ژوند لیک

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

زوکړه:ظفرخان « اهتمام » د سردار خا ن زوی ، د ارسلا خان لمسی او د دوست محمد خان کړوسی ، په کام میرزا خېل پښتون دی د ( ۱۳۴۳ ) لمریز ـ لیږدیز« هجری شمسي » کال په غبرګولي کې یې د لغمان ولایت د الینګار ولسوالۍ د برکوټ په کلي کې نړۍ ته سترګې غړولې دي.
زده کړې:لومړنۍ او منځنۍ زده کړې یې د ( ۱۳۵۹ ) لمریز کال تر غبرګولي پورې د شاهي په منځني ښوونځي کې په لومړۍ درجه سرته رسولي دي ، په ( ۱۳۶۰ )ل لمریز کال کې د پلاوي له خوا د حربي ښوونځي د نهم ټولګي لپاره وټاکل شو،د ( ۱۳۶۳ ) لمریز کال د وري په میاشت کې د کابل د حربي ښوونځي له دولسم ټولګي څخه په ډېر ښه بري لیک فارغ شؤ او په همدې وخت کې په اکاډمي تخنیک کې شامل شؤ .
د ( ۱۳۶۵ ) لمریزکال د زمري په میا شت کې د اکاډمي تخنیک د مهماتو د تخنیک له مسلک څخه د لسا نس په درجه په ډېر ښه بري لیک د دوهم

برید

من په رتبه فارغ شوی دی.

دنـدې :
په اکاډمي تخنیک کې یې د ندې تر سره کړې دي د۱۳۸۴ کال دغبرګولي

ترمیاشتي پورې یې د اکاډمي تخنیک د مهماتو په دیپارتمنت کې په علمي کادر سره د ډګروال تر رتبې د استاذی دنده اجرا کړې ده. د شپـېتمې لسیزې را په دېخوا یې شعر ویل پیل کړی . چې یوزیات شمېر شعرونه،مقالې،راډیوي نندارې او لنډې کیسې یې د ( ۱۳۷۲ ) لمریز کال څخه راډیو او مطبوعاتو خپرې کړې دي،ځینو کیسو او ډرامو یې د کال لومړۍ درجه مطبوعاتي جایزې هم ګټلي دي . د ( ۱۳۷۸ ) لمریز کا ل څخه یې تر ۱۳۸۱ کاله پورې دملي راډیو،د هنر او اد بیاتو په پښتو څانګه کې د ممثـل او لیکوال په توګه هم دنده اجرا کړې ده . د دولت دپا لیسی له مخې داکا د یمي تخنیک تشکیل له منځه لاړ، نوځکه یې د ( ۱۳۸۴ل ـ ل ) کال د چنګا ښ له میاشتې څخه یې د مرغومي تر دېرشمې نېټې پورې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو دپارلماني ټاکنو د پروژې په ګډ دفتر کې د کارمند اوبیاد مد یر مرکز په توګه ترشمېرنې دنده اجرا کړې او په همدې وخت کې دسولې او حقوق بشرد سازمان دنشریي (ما وجامعه ما)د مرستیال او کتوونکي په حیث هم کار کوه بیا ملي اردوته د ټاکنود بهیر تربشپړولووروسته د۱۳۸۴ کال د کب څخه یې ،د ملي دفاع وزارت د عمومي اکمالاتو په یوې څا نګې کې یوکا ل د محاسب دنده په مخ وړې اوس د ملي دفاع وزارت په مطبوعاتي مرکزکې کار کوي . څپـې ، ژوند لیک –عزیزالرحمن« ذکي »

ظفر« اهتمام » دنورولیکوالوپه اند:

