سیاست څه ته وايي؟ - څېړنیزه لیکنه

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د سیاسي اندونو په تاریخ کې د ماکیاولي ځای
اتمه برخه
عبدالملک پرهيز
کومې پوښتنې چې ماکیاولي د شپاړلسمې میلادي پېړې په پیل کې رامنځ ته کړې، اوس هم په سیاست کې له مطرحو مسایلو څخه ګڼل کېږي. داسې پوښتنې لکه د سیاست او اخلاقو تر منځ څه ډول اړيکې شتون لري او دغه اړيکې باید څنګه وي؟

سیاسي نظریه او فلسفه د سیاسي کړنې دپاره د کړنې کوم  لارښودونه لرلی شي؟ آیا د سیاسي کړنې د بري دپاره سارونکي دوديزې او د اعتبار وړ عمومي قاعدې شته یا  د مختلفو حالاتو په تړاو د انعطاف لرونکي غبرګون  په پایله کې  زیات بری لاس ته راتلی شي ؟ د سیاست لرلیدونه څنګه د تاریخي تکامل له قانونمندیو سره اړیکې پيداکوي؟  آیا په تاريخ کې د نړیوالې پرمختیا امکان شته؟ یا په تاريخ کې د پرمختیا هره دوره ، د پرمختیايي بدلون یا د پرمختیا خلاف بدلون یوه دوره له ځانه سره لري؟ دغه ټولې پوښتنې ، د شپاړلسمې پېړې د فلورانسي پوه او تیوریسن له نوم سره تړاو لري.
دغه راسپړنې د ځنې اړخونو له پلوه سم دي، ځکه ماکیاولي په خپلو ټولو ليکنو کې،  هيڅکله هم په غوڅه توګه د یو سیاسي جریان پلوي نه کوي. د هغه په ليکنو کې داسې جملې پیداکولی شو چې تر ډیره محافظه کارانه ، یا اصلاح غوښتونکي او یا زیات انقلابي دي. اوس زیات انګلیسي او امریکايې محافظه کاران د هغه له «خبرو» څخه ګټه اوچتوي. په داسې حال کې چې د روسو او ګرامشي  په شان انقلابیانو او په اروپا کې سیاستمدارانو تر ډیره «شاهزاده» ته زیاته علاقه ښودلې ده. همدغه کار د هغه په آثارو کې په ډاګه تضاد ښيي.
کوم سیاست ډیر ښه سیاست دی؟ دغې پوښتنې ماکیاولي ته هيڅ ارزښت نه درلود، بلکې د روانو سیاسي حالاتو څخه يې سرچينه نیوله. ان له دې هم وړاندې: هم په ايتاليې کې د جیامپي پاڅون په شان پېښې چې غوښتل يې واک تر لاسه کړي ،هم د ماکیاولي سیاسي پاملرنه ځانته را اړوي. د ټولو سیاسي نظرونو تر شا ، یو شي د ماکیاولي نظر ځانته زیات اړولو ،  سم فن – او دا د ماکیاولي له نظره هغه سیاسي عمل  دی چې د بري سبب کېږي. داسې بنسټيزې خبرې ددې سبب شوې چې د هغه نظري آثار  د بېلابیلو سیاسي غورځنګونو او جریانونو له خوا وکارول شي. په عین حال کې د ماکياولي د ليکنو بنسټيز جوړښت د جمهوریت غوښتنې  اساسات جوړوي او د لویدیځې دموکراسۍ بدن ته يې غښتلی روح  پو کړ.

د ماکیاولي «شهزاده »، په واقعیت کې د سیاست پر  علم او فن باندې د واکمنو قانونمندیو  د راسپړلو په لور د ماکیاولي  فکري لاس ته راوړنې وې. او د عمل هغه لارښودونه چې د سیاست په ډګر کې بري ته د رسیدو دپاره نوموړي د هغو سپارښتنه کوله – که څه هم په ښکاره متضاد ول – خو بیا هم د دموکراسۍ سبب شول.  ماکیاولي د لرغونې نړۍ له کلاسیکې فلسفې او همدارنګه د منځنیو پېړیو له سیاست څخه  د نوي وخت د سیاسي اندېښنو په لور یو بېلګېز بدلون ترسره کړ او د نوي وخت ټولې سیاسي نظريې  پر خپل بنسټ را ټولوي. ماکیاولي د سیاست د مسالې جوړښت بیا له سره ترتیب ، طبقه بندي او فرمول بندي کړ نو له دې کبله په حقه د مودرن سیاست پلار بلل کېدی شي.
