افغانستان پخپله د تروریزم قرباني دی

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
ر،ن
د افغانستان ولسمشر حامدر کرزي د شنبې په ورځ له واشنګټن پوسټ ورځپاڼي سره په يوه مرکه کي غوښتنه کړې چي امريکايي ځواکونه دي په افغانستان کي پر کورونو باندي د چاپو وهل ودروي او په افغانستان کي د خپلو پوځيانو حضور لږ کړي

ولسمشرحامدکرزي له واشنګټن پست سره مرکه د امریکا خلکو ته په پیغام سره پیل کړې ده او یادونه یې کړې چې په افغانستان کې د امریکا د پوځي عملیاتو لګښتونه د امریکاییانو له مالیې څخه ورکول کیږی او دا هغه پیسې دي چې د امریکا خلک یې په ډېر زحمت سره ګټي. ښاغلي کرزي د خصوصي امنیتي کمپنیو د منحلولو د پرېکړې دفاع کړې او ویلي يې دي چې د افغانستان او امریکا د امنیت لپاره د یوه اغېزمن افغان ځواک د رامینځ ته کولو لپاره دا پرېکړه موجه وه او د امریکا خلک باید په دې پوه شي
افغان ولسمشر همداراز د ولسمشرۍ په پروسږنو انتخاباتو کې د ده په وینا درغلۍ وغندلې، ویې ویل چې د افغانستان د متحدو هېوادونو، په خاص ډول د امریکا له خوا د افغانستان د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د درغلۍ هڅې وشوې. دی وايي، د ډیموکراسۍ د پیاوړي کولو، د افغانستان د ملاتړ او په دې هېواد کې د ملت جوړونې له ادعاګانو سره سره د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د تقلب هڅه وشوه
ښاغلي کرزي په هېواد کې د روانو د پوځي عملیاتو په اړه واشنګټن پست ورځپاڼې ته ویلي چې د راتلونکو لسو کلونو لپاره په افغانستان کې د پوځي عملیاتو دوام ډېره اوږده موده ده. کرزی وايي اوس هغه وخت رارسېدلی چې دا عملیات محدود او د خلکو په ورځني ژوند کې د زور کارول کم شي
ښاغلي کرزي په افغانستان کې د ناټو د ځواکونو د شمېر د کمولو په اړه وویل، د افغانانو دا نه خوښېږي چې ددوی په هېواد کې څه باندې سل زره بهرني سرتېري د تل لپاره دېره وي او پر داسې یو پلان باید کار وشي چې له مخې یې افغان ځواکونه پیاوړي او د ناټو د سرتېرو شمېر کم شي
افغان ولسمشر له واشنګټن پست ورځپاڼې سره په مرکه کې وویل، افغانستان له امریکا سره اوږدمهالې اړیکي غواړي. د کرزي په وینا دا هغه څه دي چې د افغانستان خلک یې هم غواړي خو دوی دا نه غواړي چې کلي او ښارګوټي یې له بهرنیو سرتېرو ډک وي
ده وویل چې د افغانستان کلیوال خلک باید د عادي او سوله ییز ژوند بڼه وویني او په ملکي برخو کې له مرستو څخه ګټه واخلي.