۱ - ښاغلی اهتمام

له دومره درنې دندې اود روزنې له مشغولتیاوو سره سره دهغه با احساسه احسا س بیا هم آرام نه دی پریښی جې د خدای ج ورکړي
او هنرپاله طبیعت په مرسته دغه حالات،صحنې او غمیزې په ډیر ماهرانه ډول په خپلو کیسو کې داسی انځور کړي چی دهر با احساسه انسان دومره دپام وړ وګرځوي چی ته به وایې دی دصحنې عملي لیدونکی او شاهد دی، اهتمام که له یوې خوا په نثر کې خپله خوږه ژبه ښه په ظرافت چلولې ده نو د شعر له خوږوازانګو یې هم بې برخې نه یوو پرییښي او ښه ډیر شعرونه یې د پښتو شعر پر پا نګه ورزیات کړي دي. اهتمام په تمثیل کې هم خپل ځای فعا ل ساتلی او دکا بل راډیونه، په خپریدونکو ډیروډرامو کې یې د یو تکړه ممثـل په توګه رول لوبولی او زیاتې ډرامې یې لیکلي هم دي
د اهتمام ډیر نثرونه او شعرونه دهیوادپه ورځپاڼواو راډیوي خپرونوکې خپاره شوي دي ده داستادۍ ددندې، ادبي لیکنواو تمـثـیل تر څنګ دپښتو ژبې د پرمختیا له پاره د ادبي غونډو انتظامات هم تر سره کړي او د « الینـګارفرهنګي یون» له تا سیس کوونکوڅخه دی.
دښکار شوي پړانګ ، دپښتـۍ څلورم مخ- ډاکترضیا الرحمن ضیاء.
........................
۲- له کومی راهیسی چی زه ښاغلی ظفر اهتمام پیژنم دی یو نه بلکې ډېر کما لونه لري د پوهنتون استاد هم دی او بزګر هم،په شاهانه مجلسونو کې چې کښیني ته به وایې ټوله ورځ یې خبرو ته غوږ ونیسم خو کله چې له هغه مجلسه راووځي دومره قلندرانه فطرت لري چې ته به وایې په هیڅ هم نه پوهیږي،شعریې تر نثر ښه دی او نثر یې تر شعر،د تمثیل پر سټیج د ټولو ممثـلینو مالګه او د ښکار په ډګر کې د خوشحال بابا د لارې شاګرد .
بس که نور صفتونه یې بیان کړم لوستونکي به راته د نیو کې ګوته ونیسي ، خوزه دا لیکنه په ویاړ سره کوم او پر دې ډاډ ه یم چې واقعاًهم زه د یو هنرمند انسا ن په باره کې خبرې کوم زه چې څه وایم زه پرې مطمین یم . زه چې څه لیکم دا به په همدې اثر(کیسو) کې ولولیء. د ښکار شوی پړانګ ، سریزه – عزت الله شمسزی .
.............. .....
۳- څپې د شعرونو د ټولګې د پښتۍ په څلورم مخ کې ؛
اهتمام ته !
سمونمل ګـــل آقــا « رښتینوال »
د ټولو زړونو خا ص و عام شاعـر دی
هم د شاعــــــرانو سر الهام شاعـر دی
ډېـــره آزاده مــفــکـــــوره لـــــري دی
چې موفـــــــــق تـــل او مدام شاعر دی
ده وظـیــــفـه یـې نـظــامــي ښوونــکی
ډېر دی ځـــیرک او رموز پام شاعر دی
ځار د هغه ښــکـــلي شعـــرونه شم زه
هم د غـــــــزل هم د مــقــام شاعـــر دی
په مــلګرتیا او پــښــتــو ســـر ورکوي
څومره سر تېر په ننګ و نام شاعر دی
لنډ او خــلـص به وایم ای مــــلــګرو !
د خوږې میــنې،میـو و جـام شاعــر دی
څوک ده هغه شاعــر او څـــه نومېږي


هغه ظـــفــِر « اهــتمـــــام » شاعر دی
چې « رښتینوال » یې له نږﺉدې وویني
ډېر خوش اخلاق،وړ د انعام شاعر دی
٭ ٭ ٭
اثار:
چاپ اثار:۱- ښکار شوی پړانګ، د داستانونو ټولګه جوزا ۱۳۸۴ کابل
۲- څــــپــې دشعرونو جونګ اسد ۱۳۸۵ لغمان،
په دې شعرونو کې د ډیرو کره او آزادو شعرونو تر څنګ یو زیا ت شمیر اولسي دودیزوال او سندریز نظمونه هم شته دي،چې د معلوماتو لپاره بیلګې او د سندرو لپاره ښه پا نګه هم کیداې شي
۳- یو شمیر: ادبي، اجتماعي اومسلکي مقالې او ډرامې .
( له مجلو،نشریواو ملي راډیو څخه خپرې شوې )
۴ ـ له انټر نېـټي : لکه دعوت،سپرغۍ ،ټاټوبي،ټول افغان،کابل ناتهـ ، سمسور .com.
او ځینو نورو پښتو سایټونو څخه سږکال خپرې شوې مقالې اواثار :
- کیسه ، لنډه کیسه او ناول د A4 په سایز ټول ۳ مخونه .
- لغمان د لرغوني تاریخي او فرهنګي شالید په رڼا کې ۱۸ مخونه
- په اسلام کې د شعر او ادب دریځ او اړتیا ۶ مخونه .
- په پښتو ادب کې د آزاد شعر دریځ او سرچینه ۱۲ مخونه .
- سروکي په پښتو ادب کې ۱۰ مخونه .
- مارچیچلې ( لنډه کیسه ) ۴ مخونه .
- شعرونه،لس پارچې ۱۰ مخونه .

ناچاپ اثار: یو،یوجونګ شعرونه، ډرامې، مقالې او طنزونه.
درنو او عزتمندو لوستونکو!دا ؤداهتمام صیب لنډ ژړند لیک .
سمسور خان.