عبدالرحمن فرقاني
قدرمنو لوستونکو ! ځینې انسانان پداسې ناروغۍ آخته وي یا داسې خوی لري ، وړاندې لدې چې خپل عیبونه او نیمګړتیاوې درک کړي د نورو خلکوپه نیمګړتیاوو اوعیبونو پسې سرګردانه وي ، هڅه کوي چې بې ارزښته نیوکې پرنورو ولري ،
د دې کار په پایله کې داسې احساس ورسره پیدا شي چې ګواکې کوم لوی کار ئې تر سره کړی دی . د بدنیتۍ او حسد په پایله کې د نورو بری نشي زغملای . همایون غفوري هم دا راز کردار خپل کړی دی ، داسې ګمان کوی چې یوازې دی په هر څه پوه او نور نه پوهیږي ، یوازې د ده نظر سم د نورو اند غلط دی ،یوازې د ده عربي ژبه بشپړه زده او د نورو ئې څو ټکي زده دي ، لديه ځایه په خلکوباندې دخلکو په وړاندې تنقیدونه کوي .
کله وایی : چې د مزمل صاحب چې د افغانستان له وتلو لیکوالانو څخه دی پښتوتعبیر او لیکنه غلطه ده ، کله وایی : چې پرته له حبیب الله کلکاني ( بچه سقو) نه پرته د افغانستان ټول پادشاهان خاینان وو . کله وایی : چې سید جمال الدین (افغان) د ماسوني تنظیم غړی پاتې شوی ، کوم تور چې د عربي نړۍ نشنلستانو د قومي تعصب په بنیاد ورپورې تړلی دی ، حال دا چې د اسلامي نړۍ ګڼ شمیر مفکرین پدې متفق دی چې د اسلام انقلابي روحیه سید حمال الدین افغاني راژوندۍ کړی ده او د اسلامی نړۍ وتلی مفکرین په ځانګړی توګه د اخوان المسلمین تهداب ایښودونکي د هغه له فکر څخه متاثر شوي دي ، او داسلامي مسایلو او کشالو د مبارزې په لار کې ئې ډیر عمر په زندانونوکې تیر شوی . کله وایی : چې د مسجدالحرام امام ( سدیس ) قرآن غلط تلاوت کوي ، او زه ئې سم تلاوت کوم . کله وایی :چې د ترکیه اسلامی پاڅون دلویدیځ پرلمسون د عربانو په ضد سر راپورته کړی دی ..او داسې نور ډیر نظرونه چې ډیرو لوستونکو اوپه ځانګړې توګه ماته د منلو وړ نه دي .
له یوې اوږدې مودې څخه راپدیخوا ئې په مختلفو نمونو زما په لیکنو نیوکې کولې ، او ما دهغو جملو څخه دی پیژانده چې له ما پرته ئې له بل چا سره نه وې ویلې ، او ممکنه نه وه چې هغه جملې د بل چا په تعبیر کې کټ مټ راښکاره شي څرنګه چې دګل اکبر، طلال جان او داسې نوروپه تبصرو کې راښکاره شوې ،او ما د ده له خولې اوریدلی وې . سره لدې چې د ده دغه کار به زه سخت زورولم اوکړولم . تر څو چې زما یوې ژباړې دومره دحاله ایستلی ؤ چې اصلي څیره ئې را څرګنده شي . خو کوم مهال ئې چې ما ځواب ووایه اوپه ځان پوه شو نو هر لوری ته ئې بینا وکړه چې زما په هر لیکنه نیوکه ولري ،او دشخصي عقدې پراساس چې زما سره ئې پیدا شوې ،ماته زیان ورسوي ، تر څو ئې دا کمال تر سره کړ چې زما په څیر یوه لیکنه مکمله وژباړي ، او غواړي لدې لارې هغه خلک پوه کړي چې د ما په ژباړه نه پوهیږي .
