سیاست څه ته وايې - څېړنیزه لیکنه

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

رنسانس او ماکیاولي
نهمه برخه

عبدالملک پرهیز

پوهنې او هنر د پنځه لسمې او شپاړلسمې پېړیو ايټاليې ته ستر پرمختګونه ور په برخه کړل . دغه کولتوري جوړونه د رنسانس یانې نوې زېږېدنې په نامه مشهوره شوې ده. داسې پوهان، شاعران، فېلسوفان منځ ته راغلل چې د روم او یونان له اصیل میراث څخه په الهام يې سره نړۍ ته  په نوي ليد کتل.

انځورګران د اناتومي (د تشريح ) د علم په څېړنه بوخت شول او د انسان د بدن غړي يې په رښتني او واقعي ډول انځورول. واکمنانو د ودانیو او سترو هنري چارو سپارښتنې وکړې. دغه نویو عقیدو ډير ژر په ټوله اروپا کې پراختیا وموندله.

په ۱۳۹۷ م  کال د مديچي کورنۍ په فلورانس کې یو بانک جوړ کړ او د سترو پانګو په ټولولو يې پيل وکړ. په ۱۴۰۱ م کال کې د فلورانس د وړیو د سوداګرۍ د صنفي اتحاديې له خوا  په فلورانس کې د  اپتیستری د ورونو دپاره د نوې طرحې  سیالي په لاره واچول شوه . دا د رنسانس د پیل پېښه ګڼل کېږي. لورنتسو گیبرتی دغه سیالي وګټله. فیلیپو برونه لسکی ، د مایوسه اتل مرستیال ، د لروغوني روم د ګنډوالو  څېړنه پيل کړه . په ۱۴۱۹ م کال برونه اسکي، په بلورانس کې د فاندلینګ د روغتون ( بې سرپرسته ماشوم) طرحه جوړه کړه. په ۱۴۳۵ م کال دوناتلو د فلورانس ستر مجسمه جوړونکي ، د داود په نامه خپله اغېزناکه او ګټوره مجسمه بشپړه کړه. د ۱۴۵۰ کلونو په شا او خوا کې الماني یوهانس گوتنبرگ چې  د مطبعې کارګر ؤ، د خوځنده تورو په وسیله  په اروپا کې لومړني چاپ شوي کتابونه خپاره کړل. په ۱۴۵۰ م کال  کې د فلورانس، ميلان او د ناپل، د جمهوریتونو ترمنځ سیاسي اتحاد د رنسانس د دورې د  ايټاليې  د ټينګښت سبب شو. په ۱۴۵۲ م کال لورنتسو گیبرتی ¸ د فلورانس د بایتیستری دکلیسا د ورونو دویمه لړۍ بشپړه کړه. میکل آنژ هغه ته د جنت د ورونو نوم ورکړ. په ۱۴۵۳ م کال قسطنطنیه د عثماني امپرتورۍ په وسیله سقوط وکړ. د بيزانس پوهان لویدیز ته تېښتيدل او  ارزښت لرونکي کلاسیکې خطي نسخې يې له ځانه سره یوړلې. په ۱۴۶۹ م کال لورنتسو  مدیچي د فلورنس واکمن شو. په ۱۴۹۴ م کال آلماني هنرمند آبرخت دوور د لومړي ځل دپاره له فلورانس څخه ليدنه وکړه. په ۱۴۹۸ م کال کې د فلورانس نفوذ لرونکی واکمن،  راهب جیرولاموساوونا رولای ، اعدام شو. په ۱۵۰۴ م کال کې لئوناردو داوینچی ، د فلورانس د یو واکمن د ميرمنې موناليزا انځور جوړ کړ. په ۱۵۱۲ کال  ميکل آنژ  چې له څلورو کلونو زیات وخت  يې ونیو څو په واتيکان کې د سستاین د لمانځه د خونې د چت انځورونه بشپړ کړل. په ۱۵۱۷ م کال مارتین لوتر په خپلو اعتراضونو سره ، د دينې اصلاحاتو د غورځنګ بنسټ کېښود. په ۱۵۱۹ م کال  لئوناردو داوینچی په فرانسه کې په هغه ماڼۍ کې چې د فرانسې پاچا لومړي فرانسوا ورکړی ؤ ه، له دې نړۍ سترګې کړې. په ۱۵۴۳ کال ایټالوي منجم نیکولاس کوپرینک ادعا وکړه چې لمر د لمریز نظام مرکز دی نه  بلکې ځمکه ده. په ۱۵۶۴ م کال د رنسانس د وخت ستر انګلیسي شاعر او ډرامه لیکونکي ویلیام شکسپیر  په «استرانفورد آن ایون» کې وزېږيد.