ماکیاولي د فلسفې د تاريخ په اړوند
په عمومي ډول د تاريخ د تکامل له حرکت څخه دوه ډول پوهاوي شته، یو د حرکت ليکه ډوله بېلګه (Schema) ده چې د هغې له مخې تاريخ د یو آرماني هدف په لور په حرکت کې دی چې پرمختیا او کمال په دربر کې نيسي، ځنیو ته تاريخ مخ په ځوړ ( Dekadenz ) او د انسان د پرزېدلو (Untergang ) بهیردي، د تکامل په لور په لیکه د تاریخ د حرکت پلویان بېکن، د فرانسې  د روښانتیا فعالین ، هګل او مارکس دي او د ځوړ او لوېدو په لور د تاريخ د لیکه ایز حرکت پلویان توینبي او اشپنګلر دي.
د ماکیاولي له انده تاريخ د هغه پېښو ټوليز دی چې د تکامل او همدارنګه د هغې خلاف لوري ته حرکت کوي. ماکیاولي « دتاریخ پر دوره ایزه » جوړښت باور لري  او په هغې کې هيڅ ډول عمومي او نړیواله پرمختیا نه ويني . د ماکیاولي سیاسي او تاریخي نظر په نړیوال تاریخ کې د عمومي پرمختیا او کمال پربنسټ نه بلکې د یو لنډ مهاله بري په بنسټ جوړ شوی دی. خو نه یوه عمومي پرمختیا بلکې د تاریخ په لوړو ټکو کې د لږې پرمختیا تثبیت د ماکیاولي نظریه جوړوي. په دې ډول د ماکیاولي د دوره ای تاریخي نظریې څخه نه شو کولی په بشپړه توګه دا پایله تر لاسه کړو چې دغه نظریه له ښه نظره او یا له بده نظره ده، خو په غوڅه توګه ویلی شو چې هغه د تاریخي قانونمندیو په پوهېدو سره د تسلیم او رضا نظریې ته ځان نه دی سپارلی بلکې د هغه په نظریه کې د تاریخي دورو پوهېدل د یو نه بدلېدونکي وړاندیز په توګه مطرح کېږي چې د هغې له مخې د انسانانو له خوا پر تاریخ باندې د انسانانو بریالۍ واکمني حتمي ګڼل کېږي.
د ماکیاولي له نظره د تاریخ د دوره ای قوانینو څېړنه یو لومړنی شرط دی چې د هغې پربنسټ دولتونه کولی شي له قضا او قدر څخه وتېښتي او خپل واک وساتي. له دې اړخه  ماکیاولي  ښه ليد لري. د هغه بد ليدنه په عمومي ډول په تاریخي لرليد کې ټاکل کېږي ، هر دولت که هر څومره هم ښه سازمان موندلی وي ، نه شي کولی ځان د خپل تکامل په لوړو پوړیو کې د تل دپاره وساتي. له دغه پلوه ماکیاولي ښه نظر نه لري. د پرمختګ او کمال په لور د هګل د  تاریخي حرکت د لوري نظريه د ماکیاولي او د رنسانس ددورې دپاره پردۍ وه .
د منځنیو پېړیو د دورې تاریخ ليکنې ، کار د دوو ډلو ترمنځ وېشلی ؤ : یو کلیسايي تاریخ چې د سپېڅلي کتاب پر بنسټ ليکل کېده او د آګوستین د « خدای ښار» نظریه د هغې د لارښود ستوري په توګه ګڼل کېده او بل يې ددې نړۍ دپېښو د بهیر په اړوند تاريخ ليکنه ده چې یوازې د پېښو لیکلو ته اړوند کېدله.  
ماکیاولي دغه دود پرېږدي او د لرغوني یونان او روم د دورې تاریخ ليکنه ( په تېره بیا د هرودوت او پلوتارک او تر دې دواړو زیات د پولیبیوس او توسیدید کار) ، د خپل کار د بېلګې په توګه غوره کوي. ماکیاولي په خپل ژوند لیک کې افسوس کوي چې د رنسانس په دوره کې د هنر او ادب له پلوه،  یوازې د کلاسیک یونان او روم له اندونو، سبکونو او ارزښتونو څخه کار اخيستل شوی او هيڅ چا د تاریخ او سیاست په برخه کې لرغونو بېلګو ته پاملرنه نه ده کړې.