اوس په افغانستان کې الحمدللله ډیر خلک په عربي ژبه پوهیږي او د پښتو لیکدود سره هم بلدتیا لري ، زه له ټولو هغو وروڼو څخه هیله کوم چې د معیاري پښتو دلیکدود پربنسټ زما او د غفوري د ناز اوغرور نه ډکه ژباړه پرتله کړي او خپل نظرونه پرې ولیکي ، او دا په ډاګه کړي چې آیا ریښتیا زما ژباړه دومره غلطه ده او که دا د ده دشخصي حقد او کینې ښکارندوی عمل دی چې ده تر سره کړي دی . غفوري دا ژباړه په ۱۵۹۱ کلمو کې تر سره کړې ده ،پداسې حال کې چې ځينې جملې هم ترې پاتې شوی دي . اوزما ژباړه ۱۳۰۵ کلمو کې بشپړه شوی ده . په دې مانا چې ده ډیرې کومکي جملې استعمال کړې دی تر څو خپله خبره سمه کړي د بیلګۍ په توګه وایی " افغانستان جنګ ، کوم چه اوباما ورته پخپل خارجی سیاست کی لومړیتوب ورکړی ، په حقیقت کی یو داسی «جنګ دی چه سراو پښه یی نده معلومه ، واضح شکل نلری ، ښکاره هدف نلري او نه ورته څه عملی نقشه ټاکل شوې ده .» او ډیر کتونکی پدی باور دی چه دا به امریکه یو اوږد مهال جنګ ته ښکیل کړي . " حال دا چې لیکوال په یوه جمله كې دا مطلب ویلی دی (دا ښکاره جګړه نه ده )او ما داسې ژباړلی دی " په حقیقت کې د افغانستان په جګړه کې ، کومه چې باراک اوباما د امریکا په بهرنۍ پالیسۍ کې ورته لومړیتوب ورکړی دی ، نن روښانه اوټاکلې ستراتیژۍ او لیدلوری ته اړتیا لیدل کیږي . او ځینې کتونکي دا ویره لري اوپه دې انددي چې دا جګړه به امریکا د یوې دایمي جګړې لوری ته یوسي ." درې کومکي جملي د دې لپاره راوړي چې دا ښکاره جګړه نه ده . او که دا وروستي جمله ئې پدې فقره کې راوخلو نو دپښتو د لیکدود سره مغایره جمله ده "او ډیر کتونکی پدی باور دی چه دا به امریکه یو اوږد مهال جنګ ته ښکیل کړي " . په پښتو کې ویل کیږي چې په جګړه کې ښکیل شو ، په کړکیچ کې ښکیل شو ، جنګ ته ښکیل شو ! دا تعبیر خو موږ نه دی اوریدلی . داملایی غلطیو سربیره بې مفهومه جملې هم په ژباړه کې موندلی شو دبیلګۍ په توګه " که د سیاسی ، داخلي او خارجی له لحاظه په افغانستان کی د امریکی دغه مخ پر وده او مبهم جنګ وڅیړو " حال دا چې لیکوال وایی : دسیاسی څیړنې په ترڅ کې ډیره ساده او آسانه ده کله چې په بهرنیۍ او داخلي کچه د افغانستان دجګړې په هکله د امریکا جګړه ېیزې پریکړې وڅیړو او دا ووایو چې دا پریکړې روښانه او پریکنده نه وې ، څرنګه چې زما په ژباړه کې راغلي ( لطفاعربي متن ته مراجعه وکړئ )
په لاندنۍ فقره کې ئې د خپل مطلب د روښانه کولو لپاره څو جملی لیکلې چې په عربي متن کې هیڅ اشاره ورته نه ده شوی ، مطلوبې جملې او دبیلګې په ډول په دې فقره کې املایی تیروتنې به په متفاوت رنګ دتاسو دپاملرنې لپاره تاسو ته نقلوم : " که د سیاسی ، داخلي او خارجی له لحاظه په افغانستان کی د امریکی دغه مخ پر وده او مبهم جنګ وڅیړو ، نو دا به ووایو چه امریکه خپله نړیواله ستاتیژۍ لري او غواړي چه په نړۍ کې یې پلي کړي . او یا به دا ووایو «چه امریکه غواړي خپل متحدین زیاد کړي او خپله ساحه پراخه کړي ، او مجبوره ده چه هغسې کړۍ جوړه کړي چه نن صبا ټول هیوادونه یې په جوړولو بوخت دي او غواړي چه یا دی پخپله د کومې غټې کړۍ سره یوځای شي او یا خو پخپله کړۍ جوړه کړي چه نور هیوادونه پکې ونغاړي .» لکه د امریکی پخواني جمهور رییس ایزنهاور چه په ۱۹۶۱ کال کی په خپله وداعیه بیانیه کی ویلی وو چه مونږ یوه لویه او نړیواله اقتصادی پوځي اتحادیه جوړولو ته اړتیا لرو... له څیړنې