل سر خلاص کړم، دا زما همېشنۍ هڅه ده. له همدې کبله غواړم پوه شم چې دغه بری تاسې ته په کومه بیه لاس ته راغلی دی!
هغه ته مې وکتل او د بې علاقه ګۍ له مخې مې وویل :
نژدې د یوې مياشتې... یا ترهغې د لږ څه زیات کار په بیه...
هغه په چټکۍ سره زما خبره وشلوله او ويې ویل:
- هو، لږ زیار او بیا هم د ژوند لږه تجربه چې تل دومره ارزښت نه لري، خو په عین حال کې دومره بې ارزښته هم نه دي، ځکه تاسې له دغه ارزښت سره دا ګټه کوۍ چې په اوس وخت کې په زرګونه کسان ستاسې د آثارو په لوستلو سره ستاسې په اند کې ژوند کوي او وروسته هم هيلې پېداکېږي چې د وخت په تېریدو سره .... ها ها ها ! کله چې تاسې مړ شۍ ... ها ها ها ! خو ددغه ټولو هيلو چې تاسې موږ ته راکړي آیا کېدی شي تردې څه نور زیات هم راکړي؟ څه د ویلو نه لرې.
بیايې له سره لنډه لنډه او ترخه خندا وکړه. او په خپلو تورو او اغېزناکه سترګو يې په تزویر سره زه سر ترپایه له سترګو تېرکړم . ما له پورته څخه هغه ته یو نظر واچوه او په خپګان او ناراضایتۍ سره مې پوښتنه وکړه:
- بښنه غواړم . اجازه راکوۍ له تاسې پوښتنه وکړم له چا سره د خبرو ویاړ لرم؟
- زه څوک یم ؟ نه شې کولی اټکل وکړې؟ خو په هر حال زه اوس نه غواړم ووایم چې څوک یم، خو ستاسې له نظره دا مهمه ده چې د سړي نوم دی او که دا چې تاسې ته وايي؟
ما ځواب ورکړ: البته چې نه ... خو سره ددې ډیره عجیبه ده !
زما د لارې مل، زما د کوټ (بالاپوش) لستوڼې ونیو او په داسې حال کې چې رو رو خندېده په خبرو پيل وکړ:
- پرېږده چې عجیبه وي ، څرګنده نه ده ولې انسان ځانته اجازه نه ورکوي کله کله د عادي او ساده آدابو څخه یو ګام بهر واخلي ؟ ... که تاسې ددې کار مخالف نه یاست راځي چې صادقانه سره خبرې وکړو! فرض کړۍ چې زه ستاسې د داستانونو لوستونکی یم ... یو ډېرعجیبه او ډیر کنجکاوه لوستونکی، چې غواړي پوه شي یو کتاب ولی او څرنګه منځ ته راځي ... د بېګې په توګه ستاسې کتاب ؟ راځۍ چې پرې خبرې وګړو.
و مې ویل : اوه، مهرباني وکړۍ ! داسې چلندونه او خبرې ماته .... ډېرې په زړه پورې دي... دا هره ورځ نه پېښېږي.
خو په واقعیت کې هغه ته مې دروغ ویل، ځکه دې خبرو هره شېبه ماته خپل خوند له لاسه ورکاوه . ما له ځانه سره فکر کاوه: هغه له مانه څه غواړي؟ زه څنګه ځانته دا اجازه ورکوم چې د لارې دغه پېښه او له دغه ناپېژاندل شوي سړي سره خبرې یو ډول بحث وبولم؟
خو هر څه چې وه زړه نازړه له هغه سره په لاره تلم او هڅه مې کوله هغه ته خوشحاله څېره او ورین تندی وښايم . په یاد مې دي چې دا کار مې په ډیر کړاو ترسره کاوه خو لا هم زړه وره وم او نه مې غوښتل چې له خبرو څخه په ډډه کولو دغه سړی له ځانه خپه کړم نو پریکړه مې وکړه خپل حالت ته پام ونیسم.
له شانه سوږمۍ خپلې وړانګې خپرولې او زموږ سیوری يې زموږ تر پښو لاندې سره یوځای کاوه او یو داسې تور څيز ته پاتې کېده چې زموږ مخې ته د واورو پاسه خوځېده. دغه سیورو ته زما پام آوښتی ؤ او احساسوله مې چې زما په دننه کې دغه سیورو ته ورته یو خړ څيز د رامنٔځ ته کېدو په حال کې دی چې تر ما دمخه روان دی او نه شي کولی ځان ورته ورسوم.
زما ملګری لږ شان غلی شو، او بیا له سره په ډاډمنه لهجه چې پر خپلو اندونو واکمن ښکارېده، په خبرو پیل وکړ:
- په ژوندانه کې د انساني فعالیت له انګېزې پرته بل هيڅ شی مهم او له کنجکاوۍ ډک نه دی... داسې نه ده؟
سر مې د همغږۍ په بڼه و خوراوه.
- موافق يې !.... نو راځۍ چې خبرې وکړو، اوس چې ځوان يې د صیمیمانه خبرو وخت له لاسه مه ورکوه !...
له ځانه سره مې وویل څه عجیبه انسان دی! د هغه له خبرو سره مې علاقه پيداشوې وه او په داسې حال کې چې ترخه خندا مې کوله ترې مې پوښتنه وکړه:
- د څه په اړوند خبرې وکړو؟
هغه ماته په ځير وکتل او د یو پخواني ملګري په بڼه يې وویل : « د ادبیاتو د هدف په اړوند!»
- مهرباني وکړۍ... خو ګومان کوم چې اوس ناوخته شوې ده...
- اوه نه، تاسې ته لا ناوخته شوې نه ده!
د هغه خبرو حیرانه کړم او ودرېدم . د خبرو له وزن څخه يې ټينګ باور او له لهجه يې له کنایې ډکه وه. ودرېدم څو له هغه نه پوښتنه وکړم ، خو هغه زما لاس ونیو او په داسې حال کې چې ورو ورو او په پرله پسې توګه يې مخې ته راکاږلو ، وویل:
- مه درېږه ، موږ لا پوره لاره په مخ کې لرو څو لاړشو ... د سریزې ویل بس دی! ووايه د ادبیاتو مقصد څه دی؟... تاسې خو د ادابو او ادبیاتو چوپړ یاست پر دې هرومرو ښه پوهېږۍ.
