سیاست څه ته وايې - څېړنیزه لیکنه

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

عبدالملک پرهیز

د سیاست فلسفه

شپږمه برخه

سیاسي فلسفه هغه پرنسپونه او ضوابط دي چې په ټولنه او دولت کې د لارو چارو او پېژندنې په تړاو د ستونزو  څېړنه کوي.

یا په بل عبارت دسیاست فلسفه ، د فرد او ټولنې د دوه اړخيزه اړیکو ، ټولنې، دولت ، دولتي ادارې ،د ټولنيز ژوند ،د فردي حقونو او د یو اوبل تر وړاندې د بنسټيزو پوښتنو په اړوند له بیان څخه عبارت ده. د سیاست فلسفه همدارنګه د قانون، عدالت، شتمنۍ ، واک او حکومت په شان مسایل بیانوي.  د سیاست په فلسفه کې، دا مساله هم چې حکومت د کومو کسانو حق دی، یوه بنسټيزه پوښتنه ګڼل کېږي، دا ډول پوښتنو ته په سیاسي پوهنه کې  نه ، بلکې د سیاست دعلم په فلسفه کې پاملرنه کېږي.

 

د سیاست د فلسفې تاریخ

-         لرغونې نړۍ

په لرغوني وخت کې د سیاست فلسفه په پيل کې د سفسطه ویونکو په تېره بیا د پروتاګوراس سره ډیر نژدې تړاو درلود . افلاتون د دولت تړون جوړ کړ.  سیاست او قوانین  وروسته د سیاسي فلسفې دپاره بنسټ وګرزیده.

ارسطو سیاست ته پرمختیا ورکړه  ، د افلاتون ځواب  ، له ۱۵۸ یوناني دولتي اساسي قوانینو څخه د امپراتوري د نقشې جوړول ول، چې د هغو څخه یوازې د اتن اساسي قانون پاتې شو.

د لرغوني یونان له وخته یوازې د ګوتو په شمیر سرچينې پاتې دي، د بدن پېژاندنې سرچينې ښيي، چې ایپکور د سیاست د فلسفې ضروري برخې لیکلي دي. ستویکانو د افلاتون خيالي دودونه پرمخ یوړل د بېلګې په توګه د زینون دولت.

 

د روم سیاسي فلسفې د یونان سیاسي فلسفه پرمخ وړله،دا په تېره بیا د لرغوني یونان (ستایکه) تر اغېز لاندې ترسره شو، دا د سیسرو (د دولت ، قوانینو ) او سنېکا (  نرمښت ) په اړوند اعتبار لري. د افلاتون له وخته  داسې ؤ، کله چې سړي له تقوا او عدالت سره د اخلاقو او سیاسي فلسفي یو نا حل شوې تړاو لیدلو.

ګډې وجې هم شته ، کله چې سړی د سیاسي ادارې د ممکنو بڼو لکه  سلطنت ، اولیګارشي او دموکراسي په اړوند فکر کوي.

ددې خلاف سیاسي فلسفې د واکمنو سیاسي حالاتو پر بنسټ په ځان کې په نسبي ډول ژور بدلون  راوست. هغه وخت چې افلاتون او ارسطو د یوناني ادارې د ښه واک وخت منعکسولو ، سیاسي فلسفه د لوی الکساندر ترشا روانه وه چې تر ډیره يې د ښاري ادارې له اډانې څخه ځان خپلواک کړی ؤ، دبېلګې په توګه د ستویسمیسم یا رواقیانو فلسفه.

« فلسفي مذهب دی چې زنون کیتسیونی يې بنسټ ایښی دی. دا ځکه د رواقي په نامه یادېږي چې ددوی د فعالیت سیمه د آتن په یو رواق کې پرته وه. دغه مذهب په دویمه میلادي پېړۍ کې په روم کې رواج پيداکړ او د سنکا ، اپيکتتوس او مارکوس آورلیوس په څیر حکیمان له هغې سره یوځای شول.  زنون دغه فلسفه پردرې برخو د پنځون یا طبیعاتو، منطق او اخلاقو ویشله. د هغه منطق د ارسطو پر ارګانون ولاړ ؤ چې ویل يې هره پوهه او پېژندګلوي نیغه پر نیغه زموږ د حواسو درک ته راګرځي . په پنځونو یا طبیعیاتو کې د رواقیانو نظریه مادي وه، د هغوی له نظره هر هغه څه چې حقیقت لري مادي دی. شته او ماده یا جسم او بدن، یو حقیقت دی او یو له بله سره بیخي ګډ دي . د یو شتون د بل په ټول بدن کې خپور دی . په اخلاقو کې رواقیانو فضیلت له خوندونو سره یو هدف باله او عقیده يې لرله چې ژوند باید له پنځون یا طبیعت او د هغو له قوانینو سره سمون ولري او ویل يې ريښتنې آزادي هغه وخت تر لاسه کېږي چې انسان شهوتونه او ناحقه اندونه یوې خواته پرېږدي  او په آزادۍ کې هڅه او هاند وکړي. رواقیان د خپلو دغو اصولو په وجه په خلکو کې په بې قیدۍ مشهوره شوي ول.»