دسویس یو ستر پوه ، یاکوب بورکهارت ، په خپل مشهور کتاب « په ایتالیا کې د رنسانس کولتور» کې وايي: رنسانس  د لرغونې نړۍ د لاس ته راوړنو  راټولونه یا تقلید  نه بلکې نوې زېږېدنه او د نړۍ او انسان بیا کشفونه وه. د رنسانس په دوره کې د لومړي ځل دپاره په اروپا او لویديځ کې ، « د نړیوال انسان »(uomo universale )  طرحه جوړه شوه. که څه هم دغه « نړیوال انسان » په واقعیت کې د اروپايي او لويديځ انسان بیا زېکېدنه وه. خو رنسانس په یوه دوره کې د فردیت په لور ښويدنه هم وه ، خو هغه انسان چې دا ځل د نړیوال په نامه ډګر ته راووت ، هدف يې د ټول بشریت د اندونو ټاکل او جوړول ول . رنسانس په داسې یوه دوره کې د فردیت په لور ښوېدنه وه چې غوښتل يې ځان د پاملرنې په یو داسې مرکز واړوي څو انسان چې تر پخوا زیات پر خپل فردیت او یوتوب پوه  ؤ د لا پوهېدو وړ شي او له بلې خوا  د ټولو ديني او سمبولیکو شتمنیو له نړۍ پرته يو ځل بیا ځان په طبیعی یا نیوترالیستي  جرګه ګۍ کې پيداکړي.

په دغه دوره کې، د منځنیو پېړیو د بې خوځښته ژوند بڼه له منځه ځي او د نوې دورې غوړېدونکې دوره پيل کېږي. ددغه غوړېدو ځلېدنه موږ  ددغه دورې په هنر، ادبیاتو او فلسفه کې لیدلی شو. د څوارلسمې میلادي پېړۍ څخه را په ديخوا د ایټاليي د سوداګرۍ او مالي پانګه والۍ سکتور، د هغه ځای چې په منځنیو پېړیو کې يې د کښت د ځمکې په توګه ارزښت درلود تر لاسه کړ، بلکې وخت يې هم کشف کړ. نور د کلیسا زنګ یوازې مذهبي مانا نه لرله بلکې دغه زنګ هر ساعت او ان د شپې له خوا وخت اعلانولو. په دغه وخت کې د ښار ارزښت د کلي په پرتله زیات شو او د سوداګرۍ او مالي پانګوالۍ د ځمکو د رانیولو له لارې، دځمکې اشرافیت او ان کلیسا چې زیاتې ځمکې يې لرلې، په شا وتمبول .دویم پاپ پیوس په همدغه وخت کې په دې اړوند وویل: « زموږ د بدلون په حال کې ایتالیې کې چې هيڅ شیُ  ثابت نه دي او هيڅ پخواني ځواکونه پاتې نه دي، په آسانۍ سره له غلامه پاچا جوړېدلی شي».

ددې دپاره چې ددغه دورې روح  بیا لا زیات جوړ کړو ، باید دغه مهم ټکی څرګند کړو چې د ایتالیې یو ډیر مهم صراف په دغه دوره کې پر خپلو چکونو ولیکل: « د خدای او ګټې په نامه». په دې ډول دغه پانګوالي د خدای سربېره ، ګټه هم کشفه کړه او ان تر دې چې هغې ته يې تر خدای هم لومړیتوب ورکړ. فلورانس ددغه پانګوالۍ مرکز ؤ. له هغه لویو کورنیو څخه چې په فلورانس کې يې حکومت کاوه ، د مدیچي له کورنۍ څخه یادونه کولی شو. کوزیمو مدیچي نه یوازې د خپل وخت تر ټولو شتمن سړی ؤ، بلکې له ۱۴۳۴ را په دیخوا يې د خپل ښار سیاست هم ټاکه. د هغه لمسی لورنسو ، د هنر، ادبیاتو او فلسفې له سترو سړیتوبونو څخه ؤ او د خپل ژوند په دوره کې د فلورانس د شاهزاده په توګه پېژاندل کېده. ماکیاولي د شاهزاده په نوم خپل کتاب همدغه لورنسو مدیچي ته ډالۍ کوي، په دې هيله چې د هغه سره یو دریځ تر لاسه کړي. د لورنسو زوی، جیواني په ۱۵۱۳ کال کې د لسم پاپ لئوی  په توګه تاج په سر کېښود. څه موده وروسته اووم کلمنس ، چې هغه هم یو مدیچې ؤ د پاپ په توګه غوره شو.