له زیاتې حيرانتیا او تعجب نه مې کنترول له لاسه ورکړی ؤ . دا سړی له مانه څه غواړي ؟ څوک دی؟
ومې ویل، غوږ ونیسۍ، ومنۍ دا څه چې زموږ ترمنځ پېښېږي ...
- سم او ريښتنی بنسټ لري، باور وکړۍ! په دنیا کې هيڅ څه له سم او ريښتني بنسټ لرلو پرته نه پېښېږي ... چټک لاړ شو، خو نه مخ په وړاندې، بلکې مخ په ځوړ...
بې له شکه دایو عجیبه او په زړه پورې سړی ؤ خو زه يې پرله پسې عصبي کولم . ما بیا په بې صبرۍ سره مخ په وړاندې تلل پيل کړل. او هغه په آرامۍ سره زما تر شا روان ؤ، او ویې ویل:
- ستاسې په مقصد پوهېږم : تاسې ته د اوس دپاره د ادبیاتو د هدف تعریفول آسانه کار نه دی خو زه هڅه کوم دا کار ترسره کړم...
آسوېلی يې و ایست ماته يې وکتل او په خندا سره يې وویل:
- که ووایم د ادبیاتو هدف دادی څو له انسان سره مرسته وکړي ځان وپېژني او پرځان ایمان غښتلی کړي، او په خلکو کې له حقیقت سره مینه غښتلې ، له ناوړتیاو سره مبارزه پراخه ، په هغوی کې نېکې ځانګړنې رامنځ ته، د هغوی په روح کې سپېڅلتیا ، غرور او مېړانه راوپاروي، له هغوی سره داسې څه وکړي څو نیکمرغه، نجیبه او پياوړي خلک شي او وکولی شي خپل ژوند د ښکلا له سپېڅلي روح څخه ډک کړي. تاسې به يې ومنۍ؟ دا زما نظر دی. څرګنده ده چې بشپړ نه دی یوازې یوه طرحه ده... هر هغه څه چې ژوندانه ته نوی روڅ وبښلی شي او هغه بشپړ کړي . ووايۍ څو پوه شم له ماسره همغږي یاست؟
ومې ویل : هو دا منم ، څه ناڅه همداسې ده. په عادي حالت کې خلک سوچ کوي د ادبیاتو دنده د انسان د سړیتوب لمانځنه او د هغه د عواطفو لطیفول دي...
بیايې په اغېزناکه لهجه وویل : وګورۍ چې څومره لوی کار ته خدمت کوۍ!
بیايې نېش لرونکې خندا وکړه: ها ها ها!
ما داسې وښوده ګنې خندا يې پر ما بده ونه لګېده. پوښتنه مې وکړه ، له دغه خبرو نه ستاسې مقصد څه دی؟
- نو تاسې څه فکر کوۍ؟
و مې ویل: رښتیا ووایم...
خو د هغه توندې او پارونکې خبرې را يادشوې نو غلی شوم. له ځانه مې پوښتنه وکړه : د دومره صمیمانه خبرو څخه د هغه مقصد څه دی؟ دا خو یو احمقه سړی ته ورته نه دی، باید پوه شي چې د انسان د صمېمیت بریدونه کوم دي او د انسان د ځان غوښتنې حس ترکومه سړي ته ددغه بریدونو د ساتلو اجازه ورکوي! د خپل مل څېرې ته مې وکتل حس مې کړه چې د هغه موسکا زما روح ته سخت زیان رسولی دی. کاشکې پوه شي چې د هغه موسکاګانې، څومره له ملنډو اوسپکاوي ډکې دي ! داسې احساس راپیداشو چې ګنې له کوم څه نه ډارېږم او همدغه ډار غوښتنه اړ ایستلم څو له هغه څخه جلا شم.
خپله خولۍ مې لږه پورته کړه او ومې ویل د خدای په امان!
هغه په آرامۍ او حيرانتیا سره پوښتنه وکړه ولې؟
ـ ځکه نه غواړم ټوکې او ملنډې له اډانې ووځي.
- ښه نو دهمدې دپاره ځې ؟... ستاسې خپله خوښه... خو پوهېږې ، که نن له ما نه وتېښتې ، نور به هيڅکله هم موږ یو بل و نه وینو.
د «هيڅکله» پر کلمې يې زیات زور واچوه او هغه يې دومره ټينګ او په وزن سره وویل چې ته به وايې د مړینې د زنګ غږ آورمه . زه له دغه کلمو کرکه لرم او ترې ډارېږم ، ځکه دغه کلمه زما له انده ، هغه درانده اوسوړ څټک ته ورته والی لري چې لا دمخه يې د هغه تقدیر جوړکړی دی څو د هغې په ګوزارونو سره د خلکو هيلې له منځه لاړشي. دغه کلمې زه و درولم.
د بغض او پرېشانۍ له مخې مې ترې پوښتنه وکړه: له ما نه څه غواړې؟
بیايې تونده خندا وکړه او په داسې حال کې چې زه يې له لاسه نیولی وم او ښکته يې راښکلم وویل: دلته کينه.
په دغه وخت کې موږ د ملي بڼ په واټ کې وو، چېرې چې د ونو څانګې يخ وهلي، ناهيلې او بې حرکته ول. دغه څانګې چې تېره سوکه لرونکو کنګلو پوښلي ول او د سپوږمۍ پر رڼا روښانه شوي ول او زما د سر دپاسه په هوا کې ځوړند ول ، ته به وايې زما په ټټر کې لوېږي اوپه زړه مې ننوزي.
د خپل مل پر دغه چلند هک اوپک حيران وم او هغه ته مې کتل او چوپ وم ، او په داسې حالت کې چې غوښتل مې ځانته لږ جرئت ورکړم او د هغه دغه چلند پرځای وښایم له ځانه سره مې وویل: دا سړی هرومرو ناروغ دی.