د روم سیاسي فلسفې په مستقیمه او غیر مستقیمه توګه په هغه سیاسي حالت پورې ځان تړلی ؤ چې د روم په امپراتوري کې يې شتون درلود هم له امپرتورۍ دمخه او هم وروسته.

 

افلاطون، هغه لومړنی فیلسوف دی چې د سیاست د فلسفې سره تړلي پوښتنې يې په یو دقیق فلسفي نظام کې سنجولي او د یو ټوليز په توګه يې یو له بل سره اوبدلي دي. د افلاطون له ليکنو څخه په تېره بیا دهغه له دوو کتابونو ،پوليتیا یا جمهوریت او په دې اړوند قوانین دي چې ترې یادونه کولی شو. دغه کتابونه دټولنې د بنسټيزو قوانینو څېړنې او پلټنې ته اړوند شوي دي. د جمهوریت کتاب د ښار یا هیواد او دهغې د ادارې د څرنګوالي په اړوند لیکل شوی دی.  د ارسطو سیاسي نظریه د سیاست یا پولیتکا په کتاب کې راغلی ده . ارسطو د واکمنۍ ډیره ښه بڼه د سلطنت پربنسټ  هغه فردي  واکمني بولي چې له خپلسرۍ څخه واټن ولري. ارسطو همدارنګه د خلکو واکمني غندلې ځکه په دغه حکومت کې د چارو واګی د ټګانو په لاس کې وي او د ټولو ګټه په پام کې نه نیسي. ارسطو په دغه کتاب کې د اسپارت او  کرت او کارتاژ له حکومتونوڅخه یادونه کوي او د هغې د ښه او بدو ارزونه کوي او په دغه ټکي تاکيد کوي چې د هر حکومت په اړوند باید د هغه ټولنې د  ټاکلو حالاتو په پام کې نیولو او څېړنې سره قضاوت وشي کوم چې دغه حکومت په کې شتون لري. د روم د سیاست فلسفه تر ډیره  بریده د سیاست په اړوند دسیسرو د فلسفي لیکنو څخه اوبه څکي.

د چين سیاسي فلسفه ، د یونان له سیاسي فلسفې څخه خپلواکه وه. کنفوسیوس او لائوتزه په چين کې د فلسفې تر ټولو غوره تیوريسانان ول. د مانو او چاناکیا قوانین هم ، ثبات او یووالي ته د رسېدو په لاره کې هڅې ګڼل کېږي.

د اسلام نړۍ
د اسلام ترټولو مهم فيلسوفان چې د سیا ست پرفلسفه يې کار کړی ابونصر فارابي، پورسینا، ابن رشد او ابن خلدون دي. په اسلام  کې د سیاست د فلسفې اصطلاحات له قرآن څخه اخيستل کېدل. په منځنۍ پېړۍ کې ، د فاضلې مدینې مساله ، بیا تر پاملرنې لاندې راغله. فارابي د فاضلې مدينې د اوسیدونکو رايې په کتاب کې  ، د آرمانښار د رييس په اړوند بحث کوي. نوموړی فاضله مدینه له یو داسې بدن سره پرتله کوي چې د هغې ټول غړي (اندام) خپلې چارې په سمه توګه سرته رسوي او یو له بل سره ښه سمون او جوړ جاړی لري ، نو له دې کبله د فارابي په فاضله مدینه کې د امر کولو او امر وړلو دود جاري دی.


فارابي همدارنګه د هغه ټولنو څخه یادونه کوي چې د فاضلې مدينې تر وړاندې ولاړ دي او نوموړی هغه د جاهله مدينې ، فاسقه مدينې ، ضاله مدينې، او کرغېړنه مدينې په نوم یاد کړي دي.

د څوارلسمې پېړۍ يو مسلمان پوه ابن خلدون دی نوموړی د اسلام په نړۍ کې د سیاست د علم له فیلسوفانو څخه ګڼل کېږي. هغه په یو کتاب کې چې د حکومت په اړوند يې ليکلی دی، ښه ټولنه د انسان د معنوي پرمختیا شرط بولي او په ښو ټولنو کې يې د انسانانو  د ښو کارونو او په بې لارې ټولنو کې د خلکو د تباهۍ څخه یادونه کړې ده.