په ۱۵۳۳ کال کې د لورنسو لمسۍ ، کاترین دومدیچي د فرانسې د راتلونکي دویم پاچا هانرې سره واده وکړ. د کوزیمو  له ځوان ورور ،لورنسو دی جیواني څخه ماریا دومدیچي رامنځ ته شوه چې په ۱۶۰۰ کال کې د څلورم هانري سره واده کوي. په دې ځای کې موږ د مدیچې د کورنۍ د ژوندانه له تاریخ څخه کولی شو د ایتاليې په رنسانس کې د بېلګه ایزه حرکت منحني ووینو: د یو پانګه وال او اعیان کورنۍ څخه چې  فیوډالي آرمانونه  او ایدیالونه لري د یوې آرستوکراتې اشرافي کورنۍ په لور چټکه پرمختیا.  د فلورانس  د سوداګرو، لویو بانک لرونکو  او پوځیانو په کورنیو  کې د« اشرافیت » دغه بیا جوړونه (Rearistokratisierung) داسې یوه ځلېدنه یا پدیده ده چې د متناقض (پارادوکس) بهیر په توګه د ایتالیې د رنسانس  او نوي دوران  یانې د پانګوالۍ او د پانګوالۍ د اړیکو د بې سارې ودې په عمومي طرحه کې ځان ښکاره کوي. ماکیاولي د مدرنه دولت د جوړولو په خپله نظریه او اندونو کې ،له بېلابېلو اړخونو څخه په تېره بیا  د ایټاليې د پانګوالۍ ټولنې په خېټه کې ددغه متناقض او شا تلونکي بهیر ته ځواب ورکوي.  دلته باید د سوداګري او مالي پانګوالۍ ددغه پرمختیا ترڅنګ، باید درنسانس ددورې د هومانیستانو یا انسان پلویانو څخه هم یادونه وکړو.
د انسان دغه پلویان د اشرافیت او کلیسا پرخلاف سره یو ځای شول او په دې ډول د « پيسو او اندونو»  د پيوستون دغه دوره، چې د نوي دورې ډیره مهمه ځانګړنه ده، رامنځ ته شوه. د کلیسا او اشرافیت پر خلاف مبارزه کې د «پيسو او اند » یوځای کېدل ددې سبب شو ، څو هغه قشرونه چې د خپل پيدايښت په وخت کې په منځنۍ پېړې کې له اشرافي او د کلیسا  له امتیازونو څخه بې برخې ول، په ټولنیز ژوند کې د نویو ډګرونو په لور ګام واخلي او د فکر او اندېښنو په دغه جګړه کې دوی د پيسو پر خوا ودرېدل، ځکه ددغه دورې متفکران د ټولنې د ښکته او منځنيو طبقو څخه راووتل. انسان پلویانو  په لاتینه ژبه ليکنې کولې، او لاتينې سبک يې ښه کړ. د دانته له وخته د ایتاليې د خلکو ژبې یانې ايتاليايې ژبې ، په ادبیاتو کې لاتین ژبه ، د ادبي ژبې په توګه په شا وتمبوله. د رنسانس د دورې په پیل کې پترارک ځای لري او دهغې په پای کې ماکیاولي . د رنسانس ددورې هومانیستانو  غوښتل « نړیوال انسان» په نړیواله کچه له نړیوالو اندونو سره رامنځته کړي. دا د نوي دورې برخه لیک دی چې غواړي د سیمه ایزه (partikular) اندېښنو پر ځای  نړیوالې اندېښنې (Universal) رامنځ ته کړي. ماکیاولي د رنسانس د ستراندېښمند په توګه همدغه لاره غوره کوي او نوموړی د سیاست په هکله په نړيواله کچه اند او ژور فکرونه کول.

