تکنو کراتان هم په فساد ککړ دي.

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
انګار وطنپال
په کلیک کلیک به يي پیداکړی خوږه ژبه + چا ویل چی کمپیوترکی پښتو نشته.
درنو او خوږو وطنوالو ، تاسو ته ښه څرګنده ده چی د بن په غونډه کی د امریکا او نړیوالی ټولنی په مرسته د افغانستان د دولت دتشکیل په
هکله خبری او اتری روانی وی خو ترټولو ګوندو او ډلو نه زیات شما لي ټلوالی چه په راس کی محترم قانوني صاحب قرار در لود ډیری هلی اوځلی کولی چی ډیر او کلیدي وزارتونه خپلی ډلی ته کمايي او په لاس راوړي او هم داسی وشوه، ځکه چی دی ډلی په غونډه کی دا ادعا کوله او ویل يي چی ، کله طا لبانو کابل او ټول افغانستان پریښود او وتښتیدل نو دا زمونږ ټلواله وه چی د لمړی ځل لپاره د نورو ګوندو او ډلو نه مخکی د کابل د امنیت چاری په لاس کی واخیستی ، په رښتیا سره ددوی دا ادعا پر حقه وه ځکه هغه وخت چی طا لبان له کابل څخه ووتل نو شما لی ټلواله د خبر یا لانو سره یو ځای د شمال له لوری نه د خیرخانی په کوتل کا بل ته راواوښتل او د کابل د ارګ د نیولو په خاطريي پیا ده را منډی وهلی او د ډلی په سر کی قانو نی صاحب په خپله ګوډه پښه او د لاس لرګي سره هم منډی وهلی ، خو پدی وخت د بی بی سی خبر یال (جانسن) د قانوني صاحب څخه وپوښتل چی تا سو ولی د کا بل د نیولو په خا طردومره ډیره عجله او تندی کوی په قرار قرار لاړ شی ، نو قانوني صاحب چی د رباني صاحب د دولت دوری مزه يي په خوله کی وه نو (جانسن ) ته يي داسی وویل ، که زمونږه ډله کابل ته
ژر ور داخل نشي نو مونږ ته به په اینده حکو مت کی امریکا او نړیواله ټولنه ډیر وزارتونه او څوکۍ را نکړی ، او په رښتیا سره دی خبری حقیقت در لود دا پدی ما نا چی امریکا د طا لبانو دماتی نه وروسته کا بل ته ددی ډلی دراتلو سره مخا لفت درلود ځکه امریکا ددی ډلی مخکنی دوری نا وړی کړنی يي ښی په یاد درلودی خو خبره داوه کله چی په ده سبزکی د طا لبانو د جنګ لمړنی کرښه ماته شوه نو شما لي ټلوالی ته دا يوه ښه موقع پیداشوه او کا بل ته ددوی دراتلو مخه خلاصه شوه هغه وو چی شمالي ټلوالی تر ټولو ګوندو نه مخکی کا بل ونیوه. نو دبن په غونډه کی ددوی د هلو اوځلو په خا طر امریکا او نړی
والی ټولنی دوی ته د خپلی خوښی او کلیدي وزارتونه ، لکه دباندنیو چارو وزارت، داخله ، دفاع ، امنیت او داسی نور وزارتونه ورکړل.
