سلام خان
د كليد په نامه د تحقيقی اداری دراپور له مخې په افغانستان کی پخواني جهادي مشران، د يو شمېر لوړ پوړو دولتي چارواكو اراكين او هغه هېوادونه چې په افغانستان كې پراخ نفوذ لري، ټول د واليانو په مقررۍ كې مهم رول لري
د دې ادارې د لومړي پيله غلام جيلاني پوپل د دې ادارې د رئيس په توګه ټاکل شوی. په داسې حال كې هيله كېده چې د دې ادارې په رامنحته كېدو سره به واليان د ضوابطو او لياقت پر بنسټ وټاكل شي، ولې د مختلفو دلايلو له امله او د دې ادارې د پوره واك د نه درلودلو له امله بيا هم د واليانو په شمول نورې ټولې مقررۍ د مصلحت او ګوندي روابطو پر اساس تر سره كېدې.دا كار د دې پرځای چې په كارونو كې ښه والى راولي د چارو د ټكني كيدو اوخنډ سبب شو، داسی شواهد موجود دی چی دهیواد ټول والیان دزور او بیلو بیلو کړیو دملاتړ له مخی مقرر شو ي دی.
د محلي ارګانونو د ادارې مالي او اداري مرستيال عبدالمالك صديقي هم وايي چې دا اداره نه شي كولاى د ټاكلي معيار له مخې واليان وټاكي، هغه وویل: (( موږ د واليانو د مقررۍ لپاره معيارونه لرو، ولې بدبختانه روابط پر ضوابطو حاكم دي.د وړانديز او اداري مراحلو پروسه زموږ له لارې كېږي، خو د مقررۍ لپاره د جمهوري رياست مقام، د جمهوري رياست مرستيالان، جهادي مشران او...هر يو له ځانه خپل كانديد لري او موږ ته يې معرفي كوي)) چی په دی باب لاندی ګراف کی دهر والی روابط دمربوطه تنظیم دمشرانو سره په ډاګه کوي.
ګراف :

دغه تحقيق له 30 برحالو واليانو، د دولت د اپوزيسيون له مشرانو، پخوانيو واليانو، سياسي څېرو او يو شمېر دولتي چارواكو سره د مركو په اساس شوى چې د واليانو اړيكه له سياسي حلقو سره چې د جمهور رئيس په واسطه مقرر شوي په ګوتو كوي.
د دې تحقيق پر اساس د ګلبدين حكمتيار په مشرۍ د حزب اسلامي ګوند پنځه تنه واليان لري. كه څه هم چې دغه واليان دا مهال له حكمتيار سره خپله رابطه ردوي، خو مني چې په كلونه كلونه يې د حكمتيار د ګوند غړيتوب درلود.
د اتحاد اسلامي مشر عبد الرب رسول سياف څلور واليان لري او په حكومت كې د ده د ګوند د غړيو ونډه له څو كلونو را په دې خوا په خپل ځاى پاتې ده.
د جنرال عبدالرشيد دوستم په مشرۍ د جنبش ملي اسلامي ګوند حاضر دمه 3 واليان لري. د افغان ملت ګوند هم د سياسي واك په اوسني تركيب كې 3 واليان لري. د برهان الدين رباني په مشرۍ د جميعت ګوند دا مهال څلور تنه واليان لري چې دوه تنه يې د برهان الدين په نيغه همكارۍ او دوه نور يې په غير مستقيم ډول معرفي شوي دي.
د ترسره شویو مركو پر بنسټ د محمد محقق په مشرۍ د حزب وحدت ګوند دوه تنه واليان، د ولسمشر كرزي لومړى مرستيال محمد قسيم فهيم دوه تنه واليان، د پير سيد احمد ګيلاني په مشرۍ د محاذ ملي ګوند 3 واليان او د حضرت صبغت الله مجددي په مشرى د نجات ملي ګوند 1 والي او د ولسمشر دويم مرستيال كريم خليلي هم يو والي لري.
په دې دليل چې ځينې واليانو په تېر او اوس مهال كې خپل سياسي دريځ بدل كړى او دا مهال له بېلابېلو ډلو سره اړيكي لري، كليد به د بشپړو معلوماتو او له سياسي ډلو سره د هغوى د غړيتوب په اړه د پوره حقايقو په خاطر په دې برخه كې خپلو پلټنو ته دوام وركړي.پای سلام خان.