هغه خپل هدف د رومي سیاست له مفهوم او بېلګې څخه کار اخيستنه بولې او په « ویناو » کې په تيره بیا له دغه سیاسي بېلګې څخه کار اخلي او هغه څېړي او په «شاهزاده» کې د ایټاليې د تېرې سترتیا د بیا را ژوندي کولو غوښتنه کوي. د منځنیو پېړیو د تاریخ لیکنې څخه د اړیکو پرې کول او د لرغوني وخت تاریخي نظریو ته را ستنېدل ، ماکیاولي له دې هم وړاندې لاړ او د نوې دورې تاريخي – سیاسي نظريه يې و پنځوله (منځ ته راوړله) .د هرودوت د نظريې سره سم تاریخ د سترو سړیتوبونو (شخصیتونو) د کړنو پايله ده. د لرغوني روم په دوره کې ، په تېره بیا د پوليبیوس، توسیدید او تاسیتوس په تاریخ لیکنه کې د سیاسي سیستمونو او جوړښتونو نظریه په تاریخ کې د لومړي ځل دپاره مطرح کېږي.  ماکیاولي  دواړه نظریې سره وپېيلې. د هغه له نظره ، فرد کولی شي د اړتیا په پوهېدو او د تاریخي پېښو په بهیر کې د تومنې په لرلو سره لاس وهنه وکړي او د هغو تګ لوری په خپله ګټه واړوي.

تومنه (virtu) د صلاحیت او وړتیا د منځپانګې په توګه
د virtu  مفهوم چې دلته د «تومنې» په مفهوم ژباړل شوی، هغه مرکزي او اساسي مفهوم دی چې ماکیاولي په خپله سیاسي فلسفه کې پر هغې تم شوی ، تومنه په ایټالوي ژبه کې د لیاقت، وړتیا ، کارپوهنې اود مېړانې له ځواک سره سمون پیداکوي. دغه مفهوم د رنسانس په دوره کې د ډیرو تیوريسنانو له خوا تر بحث لاندې ونیول شو او ماکیاولي ددغه مفهوم په اړوند وروستي فرمولبندۍ او جمعبندي ترسره کړې. «تومنه» د ماکیاولي له نظره « هغه څه دي» چې  وګړي او ملتونه يې باید ولري، څو لویو هدفونو ته رسېدل ممکن شي.
د ماکیاولي له نظره که په یو ملت کې تومنه نه وي ، هيڅ دولت نه شي کولی د هیواد سیاسي ټينګښت د زیات وخت دپاره وساتي. « تومنه» د ماکیاولې په اند ، د ژوند دځواک، وړتیا او د سترو کارونو د ترسره کولو وړتیا او د هنر په مانا ده. «تومنه» د سیاست اومه (خامه) ماده ده چې باید بڼه ونیسي او دهغې پر بنسټ یو قوم یا یو ملت د سترو کارونو د ترسره کولو وس پيداکوي.
کله چې د انساني چارو په اړوند فکر کوو، وینو چې نړۍ تل په یوه کورنۍ کې وه. په هغې کې د نیکیو انډول له بدیو سره برابر دی خو نیکي ګانې او بدي ګانې له یوه هیواد څخه بل ته وړل کېږي، د بېلګې په توګه پوهېږو چې د سترو هیوادونو ځواک د اخلاقو او آدابو د بدلون له امله د پرله پسې بدلون په حال کې وي خو سره له دې هر څه، نړۍ همغسې وي چې وه، په دې توپير چې د هغې کوټلي ځواکونو لومړی په آشور( د آشور د هیواد ډیر لرغونی پایخت دی) کې خپله اغېزه وکړه ، وروسته د مادانو هیواد او پاریس او په پای کې ایټاليې او روم ته ولېږدول شوه.
