عبدالسلام اندړ
دګران هيوادافغانستان خوار، ځورېدلي ،کړېدلي د پوهي اوسيواد له نعمت څخه محروم ساتل شوي عام وګړي ،سوله خوښوونکي، سوله غوښتونکي اوسولي ته تږي دي . ولي بد بختي داده چې دا وګړي د مذهبي، قومي،ژبني، اقتصادي اوټولنيزو غيري عادلانه او ظالمانه اړيکو
همدارنګه دتاريخ په اوږدو کې چې دغلامي کړۍ په غاړه حکومتونه زموږ په ګران هيواد کې قدرته رسېدلي دي ، نو له همدغه عامو وګړو سره يې دشخصي غلامانو په ډول چلندکړی دی . د دې پرځای چې دلېوانو له ظالموپنجو څخه يې خلاص کړي وای،د وی يې هم پر غوښو غاښونه تاوده کړيدي .
خو کومو حکومتو نو،نهضتونو او ولسي مشرانوچې دغلامي کړۍ يې په خپلو غاړو کې نه دي منلي، ديرغمل ولس د ازآدي او دجهل،ناپوهۍ اوبيسوادي دله مينځه وړولو په لور يې د وردانګلو تکل کړيدی ،سمدلاسه ورته دغزا، جهاد، آزادي اود اسلام مقدس دين ته دنجات ورکولو په نامه دننه او له د باندي کرغېړني،توري او په وينو لړلي دسيسې ورته جوړې شوېد ي،او ولس يې دوينوپه ډنډ کې غرق کړی دی ،لايې غرق کوي، اوخپله ولکه يې لا ښه پرې ټينګه کړېده.
همدغو دسيسوهغه وخت زور واخيست چې امريکادسړې جګړې دګټلو لپاره ديو دوزخي اور دبلېدلولپاره ښه مناسب تنور اوبټۍ زموږ ګران هيواد افغانستان وټاکه ،. ځکه چې دا اور په وينو ښه بلېدای شوای او ويني دلته ډېري اوارزانه وې او هم دي .،دې اور په پيسو ښې لمبې کولی شوی ، ځکه چې دلته د پيسو په مقابل کې هرڅه ته اور اچوي اوهرڅه سوځوي . همدارنګه دا اور په مخدره موادو ګړندی کېده،نو يې دمخدره موادو دکښت اوتوليد لپاره زمينه مساعده اوقاچاقبران يې ورته تربيه اومجهز کړل . نو يې په لسګونو زرو د وينو د توليدفابر يکې په ګاونډيو هيوادوکې ورته جوړې کړې (چې له بده مرغه اوس وطن ته راولېږدېدلې،چې جبران نه منونکي پايلي به ولري). خام مواد يې دهمدغه ړانده، کاڼه اومعصوم ولس بچيان وو او هم دي، د دې فابريکو رييسان يې هغه مکاران،مداريان، خرڅ شوي اوشيطان صفته رهبران مقرر کړل چې دجهاد په نامه قدرت ته درسېدلو لپاره يې په ولس داسي اورونه بل کړ ل چې نه هټلر، نه ستالين،اونه اسرايلوبل کړيدي، او نه يې ساری د نړۍ دجنايتونو په قاموس کې شته .
د دې اور په لمبوکې چې افغان ولس ترلاسه کړل، دادي :
ـ په اشغالي او ترورستي اور کې سوځېدل .
ـ يو فاسد،دغلام غلام،ظالم اوغل حکومت او دولت .
ـ په لسګونو زره د لوړو زده کړو ريښتيني،وطن اوخلکوته وفادارمتخصصين له کارو ايستل، په ځايو يې غله،جلادان ،بيسوادان جنرالان،رييسان او واليان کېدل .
ـ دوطندوستي احساس سوځېدل .
ـ دميني،محبت او ورور ولي دروحيې پرځای دوښمني اونفرت ځای نيول .
ـ دملي وحدت تهداب د اورپه لمبوکې رغړېدل .
ـ کليوالي اوښاري غوره فرهنګ اوکلتورسوځېدل،په ځای يې دپردويو دتورفرهنګ رواجېدل .
ـ واړه ژبې دپرديو لهجو او ګړو داور تر لمبو لاندې کېدل .
ـ دسړو وژنه،تښتونه،لوټونه،جنسي تېري ،اختلاص، رشوت او قاچاق د اور بل ساتل .
ـ دوطن ملي ګټي او ملي شتمني چور،چپاول او لوګی کېدل .
ـ آن تردې چې دوطن دجلاکېدو اوتجزيه کېدو لوګی را پورته کېدل .
دا اور اوس نو دومره لمبور شوی، چې مخنوی يې ګران ښکاري .خدای مکړه چې اټومي بټيوته ونه رسېږي . بيايې ګُل کېدل اومړ کېدل امريکا اودهغې جرمي شريکانو ته نا شونی دی .
امريکا چې دا اور بل کړی، نو مړکولای يې هم شي. بايد عجله وکړي او بې له ځنډه يې مړ کړي! که نه خپله او ټوله نړۍ به پکې وسوځي .
عبدالسلام اندړ