سلام خان
له کابل څخه واشنګتن ته په مخابره شویو اسنادوکی دافغانستان په چاروکی دایران مداخله او نفوذ ډیر پراخ بلل شوی دي، دویکی لیکس په اسنادو کی په افغانستان او اروپائی هیوادونو کی دامریکا دسفارتونو ځخه وواشنګتن
دویکی لکس په یوه بل سند کی دافغانستان دهماغه وخت دبهرنیوچارو وزیر داکتر رنګین دادفر سپنتا له خولی ویل شوي دې چی ایران هم دومره خطر ناک دي لکه چی پاکستان دې،منومږړی مطلب د۲۰۰۷ کال په اګست کی ښاغلی داکتر رنګین دادفر سپنتا دامریکی دبهرنیو چارو مرستیال وزیر ریچارد بوچر ته ویلی وو چی دده حکومت باید دپا کستان له لوری دباغیانو دملا تړ لوی خطر ته توجه وکړی او له ایران سره مخالفت نه شی زغملی.
سپنتا وویل:موږ له امریکا او بریتانیا سره موافق یو چې ایران ډېره لاسوهنه کوي، خو موږ لېواله یو چې له ایران سره احتیاط وکړو او د افغانستان په سرحدونو کې بله جبهه پرانه نیزوسپنتا په یو بل ځای کې بیا امریکايي مقاماتو ته ویلي چې دی باور لري چې ایران هم لږترلږه هومره خطرناک دی چې پاکستان دی.ده همداراز ادعا وکړه چې دا مسله یې د ایران ولسمشرمحمود احمدي نژاد ته هم وریاده کړې ده.
سپنتا همداراز وویل :«ما دا موضوع د ایران له بهرنیوچارو وزیرسره یاده کړه او هغه راته وویل چې چې دی په دې قضیه کې دخیل نه دی خو ویې ویل چې دی په دې کې شامل دی چې په افغانستان کې د سیاسي ګوندونو ملاتړ وکړي
ګارډین بریتانوۍ ورځپاڼې هم د ویکي لیکس له لوري د امریکا د بهرنیوچارو وزارت د افشا کړیو اسنادو پراساس په خپل یوه راپورکی لیکلی دې چې ایران یوشمېر افغان سیاسي مشرانو، د ولسي جرګې غړیو او مذهبي مشرانو ته معاش ورکوي،افغان مذهبي مشران روزي، طالبانو ته تریننګ ورکوي په دې سندونو کې همداراز راغلي چې د کرزي د حکومت یوه جګپوړي مقام ،چې په وروستیو کې یې په خپله وویل چې له ایرانه یې د پیسو کڅوړې ترلاسه کړي، د امریکا یوه لوړ رتبه دیپلومات ته وویل چې کابینې ته د یوشمېر نومول شویو وزیرانو په شمول د افغانستان د حکومت د مختلفو سطحو مقاماتو ته ایران منظم معاش ورکوي.
عمر داوودزي د فبرورۍ په میاشت کې ،چې لا کرزي ته د ایران د پیسو د کڅوړو د ورکولو خبره نه وه افشا شوې ،په کابل کې د امریکا مرستیال سفیر ته وویل : پر دې سربېره چې یوشمېر افغان مذهبي مشران د ایران تر اغېز او نفوذ لاندې دي، دا هیواد د افغانستان د حکومت مرستیال وزیرانو، رييسانو او حتي څو مقاماتو ته چې په ارګ کې کار کوي، معاش ورکوي.
داوودزي دا ادعا هم کړې وه چې ځینې مقامات له چوکیو په دې خاطر لېري شول چې افغانستان ته وفارداره نه دي ځکه چې له ایرانه پیسې اخلي
داوودزي د امریکا د سفیر مرستیال ته ویلي وو چې د افغانستان حکومت د ایران تر غیرمنظمو او نامطمینو پیسو د امریکا دوامدارو مرستو ته ترجیح ورکوي
ده همداراز ویلي وو چې ایران په خپله خاوره کې افغانان روزي چې له طالبانو سره یوځای په افغانستان کې وجنګېږي او په زرګونو افغان ملایانو او مذهبي مشرانو ته ایران معاش ورکوي او دا ټولې چارې د ایت الله خامنه يي په دفتر کې د یوه مقام له لوري تنظیم کېږي.
له امریکايي دیپلومات سره د داوودزي پر خبرو سربېره د ویکي لیکس له لوري د امریکا په ګڼو نورو افشا شویو سندونو کې د ایران نفوذ او د خپل ګاونډي په وړاندې ،چې پیسې ورکوي، د کابل د حکومت بې کفایتي ښودل شوې او ویل شوي چې ایران پر حکومتي چارواکو سربېره د افغانستان د شورا غړیو ته رشوت او وسله والو طالبانو ته وسلې ورکوي.
د ویکي لیکس له لوري په خپرو شویو سندونو کې ویل شوي چې د۲۰۰۷ کال په وروستیو کې د پالیسۍ په برخه کې امریکا د بهرنیو چارو مرستیال وزیرایریک ایډلمن کرزي ته وویل چې د ایران لاسوهنه او یاغیانو ته د وسلو ورکړه مخ په زیاتېدو ده
دا خبرداری په داسي حال کې ورکړای شو چې طالبانو ته د ایران په خاوره کې د پوځي روزنې د کمپونو، د چاودونکو موادو، وسلو منجمله د اوږو د یوډول له مځکې څخه هوا ویشتونکي توغندي د ورکولو راپورونه خپاره شول.
په سندونو کې همداراز ویل شوي چې کرزی هم په دې باور لري چې ایران د افغانستان د پرمختګ د مخنیوي هڅه کوي څو افغانستان د سیمې پر یوه مهم ترانزیتي مرکز بدل نه شي او له بلې خوا د افغانستان له لارې د ترکمنستان د ګازو د انتقال نل لیکه تېره نه شي.ایران دافغانستان دولسی جرګی غړی دامریکا پر ضد هڅوي په یوه بل راپور کې،چې په ۲۰۰۹ پوري اړه لري، خبرداری ورکول شوی چې ایراني مقامات د افغانستان په شورا کې پر له پسې د ولسي جرګې غړي هڅوي چې د لوېدیځوالو خلاف پالیسیو ملاتړ وکړي او په خپلو غونډو کې امریکا ضد مسایل مطرح کړي
د ولسي جرګې د مرستیال میرویس یاسني له قوله ویل شوی چې د ایران استخباراتي مقام پرې فشار راووړ چې د ولسي جرګې په بحثونو کې د امریکايي ځواکونو له لوري د ملکیانو د مرګ ژوبلو مسله په اجنډا کې شامله کړي
ده ته یې دا هم ویلي چې که دا کار یې وکړ نو ایران به یې ملاتړ وکړي. خو کله چې یاسیني له دې موضوع سره مخالفت وکړ دوو نورو وکیلانو دا موضوع راپورته کړه
په سندونو کې ویل شوي چې د ایران له لوري له دې ټولو لمسونو او د امریکا له فشارسره سره د افغانستان حکومت نه غواړي چې په ښکاره د ایران د مداخلې یادونه وکړي.پاي سلام خان.
یادونه: پورته مطلب دویکی لکس دترجمعه شویو اسنادو ځخه دمطالعی وروسته ترتیب شوي دې