د افغانستان داینده بحران مسؤلیت به د ملا ( معنوي ) په غاړه وي.

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
ا نګار وطنپال
خوږولوستونکو، هرڅومره چی کوښښ وکړوچی چوپه خوله پا تی شواو څه ونه لیکومګربیا هم کله چی د ملي خا ینانواو متعصبو کسانو د خولو نه څه ووځي نو بیا زمونږ زړونه هم پړسیږی او دوی دی ته مونږ مجبوره وي چی حتمآ یوڅه نا څه ووایو او یا يي ولیکو، مطلب دا چی څو ورځی مخکی کله چی می خپل تلویزون ولګا وه
نوسمد ستي د تلویزون په پرده کی د شمالی ټلوالی په غړي ملا معنوي خپلی سترګۍ ولګیدی، خدای ته چی ښکا ره وی اول خوډیر خوشحاله شوم او دځان سره می وویل که خدای کوي د افغانستان پارلماني لا نجمنه موضوع لکه چی د حل لاره ومونده مګر کله چی ملا خپله �
�وله خلا صه کړه او په تریپ وچلي او تنده لهجه د خپل زور، زر او واک په در لودلو سره( او هم خلکو به دا فکر کړی وي چه کرزی صاحب ده د ریاست جمهوری په څوکی کینولی دی ) خپلی خبری ددی لغات (بطلان) په ویلو شروع کړی او بیا يي د (خیال ، محال او جنون ) جملی په ویلو سره چی خطاب يي لوی څارنوالی ، ستره محکمه اوکرزی صاحب وو نو خپلی ټولی خبری یی پا ی ته ورسولی اوبلا خره کنفرانس پای ته ورسیده او دکنفرانس نه وروسته دی نتیجی ته ورسیدم او داسی راته څرګنده شوه چی ملا جعلی د خپل زور او قدرت په درلودلو سره خپل ځان د پورتنیو ارګانونو نه پورته ګڼی یعنی پدی ما نا که پورتني ارګانونه
دانتخا باتو د پا یلو با طلولو پلان لری دا به هسی دهغوی خیال ، محال لا څه بلکی دا به دهغوی لیونتوب وي . ورونو ، که ده ملا جعلی د کنفرانس ټولو خبرو ته ښه ځیر شو داسی څرګندیږ چه معنوی دافغانستان د اینده بحران او کړکیچ کومه پروا نلري. او بل داچی معنوی په خپلو خبرو کی داسی لغات استعما لوی چی تا سو به فکر کوی چی معنوی د ادبیات د دری څانګی دری پوهنځی لوستی دي مګر نه دا هغسی خبره نه ده ځکه چی معنوی پوهنځی خو لا څه چی حتی خپل ابتدايي تعلیمات یی هم سرته ندی رسولي او اوس چی کوم د ماستری دیپلو مه په لاس کی لری هغه هم جعلي ده.
خوږو مینه والو، څرنګه چی تاسو ته پدی څو ورستیو لسیزوکی پوره څرګنده شوی ده چی د افغانستا ن د پرمختګ او ترقي ضد عناصرو همیشه او هر وخت په یوه اوپه بله بهانه غواړي د ګران افغانستان د کړکیچ او بحران د پاره لمن ووهي او وهلی ده او غواړي دګاونډیو هیوادونوپه لمسون زمونږ د ګران افغانستان د مظلومو ولسونوسوکاله او ارامه ژوند د خپلو شخصي ګټواو د بیګا نه هیوادو د ګټو په خاطرنا ارامه او په خطر واچوي البته ددی ټولو کړکیچونو او بحران عامیلین یوازی او یوازی شما لي ټلواله ګرځیدلی ده ، د بیلګی په توګه ، دسږکال د ولسي جرګی انتخابات چی د فساد او در غلیو نه ډک انتخابات وه او ټو لو ولسونو ته دا په ډاګه شوه چی پدی انتخاباتو کی په پراخه کچه لاس و هنی شوی دي ، خو تر ټولو نه د نا ځانګړي انتخاباتو کمیسون مشراو د شما لي ټلوالی تند لهجه او متعصب غړي مو لانا صاحب معنوي ښه پوهیده چه په دی انتخاباتو کی در غلی او فساد دخپل حد او حدود نه وتلي خو بیا هم سره ددی دانتخاباتو د پا یلو اعلان يي په ډاګه وکړاوپه عملي توګه يي دبحران او کړ کیچ دپاره لمړنۍ ګام پورته کړ، په پښتوکی یو متل دی وايي چی (( هرشی چی د خپل حد اوحدود نه زیات شي نو بیا رسواشي)) او دا یوحقیت او وا قیعت دی، خو اوس خبره داده که چیری دولت په رښتیني وغواړي دافغانستان د اینده بحران مخه ونیسي نو پکار ده چی د معنوي صاحب په مقابل کی جناب محترم کرزی صاحب او د هیواد با صلاحیته ارګا نونه لکه لوی څارنوالي ، عدلي او قضايي ارګانونه د انتخاباتو اعلان شوی پایلی نه یوازی باطل کړی بلکی ټول هغه کسان چی پدی درغلیو کی لاس لري او د مظلوم ولس او خاصتآ د پښتون ولس په رایويي ملنډی وهلي د عدالت او محکمی میز ته راکش کړي او دټول ولس په یوعام محضرکي په درنده جزاورسوي چی په اینده کی نورو ته دعبرت سبب وګرځي.