د اسلام په نړۍ کې د سیاست فلسفه په منځنیو پېړیو پورې محدوده پاتې نه شوه، بلکې په شلمه او یوویشتمه  پېړۍ کې يې هم دوام وکړ. دسید جمال الدين افغاني نظریات په دې لړ کې د پاملرنې وړ دي . په وروستیو دوو پېړیو کې د اسلامي بنسټپالنې په رامنځ ته کېدو سره د اسلام سیاسي نظريې بیا پاملرنه ځان ته واړوله. محمد عبده، علي شریعتي  او امام خميني هغه مهم کسان دي چې په وروستۍ پېړۍ کې  يې د اسلام  د سیاسي اصولو بیان ته پام اړولی دی.

د مسحیت منځنۍ  پېړې
د مسحیت په منځنۍ پېړې کې د سیاست د فلسفې اندونه له انجيل څخه اخيستل شوي ول ، خو دا هڅه هم شوې وه څو د افلاطون او ارسطو آثار د مسحیت سره پخلا کړی شي او د هغوی اصولو ته د انجیل له آیاتونو سره سمون ورکړی شي، په دغه دوره کې په عمومي ډول واک د خدای حق ګڼل کېده او خلک او پاچا هان د کلیسا رعیت ګڼل کېدل.


د رنسانس  او د روښانتیا  دغورځنګ دوره

توماس هابز، د رنسانس په دوره کې د سیاست د فلسفې له لومړنیو تیوریسنانو څخه دی . هابز د مطلقې واکمنۍ او استبداد خبرې کولې خو په فرد يې ډډه لګوله. هغه ویل ټولنه یوازې د فرد له ژوندانه څخه د ملاتړ او ساتنې او دهغه د هوساينې او آرامۍ دپاره منځ ته راغلې ده. پر فرد باندې د هغه همدغه تاکيد ؤ چې له یوې خوا يې د هغه اندونه د افلاطون او ارسطو په څیر فيلسوفانو له اندونو څخه جلا کول او له بلې خوا يې د منځې پېړۍ له اندونو سره  په مخالفت کې ول، چې د پاچاهانو واک يې د خدای له لورې بللو. سلطنت غوښتونکي هم د هابز له دغه اند سره مخالف ول چې ویل يې سلطنت د خلکو له خوا شاه ته ورکول کېږي او د یو ټولنیز تړون پایله ده.

جان لاک ،  په اولسمه پېړۍ کې د سیاسي فلسفې بل تیوريسن ؤ چې د الهي حق نظریه يې ونه منله  او په اروپا کې يې د خلکو د حکومت یا دموکراسۍ فلسفه رامنځ ته کړه. لاک، سیاسي آزادي له قانون څخه د ټولو اطاعت وباله او په دې اند ؤ چې یوازې له قانون څخه اطاعت دی چې هیواد له خپل سرۍ څخه ژغوري.  هغه د خلکو واک داسې تعریف کړ چې دولت د خلکو استازی او قانون د ټولو دپاره یوشان دی. لاک، همدارنګه وليکل چې د هر راز دولت شتون له هغه حالت څخه ډیر ښه دی چې دولت په کې نشتون و نه لري. د سیاسي فلسفې په برخه کې د لاک له نورو مهمو نظريو څخه یوه هم له سیاست څخه د دین جلا کول دي . هغه د دین او دولت اډانې له یو بله جلا وبللې او  د یو او بل په اډانه کې یې د یو او بل ننوتل روا ونه ګڼل. هغه تاکید کاوه چې دولت باید د خلکو له باورونو سره سر او کار ونه لري ځکه د دولت د جوړیدو هدف په ټولنه کې د خلکو  له مدني حقوقو څخه ساتنه او ننګه وکړي.


د آزادي غوښتنې پر آرمانونو ډده لګول چې د اروپا د رنسانس له غورځنګ ، په تېره بیا له فلسفي رنسانس سره پیل شوی ؤ او د لاک اندونه چې په سیاسي فلسفه کې دهغې له وتو بېلګو څخه ول ، له هغه څخه په را وروسته پېړیو کې زیاته پراختیا وموندله، ددغه پراختیا بېلګې له یوې خوا د انګلستان، امريکې او فرانسې په شان هیوادونو کې ددغه آرمانونه اغېزه او له بلې خوا د هغو پرمخ وړل دي. په اتلسمه پېړۍ کې د فرانسې او آلمان په شان هیوادونو کې د روښانتیا د غورځنګ د استازیو او په نولسمه پېړۍ کې د تندلارو د فلسفي غورځنګونو په شان د لیکوالو او فیلسوفانو په لیکنو کې  دغه مساله څرګنده ده.