خو لکه داچې هغه زما په فکر پوه شوی وي ، ويې ویل:
- ته ګومان کوې زه ناروغ یم؟ دا فکر له سره وباسه چې ډیره ناوړه او زیان بښوونکی دی! موږ تل کله چې نه غواړو د کوم چا خبره وا نه ورو او ځان پرې پوه نه کړو ځانته همداسې ډاډ ورکوو، هغه هم یوازې ددې دپاره چې نوموړی تر موږ هوښیار دی. وګورۍ دغه فکر څومره په ډاکه د یوبل تر وړاندې زموږه بې پروايې ښکاره کوي او زموږه اړیکې پېچلي کوي.
ما په داسې حال کې چې ددغه سړي تر وړاندې مې شېبه په شيبه د شرم احساس کاوه ، وویل: اوه ، اوه!...
خو پښنه غواړم زه ځم ... زه باید لاړ شم.
اوږې يې پورته واچولې او ويې ویل:
- ځه لاړ شه... خو په یاد لره چې په دې کار سره به ډیر زیان وکړې. ډیر څه به له لاسه ورکړې. زما لاسونه يې خوشې کړل او زه ترې جلا شوم.
نوموړی د ولګا د سیند پر غاړه په هغه بڼ کې چې د یوې غونډۍ دپاسه پروت ؤ او د واورې نری څادر پرې را خپور ؤ او یوه نرۍ خړې لارې له منځه پر دوو برخو وېشلې ؤ ، ځانته پاتې شو، په داسې حال کې چې د سیند بلې غاړې ته پراخ او غمنجن چمن ترسترګو کېده. نوموړی په بڼ کې پاتې شو ، پر یوې څوکۍ کیناست او ليرې او آرامه هسک ته يې کتل. زه په واټ کې روان تلم او داسې ګومان مې کاوه چې له هغه نه ليرې کېږم خو بیا هم تللم او له ځانه سره مې فکر کاوه: څرنګه لاړ شم څو هغه ته، هغه سړي ته چې زما شاته هلته ناست دی ، وښایم چې ماته دومره ارزښت نه لري؟ چټک لاړ شم که ورو ورو ؟ دادی هغه اوس ورو ورو یوه سندره وايي چې ماته آشنا ده ... پوهېږم چې دغه غمنجنه او له ملنډو ډکه سندره د وړندو د لارښود دپاره ویل شوې ده . له ځانه سره مې فکر وکړ: هغه ولې دغه سندره وايي؟
په دغه وخت کې پوه شوم چې له هماغه شېبې چې ددغه کوچني سړي سره مخامخ شوی یم ، د عجیبه احساساتو په توره کړۍ کې مې ګام ايښی دی. د یو ناڅرګنده او دروند څيز سره د ټکر هيله کېده ، زما د څوشیبو دمخه حالت باندې چې له ځانه خوښ او بې پروا وم ، یوه خړه پرده د خوريدو په حال کې وه.د شعرونوهغه کلمات چې دغه سړي به ویل را په یاد دي:
څه به د نورو لار ښوونه کوې ته چې په خپله لاره نه پېژنې
بېرته ستون شوم او هغه ته مې وکتل. هغه خپل څنګل پر زنګانه ايښی ؤ او خپل مخ يې د لاس په ارغوي کې نیولی ؤ او ماته يې کتل ، شپلی يې واهه او د سپوږمۍ په رڼا کې مې ليدل چې تور بريتونه يې ښورېدل . یو غمجن احساس و لړزولم او پریکړه مې وکړه بېرته ستون شم. په چټکۍ سره هغه ته نژدې شوم او دهغه تر خوا کېناستم. خو بې له ولولو، خو په توده ژبه مې ورته وویل:
- غوږ ونیسه ، ساده خبرې به کوو...
هغه سر وخوروه او ويې ویل:
- خلکو ته دا یو اړین کار دی.
- زه ګومان کوم په تاسې کې یو داسې ځواک شته چې پر ما خورا اغېز من دی. زه ګومان کوم تاسې غواړۍ ماته څه ووايۍ ... څنګه داسې نه ده؟
په کړس کړس يې وخندل او ويې ویل:
- په پای کې دې د آورېدلو وس پېداکړ!
خو اوس دغه خندا نرمه وه او ان د خوښۍ نښې ترې څرګندېدې. هغه ته مې وویل: نو ووايۍ ! که کولی شۍ بې له تشریفاتو خبرې وکړۍ.
ـ سمه ده، خو پوهېږې ! دغه تشریفات اړین ول څوستا پاملرنې واړوم. انسان هماغسې چې بد او ناوړه څیزونو ته پاملرنه نه کوي هماغسې ساده او روښانه څیزونو ته هم پاملرنه نه کوي او له هغه ځایه چې موږ په خپله ساړه او بې روحه یو نو ددې امله نه شو کولی نورو شیانو ته روح او تودوخه ورکړو. اوس داسې ښکاري چې موږ ښکلي خیالونه او اندونه غواړو، د هیلو او حیرانتیاو ته هیله مند شوي یو، ځکه هغه ژوند چې موږ جوړکړی ښکلا نه لري او له خپګآن او تورتمه ډک دی! هغه واقعیت چې یو وخت مې غوښتل په زیات شوق او ولولو سره يې جوړ کړم موږ يې مات او کوچني کړي یو... څه باید وکړو؟ کېدی شي انسان د تخیل او تصور په مرسته، د یو لنډ مهال دپاره له ځمکې تېر شي، او هسک ته والوزي او بیا له نوي خپل بايللي دریځ او ځای ته نظر وکړي ، داسې نه ده؟ ځکه اوس نو انسان نور د ځمکې سلطان نه دی، بلکې د ژوند غلام دی او د حقیقتونو تر وړاندې د سر د ټيټونې له امله يې د اشرف المخلوقاتو غرور له لاسه ورکړی دی. داسې نه ده؟ هغه حقیقتونه چې په خپله يې جوړ کړي دي، ترې پایلې اخلي او ځانته وايي: دغه قانون بدلېدلی نه شي! له دغه قانون څخه په اطاعت سره، دې خبرې ته پام نه ساتي چې د خپل ژوند په آزاده او نووښتګره لاره کې يې، د زاړه دودونو د ماتولو او د نويو څيژونو د رامنځ ته کولو دپاره د مبارزې د حق په لاره کې خنډ رامنځ ته کړی دی او نور مبارزه نه کوي ، بلکې یوازې ځانته له هغې سره سمون ورکوي... ولې باید مبارزه وکړي؟ هغه آرمانونه چېرې دي چې د هغو دپاره انسان خطرناکه کارونه ترسره او مهمې قربانۍ ورکړي ؟ د همدې دپاره انسان دومره بې وزلې شوی او له بدمرغۍ ډک ژوند يې په برخه شویدی. د همدې دپاره په هغه کې د خلاقیت روح دومره خوار او کمزوری شوی دی. ځنې بې له دې چې پوه شي په پټو سترګو دداسې څه په لټه کې دي چې روح يې ځانته په الهام واخلي نو ځکه د هغو په تړاو د خلکو ایمان را ويښوي.