که څه هم د روم تر نړیوالې امپرتورۍ  وروسته کومه بله امپرتوري چې اوږده موده ټينګه پاتې شوې وي او د ټولې نړۍ ځواکونه په کې راټول شوي وي منځ ته رانغله خو هغه ځواکونه په پاشلي توګه د زیاتو قومونو او ملتونو سره ووینو ، چېرې چې لا تر اوسه ښه اخلاق حکومت کوي د بېلګې په توګه د فرانسې د پاچا هانو په هیواد، په عثماني امپرتورۍ او یا د مصر د سلطان په امپرتورۍ او نن په المان او تر ټولو زیات په عربو کې چې ستر کارونه يې ترسره کړل او زیاتو هیوادونو ته ورسېدل .( ویناوې دویم ټوک ۱۹۱ م)
د منځنیو پېړیو له کلامي – اخلاقي اصولو څخه د ماکیاولي په غوڅه  جلا کېدل په بل هيڅ ځای کې د « تومنې» د مفهوم په پرتله ښه نه دی ځلېدلی، «تومنه» یانې ددغه نړۍ هغه آرمان چې نوموړی د هغې اساسي عناصر د سیاسي چلند په ځواکمنۍ ، انرژي، صلاحیت، وړتیا، کار پوهنه او لیاقت کې راټولوي. په عمومي ډول « تومنه» د ماکیاولي له انده د انسانانو له ارادې او وړتیا سره تړاو لري چې خپل غوښتي هدفونه پرمخ پيايي څو هغو ته ورسېږي، په دې ډول سیاست د ځانګړې ډلې له واکه چې « خداي بښلې »  وي ، وځي او د «هر چا » په واک کې راتلی شي. یانې هرڅوک چې «تومنه» یا صلاحیت، وړتیا او وس ولري او وکولی شي په ټينګه خپل هدفونه پرمخ بوزي هغه تر لاس کوي.
په دغه نظریه کې د خلکو د برابرۍ اندونه نغښتي دي او ددې نظريې سره سم « هرڅوک» او «هرملت» چې وړتیا او صلاحیت ولري، کولی شي په تاريخ او سیاست کې ستر کارونه تر سره کړي.
همدارنګه باید وویل شي چې له یو ملت څخه بل ملت ته د «تومنې» د وړل کېدو پربنسټ د ماکیاولي تاريخي نظریه چې پورته مو ولوستله، له بنسټه انسان خوښونکي ده او هيڅ ډول توکم پالنه چې وروسته «د مرکزي اروپا» د ځنیو په نظریو کې ليدل کېږي د هغه په نظریو کې نه ليدل کېږي.
د ماکیاولي له نظره «تومنه» په هر ملت کې پېداکېدی شي او  هر دولت دنده لري خپل ملت داسې وروزي چې د سترو چارو د ترسره کولو او اساسي هدفونو ته د رسېدو وس پيداکړي.
په دغه بنسټيز مفهوم کې ماکیاولي د سړیو او ښځو ټولې بنسټيزې ځانګړنې سره راټولوي، چې د یوې سیاسي ټولنې د ټينګښت او دوام دپاره اړین دي او داکار پرته له دې چې د حکومت بڼې ته پاملرنه وشي ترسره کېږي: « له مېړانې آرامتیا رامنځ ته کېږي، او له آرامۍ تنبلي ، له تنبلۍ څخه جبري ګډوډي او له ګډوډۍ څخه انحطاط رامنځ ته کېږي او له نظم څخه ميړانه منځ ته راځي.» ( د فلورانس تاريخ  ۲۶۸  م).
په دې ډول ماکیاولې داسې ګڼله چې سیاست ته تکامل ورکوي چې د مودرنه سیاسي اند د نظريې د بنسټ په توګه آوښتی دی. د ډیرو د نظر خلاف چې د «تومنې» مفهوم  د سیاسي ځپلو د ځواک په توګه  بولي، خو د ماکیاولي له انده ، له بنسټه د لوړو سیاسي اندونو لرونکو هدفونو ته د رسېدو، په توګه فکر شوی.
دغه لوړ هدف د سیاسي ټولنې «ځان ساتنه» او په هیواد کې ټينګښت او دوام دی. د صلاحیت، وړتیا او لیاقت له لارې سیاسي ثبات . دا هغه سوغات دی چې د ایټاليې رنسانس نړۍ ته وړاندې کړی دی. ماکیاولي د خپلې مشهورې فرمولبندۍ په وسیله چې « پاچا هم باید زمری او هم  ګيدړ وي» ، دغه سیاسي پایلې خپلې لوړې کچې ته رسوي. یانې دولت باید زور له ټګۍ او سیاسي محاسبې، د پریکړې کولو له ارادې او ديپلوماتیک جوړجاړی او  پوځي ځواک سره یوځای کړي. په دغه ډګر کې د « تومنې» راز راز سیاسي ځواکونه اساسي رول لوبوي. بخت یا  fortuna په تاريخ کې د تصادف او د بې ځایه توب عنصر دی. ماکیاولي په خپلو ټولو لیکنو کې د « تومنې» له خوا د بخت الهې د تصرف په اړوند خبرې کوي او وايي یوازې په دې ډول موږ کولی شو ددغه الهې له بدلېدونکي خوی او خصلت څخه ځان خوندي کړو.