وروسته دا هم ویلی شو چه پنټاګون د امریکې سیاست کې لوی اثر لري او پر پریکړو کې د مبالغې تر حده ونډه لري . او دا هم ویلی شو چه جمهوري ګوند له خپل نفوذه د استفادې سره همیشه کوشش کوي چه اوسنی دیموکرتیک حکومت هغه جنګي تګلاره تعقیبولو ته مجبور کړي کومه چه پخواني رییس جورج بوش پیل کړې وه ... خو دا ټولې پلمې نشي کولی چه رییس اوباما ته په دې جنګ کې د نه پرمختګ له پړه څخه براءت ورکړی . دا ځکه چه د امریکې د ټاکنو په مهال ، په نړۍ کې د امریکې پوځي رول او د هغه پوځ د لانجو حل کول به د اوباما په خبرو کی لومړیتوب درلود او دا ورته تر ټولو لویه دوسیه ښکاریده . "
تاسو کولای شي چې دا پورتنۍ فقره د دغې لاندنۍ فقرې سره پرتله کړي او عربي متن ته ئې هم مراجعه وکړئ ،چې زما په ژباړه کې داسې لیکل شوې ده : دسیاسی څیړنې په ترڅ کې ډیره ساده او آسانه ده کله چې په بهرنیۍ او داخلي کچه د افغانستان دجګړې په هکله د امریکا جګړه ېیزې پریکړې وڅیړو او دا ووایو چې دا پریکړې روښانه او پریکنده نه وې ، په دې هکله په لوړو اعتباراتو او الزامي پریکړو باندې مسولیت اچول ، لکه په مکرره توګه د اقتصادی او عسکري عنصر له اغیزې څخه خبره کول ، څرنګه چې په کال ۱۹۶۱م کې ورنه جمهور رئیس آیزنهاور په خپله وینا کې یادونه کړې ده او ورته يې اشاره کړې ده ، اوپه دې معنی چې په سیاسی پریکړه کې د دفاع وزارت (پینټاګون ) ژوره اغیزه لري ، او یا دهغه اغیزمن لیدلوری او نفوذ څخه خبره کول چې د جمهوري غوښتنکو ګوند د امریکا حکومت دې ته اړ کوی چې هغه جګړه یز دریځ خپل کړي کوم چې جمهور رئیس جورج بوش پیل کړی ؤ ، خو پدې لیدلوری باندې په تینګارکولو کې داسې کوم مبرر نشته چې باراک اوباما ته دهغو کشالو او مسایلو په اړوندچې پکې وروسته پاتې شوو ـ لکه د امریکا نظامی رول او ستونزې په نړۍ کې ـ برائت ورکړي ، هغه چې د ریاست جمهوری د انتخابات د سیالیوپرمهال د ده د انتخاني کمپاین سرټکي وو .
دا دپای جمله ئې هم دپام وړ ده ، وایی : جمهور ریس دډانګ اوپړانګ تر منځ بند دي " نو جمهور رییس اوباما اوس د ډانګ او پړانګ په منځ کې بند دی : یا خو دا چه دی به خپل مسؤولیتونو نه په سرغړونه ، نیمګړي او ماتې ګوډې پریکړې کوي او کله ناکله به هم د ناټو پریکړې پلمه کوي او تر شا به یې پټیږي . او یا دا چه پریګندې پریکړې او توندې فیصلې به کوي تر څو وکولی شي خپل ځان او خپل ملک د دغه جنګ نه وژغوري ، کنه نو دا جنګ به امریکې ته په یوه دایمي ، بیځایه او بیګټه جنګ بدل شي ... "، دا متل هغه وخت په پښتو کې استعمالیږي چې د انسان په وړاندې هیڅ لاره نه وي ، په هر حالت کې ګیر وي او دوتلو لاره ونه لري ، حال دا چې لیکوال وايي : چې اوباما په دوه لاری کې پاتې دی که پرېکنده فیصلې وکړي د بحران څخه د وتلو لاره لري ، (مفترق) . عربي متن کتلاي شي .
تاسې محترم لوستونکي قضاوت کولای شي او حتما به دې پایله ته ورسیږی چې د همایون غفوري دا هڅه یوازي د حسد ،حقد او کینې اوشخصي دښمنۍ پربنیاد چې زما سره ئې لري ولاړه ده . خو کوږ بار تر منزله نه رسیږي .
یادونه : ځکه چې زما ژباړه لده وړاندې خپره شوی زه په دې ګمان یم چې ځنې ټکي ئې زما له ژباړې اخیستي دي .
عبدالرحمن فرقاني
په دې کې شک نشته چې هیڅ څوک د چا په نظر پړ نه دی ، هر څوک خپل لیدلوری ، قناعت او نظر لري او د نورو د نظرپه متابعت مکلف نه دی ، او نه څوک په چا باندې خپل نظر تپلی او تحمیلولی شي ،