د مسالې د جوړښت په اړوند نوې طرحه

که څه هم ماکیاولي د نوي دورې په درشل کې ژوند کاوه او په خپل ژوند کې يې لومړی د دېپلومات په توګه کار کاوه او سیاسي چارې يې هغسې ترسره کولې لکه څنګه چې په منځنیو پېړیو کې ترسره کېدل ، هغه وکړی شو په خپلو سیاسي اندونوکې د منځنیو پېړیو د دودیز سیاست له دود څخه ځان جلا او خپله سیاسي او تاريخي نظریه د نوي دورې د اصولو او بېلګې سره سمه جوړه کړي.  د ماکیاولي سیاسي اندکس د منځڼیو پېړیو د سیاسي اندکس او همدارنګه د یوناني – رومي لرغوني سیاسي اندکس څخه  په غوڅه او بشپړه توګه توپير لري او د نوي دورې په لور لاره پرانيزي. هغه څه چې ماکیاولي د منځنیو پيړیو له سیاسي – تاریخي نړۍ ليدونو  (یانې له هغه دمخه سیاست پوهنه چې په اروپا کې ورته د « شاهزاده هينداره » (Fürstenspiegel • Miror of the Prince  ) وايې )، څخه جلا کوي، دادی چې نوموړی  ددولتي ادارې د هر ډول « الهي هدفمندۍ» (theologisch) او یا « غایتمندۍ» (teleologisch) له نظریې څخه تېريږي.

د سن آګوستین د نظر خلاف چې په منځنیو پېړیو کې بشپړ علم ګڼل کېده  او ویل کېده تاریخ د خدای په اراده او غوښتنه منځ ته راځي او د خدای له لورې  يې لارښودنه کېږي. د ماکیاولي له نظره  تاريخ د انسان دکار او ارادې په پایله کې منځ ته راځي. د ماکیاولي له نظره تاريخ خپل عنیت د خدای د مداخلې څخه نه ، بلکې دغه عینیت د تاریخ له دنني جوړښت ¸اړتیاو، بهیرونو او پېښو څخه تر لاسه کوي. له همدې کبله ماکیاولي خپله ليکنه «د فلورانس تاريخ» ، د مسیحي تاریخ لیکونکو په څير د بابل د برج د جوړیدنې په اړوند د انجیل له داستانونو او خلکو ته د خدای په خبره نه پيل کوي ، بلکې دغه تاریخ  جرمنیانو او ایټالویانو ته په جملو سره پیلوي او توضیح ورکوي. د اسلام ددورې په تاريخ لیکنه کې هم موږ ددې خبرې شاهدان یو چې ټول تاريخ لیکونکي  خبره له آدم (ع) څخه پيلوي او د پيغمبرانو په هکله مالومات ورکوي، څو  له دې لارې دخپل نظر وړ تاريخ ته راو رسيږي. په اسلامي هیوادونو کې یوازې خواجه نظام الملک دی چې دغه دود پرېږدي او کېدی شي دهغه سیاستلیک ماکیاولي ته رسېدلی وي.

ماکیاولي د پورته (tranzendental) د اندونو ټول عناصر له خپلې نظريې څخه و ایستل او د تاریخي تکامل قانونمندۍ يې د آسماني اندونو  له دخالت څخه پرته بیان کړې. په دې ډول نوموړی د تاریخ د آسماني جوړښت څخه په تېریدو سره ، په تاريخي څېړنو کې علتيز چلند  (kausal) ته لاره پرانیستله . له دې وروسته د خدای مداخله د تاریخي بدلونونو موجب نه ، بلکې یوازې د انسان طبعیت، چلند او کړنې د تاریخ بهیرونه ممکنوي. د انساني دخالت دغه کار هغه منطقي وړاندیز دی چې ماکیاولي په خپلو دوو آثارو  «شهزاده» او « ویناوې» کې ترې کار اخلي او له دې امله نوموړی تاریخ لیکونکي د بدلون وړ ګرځوي. د رنسانس ددوو دودیزو مفهومونو یانې « تومنې» (virtu) او «بخت» (fortuna)، ترڅنګ ماکیاولي د « اړتیا » (necessita ) مفهوم  هم د خپل سیاسي – تاریخي نظریې په بحث کې ور ګډوي.