« ټول دولتونه، ټول واکمنان چې تر اوسه خلک د هغوی ترسیوري لاندې اوسېدلي یا جمهوري ول او یا شاهي . پاچاهي ګانې له پلارونو اولادنو ته په میراث رسېدلي دي. یا خو نوي دي ...یا د بخت  یا د «تومنې»په مرسته تر لاسه شوي دي. (شهزاده ۴۲ م).
د ماکیاولي دغه ویشنه یوازې د فني او تخنيکي پلوه ده او هيڅ ډول ارزښت نه لري. که څه هم ماکیاولي دوام ورکوي  چې شاهي نظامونه ( هغه دولتونه) چې د «تومنې» پربنسټ منځ ته راغلي دي د هغو په پرتله چې د «بخت» پر بنسټ منځ ته راغلي دي، د دوام او ټينګښت زیات امکانات لري ، خو نوموړی د دویم په اړوند هم له زیرتیا کار اخلي.
په لرغونې نړۍ کې ارستو د خپل «سیاست» په رساله کې ، درې ډوله ښه حکومتونه په ګوتو کوي: شاهي(مونارخي) ، اشرافي (آرستوکراسي) او دیموکراسي. هغه همدارنګه درې ډوله بد حکومتونه چې د درې لومړنیو ډولونو د پرزېدو په صورت کې منځ ته راځي:
فردي دیکتاتوري ( بشپړ استبداد) ، اولیګارشي ( هغه حکومت چې واک يې د څو ځواکمنو کورنیو په لاس کې وي، د حکومت هغه رژیم چې یوازې د څوتنو له خوا اداره کېږي) او انارشي ( د ګډوډۍ حکومت ، بې قانوني، بې سر او بې ساماني).  د ارستو دغه ویشنه یوه نورماتیف جوړونکې (normativ) او ارزښت جوړونکي (wertorienteirt) ویشنه ده، چې په هغې کې د سیاسي ټولنې د برقرارولو څخه هدف نیکمرغي او فضیلت دی. ماکیاولي په غوڅه توګه د ارستو ددغه پوهنې څخه خپله لاره جلا کړه. لکه څنګه چې پورته وویل شول هغه یوازې دوه ډوله دولتونه پېژني: فردي او ډله ایز: او دغه ویش یوازنی تخنيکي او واقعي ویش دی. او په هغې کې هيڅ راز ارزښتي قضاوت نه تر سترګو کېږي.  ماکیاولي په خپلو ټولو آثارو کې له هر ډول ارزښتي قضاوت څخه ډډه کوي او په دغه لاره کې د ماکس وبر مخکښ دی.
د سیاست او پوهې ترمنځ اړیکې چې په لرغوني نړۍ کې افلاتون او ارستو د هغې ستر استازي ول، په نوي دوره کې ماکیاولي د خپل ستر استازي په توګه ويني. د «تومنې» د لرلو دسیاسي او تاریخي اړتیاو پېژاندنه، یانې صلاحیت، وړتیا ، لیاقت او د بخت د تصادفي ځواکونو کنترول، دا هغه ځوابونه دي چې نوموړی يې دوران جوړونکو پښتنو ته ورکوي. په دې ډول سیاست « د ممکناتو د ترسره کولو» او یا « د ناممکناتو د ترسره کولو هنر» په مانا څرګندېږي او محافظه کاران ، اصلاح غوښتونکي او انقلابیون هر یو په وار سره له هغه او د هغه د سیاسي نظریو څخه ګټه اخلي. که  وغواړو په یوه جمله کې د ماکیاولي سیاسي اندونه چې د شاهزاده او ویناو په کتابونو کې بیان شوي، فرمول بندي کړو، داسې یوه جمله لاس ته راځي.
د ماکیاولي له نظره سیاست یانې: « څرنګه واک تر لاسه کوو؟ څرنګه واک ساتو؟ په کومو حالاتو کې واک له لاسه ورکوو؟» . د ماکیاولي له وخته را په دېخوا د واک د ترلاسه کولو، ساتلو مساله د سیاست په مرکزي او بنسټيزه مساله آوښتې ده. او په دغه لاره کې د بدلون واقعي امکانات « ممکن کار» او « واقعي کار» تر پاملرنې او ځيرتیا لاندې نیول کېږي. سیاست او پوهه د ماکیاولي له نظره سره ټینګ  تړل شوي دي چې هيڅکله يې خلاصولی نه شو.

دوام لري

تیره برخه