ذ کله کله دې خبرې ته مخه کوي چې هرڅه ابدي دي او خلک يوموټی کوي، هلته مخه نه کوي چيرې چې خدای شته ... دا یوه څرکنده خبره ده هغه کسان مري کوم چې حقیقت ته د رسېدو په لاره کې تېروتنه کوي! پرېږده چې مړه شي . ددوی مخه باید ونه نیسو. د دوی په حال افسوس کول کومه ګټه نه لري. داسې خلک زیات پيداکېږي! یوازې د خدای په موندلو کې د روح مينه او علاقه مهمه ده، که په نړۍ کې داسې ژوي پيداشي چې زړونه يې د خدای پر مينه ډک وي خدای به له هغو سره وي او روح به يې وبښي: دې ته وايې د کمال په لور بې پایه جذبه! داسې نه ده؟
ومې ويل: هو همداسې ده....
د خبرو ملګري په داسې حال کې چې نيش لرونکې خندا يې کوله وویل : خو تا ژر ومنله.
هغه وروسته په داسې حال کې چې پریو ليرې ځای يې سترګې ګنډلې وې غلی شو. ماته د هغه چوپتیا لږڅّه اوږده ښکاره شوه په بې صبرۍ سره مې آسوېلی و ایست. په دې وخت کې هغه بې له دې چې له هغه ليرې ځایه خپلې سترګې واړوي او ماته وګوري، پوښتنه وکړه :
- ستا خدای څوک دی؟
له دې پوښتنې دمخه ، له ما سره د هغه خبرې ډیرې نرمې او په زړه پورې وې او ماته يې خوند راکاوه څو ورته غوږ ونیسم. د ټولو خلکو په څير دغه پوه هم ماته یو غمجن سړی په نظر راتلو. په روحي ډول ماته نژدې ؤ ، د هغه په خبرو پوهېدم او د هغه تر وړاندې د ټيټوالي احساس ورو ورو په ما کې له منځه تللو چې یو ناڅاپي ډول يې دغه پوښتنه وکړه. یوه ناوړه پوښتنه وه په اوس وخت کې يوې داسې پوښتنې ته ځواب ورکول د هيڅ چا دپاره یو آسانه بې ستونزې کار نه دی، په تېره بیا چې سړی ځانته علاقه ولري. زما خدای څوک دی؟ کاشکې پر دې پوهېدلی!
دې پوښتنې ډیر کوچنی کړی وم. ګومان کوم که زما پر ځای بل هرڅوک وای ، نه يې شو کولی خپل ځان او هوښ له لاسه ور نه کړي. خو هغه خپلې اغېزناکې سترګې ماته ګنډلې وې ، موسکي موسکې کېده او د ځواب په تمه ؤ.
ـ تا تر هغې زیاته چوپتیا غوره کړه چې یوې داسې پوښتنې ته د ځواب ورکولو دپاره انسان ورته اړتیا لری. اوس له تا نه دا پوښتنه کوم، کېدی شي ځواب راکړې: ته لیکوال يې او کېدی شي په زرګونه وګړي ستا آثار ولولي، ماته ووایه خلکو ته د کوم رسالت پيغام ورکوې؟ آیا فکر دې کړی چې خلکو ته څه شی ور زده کوې؟
دا زما په ژوند کې لومړنی ځل ؤ چې داسې په ځيرتبا سره مې د ځان دننه ته کتل .څو خلک دا ګومان و نه کړي چې زه ددې دپاره چې د هغوی پاملرنه ځانته واړوم ، ځان داسې ټيټ یا لوړومه. که ګدا صدقه نه غواړي. ما د خپل ځان په دننه کې ډیر نیک احساسات ، علاقه مندۍ او غوښتنې پيداکړې چې په عادي حالت کې خلک يې ښه بولي، خو هغه احساس مې پيدا نه کړ چې دغه ټول روښانه او موزونه اندونه په يوه ځای کې سره را ټول کړي او د ژوندانه ټولې ځلاوې (پديدې) په غېږ کې ونیسي. زما په روح کې د کرکې اور زیات او غښتلی دی او هغه بلو سکروټو ته ورته دی چې د ایرو لاندې سوزي او کله کله د سخت قهر او غضب له اور سره لمبې کوي . خو بیا کله شک او زړه نا زړه توب مې په روح کې غښتلی شي. دغه دوه حسونه دومره زما عقل په لړزه راولي ، اودومره زما زړه ځوروي چې د زیات وخت دپاره له حاله وځم ، حالت مې وران او خرابېږي او هيڅ شی مې ژوند ته نه هڅوي. زړه مې دومره سړيږي ته به وايې مړ شوی دی. فکر مې له کاره لوېږي او ویده کېږي. د قدرت هيبتناکه خپسکه زما جوتېدنه او تصور تر سخت فشار لاندې نیسي او په دې ډول لکه د وړانده ، کاڼه او شل په شان خپل زیات وختونه تېروم، له هيڅ څه سره مینه نه کوم او په هيڅ نه پوهېږم . کله ماته ځان دداسې مړي په څېر ښکاري چې د ناڅرګندې تېروتنې له امله يې خاورو ته نه یم سپارلی . د ژوندانه د دوام په اړه د پوهې تر لاسه کول، په ما کې له داسې یو ژوندون اړه د وېرې او ډار احساس غښتلی کوي. ځکه په مړینه کې مانا لږه ده او تیاره زیاته ... مړینه ان په غوڅه توګه له انسان څخه د کينې حس هم اخلي.