د اړتیا مفهوم له دې امله ضروري ؤ چې که خدای د تاریخ د جوړونکي او ټاکوونکي عامل په توګه مداخله و نه کړي ، باید  د تاریخي بهیرونو  د پیوندونکي په توګه باید یو بل داسې عامل شتون هم ولري څو تاریخ د پېښو د لیکلو د یوې سرسري کار ترکچې ښکته رانه  شي. دغه « اړتیا »، د اندازه کولو د واحد په توګه ګڼل کېږي چې ماکیاولي د هغې په مرسته په تاریخ کې د يېژاندل شویو دنننیو اړیکو  بیا جوړونه کوي. د ماکیاولي سیاسي دستور لیکونه ټول د همدغه دنننیو تاریخي اړیکو  د اندازه کولو پربنسټ ولاړ دي. یوازې هغه څوک چې د تاريخي او سياسي پېښو او بهيرونو په قانونمندیو پوه شي ، په یو داسې دريځ کې به وي چې وکولی شي خپل هدفونه سم ترسره کړي. د تاريخي قانونمندیو پوهېدنه سړي ته دا امکان ورکوي څو تر یو بریده د برخه لیک او دبخت د بدلېدونکي خوی او خصلت څخه ځان لرې وساتي.  دتاریخ پر قانون مندیو باندې د پوهېدو له لارې پرتاريخ باندې د واکمن کېدو وس – دا هغه پروګرام شوی نظري او عملي فرمول دی چې د ايتاليې رنسانس موږ ته په واک کې راکړی دی:

« هغه واکمنان چې د کلونو واکمنۍ وروسته يې خپل واک له لاسه ورکړی، د برخه لیک څخه باید دومره شکایت و نه کړي، بلکې له خپل ډار څخه شکایت وکړي، ځکه په آرامو حالاتو کې هغوی دا ګومان نه کاوه چې کوم څه به بدلون وکړي. همدارنګه دا د ټول بشریت عمومي تېروتنه ده چې د سمندر د آرامۍ په وخت کې د توفان په اړوند فکر نه کوي. او کله چې حالات ويجاړ شي ، ددفاع په اړوند نه بلکې بیا یوازې د تېښتې په اړوند فکر کوي.» ( شهزاده ـ ۱۰۱ م). د شهزاده په کتاب کې د ماکیاولي غوره هدف  ددولت (Selbsterhaltung) او د « دولت د مصلحتونو» (Staatsraison) «ځان ساتل» دي. او هغه د ځان ددغه ساتنې دپاره ، د اړتیا پېژاندنه  او د تومنې يانې د صلاحیت او وړتیا لرل ، یو له بله سره تړي. که تاريخي اړتیا ونه پېژاندل شي او یا سیاستمداران هيڅ ډول تومنه و نه لري، هغوی د برخه لیک د تورو او نا روښانه لوبو قرباني کېږي او همدارنګه به د بخت د بدلېدونکي  خوی او خصلت قرباني شي. د ماکیاولي له نظره دا ډول قرباني کېدل د تاریخ په فلسفه کې د اړتیا په اړوند د پوهې له نه لرلو څخه رامنځ ته کېږي چې تل د بې سره واک او تور بخت سره مل وي او په وروستی تحلیل کې د یو سړی یا یو ملت او هیواد  د سیاسي صلاحیت  او پوهې په نه لرلو دلالت کوي.

« دا ډول چلند د سل ناروغۍ ته ورته دی چې داکتران په هکله يې وايي چې ددغه ناروغي پېژاندنه په لومړي سر کې ستونزمن کار دی خو درملنه يې آسان. خو که په پرمختللي حالت کې  دهغې پېژاندنه آسانه ده نو درملنه يې ستونزمن کار دی.

سیاست هم داسې دی: هغه شرارتونه چې په هیواد کې نوي نوي د را ټوکېدو په حال کې وي، که ژر وپېژاندل شي، چې البته دې کار ته یو غښتلې او پياوړی مغز په کار دی، ډیر ژر له منځه ځي، خو که هغه و نه پېژاندل شي او پرمختیا وکړي، تر دې کچې ورسېږي چې هر څوک پرې پوه شي ، نو به هيڅ درمل هغه جوړ نه کړي» (شاهزاده ـ ۱۰ – م).

