عبدالملک پرهيز
اوومه برخه
د ماکیاولي له انده د سیاست مفهوم
داسې یو څوک چې د هغه ښه او بد نوم دا څو پېړۍ د خلکو پر ژبه دی او داسې سیاسي کتاب نشته چې د هغه له اندونو یادونه په کې نه وي شوې. د ماکیالولي د ښه پېژاندنې دپاره پکار ده څو دهغه د وخت چاپيریال وپيژنو،
ځکه هيڅوک له یو سیاسي، ټولنيز، اقتصادي او کولتوري چاپيریال څخه بهر ژوند نه شي کولی. هغه په یو داسې وخت کې ژوند کاوه چې ایټالیا په ټوليزه توګه او د هغه مورنی ځای فلورانسي له ګډوډۍ او کړکېچ سره لاس او ګریوان ؤ . ایټالیا د خپل جغرافیوي دريځ، د سوداګرۍ د سیالیو او د ګاونډیو هیوادونو د لاس وهنو له امله په څو برخو ویشل شوی ؤ او په هر ښار کې په حقیقت کې یو خپلواک حکومت شتون درلود. په دغه وخت کې ایټالیا د پنځه خپلواکه ښاري دولتونو څخه جوړ شوی ؤ . په جنوب کې د ناپل سلطنت ، په شمال لویدیځ کې د میلان امیران او د اشرافو جمهوریت او شمال ختیځ کې د بلورانس جمهوریت او د پاپ دولت چې په مرکز ځای درلود، له کورنۍ پلوه دغه ټول ولایتونه د سختې سیالۍ مرکزونه ول ، شخصي لويي غوښتنې او په همدې حال کې د راز راز هنري او ادبي کولتورونو منځ ته راتګ ددې سب شوی ؤ څو ددوی اړیکې له دښمنۍ ډکې او د ديپلوماسۍ او جګړو له لارې په همېشني کړکېج کې اوسي. ددې سربېره د ایتالي د ښارونو نه پيوستون نورو هیوادونو ته چې تر ایټاليې لوی ول دا بهانه په لاس ورکوله څو پر ایټاليې پوځي بریدونه وکړي. هغه پوهانو چې په دې برخه کې کار کړی د ایټاليې په نه یووالي او نه پيوستون کې د پېلابېلو عواملو څخه یادونه کوي. د بېلګې په توګه د پانګې زیاتېدل او د سوداګرۍ د سختو سیالیو شتون، د سیاسي فساد شتون او اخلاقي پریوتنه. لوتر په ۱۵۱۱ کال کې له ایټاليې څخه ليدنه وکړه نوموړی د ایټاليې د حالت په اړوند داسې وايي: که دوزخ شتون لري ، نو ايټاليا د هغې پر سر جوړه شوې ده. خو د ایټاليې د ګډوډۍ او نه پيوستون ډير مهم دلیل د ایټاليې په مرکز کې د پاپ د دولت شتون ؤ دې دولت دومره واک نه درلود چې په خپله د ایټاليې د یووالي دپاره کوم کار وکړي خو دومره ځواک يې درلود چې که د کوم بل ښاري دولت له خوا د یووالي کومه هڅه شوي وای د هغې مخه يې نیولې شوای او د هغوی د لارې خنډ کېدلی شو.