رښتیا ، خلکو ته زما پيغام څه دی؟ آیا داسې چې زه ښکارم، همداسې هم یم؟ خلکو ته د ویلو څه لرم؟ هماغه څه چې د زمانو راهيسې نورو ویلي او اوس هم لګیا دي او وايي يې؟ آورېدونکي هم لري خو هيڅکله هم خلک د هغو له آورېدو څخه ښه شوي نه دي او څنګه چې ول لا هماغسې دي. خو آیا زه دا حق لرم دغه آرمانونه او مفهومونه چې زه پرې روزل شوی یم او ډیر کله پرې عمل هم نه کوم، نورو ته تبلیغ کړم؟ که د هغو مخالفه لاره غوره کړم آیا ددې مانا دا نه ده چې زه د هغه عقیدو پرحقانیت باور نه لرم چې «زما» په بدن کې تومنه شوي دي؟... نو دغه سړي ته چې زما تر خوا ناست دی څرنګه ځواب ورکړم؟ خو هغه له دې امله چې د ځواب په تمه يې زیات وخت تېر کړ ستومانه شو او بیايې په خبرو پيل وکړ:
- که مې نه ليدلی چې ستا ځان غوښتنه لا تر اوسه ستا د شرافت د له منځه وړلو سبب شوې نه ده ، هيڅکله مې هم له تا نه دغه پوښتنې نه کولې . داچې دومره مېړانه لرې څو زما خبرې واورې زه ترې دا پایله اخلم چې له ځانه سره ستا علاقه د پوهې له مخې ده. ځکه ته ددغه علاقې د غښتلتیا دپاره له روحي عذاب او شکنجې څخه هم نه تېښتې. نو ځکه زه ستا ستونزمن حالت ځانته آسانوم او تاسره د یو ګناه کاره په توګه خبرې کوم نه د یو مجرم په توګه.
... یو وخت په موږ کې د خبرو اترو او بحث داسې سترو سړیتوبونو شتون درلود چې د ژوند او روح په مانا او رموز پوهېدل. داسې کسان چې په زیاتې مينې او ځان تېرېدنې سره يې د شتون د تکامل دپاره هلې ځلې کولې او د انسان په نسبت يې ژور ایمان درلود. داسې کتابونه يې ليکلي دي چې هيڅکله به هم هېر نه شي، ځکه په هغو کې تل پاتې حقایق لیکل شوي دي او د هغو له پاڼو څخه تل پاتې ښکلا راخپرېږي. کومې بېلګې چې په دغو کتابونو کې انځور شوي دي ، ژوندي دي او د ژوندانه له ځواک نه يې الهام اخیستی دی. په دغه کتابونو کې مېړانه او هم سوزونکی قهر شتون لري ، له هغو څخه له صمېمیته ډکه او آزاده مينه څرګنده ده او په هغو کې زیاتي خبرې نه تر سترګو کېږي. زه پوهېږم چې تا د الهام له دغه سرچینو څخه خپل روح خړوب کړی دی.... خو ستا روح ته ښه خواړه نه دي رسېدلي. ځکه د مينې په اړوند ستا خبرې جوړې شوې او له ریا ډکې دي . داسې ښکاري کله چې ته په دې اړوند ګړېږې پر ځان فشار راولې . ته لکه سپوږمۍ خپله رڼا نه بلکې د نورو رڼا خپروې. ستا رڼا غمجنه او ناڅرګنده ده. زیات سیوري منځ ته راوړي خو ډې تودوخه يې ډېره لږه ده او هيڅوک نه تودوي . ته تر هغې زیات سوالګر يې څو وکړی شې نورو خلکو ته کوم ارزښتناکه څيز ورکړې او کوم څه چې ورکوې هم دهغې زیات خوند ددې له امله نه دی چې ژوندون د ښکلو اندونو او کلمو په تر لاسه کولو سره بډاينه تر لاسه کوي، بلکې تر هرڅه دمخه ددې دپاره دی چې خپل تصادفي شتون خلکو ته د حقیقت د یوې اړینې ځلا تر کچې پورته یوسې. د همدې کبله یو څه ورکوې څو د هغې په بدل کې له ژوندانه او خلکو زیات څه تر لاسه کړې. ته تر هغې زیات سوالګر يې چې وکړی شې چا ته سوغات ورکړې. یو ساده ګټه اخيستونکی يې چې د ګټې دپاره په لږې تجربې سره، پر پاملرنې اړولو سوداګري کوې. په حقیقتونو کې د پلټنې په وخت کې ستا قلم د ژوندانه کوچني مسایل غوره کوي. کېدی شي چې ته د عادي خلکو د احساساتو په بیانولو سره د هغوی د عقل او پوهې لږ برخه حقایق څرګند کړې . خو آیا دا وس لرې هغه اندونه که ډېر کوچني هم وي په هغوی کې ويښ کړې چې د هغوی د پرمختیا او غوړېدو سبب کېږي؟...
نه! آیا ته ډاډه يې چې دا یو ګټور کار دی چې په ورستو او خوسا شیانو کې لټون وکړې او د بې ارزښته او ناوړه حقایقو پرته بل څه تر لاسه نه کړې چې دا یوازې د ټيټ، احمق او بې شرفه انسان ثابتول دي ، کوم چې په بشپړه توګه او تل د بهرنیو زیاتو حالاتو تابع دی، کمزوری، د ترحم وړ ، یوازې او ځانته دی؟ که څه هم، شاید هم ، اوس بریالي شوي یاست هغه پر دغه خبره قانع کړۍ! ځکه زه داسې حسوم چې د هغه روح سوړ او ذهن يې سست شوی دی... همدا بس دي! تر اوسه خپل خیالونه په کتابونو کې وينې او دغه کتابونه په تېره بیا که په مهارت سره چې «استعداد» يې بولي لیکل شوي وي ، تل انسان تر یوه بریده ترهيپنوتېزم لاندې نیسي. لوستونکی ځانته د لیکوال له نظره ګوري او کله چې په ځان کې زیاته ناوړتیا وویني د ځان د جوړېدو هیله او امکان له لاسه ورکوي. آیا ته کولی شې د هغه په بدن کې دغه امکان ځای پرځای کړې؟ خو ته کولی شې دغه کار وکړې خو ته په خپله ... زه په تا رحم کوم ددې دپاره چې زه احساسوم چې ته په داسې حالت کې چې زما خبرو ته غوږ نیسې په دې اند نه يې څو د ځان د صفايۍ دپاره څه ووايې. هو! ځکه یو شریفه ښوونکی باید تل یو ځیر زده کوونکی اوسي . تاسې ټول، زموږ د ورځني ژوند ښوونکي یاست.