دلته د«بل چا» سره د « پوه سړي»  د توپيرولو له لارې ، ماکیاولي  دغه ادعا یقیني کوي چې سیاست باید د هنر او علم په توګه زده شي. سیاست له ماکیاولي سره خپل قواعد او ټاکلي قوانین تر لاسه کوي چې باید زده  شي څو د پام وړ هدفونو ته ورسېږو.  له دې وروسته لوړ نیتونه نه، بلکې بري ته د رسېدو وس، د یو سیاستمدار ډیره ښه ځآنګړنه جوړوي.

له ماکیاولي سره سیاست « د ممکناتو د ترسره کولو د هنر» په توګه خپلې ځانګړنې تر لاسه کوي.  که څه هم ځنې د هغه په سیاسي اندونو کې « د ممکناتو د ترسره کېدو  هنر» لټوي. دا د ماکیاولي په اړوند زموږ په پوهيدنې پورې اړه لري ، لکه څرنګه چې د اندونو په تاريخ کې هغه څه چې وروسته له هغه ترسره شوي – نوموړی د محافظه کار، اصلاح غوښتونکي او یا انقلابي په توګه ښکاره کېږي. خو باید ووایو چې ماکیاولي په خپلو سیاسي – تاریخي اندونو کې  سچه واقعیت خوښونه د خپل نظریو بنسټ ټاکي او په سیاست کې  هر ډول لاره او طریقه جوړونه (normativ) په سختۍ سره غندي:

« ځکه د ژوند ترمنځ لکه څنګه چې دی او لکه څنګه چې باید وي، زیات توپير شته که څوک یوازې دې ته پاملرنه کوي چې څه باید پېښ شي څو خپل واک وساتي، خو دې ته پاملرنه نه کوي چې په واقعیت کې څه پېښېږي، خپل شتون لا زیات له تباهۍ سره مخامخوي. هغه څوک چې  ددومره زیاتو انسانانو ترمنځ چې ښه نه دي ،یوازې ښه کول غواړي هرومرو ماتې خوري. ( شهزاده – ۶۳ م)

د ماکیاولي سره د « سیاسي دستورمندۍ» (politische Imperativ) د واقعیت دردناکتوب څرګندېږي. که د افلاطون او ارسطو سره  د واقعي سياست پېژاندنه د نیکمرغۍ  او فضیلت له مفکورې سره تړاو لري، ماکیاولي په غوڅه توګه انسانانو ته د نېکمرغۍ له نسخې (Konzept )څخه تېرېږي  او یوازېني څيز ته چې ارزښت ورکوي ، په هیواد کې سیاسي ثبات او ټينګښت دی. دغه سپينې خبرې چې هغه هم پرې اعتراف کوي ، د هغه نوم ته په زیان رسولو کې مرسته کړې ، ځکه نوموړي ان په هغه ځایونو کې چې نیکمرغي ممکنه وه، ورته پاملرنه نه ده کړې او یوازې د دولت او د دولت د مصلحتونو او په هیواد کې د سیاسي ټينګښت په اړوند فکر کاوه . ماکیاولي عقیده لرله چې «  آزاده وګړي نشته یوازې آزاده ملتونه شتون لري یو څوک یوازې هغه وخت ویلی شي چې  آزاد دی چې په آزاد ملت پورې اړه ولري».

د انساني طبعیت نه بدلېدونکې تز (konstante Antropologie) د ماکیاولي په اندونو کې د یو ډیر مهم ثابت عنصر په توګه مطرح دی چې د هغې انډول کولی شو په تاريخي بدلونونه کې تر ټينګې څېړنې لاندی ونیسو. انساني فرد د ماکیاولي په اند یو ثابت واحد دی او تاریخ په حرکت او جریان کې دی. یوازې ددغه اصل یانې د انساني پنځون یا طبعیت د ثبات او بدلون د اصل په منلو سره ، هغه مختلف حالات چې نوموړی يې څېړي سره پرتله کېدی شي. ماکیاولي د انساني طبیعت ثابتونه تر ذره لید لاندې ږدي او د انسانانو  کړنې او غبرګونونه په مختلفو حالاتو او دريځونو کې تر بحث لاندې نيسي:

« هر څوک چې له اوسني او له لرغوني تاریخ سره سر او کار ولري، په آسانۍ سره پوهېږي چي ټولو ملتونو او دولتونو د ډیر پخوا دورانو څخه ورته غوښتنې او ورته خویونه او ځانګړنې لرلې. که موږ په پاملرنې سره تير وخت وڅېړو ، په آسانۍ سره کولی شو په هر دولت کې د راتلونکی وړاند وینه وکړو او نوې چارې پيداکړو» . ( ویناوې ۱۰۷ م)

دغه دوه ګونی چلند، یانې  د انسان پېژاندنې بدبيني، هم د منطقي او هم د مدرنه دولت د مشروعیت د تامین د ثقل د مرکز په توګه د ماکیاولي  ستر نووښت شمیرل  کېدی شي.

د ماکیاولي د منځنیو پېړیو د نظم او د اسکولاستیک  اندونو د ماشین او د منځنیو پېړیو  د جوړښتي نظم  د بېلګې د ړنګېدو، د دولت د «ځان ساتلو» د اندونو ،هغه هم په هره بیه او هره وسیله چې وي ، د نظریو پربنسټ رادمخه شو. په داسې حال کې چې په منځنیو پېړیو کې کلیسايي او نړیوالو «نسبي » ځواکونو ځانونه «مطلقه » ځواکونه ګڼل ، البته  ددغه دورې د په ټپه درېدلو  اړیکو په پام کې نیولو سره . د لومړنۍ پانګوالۍ د ودې له امله پر رامنځ ته شویو نویو اړیکو  باندې د تکاملي بهیر د واکمنېدو له امله ، پاپ او قیصر خپل سیاسي او پوځي « رښتنی ځواک» د ورځ په تېرېدو سره له لاسه ورکاوه. په دې ډول د رنسانس په دوره کې پاپ او قیصر چې یو وخت  د کلیسايي او  دوديز واک د اهرم په سر کې ولاړ ول ، له واکه ولوېدل. ددغه بهیر په پیل کې د ښارونو په رامنځ ته کېدو او ددغه بهیر په دوام کې  د ملتونو او هیوادونو  په را وتلو  سره پاپ او قیصر خپل واک له لاسه ورکړ. په دې ډول د منځنۍ زمانې د نظم  د پاشل کېدو  ټاپه ولګېده ، ځکه ددغه نظم ضمانت تر هغې ممکن ؤ  چې « ارزښتي بېداریو» او قدسي تاييدونو  بې له خنډه  د واک له یو مرکز څخه بل مرکز ته د لېږدېدو وس درلود.

د منځنیو پېړیو د پوهې پاشل کېدو، یانې د نړۍ او خدای په اړوند د انسان  د انځور  پاشل کېدو ، او همدارنګه په ۱۴ او ۱۵ پېړیوکې  په اروپا کې د منځنۍ پېړۍ د سیاسي نظم ړنګېدو، د اروپايې انسان په دننه کې  د ژورې ناباورۍ احساس ته لمنه ووهله. پنځلسمه میلادي پېړې  په ټوليز ډول د عمومي پریشانۍ او ژورې بدبينۍ پېړۍ وه. د منځنیو پېړیو د اندونو ماتېدو همدارنګه د پيکوري ( د معنوي خوند) او له مړينې څخه د ډار بهیر رامنځ ته کړ. د هغه نظم په دننه کې کله چې  د اسکولاستیک د زمانې د فکري ماشین په ړنګېدو سره، چېرې چې  خدای  انسان ته د تضمین او یقین سرچینه وه، له دې وروسته نړۍ او تاريخ انسان ته د ګواښ په بڼه څرګندېدله.

په دې ډول انسان د روح د ابدیت په اړوند خپل باور له لاسه ورکړ او له دې وروسته مړینه د انسان د خلاصون او ژغورنې لاره نه لکه څنګه چې په منځنیو پېړیو کې ګومان کېده ، بلکې د انسان د دښمن په توګه ګڼل کېږي.

د انسان د فاني توب په اړوند دغه پوهيدنه « د ځان ساتلو» دپاره د انسان دهڅې سبب کېدله. د توماس آکویناس او د منځنیو پېړیو په اسکولاستیکې فلسفه کې، د روح خیر او نیکمرغي، د ژوند ډیر لوړ جوهر او هدف ګڼل کېده او بشري هستي او پخپله د انسان « ساتنه» او سیاسي ټولنه دویمه درجه رول درلود ، ماکیاولي دغه انډول بيخي بدل کړ.