ولسمشرحامدکرزي زیاته کړه، ورځنۍ امنیتي چارې د افغانستان د حکومت او خلکو دنده ده او امریکايي پوځیان کولای شي په خپلو مرکزونو کې دېره وي او یا هم د سرحد په اوږدو کې پوځي عملیات وکړي
ښاغلي کرزي ټینګار وکړ چې د شپې له خوا د خلکو پر کورونو پوځي عملیات ناوړه کار دی. د ده په وینا همدا عملیات د خلکو او ناټو ترمینځ د فاصلې یومهم عامل دی. ده زیاته کړه چې د مشکوکو کسانو پر کورونو برید او د هغو تلاشي کول د بهرنیو سرتېرو نه، بلکې د افغان ځواکونو کار دی
کرزي وویل چې په تېر وخت کې دې ډول بریدونو ستونزې جوړې کړي او له دې وروسته به هم همداسې وي. د ده په وینا که دې ډول عملیاتو ته اړتیا وي نو دا کار باید افغان ځواکونه د هېواد د قوانینو په چوکاټ کې وکړي
ولسمشر حامدکرزي له واشنګټن پست ورځپاڼې سره د خپلې مرکې په دوام کې ویلي چې نړیوال ځواکونه دا ډول حملې له تروریزم سره جګړه بولي خو د تروریزم ضد جګړه په افغانستان کې دننه نشته او اکثریت افغانان په دې باور دي چې له تروریزم سره جګړه باید په هیواد کې دننه نه وي ځکه تروریزم دلته نشته بلکې افغانستان پخپله د تروریزم قرباني دی. ولسمشرکرزی له واشنګټن پست څخه پوښتنه کوي، آیا د یوه طالب نیول په دې ارزي چې د ماشومانو او ښځو په ګډون لسګونه ملکي وګړي د هغه په خاطر ووژل شي؟
ښاغلی کرزی وايي، افغان حکومت د خصوصي امنیتي کمپنیو د سرغړونو او د ولایتي بیارغونې د ډلو یا پي آرټي ګانو د فعالیتونو مخنیوی غواړي، ځکه د ده په وینا حکومت د دوی د لګښتونو د څرنګوالي په اړه هېڅ معلومات نلري
د پاکستان په اړه ولسمشر حامدکرزي له واشنګټن پست سره په مرکه کې ویلي چې دی غواړي اسلام آباد له تروریزم سره د مبارزې په برخه کې مرسته وکړي، ځکه په ځینو حالاتو کې هغوی تر افغانانو زیات له تروریزم څخه زیان لیدلی، خو ده دا غوښتنه هم ترې وکړه چې له تروریزم سره د جګړې په برخه کې خپله مبارزه جدي کړي
کرزي ټینګار وکړ، ترهغه چې د تروریستانو د روزنې مرکزونو ته پاملرنه ونشي او تر هغه چې افغانستان او پاکستان د امریکا په مرسته دوو ګاونډیانو، وروڼو او دوستانو په څېر له تروریزم سره ګډه جګړه ونکړي په افغانستان کې به سوله رانشي
افغان ولسمشر د افغانستان او امریکا د اړیکو په اړه وویل چې اوس د دوی ترمینځ اړیکي تر پخوا ډېر ښه شوي دي. ده وویل چې د کابل او واشنګټن اړیکي په افغانستان کې د امریکا او ناټو د عمومي قوماندان د جنرال سټېنلي مک کرېسټل په راتلو سره ښه شول او اوسني قوماندان جنرال ډيویډپېټرایوس دا اړیکي نور هم ښه کړل. کرزي وویل، د افغانستان او امریکا اړیکي اوس پاخه او بشپړ شوي، احساسات له مینځه تللي او اوس ترپخوا زیات له یوبل سره د ده په وینا په لوړ آواز خبرې کوي
ولسمشرحامدکرزي دواشنګټن پست د خبریال د دې پوښتنې په ځواب کې چې آیا دی اوس هم خپل ځان د امریکا متحد ګڼي کنه، وویل، دا په دې پورې اړه لري چې تاسو د متحد کلمه څه ډول تعبیروئ
کرزي وویل، که متحد هغه څوک وي چې غلی کېني او د واشنګټن د هر کار ننداره په پټه خوله وکړي نو دی داسې یو متحد نه دی خو که د متحد معنا دا وي چې تاسو زموږ د ګټو دفاع وکړئ او موږ ستاسو د ګټو، نو کولای شم ووایم چې هو، زه د امریکا متحد یم
ښاغلي کرزي له طالبانو سره د سولې د هڅو په اړه وویل، دا بهیر اوس په داسې یوه پړاو کې دی چې دواړو اړخونو سولې ته خپله لېوالتیا څرګنده کړې ده
د کرزي په وینا، طالبان هم زموږ په څېر پوهېږي چې زیات شمېر خلک بې دلیله وژل کېږي او د دوی خپلې کورنۍ له جګړې څخه زیانمنېږي.
ده وویل، طالبان داسې خلک نه دي چې ټول به په یوه فابریکه کې تولید شوي وي او زموږ پرضد به جګړه کوي، او زیاته یې کړه، ښايي هغوی چې انتحاري حملې کوي همداسې خلک به وي خو عام طالبان هریو کورنۍ لري. کرزي واشنګټن پست ته وویل، طالبانو د سولې لپاره خپله مفکوره تراوسه رسماً نه ده څرګنده کړې.پآی (ر،ن)