خو اوس به راشو اصل مطلب ته ؟
کله چی د بن د غونډی نه وروسته د پردیو په لاس د افغانستان دولت جوړشو او شمالي ټلوالی د باندنیوچارو وزارت ته يي د سترګو نا تحصیله ډاکتر ډبل عبد الله انتخاب کړده خولا پخوا نه او په کلونو کلونو ددی وزارت خوبونه لیدل او ددی وزارت نه يي لا مخکی په نا حقه سفرونو ځان اموخته کاوه خو خوبونه يي په حقیقیت بدل شوه کله چی ده خپله څوکۍ په لاس کی ونیوه نو داسی ګونګسی او اوزی خپری شوی چی عبدالله غواړي هغه تکنوکراتان چی د امریکا او ارو پا په هوټلونوکی لوښي مینځي با ید په راوستو سره په وزارت کی یو اساسی او بنیادی تغیرات راوړي دا ځکه چی دپخوانیو ما مورینو او مجاهدین�
� نه دوی کومه ښه خاطره نه درلوده او په رښتیا سره په لمړی سر کی د افغانستان خلکو داسی خوښی او خوشحالي څرګنده وله پدی ما نا چی د تکنو کراتانو په راتلو سره به زمونږ په ګران افغانستان کی داداری فساد او بډی اخیستلو لمن ټو له شي مګر هغسی نه بلکه برعکس شوه. پدی خاطر کله چی افغانی الاصله امریکايي زلمی خلیل زاد صاحب دامریکا د سفیر په توګه په افغانسان کی په دنده وګمارل شو خو خلکو ته یو څه نا څه امیدواری پیدا شوه چی دی به وکولای شي په ښه توګه د افغانستان مظلومو خلکو او دولت سره همکاري وکړي نه داسی ونشوه پدی ما نا چی هغه وکولای شو یواځی دخپلی کورنی غوړوته ښه خد
مت وکړی په دی ما نا چی خلیل زاد خپل دریواړه منورینه خوریونه هر یو ، وحید منور ، ولي منور او مطیع منور چی د امریکا په هوټلونو کی يي لوښي مینځل کا بل ته راوغښتل او مستقیمآ يي د افغانستان د باندنیو چارو وزارت ( عبدالله صاحب ) ته ور وپیژندل خو عبدالله صاحب دهغوی تحصیل او تعلیم په خا صه تو ګه په نظر کی و نه نیوه نو د خپل دفتر په ریاست کی په دنده وګمارل ، خو د ورځی په تیریدو د وزارت ما مورینو داسی فکر کا وه چی دا منورین د ډبل عبد ا لله سکني ورو نه دی بلا خره د څو میاشتو په تیریدوسره په غیر ددی چی د باندنیو چارووزارت کدر او نور مو نه سرته ورسوی او پر ځايي کړی نو د عبدالله په خپل مستقیم امر سره د افغانستان په بهرنیو سفارتو کی دا دری واړه منورین د دیپلو ما تانو په څیر په لا ندی توګه وګمارل شول.
۱ ـ اقای و لي منور د قونسل په تو ګه په امریکا کی.
۲ - وحید منور د قونسل په توګه د کا ناډا هیواد د تورنتو په ښار کی.
۳ – مطیع منور د اول سکرتر په تو ګه په بلجیم هیواد کی.
نو کله چی دی منورینو دا وظیفی اشغال کړی د نورو ديپلو ما تانو له قوله دوی د افغانستان د دریشو کلو جګړی، او د افغانستان د مظلو خلکو کړاونو او مشکلاتو په نظر کی نه لرلو سره داسی فکر کاوه چی دا سفارتونه او قونسلګری ګا نی د دوی پلارنی میراث دی هر هغه څه چی زړه غوښتل هغه به کول د بیلګی په توګه د سفا رت او قونسلګری د صکوکو عواید به يي په خپلو شخصي با نکی حسا بونو کی ا چول د سفارت او یا قونسلګری نورو دیپلو ماتانو ته به هیڅ کوم اهمیت نه ورکاوه او نه هغوی دا حق در لوده چی د منورینو په کارو کی مداخله وکړی او که کوم وخت کوم بل دیپلو مات د منورینو د نا وړو کا رونو شکا یت مرکز یعنی وزارت خا رجه ته په پټه تو ګه ورکا وه نو په عوض ددی چی منورین مرکز ته راوغواړی او یا يی وظیفه ختمه کړي نو دهغه دیپلو مات وظیفه به ختمه شوه کوم چی مرکز ته يي شکا یت لیږلی وو.