د ماکیالولي دپاره د سیاسي ژوند جوهر « پخپله د دولت ساتنه ده». نوموړی هغه چا ته لوړ ارزښت ورکوي چې هغوی ته « وطن له روح څخه زیات ارزښت ولري، که  د توماس آکويناس دپاره د روح نیکمرغي د انساني ژوند تر ټولو لوړ هدف ؤ د ماکیاولي دپاره دغه خبره په ډیر ښه حالت کې دویمه درجه اهمیت درلود او نوموړی د سیاسي ټولنې ډیر لوړ هدف « د ځان ساتل » او « د دولت مصلحت» ګاڼه. د  هدف او وسیلې په اړوند د منځنیو پېړیو د ارزښتونو  سرچپه کېدو سره سره ، هيڅ چيرته د دین د کړنو په هکله د ماکیاولي د نظر په پرتله بل ښه نظر نه تر سترګو کېږي. ماکیاولي دین یوه داسې وسیله بلله چې د هغې په وسیله کېدی شي د هیواد سیاسي ټينګښت ضمانت شي. له دې وروسته دین هغسې چې په منځنیو پېړیو کې ګڼل کېده ، د انساني ژوند د هدف په توګه نه ، بلکې د سیاسي ټولنې د ټينګښت د وسیلې په توګه مطرح شو.

د منځنیو پېړیو خلاف او ان د لوتر خلاف چې دولت او واکمن يې د خدای استازي بلل ، ماکیاولي دولت او پاچا په دې نړۍ پورې اړوند وبلل او دین يې یوه داسې ډاډمنه او آزمایل شوې وسیله وګڼله چې انسان له هغه تمایلاتو څخه منع کوي کوم چې په فساد او ناروا کې له ډوبېدلو  سره يې لري. په دې ډول ماکیاولي سیاست ته هغه خپلواکي او آزادي ورکوي چې د منځنیو پېړیو او ان د لرغوني نړۍ دپاره پردۍ وه. هغه نه یوازې سیاست له دین څخه جلا کوي بلکې دین د سیاسي هدفونو تر وړاندې په یو ټوليز آړوي. کوم بېلګه ایز بدلون چې ماکیاولي په سیاسي اندونو کې راوست، هغه بېلګه ایزه بدلون ته ورته دی چې کپرنیک د فزیک په نړۍ کې راووست.


هماغسې چې کوپرنیک لمریز نظام کشف کړ چېرې چې لمر په مرکز کې ځای لري، ماکیاولي هم د سیاست نظام کشف کړ چېرې چې دولت يې په مرکز کې ځای لري. ددې کار سره جوخت ، ماکیاولي  دتاريخ طرح رامنځ ته کړه چې خپل دننني قانونمندي ګانې لري او بهرني ځواک پرې اغېز نه لري. هغه څه چې کوپرنیک د ستورو د نړۍ د نظم او د پنځون یا طبیعت د قوانینو په اړوند ترسره کړل ، ماکیاولي  د انساني  ژوند دتاريخ په اړوند ترسره کړل، ځکه ماکیاولي تاریخ هم د پنځون يا طبیعت د تکاملي بهیر په توګه پېژني .د آګوستین د « خدای دښار» پر ځای  نوموړی « اړتیا » رامنځ ته کوي. ماکیاولي په ژوره توګه د هغه بحران تر اغېز لاندې دی چې پر فلورانس واکمن ؤ. او له کړکېج څځه د وتلو سیاسي لارې يې لټولې، هغه نور د اسکولاستیک یا لرغونې نړۍ  د متفکرانو په څير خلکو ته د نیکمرغۍ او له فضیلته ډک ژوند په لټه کې نه ؤ ، بلکې هغه خپله ټوله پاملرنه د دولت او هیواد د دنننۍ دوام او پراختیا غوښتنۍ ته اړولې وه . په دې ډول ، هغه نور ټول دستورونه د دولت «دځان ساتلو» او «مصلحت» تر مطلقې قاعدې  لاندې راوستل. له دې کبله نوموړی د دولت د «ځان ساتلو» مقوله ، د نوي دورې د ډیرې مادي مقولې په بڼه آړوي.

دوام لري

 

تيره برخه