د ماکیاولي ژوند ته یو نظر
نېکولو ماکیاولي د ۱۴۶۹ کال د مې په دریمه پنېټه په فلورانس کې په یوه داسې کورنۍ کې چې د ژوند منځنی او لږ څه ټيټ حالت يې درلود نړۍ ته سترګې پرانیستې. پلار يې برناردو ماکیاولي له یوې اشرافې کورنۍ څخه ؤ چې بې وزله شوي ول. ماکیاولي په یوه شپږکسیزه کورنۍ کې ژوند کاوه او پلار يې د خپلو اولادونو له تحصیل سره زیاته علاقه لرله او د هغوي پرزده کړو يې پانګه لګوله، هغه پوهېده چې د هغه د اولادونو پرمختیا يوازې په زده کړې پورې اړه لري او د کورنۍ مالي امکاناتو پرته له دې د هغوی تر وړاندې بله لاره نه پرانیستله. ماکیاولي په اته کلنۍ کې د لاتین ښوونځي ته واستول شو. پلار يې هغه ته د کتابونو د رانیولو په برخه کې زیاتې پيسې لګولې نو ځکه د هغوی کورنۍ په لا زياتې بې وزلۍ کې ډوبېدله. خو ددغه لګښتونو زغم ماکیاولي ته پايلې هم لرلې ،او هغه په ۲۹ کلنۍ کې د « سترې محکمې ددویم دیوان» د ریس او د فلورانس د حاکم د لس کسیزې شورا چې هلته د فلورانس د جمهورۍ د بهرني او امنیتي سیاستونو په اړوند پریکړې کېدلې، په غړیتوب کې ومنل شو. ماکیاولي په دغه څوکیو کې خپلې دندې په ډیر ه ښه بڼه ترسره کولې او کال په کال يې دريځ ټينګېده. هغه د سفیر او دیپلومات په توګه د ماکسیملیان دقیصر سزار بورژیا او تر هغې هم لوړ د فرانسې دربار ته واستول شو. ددې دندې تر څنګ ، د فلورانس د پوځي ځواکونو سازمان ورکونه هغه ته وسپارل شوه او نوموړي په فلورانس کې یوه ملیشه جوړه کړه. په ۱۵۱۲ کال کې ماکیاولي د مدیچيانو پر خلاف د یوې کودتا په توطيه کې د ګډون په تور ( دا خبره تر اوسه هم ثابته شوې نه ده) له کاره ليرې او تبعید شو. ماکیاولي تل غوښتل د سیاست نړۍ ته بیرته راستون شي، خو دا چانس د ژوند تر پایه بیا ورته برابر نه شو. شاید دا کار بې رحمانه ښکاره شي خو د سیاست نړۍ له دغه کاره ډیره ګټه اوچته کړه، ځکه ماکیاولي د اوږده تبعید په موده کې د سیاست په چارو کې د یو فکري نظم په توګه ژور فکر او اند وکړ. ماکیاولي په ۱۵۱۲ کال کې د «ویناوې» په لیکلو پيل وکړ او په ۱۵۱۳ کال کې يې د څلورو میاشتو په اوږدو کې د «شاهزاده »کتاب ولیکلو. د هغه دوه نور لوی آثار یانې د «جګړې هنر» په ۱۵۲۰ او د «فلورنس تاریخ » په ۱۵۱۲ کال کې یو په بل پسې خپاره شول او د « ویناو» کار هم پای ته ورسېد. ماکیاولي تل خپلو نظریو ته د سیاسي کړنې په لور د لارښود او د ټوپ وهلو د تختې په څير کتل خو د مدیچيانو په دوره کې وروسته له دې هغه ته د څو بې ارزښته دندو پرته بله مهمه دنده ونه سپارل شوه ، کله چې په کال ۱۵۲۷ کې د مدیچي کورنۍ له بلورانس څخه وشړل شوه ماکیاولي ګومان کاوه چې کولی شي بیا سیاست ته راستون شي، خو له مدیچي سره د همکارۍ له امله د هغه دغه هيله هم ترسره نه شوه او نوموړی په همدغه کال ۱۵۲۷ د جون په ۲۲ نېټه مړ شو.
ماکیاولي تل په خپل کتاب کې د خپل تبعید په اړوند ګلې او شکایتونه کوي نوموړی لیکي په داسې حال کې چې د سیاست نړۍ هغه ته اړتیا لري ،دی دې ته اړ دی څو له ښځو او چرګانو سره وخت تېر کړي. په خپلو اندونو کې ، د ماکیاولي اساسي هدف په ایټالیې کې د ثبات لرونکي او ځواکمن دولت جوړول ول، خو هغه په دغه هدف کې هم ناکام شو . د ماکیاولي له مړینې څلور میاشتې وروسته فرانسوي لښکرو ايتالیه ونیوله او په دې ډول د ايټاليې د رنسانس دوره پای ته رسېده. له تاریخي پلوه هم د ماکیاولي اندونه شنډ پاتې شول او ایتالیا په ۱۸۷۰ کال کې بېرته له سره د ګاریبالدي له خوا یوموټې شوه خو تر اوسه اوتر ننه پورې ایټالیې بیا یو غښتلي دولت تر لاسه نه کړ. خو د ماکیاولي سیاسي نظریو او اندونو په ټوله لویدیځه نړۍ کې بې شمیره پلویان پیداکړل. په نوي دوره کې دسیاسي پوهه، تر هر چا زیات د ماکیاولي پوره وړې ده او له دغه پلوه هغه د مړینې وروسته ستر بری تر لاسه کړی خو نه په ایټاليې کې.
دوام لري