خو اوس د بیلګی په توګه د وحید منور قونسل هغه ناوړی کارونه ، اختلاس او فساد کوم چی يي د خپل ما موریت په دوران کی يي کړی دی غواړم ستا سو عزیزانو مخ ته وړاندی کړم ، هغه دا چی وحید منور دقونسلی تعمیر یا ساختمان چی د افغانستان د ځوریدلي او کړیدلي ملیت په وینو او په لکونوډالرويي په بیع بات تو ګه را ونیوه او د ساختمان شرعی قباله په خپل نوم ولیکله ا لبته دا کار دا معنی ور کوي( لکه اوښ چی بار سره په بډه وو هی ) دا په څه چی منور دا فکراو پلان مخکی د مخکی نه سنجولی ووچی کله زما و ظیفه پدی قونسلي کی ختمیږي نو زه به بیرت افغانستان ته نځم او هم داسی وشوه ، کله چی د م�
�ور وظیفه په قونسلي کی ختمه شوه نو هغه د قونسلي تعمیر چی شرعي قبا له په لاس کی در لودله په یو بل کا نا ډايي خصوصی شرکت با ندی يي په لکو نو ډالرو په مقا بل کی دګرو په تو ګه په نغدو پیسووپلوره او پیسی يی په خپله شخصی کڅوړه واچولی او د میدان نه يي خپلی پښی سپکی کړی ، وحید منور چی دامریکا او کا نا ډا هیوادونو دو ګا نه تا بعیت لری او او س يي کومه پته نه لګیږي چی چیرته دی ، خو او س خبره داسی په زړه پوری ده ، چی کله دافغانستان دولت او په خا صه تو ګه وزارت خا ر جه چی ددی کار نه خبرشو او و ی غوښتل چی د قونسلي تعمیر په لاس راوړي نو د هغه خصوصي شرکت په مقا بل کی لا جوا
به پا تی شو ځکه چی خصو صي شرکت په لاس کی شرعي قباله د شخص په نوم در لوده نه ده دولت په نوم ، نو اوس د بهرنیو چارو وزارت هغه شرکت ته د قسط په توګه هره میاشت یو مقدار پیسی ورکوی تر څو پوری چی د شرکت قرض خلاص او د قونسلي تعمیرشرعي قبا له په ا ینده کی د افغانستان د دولت په نوم ولیکل شي ، نوتاسي ښه فکر وکړی چی دا څومره یوه لویه جفا ده د مظلوم ملت او د دولت په مقابل کی ، چی په تاریخ کی داسی پیښه په هیڅ یو هیواد کی د یو دیپلومات له خوا نه ده شوی نوڅنګه به د افغانستان مظلوم ملت په داسی تکنو کراتا نو اعتماد او با ورکړي.
خوږو لوستونکو ، څو ورځی مخکی په رسنیو او خبرونو کی داسی اوزای وی چی لوی څارنوالي غواړي چی وحید منورپیداکړي او د قانون منګلو ته وسپاری او حساب او کتاب ځینی وکړي مګر زما په فکر دا کار د لوی څارنوالي د پا ره به نا شونۍ وي، نو زما آند که چیری لوی څارنوالي و اقعآ غواړی دا تکنو کرات او نړیواله غل په لاس راوړي نو ښه به داوي چی د ډبل عبدالله نه يي ادرس تر لاسه کړی ځکه چی عبدالله او س هم د امریکا او اروپا د ټولو تکنو کرا تانو او نړیولو غلو سره په ارتباط کی دی. او هم با ید داسی ووایوچی د کرزي صاحب په کا بینه کی ټول تکنوکرا تان نړیواله غله نه وو ځینيي ښه خلک ، دلس
وزاو په وطن مین خلک هم موجود وو لکه انورالحق احدی ، زلمی رسول، اشرف غنی احمد زی، جلا لی صاحب او رمضان بشردوست او داسی نور مګر ځینی تکنو کراتان په اختلاس ، فساد او په بډو تورن کسان هم مجود وو لکه ، محمد امین فرهنګ ، اقای قاسمی و مخدوم ر هین . وايي چی مخدوم رهین کله چی په د هلي جدید کی د ا فغانستان په سفارت کی دسفیر په توګه دنده تر لاسه کړه د دوه ورځو نه وروسته د خپلو اصلي با دارانو د خوشحا لولو په خاطر يي ټولی هغه پښتو لوحی چی کلونه کلونه په سفارت کی زړیدلی وی سمدلاسه يي په دری ژبه واړه ولی او په ټول سفارت کی یو پښتون دیپلو مات په سترګو نه لیدل کیده او �
�ه د هغه پښتنو بندیا نو په قصه کی وو کوم چی په کلونو کلو نو يي په بی ګنا تو ګه د هند په جیلو نو کی شپی او ورځی تیرولی او اوس هم تیروي ، خو دا د هر سفیر او دیپلو مات اصلی وظیفه ده چی تر ټولو د مخه د خپلو مها جرینو او اتبا عو دحقوقونه چی په پردیو هیوادو کی د کوم مشکل سره مخا مخ کیږي په کلکه د فاع وکړی او د هغی د مشکل د حلولو په مو خه تر وسه وسه کو ښښ وکړی ، مګراقای مخدوم د تعصب په نظر کی لرلو سره دا کار ونه کړ.
خوږو لوستونو، ډیره بخښنه غواړم ستا سو د سر خوږوالي سبب وګرزیدم خو څه وکړود زړه له درده یو څه لیکوځکه چی کوم خواخوږۍ مشر هم نلرو، نو په اخیر کی به دا وایو چه خدای (ج) پر مونږ مظلوم ولس ورحمیږي
په درناوی. انګار وطنپال