خوږولوستونکو، د ویلو خبره خو داده چی شمالي ټلوالی خو لا یو کال مخکی دپارلماني انتخاباتو نه د افغانستان بحران او کړکیچ ته پراخه لمن وهله ، هغه داچی که ستاسوپه یادوي دتیرکال د ولسمشري د انتخا باتونه وروسته دشمالي ټلوالی مشرډبل عبدالله کله چی د ولسمشری په ټاکنو کی پا تی راغی نوهروخت به يي دا ادعا کوله چی په انتخاباتو کی درغلی شوي دي دا پدی مانا چه دوی غوښتل د افغانستان وضع خرابه او کړکیچنه کړي او همیشه به يي په مطبوعا تی کنفرانسو کی د اوښکو په تویلو سره دا ناری وهلی چه زمونږ په حق کی ظلم شوی دی او دانتخاباتودشکایاتوکمیسون د درغلیوتحقیقاتو مسله را
پورته کړه او ددوهم ځل دانتخاباتو غوښتونکی شول ، خو کرزي صاحب د اینده بحران او کړکیچ د مخنوي په خا طر يي دا خبره ورسره ومنله مګر دا چی شمالي ټلوالی خپله آینه په او بو کی لیدله چه دوهم ځل بیا مونږ ګټونکی نشو کیدلای نو ځکه ډبل عبدالله ددوهم ځل د انتخاباتوکیدو نه يي دنا حقه اوښکوپه تویلو سره خپلی پښی يي له میدان وویستلی او دانتخا باتو نه يي صرف نظر وکړ، او بله خبره چی دیادولو وړده هغه داده چه د سږني کال پارلماني انتخاباتونه مخکی داسی ګنګو سی او اوازی وی چی د شمالي ټلوالی یو بل غړی بسم الله خان هغه وخت چی په دفاع وزارت کی يي د لوی درستیزپه توګه دنده سرته رسوله وايي چی هغه غوښتل چی ګران افغانستان یو ځل بیا د یو لوی بحران او کړ کیچ سره مخامخ کړي دا پدی ما نا چی بسم ا لله د کرزي صاحب ددولت پر ضد د یوی نظا می کودتا پلان درلود او غوښتل يي چی یوځل بیا د زرګونوانسا نانو د مرګ او بد بختی سبب شي مګر دی پدی خپلو کړنو بریا لۍ نشو، او اوس چی دکرنیو چارو په وزارت کی د وزیر په توګه دنده رسوي تاسويي په خپلو سترګوو وینی چی روابط د ظوابط نه بهترګنی او د وزارت په تشکیل کيي اساسي بدلون راوست حتا تر پیاده څوکۍ پوری خپل دخوښی کسان په دندو ګمارلي دي خو اوس دا لا جمن انتخابا تو ورته یوه ښه موقع پیداکړه چی ایا دوی به وکولای
شي چی پدی کار سره د افغانستان اینده بحران او کړکیچ ته زمینه برابره کړي او که نه.
خوږودوستانو ، د افغانستا ن مظلوم ولس همیشه او هر وخت چو په خوله پا تی شوی او اوس مونږ دا نه وایوچی په اوسني پارلمان کی ښه خلک نشته ، نه دا غلته خبره ځکه پدی اوسني پارلمان کی داسی کسان شته چی په ډیره شفافه او بدون د درغلیونه يي د خپل ولس او خلکو نه يي رايي اخیستی دي او خلکو دوی يي د یو انتخابا تي نما یندګا نو په توګه منلي او مونږ پدی کی هیڅ کوم شک او تر دید نه لرو، نو مونږ ددی ورونو نه دا هیله څرګنده وو چی زمونږ په خبرو نا امیده نشی اوهم تا سوګټونکو نما ینده ګا نو نه دا هیله کوو چی د ملي ګټود خوندي ساتلوپه خا طر د هغه نا راضي ورو نو سره لاس یو کړي کوم چی د فا سدواو متعصبو عناصرو له کبله پدی انتخا با تو بر یالي شوي ندي او دا جعلي پارلمان چی د انتخاباتو د کمیسون د مشرملا جعلي ( ملا معنوي) په مټه جوړ شوی با ید لړنګ يی کړی اود یو حقیقي او با ثباته انتخاباتو دپاره یو ښه زمینه برابره کړی. په در ناوی ا نګار وطنپال