له هغه څه څخه چې خلکو ته ورکوۍ له هغوی زیات څه تر لاسه کوۍ . تاسې ټول د نیمګړتیاو په هکله خبرې کوۍ او یوازې همدا وينۍ. خو په خلکو کې ښېګڼې باید هم شتون ولري. مګر تاسې په خپله هغه نه لرۍ ؟ خو ستاسې فضیلت تر هغې ډير زیات دی چې تاسې يې په بې رحمۍ او کوچنیو نیوکو کې انځوروۍ او پر بدۍ د نيکۍ د بري ترنامه خلکو ته له ځانونو پیغمبران او نصحتګران تراشۍ او داسې ښايې چې ګنې د هغوی له ګناګانو پرده اوچتوۍ؟ خو آیا دې ته مو پام کړی هغه نیکان او بدان چې تاسې په زوره جوړکړي دي لکه د دوو مزو چې تور او سپين رنګ لري او سرونه يې ورک دي او یو بل ته د نژديوالي له کبله خړ رنګه ښکاري ، دوی د یو اوبل لومړنی رنګ ځانته اخلي؟ زه شک لرم چې خدای به تاسې غوره کړي یاست ... هغه کولی شي یو داسې څوک چې له تاسې ډير غښتلی وي غوره کړي. هغه کولی شو د خلکو زړونه د ژوندانه له حقیقت اود خلکو په نسبت له پراخې مينې ډک او روښانه کړي څو هغوی د ژوندانه په تیارو کې داسې وځلېږي لکه د هغه د سترتیا او ځواک رڼا ... خو تاسې د شیطان د رڼا په څير لوګی کوۍ او ستاسې لوګی د هغوی په روح او اندونو کې لار پيداکوي او هغوی د ځان په نسبت د بې باورۍ په زهرو مسموموي . ووایه: تاسې خلکو ته څه زده کوۍ؟
ما پرخپل مخ باندې ددغه سړي توده ساه احساسوله . هغه ته مې نه کتل ځکه د هغه سترګو ته له کتلو ډارېدمه . د هغه کلمې زما پر مغزو لکه د اور د سپرغیو څير ورېدلې او زه يې ځورولم ... په پريشانۍ سره پوهيدمه چې دغو پښتنو ته ځواب ورکول څومره ستونزمن کار دی ... ځواب مې ور نه کړ.
- له دې کبله زه تل هر هغه څه لولم چې ته او تاته ورته کسان يې ليکي ، له تا نه پوښتنه کوم: د څه دپاره ليکنه کوې؟ تاسې خو زیاتې لیکنې هم کوۍ... آیا تاسې غواړۍ په خلکو کې د نيکۍ احساس ويښ کړۍ؟ خو په سړو او سستو کلمو نه شۍ کولی دغه کار ترسره کړۍ. نه ! تاسې نه یوازې نه شۍ کولی ژوند ته کوم نوی څيز ور زیات کړۍ . بلکې پخواني شیان هم په غونج مونج او بې ډوله او ويجاړه بڼه وړاندې کوۍ. کله چې سړی ستاسې آثار لولي پرته له دې چې تاسې و شرموي بل هيڅ ترې نه شي زده کولی. دا ټول عادي او معمولي شیان دي: عادي خلک، عادي اندونه ، عادي پېښې .... نو کله چې غواړی د خلکو د روحي پريشانۍ او د هغې د بیا جوړونې پر اړتیا خبرې وکړې نو د ژوندانه نووښت ته بلنه چيرته ده؟ چيرته دي هغه لوستونه چې روح ته د ميړانې او زړه خوښوونې الهام ورکړي؟
... کېدی شي ووايې چې ژوندون پرته له دې چې موږ يې رامنځ ته کړي يو، نورې بېلګې موږ ته په واک کې نه راکوي. دا مه وایه. ځکه د هغه چا دپاره چې له نيکه مرغه پر کلمو واک لري دا له شرم او ننګه ډک کار دی چې د ژوندانه تر وړاندې پر خپلې کمزورتیا او دا چې نه شي کولی پر هغې برتیا پيداکړي اعتراف وکړي. که له ژوندانه سره په یو برید کې يې ، که نه شې کولی د نووښت د ځواک پر مټ هغه بېلګې چې په ژوندانه کې نشته خو د زده کړې دپاره اړین دي رامنځ ته کړې، ستا کار څه ارزښت لرې؟ او څرنګه ځان د لیکوالۍ د نوم د درلودو وړ بولې؟ کله چې د خلکو حافظه او هوښ په بې ځایه پېښو اوپه کرغېړنه تصویرونو ډکوۍ چې د هغوی له ژوندانه څخه يې جوړوې، فکر وکړه چې خلکو ته زیان نه رسوې؟ شک نشته ! اقرار وکړه چې نه شې کولی ژوند داسې انځور کړې چې ستا د انځور پرده په هغې کې د کينه ګرې شرمیدنې سبب شي او د شتون د بلې بڼې د رامنځ ته کولو سوزونکي ولولې په کې پيداکړي ... آیا کولی شې د ژوندانه د نبض ټکانې کړندۍ کړې. آیا کولی شي لکه د نورو په څير ته هم په هغه کې روح جاري کړې؟
زما د خبرو عجیبه ملګری لږه شیبه چوپ شو. ما په چوپتیا کې د هغه د خبرو په اړوند فکر کاوه.