په فرانسه کې ژانژاک روسو د ټولنیز تړون د کتاب په لیکل کېدو سره یو ځل بیا د حکومت په برخه کې د الهي حق نظریه رد شوه او د خلکو غوښتنه ، د وګړو هغه غوښتنه وبلل شوه چې په خپلو کې د تړون د لارې يې د ټولنې بنسټ ايښی دی. نوموړي یو ځل بیا تاکيد وکړ چې د خلکو واکمنۍ د حکومت ډیره ښه  بڼه ده  . نوموړي واک د خلکو حق وباله .  جرمی بتنام او جان استوارت میل  د هغه کسانو څخه دي چې د خلکو د واکمنۍ د نظریو په بدلون کې يې رول درلود.



نوی وخت او اوسنی دوران

په نولسمې پېړۍ کې د کارل مارکس نظریو د سیاست په نړۍ کې بدلون راوست ، مارکس په دې اند ؤ چې د کارګرانو د انقلاب  له لارې انساني ټولنه آزادي تر لاسه کوي. هغوی د واک په تر لاسه کولو سره لومړی خپله دیکتاتوري ټينګوي،او کله چې يې خپل اړونده سازمانونه رامنځ ته کړل ، په ټولنه او خلکو کې سوسیالستي ښوونه پراخوي او طبقاتي نظام له منځه وړي. او له دغې دورې نه وروسته ګارګران له واکه ګوښه کېږي او د خلکو ريښتنې واکمني رامنځ ته کېږي. دداسې یوې ټولنې بنسټيز اصل دادی چې هيڅ ډول طبقاتي تضاد او ګټه اخيستنه  او زبېښاک به په  ټولنه کې نه وي، هرڅوک به د خپل وس په اندازه کار کوي او د خپلې اړتیا په اندازه به تر لاسه کوي. په روسیه کې تر ډیره د مارکس د نظریو پربنسټ انقلاب ترسره شو، خو په کومه لاره چې پرمخ لاړل له هغې لارې سره يې توپیر درلود چې مارکس يې اټکل کړی ؤ. د شوروي ټولنې د مارکس له آرمانونو سره توپير درلود. همدارنګه په دې وخت کې توتالېتار حکومتونه منځ ته راغلل چې له زیات نسانسور څخه يې کار اخيستلو او فردي آزادي يې تر پښو لاندې کولې.

عمل او سیاست ته د فلسفې علاقه مندي چې د مارکسيستي غورځنګ د استازیو کار ؤ، په فاشېزم کې يې زیات شدت پيداکړ ان تر دې چې فاشېزم له فلسفې څخه ګوندي ایدیولوژۍ ته بدلون وکړ. او د زیاتو سیاسي پروپاګندو سره رامنځ ته شو. فیهشه المانیانو ته په خپلو خبرو کې هڅه وکړه څو د ناپلیون پرخلاف ملي او وطني احساسات و پاروي. توماس کارلایل، قهرمان پالنه د ټولنيز ژوند یو مهم عنصر وباله او تاريخ يې د اتلانو زېږنده وبلله. آرتور  ګوبینو د نژادونو د نابرابرۍ په اړوند یو اثر وليکلو  او کولتور او تمدن يې د سپين نژاد هستونه و بلله او تور نژاد يې له حیوانانو لوړ خو تر نورو ټولو انسانانو ټيټ وباله. پر دغه نظریو باندې د ډډې لګولو د لارې د فاشيزم اصول جوړ شول. او د ايټاليې فاشیستانو دولت خپل مطلق دريځ ته ورسولو، لکه څنګه چې د موسوليني په حکومت کې وګړو او ډلو یوازې د هغه تړاو له مخې چې له دولت سره يې درلودل ، مفهوم تر لاسه کاوه.


په شلمه او روانه پېړۍ کې د سیاست بله فلسفه صیهونیزم دی، د صیهونیزم د نظریو پرمختیا په پای کې په فلسطین کې د یهودي دولت د منځ ته راتللو سبب شو.

فمینیسم که څه هم د سیاست د فلسفې په توګه ځانته پاملرنه نه ده اړولې خو د دولتونو  په جنسیتي جوړښت کې زیات رول لوبولی دی.

دوام لري

تېره برخه