ـ زه په خپل شا اوخوا کې ډیر هوښيار خلک وینم ، خو د هغوی په منځ کې شریفه انسانان ډیر لږ دي او ځنې چې دي هغوی هم ناروغه او رنځور دی. څرګنده نه ده ولې زه تل وینم ، انسان د ارواح له پلوه هر څومره چې پاک او شریف دی په هماغه اندازه ځواک يې لږ او ناروغه او ژوند يې له ستونزو ډک دی. په پای کې پرته له غم او یوازیتوب بله ونډه نه لري. خو هر څومره چې د ښه ژوند غم په هغه کې زیات دی ، په هماغه پیمانه په هغې کې د هستونې ځواک لږ دی. آیا د هغه پاتې والي او له ربړه ډک ژوند علت دا نه دی چې هغه خبرې چې د هغه روح هڅولی شي، په وخت اوموقع د هغه مرستې ته نه دي رسېدلي؟...
زما د خبرو عجیبه ملګري دوام ورکړ:
- او په پای کې کولی شې هغه خوښي بښوونکې خندا چې د انسان روح ته ځلا ورکوي و تښنوې؟ وګوره خلکو د زړه له کومې خندل بېخي هیر کړي دي ، له بغض سره خاندي، د بد اصلۍ له مخې خاندي، ډېر کله د اوښکو په منځ کې خاندي، خو هيڅکله ددغه خانداګانو په منځ کې داسې یوه خندا چې د زړه له کومې وي ، داسې خندا چې د لویانو ټټر ولړزوي ، نه آورې! ښه خندل د روح د روغتیا مانا لري... خندا د انسان اړتیا ده او له حیواناتو څخه د هغه یو امتیاز ګڼل کېږي. آیا کولی شې پرته له دغو غمجنوخنداګانو، پرته له دغو مکاره خنداګانو چې تاته يې کوي ، هغه هم ددې دپاره چې ته یو خندونکی او د ترحم وړ سړی يې ، کومه بله خندا په خلکو کې پیداکړې؟ خپل فکر ته پام و نیسه ، د وعظ کولو حق ددغه عمومي پرنسیپ پر بنسټ تاته درکول کېږي چې د خلکو د رښتني او صادقانه احساساتو د ويښولو وس ولرې، څو د هغو په مرسته وکولی شي د څټک په شان د ژوندانه ځنې برخې ړنګې او را وپرزوې او ددغه تنګ او تیاره ژوند پرځای ، یوبل ژوند چې زیاته آزادي ولري جوړ کړې: قهر، کینه، شرمېدل، کرکه او په پای کې له بغضه ډکه مایوسي داسې اهرمونه دي چې د هغې په مرسته کېدی شي په نړۍ کې هرڅه ګډوډ کړې او له منځه یوسې. آیا کولی شې داسې اهرمونه جوړ کړې؟ کولی شې هغه په خوزښت راولې ؟ ځکه که له خلکو سره د خبرو حق ځانته ورکوې باید یا د هغوی د عیبونو او نیمګړتیاو په نسبت سخته کرکه وښايې ، او یا د هغوی د دردونو او کړاونو په نسبت په خپل ځان کې ستره مینه احساس کړې.اوس چې ددغه احساس وړانګې ستا په دننه کې نه دي ځلېدلي نو تواضع لره او له خبرو دمخه زیات فکر وکړه...
هوا تازه د روښانه کېدو په حال کې وه خو زما په روح کې له پخوا زیات تیارې خورې شوې وې او د زیاتېدو په حال کې وې. خو دغه سړي چې ان زما د روح په بېلا بېلو ګوټونو کې هم څه ترې پټ پاتې نه ول ، لا خبرې کولې.
کله په ما کې دغه فکر زور اخېسته:
- آیا دا انسان دی؟
خو څرنګه چې د هغه خبرو بيخي ځانته راښکلی وم ، ددغه معما په اړوند مې فکر نه شو کولی او بیا بیا د هغه خبرې لکه ستن زما په مغزو کې ننوتلې .
خو بیا هم زموږ ژوند ، هم له سوره او هم له اوږدو پراختیا مومي، خو د هغې وده او پرمختیا ډیره ورو ده دا ځکه چې تاسې د هغې د ګړندي کولو وس نه لرۍ ... ژوند پراختیا مومي ، او خلک ورځ تر بلې د پوښتنې کول زده کوي. څوک به هغوی ته ځواب ورکړي ؟ څرګنده ده : د خلکو د لارښود په دريځ کې، تاسې غاصبه شیطانان! آیا تاسې په خپله د ژوند په مفهوم هومره پوهېږې څو وکولی شۍ نورو ته يې تشریح کړۍ؟ آیا د خپل وخت په اړتیاو پوهېږۍ او د راتلونکې اټکل کولی شۍ؟
انسانې بېداري ، د ژوندانه د ټيټوالي له امله فاسده شوې ، د روحي پلوه بېخي لوېدلې ، څه ويلی شې؟ هغه د روحي لوېدنې سره مخامخ شوی دی! څه به شوي وای که د چوپتیا په دغه له ننګه ډک تنګځای کې ، له موجزې ډکې خبرې آورېدل شوی وای او د هغو د ټکانو زنګ ( د کلیسا زنګ) ددغه ګرځنده مړیو تحقیر شوې ارواح ګانې په لړزه راوستي وای....
له دې خبرو وروسته بیا هم تر یو وخته چوپ شو . ما هغه ته نه کتل. په یاد مې نه دي زما په بدن کې څه زیات ول : وېره او که خجالت؟
هغه په سړه سینه پوښتنه وکړه: ما ته څه ويلی شې؟
ما ځواب ورکړ : هېڅ!
بیا چوپتیا ټینګه شوه.
- نو وروسته له دې به څرنګه ژوند کوې؟
- نه پوهېږم.
څه کولی شې ووايې؟
چوپ شوم.
- له چوپتیا بله هوښیارتیا نه شته!...
یوه تريخه چوپتیا يې کړه او بیا د خندا غږ يې پورته شو. دومره په مزه مزه يې خندل ته به وايې له ډېره وخته يې د یوې داسې آرامه او د زړه له خلاصه خندا وخت نه ؤ تر لاسه کړی. خو ما ددغه لعنتي خندا له امله د خپل زړه وينې څکلې.
- هاها ها ! دا ته يې – د ژوند ښوونکی؟ دا ته يې چې دومره په آسانۍ سره خپل لاس اوپښې ورکوې؟ ګومان کوم اوس پوه شوی يې زه څوک یم ؟ ها ها ها ... ټول هغه ځوانان چې لکه تا غوندې دغې زړې نړۍ ته راغلي دي که له ما سره مخامخ شوي وای ، ټولو به لکه تا غوندې ځانونه بایلل او وار به ترې ورک وای. یوازې هغه څوک کېدی شي د خپل وجدان تر وړاندې و رپېږي چې ځان يې په لږ دروغ او بې شرمۍ کې پوښلي وي. ستا وس دومره لږ دی چې یو سوک دې د چپه کولو دپاره بس دی! خبرې وکړه! یو څه ووایه چې زما تر وړاندې تا تبرئه کړي . څه چې مې وویل رد يې کړه ، خپل زما له خجالت او کړاوه وباسه ! که یوه دقیقه هم وي ځان غښتلی کړه، پر ځان باور پیداکړه څو هغه څه بيرته واخلم چې په تا پورې مې تړلي، څو ستا تر وړاندې د درناوي سر ټيټ کړم ... خپل روحي ځواک څرګند کړه څو دا ومنم چې ته ښوونکی يې! زه ښوونکي ته اړتیا لرم . ځکه انسان یم. په تیارو کې مې ژوند ورک کړی دی ، د رڼا په لور، د رښتيا او ښکلا په لور او د نوي ژوند په لور د ژغورن لاره لټوم. ماته لاره وښایه ! زه انسان یم. له ما سره کینه وکړه ، ومې وهه ، خوما د ژوند په اړوند د بې توپيرۍ له دغه باتلاقه وباسه! زه غواړم تر دې ډېر ښه اوسم چې اوس یم! څه وکړم؟ ماته زده کړه!
ما فکر وکړ: هغه کار چې دغه سړی ځانته حق ورکوي او له ما يې غواړي آیا زه يې د ترسره کولو وس لرم؟ ژوند چوپېږي ، د شک او بې باورۍ تيارې د خلکو پر اندونو خپرېږي. باید د تلو لاره پيداکړو . لاره کومه ده؟ زه له یوې لارې پرته بله نه وینم . د نېکمرغۍ دپاره باید هڅه ونه کړو . د نېکمرغۍ اړتیا نشته! د ژوند مفهوم په نېکمرغۍ کې نه دی او له ځانه رضایت ، انسان نه راضي کوي، ځکه بې له شکه د انسان ځای له دغه شیانو ډیر اوچت دی . د ژوندانه رښتنی مفهوم په ښکلا او د هدف په لور د هڅو په ځواک کې دی او ژوند باید په هره شیبه کې باید یو لوړ هدف ولري . دا کار امکان لري خو نه د ژوندانه په زاړه او وراسته اډانه کې چې په هغې کې هر څه دومره محدود شوي دي چې د انسان د روح او فکر آزادي يې لږه کړې ده. ...
بیا يې وخندل خو دا ځل ډیر په آرامه، د یوداسې چا د خندا په څير چې فکر يې پر احساس برتیا موندلې وي.
- په نړۍ کې څومره زیات خلک تېرشوي خو څومره لږې نښې يې له ځانه په یادګار پرې ايښي دي! ولې باید داسې وي؟ خو موږ په تېر لعنت استوو . ځکه دا د ځان په اړه زموږ زیاته رخه پاروي ، ځکه نن داسې خلک ډېر لږ دي چې له خپلې مړينې وروسته کوم ارزښتناکه اثر پرځای پرېږدي په اصل کې داسې څوک هيڅ نشته .
انسان ویده کېږي ... هيڅ څوک يې له خوبه نه پاڅوي . ویده کېږي او په حیوان بدلېږي.
هغه ته قمچینه او په هغې پسې د مينې توده او ټينګه پالنه پکار ده . د هغه له وهلو مه ډارېږه. که هغه پرتا ګران وي او ويې وهې ستا د ګوزارونو په مانا به پوه شي، او هغه به د حق په بڼه ومني. او کله چې يې د درد احساس وکړ او له ځانه وشرمېده په ګرمۍ سره يې پالنه وکړه. بېرته به په حال راشي ... خلک تر اوسه ماشومان دي سره ددي چې کله ناکله موږ د خپل فکري تباکاریو او فساد له امله حیرانوي خو تل همېشنۍ مينې او زیار او پرله پسې ښې او تازه روحي خوړو ته اړتیا لري.... آیا کولی شې خلک خوښ ولرې؟
په شک سره مې د هغه پوښتنه تکرار کړه:
- خلک خوښ ولرم ؟ رښتیا زه لا نه پوهېږم چې خلک پر ما ګران دي او که نه! باید صمیمي او صادق اوسو: نه پوهېږم څوک دی چې له ځانه سره ووايي : هو پرما خلک ګران دي! هغه څوک چې په ځيرتیا سره په خپل دننه کې ګوري مخکې له دې چې ځواب ورکړي او ووايي: « پر ما ګران دي» تر ډیره پر دې خبره فکر کوي . ټول پوهيږي چې زموږ خپلوان له موږ نه په کیلومترو لېرې دي .
ـ ته غلی يې ؟ ارزښت نه لري. بې له دې چې ته څه ووايې ستا په مقصد پوهېږم... او ځم.
ورو مې ترې پوښتنه وکړه : دومره ژر. ځکه دومره چې زه د ځان په اړوند پرېشانه شوی وم هغه نه ؤ.
- هو ځم خو بیا ستا ليدو ته راځم په تمه اوسه.
او لاړ.
څنګه لاړ ؟ زما ورته پام ونه شو . په چټکۍ سره او آرامه لاړ لکه د سیوري ورک شو. ...
زه څه موده نور هم په بڼ کې د څوکۍ دپاسه ناست پاتې شوم. د بهر ساړه مې نه احساسول او دې ته مې هم پام نه ؤ چې لمر ختلی دی او دهغې تودې وړانګې د ونو په یخ وهلو څانګو لګېدل.
د روښانه ورځې او لمر لیدو چې لکه د تل په څير په بې پروايۍ سره ځلېده او ددې زړې او لرغونې ځمکې ليدو چې د واورې جامه يې آغوستې وه ، دا ټول ماته په زړه پورې او حيرانونکې ول.